اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

آيا پښتون افغان خپل واک دلاسه ورکړى دى

محمد نعيم کاکړ
د تېرو پنځه ديش(۳۵)کلو څخه چې په پښتانه افغان خاوره باندىکوم ناورين جوړ دياو په دهغه دوران کښې چي ددي قام او ملت څومره وګړى ووژل شو څومره ژوبل او معذوره شول څومره د کوره څخه بې کوره شول او څومره وبندى خانو ته وليږل شول چي خپل دهغه شميرنو ته ملاوتړي اودهغه ځان ته چې د بشر سره دميني داوي کوي د دوي په ګډون وپاته نړۍ ته ورپه ګوته کړي چي ددي پښتون افغان کومه پړه ده چي دوي په دي ډول ووژل شول ټول ښارونه او ودانى يې په کسته ور ورانى او کنډوالي کړي اقتصاد يې ور وران کړي او دوي يې ودي ته اړکړل چى مهاجرت وکړي او څوک چي مهاجرت او کډه نه کوي هغه د هريلري دومره اړ او مجبوره کړل شې چي و کډه کولو ته اړشېددي سپيڅلي او باتوري خاوري اوسيدونکى ټول ټاټوبىپريږدي د نورو ملکو خاوري په سروبادوي يا چي لږ و ډېر د مخ څوک په کښې پاته دي يا خوي پخپلو کښې سره لاس وګريوان کړي يا يې ووژنى چې دهغه خاوره و نورو ته ورپاته شې او د خپلو لاس پوڅو دلاري يې پخپله ولکه کښې وساتي هم دهغه خبره ده چي د کيمونسټ په نامه يې لومړى هغه څوک پخپلو کښې سره ووژل يا يې د کيمونسټ او د اسلام په نامه يو بل سره ووژل يا يې پخپله اسلامى ګوندونه او د دوي مشران لاس وګريوان کړل چي لويه بيلګه يې د کابل کنډوالي دى شور ويان هم هغه وخت وافغانستان ته راغلل چي ميدان چغالى شوي وچا دوي ته په افغانستان ورننوتو اجازه ورکړه داسي نوري ډېر پوښتنېشته چي تراوسه ځواب نه دي ورته ويل شوي...؟ خو دا جواب په کاردي چي هغه څوک ورکړي چي اوس هم ژوندى دي او ددي بهير برخه ګرځيدلي دي اودا ډول هغه څوک چي په سياله ډله کښې ولاړوو هغه هم ډېرو پوښتنو ځوابونه په کاردي چي ورکړي ولي چي دا وخت هر ددي ټاټوبى سره مينه لرونکى د ځان څخه دا پوښتنه کوي چي موږ به ټول ژوند او ځموږ خاوره به دهميش دپاره ددهغه ناورين سره مخامخ وي او نور به ځموږ د ژوند سره لوبى کوى...؟
ددي اوږدي سرپنځه څخه موږ دا اټکل کوي شو چي شرق دي که غرب که ګاونډي دي که ليري دي دا ټوله د پښتون افغان په وژنه او بربادي پسى دى ځکه که شور ويان(اوسنى روسان)د نړۍ والتوب (INTERNATIONAL) په نامه يا د مرستى په نامه افغانستان ته راغلو هغو د وژنو ژوبلو او مهاجر کولو او ورانيو په چپه ودي خاوري ته څه ورنه کړو خو دا بيله خبرهده چي دوي نورنه شوي کولي چي په افغانستان کښې پاته شې خو افغان ملت يېداسي وردووي او د نفاق داسي تخم وپاشي چي و نورو باندنيانوته لاره اواره کړه چي و افغانستان ته لاس وغزوي او داسي حالات په افغانستان کښې جوړ کړي چي افغانستان په کراره نه شې او څه چي وشوه چي هغه ځموږ و ټولوپوه ناپوه ته ورځرګنده ده خو لنډه داده چيپهديدوران کښې د طالبانو په نامه يو بل ځواک راځى چي اسامه بن لادن يې په څنګ کښې ورسره وران دي چي د ځان سره د ډېري شتمني د څنګه په لوئى شمير عرب او د نړۍ نور مجاهدين يې ملاتړ کوي او افغانستان په امارات پيژندل کيږي داوږدو جګړو وروسته د نهم ستمبر ۲۰۰۱ء پيښه کيږي چي په دي تور افغانستان په نخښه کيږي چي د افغانستان جګړه يو بله بڼه خپلوي چي امريکا د ناټو په ملګرى نور غير ناټو پوځونه ته اجازه ورکول کيږي چي و افغانستان ته ورشي چي افغانان د اسامه بن لادن او د طالبانو څخه وځغوري افغانستان بشپړه بياورغوي افغانان بشپړه سوکاله کړي خو يو ولس کاله کيږي چي نه افغانستان کښې بشپړه سوله راغله نه دا د نورو لخوا ويجاړ شوي هيواد بشپړه ورغول شو نه جګړه وپائى ته ورسيده نه د افغانانووژنه ودريده بلکى د دهغه تاو و نورو هغه پښتنى سيمو ته ورسيدى چي د ډيورنډ د کرښې و ختيځ ته دي او داسي ورانى يې وکړي او اوس هم روان دي چي هروګړي په ځان حريان دي خو اوس دهغه وژنى او ورانى دچاودونو د لاري کيږى او د جنګ ډول بدلون وخوړ او ځان وژونکو يا فدايانو ځان رامخ ته کړي او دهغه جګړه ته اوس تهره ګري جګړه ويل کيږي چي د يوې خواڅخه امريکا پاکستان ناټو او ايساپ او اوس د افغانستان ځواکونه ولاړدي او بلې خواته د دوي په خوله تهره ګر چې القائده طالبان حقانى شبکه عرب او د نورو ملکو جنګياليان يا تحريک طالبان پاکستان ولاړ دي چي هوائى بريدونه ډراون بريدونه محکئى جګړىد يوي خواڅخه کيږى او د بلې خواڅخه ځان وژونکى يا فدائى بريدونه د څړک دغاړي مائينونه ښخول چاريکى بريدونه او داسي نور چي د هر دواو خواو څخه نه جماتونه خوندي دي نه جنازي نه جرګىنه ښوونځى نه روغتونونه نه ورانى او کورونه د دمسافرو موټران او نور او ددې سره سره چې امريکا په چاپه سى راغلى وه اسامه بن لادن د دملګرى او نور ډېر امريکا ضد وژل شوى دى.
د پښتون افغان دورانى اوبربادي دهغه داستان دومره اوږددي چي هر څو خبره په وکړي پائى نه لري خو يوه خبره چي د دهغه ولس هر سړي سنجولى او تراشلي ده هغه داده چي دهغه اوږده نړۍ واله جګړه د پښتون افغان د پوه فنا کيدو جګړه ده خو د نورو ملکو که هغه نزدې که ليري د دوي دګټو په سر دهغه جګړه داوږده وخت څخه پيل کړي ده چي داور ډګر يې د پښتون افغان خاوره ګرځولي ده او دوي د پيلانو په دي جګړى خپل ژوند دلاسه ورکوي او دهغه بهير به تر هغه وخته روان وي چي افغانان پښتانه پخپله نه وي راپاڅيدلي او په ګډه يې دهغه د نورو جګړه د خپل هيواد څخه نه وي شړلي د نن څخه باچاخان فخر افغان څلويښت کاله د مخه ويلى وو چي دهغه جګړه د زور ځواکو د ګټو جګړه ده چي پښتانه او افغانان به په کښې وژل کيږي ژوبل کيږي ټاټوبى به ويجاړه کيږي خو هغه وخت هيچا د باچا خان و وړاند ويني ته ارزښت ورنه کړي څلويښت کاله وروسته نن ځموږ عام وګړى نن په دي پوه شوي دي چي دهغه روانه جګړه نه د اسلام د ګټو دپاره ده نه د افغانانود سوکالى جګړه ده دا يواځي اويواځي د نورو ملکو د ګټو جګړه ده چي د پښتون افغان دپاره دبربادي او وراني په چپه بل څه ودي بشپړه ټاټوبى نه بل څه نه راوړي او دوي دويره کوي که پښتانه افغانان پخپله نه شوراپورته نو د دهغه د نورو ګټو په خاطر به افغانان د زروي او د بارودو په لوخوړو کښې به په هيواوالوځي او د هره ورځ چي نوي نوي خبري د هره لوري څخه کيږي هغه يواځي او يواځي د دوي په ګټو راګرځي خو افغان دواړو لورو ته که هغه غرب دي که ختيځ و دوي ته هر ورځ نوي نوي دلاساوي او هيلي ورته ورکوي خو د څنګه د مارانو سرونه هم ورښکاره کوى.
د خواښني خبره داده چي پښتون افغان عام وګړى په دهغه لويه لويه پوه دي خو هغه ډلي که هغه په حکومت کښې دي يا په جګړه کښې بوخت دي دوي خو د افغانستان وراني او دخلګو وژني ويني خو بيا هم ځان نه پوه کوي يا خو هر لوري خپلواکه نه دي او دوي ودي ته اړدي چي هغه څه وکړي چي د دوي ملاتړي ورته لارښودنه کوي ددي سره سره چي دهغه جګړه کښې افغانان او پښتانه وژل کيږى اوس پوښتنه داده چي باندنيان که هغه هر څوک دي هغه د افغانانو د وژنو څخه مخ نه ګرځوي خو بلې خواته دهغه افغان بچان چي د باندني ځواکو په ضد جګړه کوي هغه دومره نه وژل کيږي لکه دوي چي خپل هيوادوال وژني
دا باندني زورځواکو چي په افغانستان کښې وراني جوړ کړي دي دا يواځي دخپلو خلګود سوکالى دپاره کوي د نورو باندنيانو غاړي او سرونه غوڅوي چي خپل ملکونه د پرمختيا په لور را روان کړي خو موږ خپل وګړي وژنو خپل ټاټوبى ورانوو چي نورو ته ګټه ورسيږى داسي کار خوليونيان نه کوي نه شو ويلي چي دوي خپل هر څه دلاسه ورکړي دي دوي دومره د نورو لخوا ګير شوي چي بليک ميل ورته ويل کيږي ک څه چل دي ودي ته هر سړي حريان دي.
پښتانه افغانان په کاردي چي دوي په دي پوه شي چي ګاونډيان او نور غواړي چي د بل ديوال باندي جوړ کړي آيا څوک چي په جګړه کښې بوخت دي هغه غواړي چي خپله مينه يې وخيږي داسي هم شاوخوا او نړۍ وال د پښتانه څخه کرکه کوي او غواړي چي داسي وځپي چي د نورو ترلاسه لاندي وي او د دهغه اوږدي جګړي کښې موږ ټولو وليده که څه هم موږ په بيلو بيلو نومو ووهل شول ددي د مخه چي د پښتنو او افغانانو سره څه شوي دي هغه هم په نظر کښې وساتو د بده مرغه په دي اوږده جنګ کښې موږ ځان په دي پوه نه کړي او موږ يې داسي راګير کړو چي پخپله سره مخامخ کړو او دوي ته موقعه په لاس ورغله چي ځموږ په هيواد راننوځى که پخواني وکه اوسنې ډاکټر نجيب الله هغه وخت په پوه شو چي کله اوبه تر سرتيري شوي وي ځکه چي و شوروايانو ته وويل چي تاسي ډېر خيانت کاران ياست او اوس هم حامد کرزئى په هغه جنايتونو پوه دي چي دده او د ولس سره يې کيږي که د ډاکټر نجيب د روغي جوړي د سياست سره دده مخالفين دريدلي وي نو به نن دا حالت نه وي خو اوس يوواربيا تاريخ ځان راغبرکوي که بيا هر خوا په خپله خبره ودريده تيرې وراني به د هر ايري شې رښتيا خبره داده چي د پښتانه د سباون او د بقاء خبره ده اوس دا په موږ ټولو پوري اړه لري چي موږ هر څه دلاسه ورکول غواړو که د خپلو نيګه ګانو ټاټوبى ځغورل غواړو په دي منځ کښې بله خبره نه شته او دا وخت دا نور د څنګه ګوته وطالبانو ته نيول کيږي ولي چي د دوي په نامه دهغه ورور وژنه کيږي د ګټو لاس ته راوړونکي په لويه غونډى ناست دي او د جنګ و لمبو ته وده ورکوي نوم دطالب دي که څه هم وطن پاله طالبانو د خپلې خواڅخه د خبرواترو هڅي کړي دي خو دوي يې داسي راګير کړي دي چي څه نه شې کولي خو که دوي يواځي دا اعلان وکړي چي طالب خپل وروروژنه نه غواړي خپل هيوادورانول نه غواړي نو ځکه د جګړى څخه لاس باسى نو به تر ډېره د جنګ په دهغه اور اوبه ولويږى اوهغه و نورو لاس پوځي چې د طالب په نامه جګړه کوي څخه به لوڅ شى او راغلى لوئى لا لا چي جګړه ته دوام ورکوي هغه به هم څرګندشى د حامد کرزئى ملا به هم وتړل شى او هغه څوک چي طالب وران کار ګڼى او دهغه وخت څخه حکومت کوي د هغو پلمه هم ورکه شى که داسې ونه شى نودي پښتانه و ډيرى لوئى ورانى ته تيار شى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←