اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ناتاربى خپله څښتن نه راګرځي

ليکونکى:عبدالجبار کاکړ

پښتانه مشرانو ډير پخواويلى وو چي ناتاربى خپله خاونده نه راګرځي نن داخبره يادوينايو وار بياد ډبري د کرښي وارو څرګنده شوه موږ چي زياتره داخبره کوو چې پښتو په کت او يواځي يوه ژبه نه ده بلکې د ژوند يو بشپړه لاره هم ده ځکه چې نن په دي ناورين کښې هر رښتني پښتون داهڅه او مبارزه کوي چي پښتو خوندي کړي ولى چى ځموږ دښمنان داهڅه کوي چي ځموږ پښتو سره راګډه وډه کړي چي کله پښتو ګډه وډه شوه پښتونولي به دېر ژر سره ګډوډه شې او بيا به پښتون پخپله پاش پاش شې دا څه هوائى او جذباتي خبرى نه دي بلکې دا رښتيا دي او د ډېره وخته څخه دښمن په دهغه ناوړه کار لاس پوري کړي دي خو نيکه مرغه رښتني پښتون رڼ انده ليکوال ودي ته بيداره دي او د بې چارګى او مفلسي په حالت کښې په تشو لاسو ددي جواب ورکوي که څه هم په ډېره لويه کچه د پښتو او پښتونولى په ضد په ډېره لويه کچه روپى تمن لګوي خو د بده مرغه ځموږ پښتانه چي شمير يې لږ نه دي د دښمن په دهغه چل ول نه پوهيږي دوي هم هغه څه د پښتو سره کوي چي د پښتو او د پښتون دښمنان يې غواړي خو داخبره بايد په يا دوساتل شي چي د يوه سړي يا د يوې ډلي د اقتصادي ګټي دپاره يو پښتون ودي ته تيار نه دي چي په پښتو او پښتونوالي دي وړوکى داغ هم راشې د بيله خبره ده چې ځينى پښانه به د نورو دپاره دهغه ناوړه عمل کوي خو په اوسېنو حالاتو کښې به دومره وس نه لري چي دهغه لاس ورغوڅ کړي.

تېره ورځ يو کتاب په يوه پلورنځي کښې ځما تر سترګو تېر شو چي نوم يې پښتو کښې تنقيدي ادب وو باور وکړي چي ما په هغه ځائى دا سوچ وکړى چې په کار وو چې دهغه کتاب د پښتو په ځائى په اردو ليکل شوي وي يو ځو به هغه چاچلى دا کتاب يې ليکلي وو هغه به ډېري روپى ترلاسه کړي وي ولې چې د پښتو په پرتله د اردو ژبى په کتاب خلګه پيسې ورکوي بله دا چي د چا اردو ژبه نه ويزده هغه ددي کتاب څخه ګټه نه شې اخستلى او بيا به اردو ژبو ته ددې لويه ګټه هم رسيدلي وي خو خير دا خو د کتاب د ليکوال کاردي چي ده په کوم نظر دهغه کتاب ليکل دي ځما د دهغه کتاب په اړه خپل نظر دي ځه غلط هم کيدى شم.

اصل کښې ځموږ ددي ليک عنوان بل څه دي لکه چې سر ليک يې دي نن ټول پښتون افغان د يوه لوئى ناتار څخه تېريږي چي داخبره ځه د خپلې خوا نه کوم بلکې ټوله پښتانه په دي خبر دي چي ولې ټولي نړۍ په موږ باندى راتاو شوي او ځموږ وراني کوي او دهغه وراني په ډېر زور سره د تېروم ۳۵ کلو څخه را روان دي په ځائي ددي چي دهغه ناورين ځموږ په ټاټوبى د منځ څخه ولاړشې خو د بده مرغه دهغه اور ورځ تر بلې نور پراخيږي او ټيل باندى اچول کيږي او موږ ورته ګورو چې د دهغه درې نيمو لسيځو څخه ځموږ وګړي شهيدان کيږي بې کوره کيږي معذوره کيږي کډوال کيږي بې وياړه کيږي آن دا چې په سرسر وهل کيږي او ټول ټاټوبى داور په لمبو کښې سوځل کيږي دهغه ټول اوږد جنګ د جهاد په نامه وشو چې يوه خواته پنګواله نړۍ وه و بلې خواته شتراکى نړۍ وه يوې ډلې و جهادي لوري ته په لويه کچه وسلې او ډالري ورکولي او بلې خواته اشتراکي نړۍ و خپلو ملګرو ته نه يواځي مالي مرسته وسلي ورکولي بلکې خپلې سره لښکري هم و افغانستان ته دننه کړي نزدې لس کاله خپله افغانانو پخپلو کښې جګړه پخپله خاوره وکړي څومره ځائى او مالى زيانونه د افغانستان ولس او خاوري وشو څومره افغانان ددي جګړى څخه ګاونډي ملکو ته کډه شول چې تراوسه هم په دهغه ملکو کښې ژوند کوي او څنګه ژوند کوي په کاردي چي ودي پوښتنو ته جواب ورکول شي مرګ او ژوبله اقتصاد د افغانانو د وران شو خو ګټه چا يووړه ددي سره سره چي جهاديانو دهغه جهادو ګاټي خو هغه چاته څه ترلاسه شول چي برخه يې په جهاد کښې ډېره وه او بيا د کابل خلګو او د افغانستان نورو خلګو ته څه ورته په برخه شول په دي ټوله ښه خبر دي خو د دهغهخواړو په غم چا ويرو کړي دا خو يو اوږدتاريخ دي چي دلته ليکنه ډېره زياته ګرانه ده.

په منځ کښې کورنيو جګړو دوام وکړي چي د طالبانو د دور په ګډون تر لس کاله هم اوږدوو خو بيا د نهم ستمبر پيښه رامخ ته کيږي دا پيښه څنګه وشوه ددې سره ځموږ اړه نه شته خو د دهغه پيښې وروسته يو بله اوږده جګړه پيل شوه چي تراوسه دوام کوي خو باندني لوبغاړي هم هغه دي خو دا بيله خبره ده چي داتيا په لسيځو کښې د جهاديانو ملګري د دوي دښمنان دي خو ددي سره سره چي د شوروي په ضد ولاړ جهادي مشران هم دهغه چا سره لاس يو کړي دي چي نوريې خپل دښمنان ګڼې او د دهغه روانى جګړي هم تر لس کاله رسيدونکى ده خو يوواربيا موږ و ګورونو بيرته دا ټول مالى زيان او ځانې زيان د افغانانو او د پښتنو د شوي او کيږي او که دهغه جګړي دوام وکړي تر دي به هم زياته مالى او ځانې زيانونه کيږى او هغه به هم په ځانګړي ډول د پښتنو وي خو د جګړى هغه لوبغاړي چي وشاته ناست دي هغه مخ په وړاندى روان دي خو بشپړه افغان ټاټوبى د ناورين سره مخامخ دي خو دلته په کاردي چي هر يو په دي خبره پوه شې چې دا د نړۍ والو د ګټو جګړه ده که څه هم ډېر سپيڅلې طالبان د جهاد په نامه مبارزه کوي خو داخبره اړنه ده که پښتانه په يوه ټغرنه شې دا ټول که يو توري دهغه جنګ يا جهاد و ګټي يو لوري بشپړه واکمني نه شې ترلاسه کولي خو د جګړي په صورت کښې به هر اړخيزه وراني د پښتون افغان او د دوي د ټاټوبى روان وى.

نه په دي زمانه کښې نه په دي خلګو کښې بيا پيغمبر پيدا کيدي شې نه د خدا(ج) لخوا په چا باندي آيايتونه نازل کيدي شې خو په هر څه قدرت لرولو د کبله ځموږ ستر پيغمبر(ص)د کافرانو سره په شپږمه هجري پيړى کښې ضلع حديبيه وکړه او مصلحت او جوړي جاړي لاره يې خپله کړه چي د حضرت عمر (رض) هم وويل چي ددي صلع څخه ناخوښه وو او نور هم ډېره صحابه دا نظر لرلي خو لوئىڅښتن(ج) دهغه امبارکى خپل پيغمبر ته ورکړى.

آيات انافتغالکه فتعا مبينا(فتح ع اپ۲۶)

ژباړه:... صلع حديبيه دلارى تا(ص) ته مخامخ فتح په برخه درکړه او پخپله رسول(ص) د صلع حديبيه د کولو د مخه فرمائى.

الان نغزو هم ولايغزو ننانعن نسيرالهيم (بخارى)

ژباړه:.... اوس به موږ په (دوي)کافرانو بريد کوو دوي به په موږ بريدونه کوي او موږ به د دوي خواته ور روان يو.

چي نه بل پيغمبر راتلي شې نه په چا باندى آيات نازل کيدي شې نو به موږ يواځي او يواځي د قرآن او حديث څخه لاره غواړو خو د بده مرغه د قرآن او حديث حوالى خو موږ ډېري ورکوو په زياته بيا ځموږ ديني علماء او طالبان خو عمل يو نه باندي کوو د بده مرغه ځموږ سپين بګړى وال داسې په سياست اخته شوي دي چي دهغه پخوانيو کيمونسټانو به دا تور وو چي دوي توله ورځ سياست او سره کتابونه لولي د کومه ځايه خوري او د کومه ځايه څښې.

ټولو ته دا څرګنده ده چي ځموږ خوار ولس زياتره نالوسته دي او دوي نه قرآن لوستي شي نه حديث دوي ساداره وګړى خو د بده مرغه دلته يو شمير مذهبى ګوندونه دي چي يو ډله بله ډله نه منې نو يو نالوسته وګړى به څنګه خپله لاره پيدا کوي نه موږ و چاته دښه او بدسند ورکوي شو نه بل څه خو دومره خبره کوو و هر لوري ته چي د لوئى څښتن(ج) او د سترپيغمبر (ص) روحي درکوو چي نور نو دهغه ولس او دهغه خاوره د نوري جګړي څخه وځغوري خوار ولس د دېرو ناخوالو سره مخامخ دي که هغه اقتصاد دي يا د ژوند چاري دي نن چي ټولنه په کوم لوري روانه ده او د رسنېو او ميډيا د لارې چې ځموږ اسلامى او پښتنى او افغاني دود دستور او وياړ ځائي د نورو بې شرمي په لور روان دي که موږ په دهغه اوږده جنګ يا جهاد بوخت وو چي اوس يې هم ډېر مخالفت کوي چي د جګړه وګټى او مالى ته ورسوو چي هغه موږ د ټولني وشوي بدلون ته هغه وخت و ګورونو هر څه به موږ د سلاسه ورکړي وي ښه به داوي چي موږ ټوله سره جرګه شو او پخپله يوه داسې لاره وسنجوو چي هغه ځموږ ديني او دينوي غوښتنى راپوره کوي شې نه پريدي او باندنيان ځکه چي ځموږ مشرانو ويلي دي چي نا تار د بې خپله خاونده نه راګرځي..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←