د رحمان بابا ادبي پيروان
رحمان بابا د هغه زرين دور د اوج او موج د دورې شاعر دى چې په خوشال بابا پيلېږي او په کاظم خان شيدا او پير محمد کاکړ پاى ته رسېږي
د پښتو په دې زرين دور کې ډېر ستر ستر شاعران رامنځته شول په خپله خوشال بابا يو ستر نابغه او فلسفي شاعر ؤ چې پښتو ته يې هر اړخيزې بښنې وکړې او د پښتو د ادب پلار لقب يې تر لاسه کړ. ورپسې د ده ګڼ زامن چې اکثره يې د رحمان بابا همزولي او ترې مشران او کشران وو په همدې دوره کې رامنځته شول اشرف خان هجري د خوشال خان بابا داسې زوى ؤ چې په پښتو او دري کې يې د لوړې کچې شاعري کوله په ځانګړي ډول د اورنګزيب زندانونو يې په هندوستان کې شاعرۍ ته نوى رنګ او نوى ترنګ ورکړ او د وطن هجر يې شاعري نوره هم دردوونکې او اغېزمنه کړه. د ده بل زوى عبدالقادر خان خټک يو پياوړى شاعر ؤ. پر بشپړ ديوان سربېره يې ګڼ نور منظوم او منثور تأليفات نور هم وکړل. سکندر خان خټک د خوشال بابا بل زوى چې ښه شاعري يې کوله او پر دېوان سربېره نور خوندور اثار هم ترې راپاتې دي. صدر خان خټک يې بل زوى دى چې ديوان او منظومې کيسې ترې پاتې دي. ګوهر خان خټک يې بل زوى دى چې د قلب السير قيمتي کتاب چې په نظم او نثر دواړو دى ترې راپاتې دي همدا راز افضل خان خټک، کامګار خان خټک، بابا سعيد او نور ګڼ خوږ ژبي شاعران او ويناوال د همدې کورنۍ په
غېږ کې روزل شوي دي. د خوشالخان بابا پر زامنو سربېره په دې دوره کې د پښتنو د بېلابېلو سيموو بېلابېلو قومونو نه ګڼ شاعران رابرسېره شوي دي چې خوږه او پخه شاعري يې وکړه لکه قلندر، شيرمحمد، عبدالله، اخوند مياداد، اخوند مصري، ادين، ازاد، بيګ محمد، نجابت، قادر، حسين، فاضل، حميد بابا، خواجه محمد بنګښ، محمد يونس خيبري، باى خان، حميدګل، فياض، نصرالدين، محى الدين، سعيد خليل، نياز محمد، عبيد، انار، ملنګ، نصرت، مؤمن، فيض الله، ګله خان، نصير، بنارس، فضل الحق، علم ګل، مسري خان، بيدل، خوږدل، نجيب، بياض، نوازخټک، معازالدين خټک، قاسم، قادر داد، اورکزى، اشرف خليل، امير خان هجري، مهين، امير، عبدالله، مياعمر، محمدي صاحبزاده، افضل، احسن، انور شاه، اکرم، دوست محمد، سيد، ميا شرف، شمس الدين، طلب شاه، عجب، عبدالقاسم، محتشم، محمد ګل، نورمحمد، نادر، فقير الله، صديق، فتح علي، معزالله، دلاورخان، خان ګل خليل، مسعود، کاظم خان شيدا، محمد ګل مسعود،عليخان، محمود رفيق، کاظم، معزالله مومند، عثمان، اودل فضيل، عصام، ابوالقاسم، غفور، صمد، اخوند ګدا، جان محمد، الوري حافظ، قاسم علي اپريدى، خواجه رزق الله ، عبدالعظيم راڼيزى، عبدالعظيم ګنداپور او نور په لسهاوو تنه شاعران په همدې زرين دور کې وزېږېدل، وځلېدل او د ادب په ګلبڼ کې وچغېدل، په همدې زرين دور کې پښتو ادب نوې غزونې وکړې، نوې لورينې او نوې پيرزوينې پرې وشوې. د نظم او نثر غوره کتابونه وليکل شول او د ژوند ټول موضوعات د ليک او ادب په غېږ کې ځاى شول. خو په زړه پورې دا ده چې د زرين دور په دې ګڼو ادبي څيرو کې د رحمان بابا څيره هغه څيره وه چې تر ټولو ځلانده او روښانه وه، تر ټولو ښه وځلېده او په ټولو شاعرانو کې تر ټولو مشهور شو. تر ټولو منلى او په ولس کې تر ټولو د خلکو خوښ او ښاغلى شو.
د رحمان بابا همدا شعري شهرت او انفراديت ؤ چې دى په پښتو ادب کې د ځانګړي سبک او ځانګړي ادبي مکتب خاوند شو. ارواښاد پوهاند علامه عبدالحى حبيبي د رحمان بابا د ادبي سبک او مکتب ځانګړنې په لاندې توګه څېړلي اوشمېرلي دي:
1. په دې سبک کې شاعر د روح الهام مني د مادې سره يې ډېر سروکار نشته ، د هغې دنيا څخه خبرې کوي چې د دې فاني نړۍ څخه پرته بله دنيا ده او د معنوي فيوضاتو منبع همدغه ځاى دى.
2. په دې سبک کې شاعر له مادياتو څخه ليرې کېږي او هغه طرف ته د تلو کوښښ کوي چې د ټولو خير په کې وي او د دې فاني دنيا لانجې، جګړې او شور ماشور په کې نشته. د دې سبک شاعران د دې دنيا پر بدو نيوکه کوي، نفرت ځنې کوي او ځانونه ترې ژغوري او خلکو ته هم ترې د ځان ساتنې توصيه کوي.
3. دا سبک د احساساتو تصويرونه په خورا سپېڅلتيا، ريښتينولۍ او څرګند ډول کاږي. ابهام او شکونه نه خوښوي، شعرونه يې ساده ، ښکلي او عام فهمه وي.
4. غزليات، قصايد (بوللې، رباعيات، تخميس ) او د شعر نور ډولونه په سپېڅلي ډول وايي . د مينې او اخلاقو څخه ډېر غږېږي.
5. د عشق او مينې په دنيا کې هم د واقعيت خواته ځي او د خيال طرف ته يې ميلان ډېر کم وي .
6. د دې سبک شاعر عشق او الهام د ژوند مدار ګڼي، يقين او ايمان پر عقليت باندې خوښوي. دا جهان دى خداى له عشقه پيدا کړى
د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا.
په دې ترتيب وينو چې رحمان بابا په پښتو کې په پورتنيو ځانګړنو ولاړ يو ادبي سبک رامنځته کړ او همدې سبک د شعرت هغه لوړ پړاو او معراج ته ورساوه او له ساده ګۍ او رنګينۍ نه ترکيب شوى شعر يې د هرې سويې کسانو له پاره په زړه پورې او خوندور ؤ چې له همدې لامله د ده شعر دپښتو ګڼو شاعرانو خوښ کړ، زمزمه يې کړ، ويې ستايه او ګڼو شاعرانو د ده د رامنځته شوي سبک په پيروۍ شعرونه وويل ، د ده په ادبي منډ يې پلونه کېښودل او روان شول.
ارواښاد پوهاند حبيبي چې شپېته کاله پخوا د ده د دې سبک پيروان دا لاندې شاعران بللي دي :
1. عبدالرحيم هوتک.
2. احمدشاه بابا.
3. اخوند ګدا.
4. عبدالعظيم سواتى.
5. ميانعيم متيزى
6. ملا جمعه بارکزى
7. عبدالنبي بېټنى
8. شير محمدهوتک
9. مطيع الله پيرخيل
10. قاسم علي اپريدى
11. يونس
12. غفور
13. صديق
14. شهنواز
15. د الپورۍ حافظ
ورپسې استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۵۶ل ل کال د رحمان بابا د دېوان په سريزه کې د رحمان بابا د ادبي سبک دالاندې پيروان هم راوپېژندل:
1. نيازمحمد
2. عبيد
3. نصرت
4. ابن يمين
5. بازمحمدبنګښ
6. عبدالرسول ماشوال
7. عبدالغفار هوتک
8. عجب
9. فضل شا
10. ګل محمدکاکړ
11. شيخ نامدار
12. معزالله خان مومند
13. عبدالوهاب اڅکزى
همدا راز نوموړي په راوروسته کې په ۱۳۵۹ کال د ادبي ستوري د دوهم ټوک د ليکلو پر وخت يو شمېر نور داسې شاعران هم وموندل چې د رحمان بابا د ادبي سبک په لاره تللي او د ده پيروان او د ادبي لارې لارويان دي لکه :
1. جمال خان
2. اوکايا ثاني رحمان
3. فدا محمد جلال ابادي
4. پياؤ الدين
5. محمد عمران پېښورى
6. خداى داد محمدزى
همدا راز نوموړي د نجيب د دېوان تر ژورې لوستنې وروسته هغه د دې سبک د يو پياوړي شاعر په توګه وروپېژاند.
په دې ترتيب دا هغه شاعران وو چې يا يې په خپله په ډېر وياړ د رحمان بابا د پيروۍ يادونه کړې او يا يې شاعرۍ ښودلې چې وينايې په ژور ډول په رحماني خم کې رنګ شوې او د ده د شعرونو اند او رده يې پاللې ده . دا لړۍ لا تر اوسه راروانه ده او زمونږ په عصر کې هم د پښتو سترو سترو شاعرانو لکه ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک د ده پيروي کړې او د ده د شعرونو پيروي يې کړې ده .
اوس راځو د رحمان بابا هغو يادونو ته چې د ده معاصرو او ګروهمندو او د ادبي سبک پيروانو په ډېر اخلاص او عقيدت کړې او د ده شعر يې ستايلى او د ده په پيروۍ يې وياړ کړى دى.
رحمان بابا يو بيت لري:
يو خوشال او يوکم سل خټک نور په طبيعت کې
ځار شه د رحمان سړبنـــي لــــه يـــــــــــــوه فــــــــــرده
او د خوشال بابا په دېوان کې يوبيت دى :
سل سړبني دې تر دې يو غزل ځارېـــــــږه
نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشال ويلې
څېړونکي دخوشال بابا بيت د رحمان بابا په ځواب کې يو علامتي بيت ګني نو که دا اټکل ومنو د رحمان بابا لومړنۍ غير مستقيمه يادونه د پښتو ادب پلار ستر خوشال بابا کړې او دى سره له دې چې تر ځان مخکې يا مخکښو شاعرانو ته تن نه ږدي، رحمان بابا ته يې شاعرانه سترګک وهلى او دى يې يو خپل يو ستر ادبي سيال ګڼلى دى چې دا د رحمان بابا د فن او شاعرۍ اهميت ښيي.
د خوشال بابا مشر زوى اشرف خان هجري تر ۱۰۰۶
کال وړاندې د پېښور بلبل بللى او شعر يې ورته
منلى او خوښ دى:
خوږ زبان په زمانې شکرې لوڼــــــي
هغه واف چې مستقر يې پېښور دى.
د رحمان په ويل ځاى د لقب نشـــته
چې يې ما شعر منظور کړ معتبــر دى
عبدالقادر خان خټک چې د ده دعصر شاعر دى له ده سره شاعرانه سترګک هم لري لکه :
زه خټک د يار په غم تازه تازه شــــــــــم
اورياخېل رحمان که شو ورځنې ستړى
او د ده د شعر هرکلى هم کوي لکه د رحمان بابا دا شعر:
تا چې مخ د پري سترګې د اهو کړې
نه پوهېږم چې اهو يې که جادو کړې
چې عبدالقادر خان خټک يو ترکيب بند پرې جوړ کړى دى. د ده شاګرد او ادبي سبک پيرو يونس خليل يې سوزوونکې ويرنه ويلې او په پاى کې يې ويلي :
پر لذت شعر به څوک کاندي يونســـــــــــه !
چې په مرګ ځنې خاموش عبدالرحمان شو
تر ده راوروسته مصري خان ګګياڼى د ده د وخت يو بل شاعر د بابا د شعر لذت داسې يادوي :
شعر د فارسي وينم شيرين لکه شـــــــــــــــــــکر
شعر د پښتو کړ تر فارسي عبدلرحمان لذيذ
معزالله خان مومند چې د رحمان بابا د پېړۍ او د ده پيرو شاعر دى داسې يې ستايي:
د تمامې پښتونخوا له شاعرانو
معزالله عبدالرحمان دى منتخب
که د شعر کرامت له چانه غواړې
معزالله د رحمان شعر کرامت دى
د نازکخيال شيدا زړه هم د رحمان بابا شاعرۍ وړى او ويلي يې دي :
د رحمان په دا مصرۍ د شيدا زړه دى
ته پري يې که اهو يې که جادو کــــړې
نجيب مومند چې د ده معتقد هم دى او شاګرد هم د ده په پيروۍ داسې وياړي:
د شعراوو سرحلقه عبدالرحمان دى
زه نجيب د ده د شعر دامن ګـــــير يم
د پښتو بېدل دى سلطان الشعرا بولي او وايي:
چې مشهور يې په پښتو ژبه دېوان دى
شعراوو کې هغه عبدالرحمــــــــــــن دى
په سلطان الشعرا دى ملقــــــــــــــب دى
عبدالعظيم راڼيزى دى خپل ادبي پير بولي او د غلامۍ غړوندى يې غاړې ته اچوي:
د مهمنـدعبدالرحمان صاحب په مثـــــــل
هســې خوږ زبان زما وى درېغه درېغـــــــه
زه عـــظيم به خاص غلام د دې مهمند وم
اوس ژوندى که په دنيا وې درېغه درېغه
پير محمد کاکړ چې په خپله هم ادبي سبک لري درحمان بابا په اړه وايي:
جوړ په شعر کې رحمان غيب السان دى
په دا څېر نشته هر ګز د انسان شعــــــــر
رحمت داوى د ومره د ده په شاعرۍ مين دى چې ترې قرابېږي:
هر څوک شعر کا هم لاف د شاعرۍ کا
زه قربان تر شيرين شعر د مهمنـــــــــــــد
د پير محمد کاکړ شاګرد شمس الدين کاکړ هم د رحمان بابا د شعر په اړه داسې قضاوت کوي :
که څوک ونيسي په لاس نظام د شعر
په عروض کا سنجيده بيان د شــــعر
وبه نه رسي په شعر له رحمانـــــــــــــه
که هر څو کوي هوس افغان د شعـر
ميرزاحنان بارکزى د بابا يو شعر تر بل ښه ګڼي او وايي:
بـل رحمان سړبندى د پېښور دى
په پښتو يې غزل به٫ دى يو تر بـل
عبدالله پوپلزى هم د رحمان بابا شعر معجزه بولي :
د رحمان له شعره بوى د معجزې ځي
مريد زر کاندي له پيره بـــــرابــــــــــــــر
عبدالرحيم هوتک د رحمان بابا شاعرانه مقام تر هر چا لوړ ګڼي :
رحمت داوى د رحمان بابا ډېر عقيدتمند دى او د خپلې شاعرۍ د حکميت وړ يې ګڼي:
د رحمت د شاعـــــــــــــرۍ قدر به ډېــــــر ؤ
که رحمت مومند ژوندى وى په بګرام کې
اخوند ګدا د پښتو يو بل شاعر دى چې په دولسمه پېړۍ کې يې ژوند کړى او ځان د رحمان بابا ځاى ناستى بولي :
زه ګدا يې په خپل ځاى باندې قايم کړم
له جهانه چې شاعر عبدالرحمــــــــان لاړ
حاجي جمعه بارکزى د رحمان بابا د سبک يو تکړه او زړور پيرو دى چې د رحمان بابا په شعري پله پل ږدي او د ده شعري طرحې استقبالوي لکه د رحمان بابا دا شعر :
اى زما د زړه ارامه راشه راشَـه
سروقده ګل اندامه راشه راشه
دى يې داسې ورغبرګوي:
اى زما خرابه دله راسه راســــــــه
بېرون تللى له ګوګله راسه راسه
مطيع الله پيره خلېل چې د رحمان بابا اړوند د " زکريا" نومي شاعر د رحمان بابا غندنه لوستې نو داسې کلک ځواب يې ورکړى او د رحمان بابا د پيروۍ زباد يې کړى دى:
اى چې نوم دې زکريا په ذات خټک يې
په رحمان باندې چې بد وايې لټک يې
قاسم علي اپريدى د رحمان بابا يو بل پيرو دى چې دى د بابا د تورو زلفو د غزل هرکلى په دې ډول کوي:
که دې بيامومم يو تار د تورو زلفو
کړم په غاړه به زنار د تورو زلفـــــــو
عبدالغفار هوتک د رحمان بابا يو بل عقيدتمند او پيرو دى چې ځان د رحمان بابا نائب بولي او وايي:
په افغان کې شاعران تر حساب تېر دي
عبدالغفار دى د رحمان شاعر نائب
نيازمحمد نومي شاعر د رحمان بابا دا غزل :
هسې زه يم ياره ستاپه غم تازه
لکه وي هره ګيا په غم تــــــــازه
داسې استقبالوي :
د هجران غمونه ښکوي قلم تازه
بلوي مې په زړه اور هر دم تـــازه
عبيد نومي شاعر د رحمان بابا د دې غزل :
څو ترميانه ورانه نه کړې د تن پوله
وبه نه رسې تر خدايه تر رسولـــــــــه
داسې يې استقبال کوي:
څو قبول نه کړې په زړه د هجران اور
د وصلت په جام به کله شې ميخـــور
نصرت نومي شاعر د رحمان بابا دا مطلع :
ولې ولې وعاشق ته نظر نه کـــــــړې
دا ګدا په ديدن ولې توانګر نه کړې
داسې يې بدرګه کړې ده :
چې صرفه د عاشقانو په سر نه کړې
د مظلوم له آهه ولې حذر نه کـــــــړې
عبدالوهاب اڅکزى يو کندهارى شاعر دى خپل ټول ديوان يې د رحمان بابا په پيروۍ کښلې چې له دې ټولګې يې د رحمان بابا دا غزل:
که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم
که مې څوک په اميرۍ شمېري امير يم
داسې غبرګ کړى دى :
په غمزو د برندو سترګو دې اسير يم
چې بندي د تورو زلفو په زنځــــير يم
جمال خان يو بل نومورکى شاعر دى چې د رحمان بابا په شعري ځمکه او فکر شاعري کوي رحمان بابا وايي:
خراب زړه مې د دلبرو هوا يو وړو
د هوا له وړو چا زده چې چا يو وړو
او دى د شعر ځمکه داسې ور اړوي :
خراب زړه چې مې بيمار ؤ هغه نه دى
چې مدام په انتظار ؤ هغــــــه نـــه دى
عبدالرحمان اوکا يو بل شاعر دى چې رحمان بابا ته د ډېرو پيرزوينو له لامله يې پر ځان ثاني رحمان نوم ايښى دى د رحمان بابا دا بيت :
د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
داسې يې ور اړوي:
د خوبانو صدقې ته دنيا غواړم
اوکا نه دى هيڅ تړلى زړه په مال
فدا محمد جلال ابادى د راوروسته کلونو يو شاعر دى چې کلام يې له رحماني خم نه رنګ اخيستى او د رحمان بابا دا بيت يې :
ما په تاپسې داسپينې جامې رنګ کړې
ته لا بيا پر ما ګومان د نام وننګ کړې
داسې يې ورغبرګوي:
هغه چا چې کړې د عشق مسئلې لنــګې
د ناموس خرقې يې کړې په تومت رنګې
پياوالدين نومى يو بل ديوان لرونکى شاعر دى چې د رحمان بابا له تکړه ادبي پيروانو څخه دى د رحمان بابا دا غزل :
که د درستې دنيا غم مې په سر بار وي
واړه سهل دي که يار راسره يار وي
داسې يې خپلوي :
که د درست جهان غمونه په مـا بار وي
دا اسان دى خو چې يار راسره يـــار وي
محمد عمران پيښورى د وروستيو پيړيو يو شاعر دى چې په بهادر کلي کې زېږيدلى او د ده کليوال هم دى ده ته داسې عقيدت لري:
بې حميده او له بابا عبدالرحمان نه
ما عمران وته دا نور شاعران څه دي
د بابا دا غزل :
هر ساعت زما د غوږ په تاوولو
د فلک لاسونه شنه شول تر څنګلو
داسې يې استقبالوي:
نن زما عاجز بې کس په تزنولو
فلک دواړه لېچې تاو کړې تر څنګلو
يو بل متأخر شاعر خداى داد محمدزى دى چې د رحمان بابا له دېوان څخه يې معنوي خوند اخيستى او د هغه په اغېز کې يې شعرونه ويلي او حتى يو شعر يې درحمن بابا پر غزل مخمس دى چې لومړى بند يې دا دى:
ګوره هسې لوى ستـــــار دى رب زمـــــا
ګنهګار لره غفــــــار دى رب زمـــــــــــــــا
د عالم پروردګـــــــار دى رب زمــــــــــــــا
ګوره هســې کردګار دى رب زمـــــــــــــــا
چې صــاحب د کل اختيار دى رب زمــا
او که داسې يې په کې شمېرو د ده د ګروهمندانو او پيروانو لړۍ دومره پسې اوږدېږي چې د مقالې پر ځاى کتابونه غواړي نو ځکه پر همدې ځاى له تاسو اجازت غواړم او د اورېدو مو مننه کوم
د رحمان بابا ادبي پيروان.... اريوب مجله ( پنځمه ګڼه ) | محمد نبي تدبير
دفیروز اپریدی رالیږنه
