اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

امريکا و افغانستان ته د...

محمد نعيم کاکړ

ډېر پخوا داخبره موږ و لوستونکو ته وړاندى کړى وه چي نزدې ۳۵ کلو کښې چي په افغانستان يا نورو پښتنى سيمو کښې چې څه روان دي دا يوه لويه طوطيه او د سيسه ده چي د پښتون افغان په ضد روانه ده او د دهغه لوئى لوبى يوه برخه ده چي فرنګيانويوه يو نيمه پيړى د مخه جوړه کړي وه او دوي ددي لوئى لوبى يا د (GREAT GAME)وپائى ته را رسيدلي دي موږ دا هم ويلي وو چي پښتنو افغانانو ته يوه لاره پاته ده چي دوي په يوه ټغر سره کښيني او د سولى يوه داسي لاره خپله کړي چي د دوى په ګټه وي ولى چي تر هيچا زياته اړتيا دومره نه شته څومره چي د سولى اړتيا او ضرورت پښتون افغان ته ده او ددي د څنګه موږ په وارو وارو داخبره هم غبرګه کړي وه چي پښتون افغان دي په خپل ځان باور وکړي نه په بل چا و لکه هغه څومره نزدې هم وي ددي د څنګه داخبره هم شوي وه چي د برتانيې هغه زوړ ټک نه دي اير ځکه چي د پښتون په نس کښې داسي چاړه وروهلي ده چي تراوسه د انګريز لخوا جوړ شوي ټپ څخه ويني بهيږي پاته سو لوئى لالا دهغه خو په يوه تنه باندي څو مخه دي او د هغه څو مخي يواځي د وخت شوروي اتحاد پيژندلي و چي د شوروي اتحاد د ماتيدو وروسته يې يوه څهره ټولي نړۍ وليده چي په دوي باندى څوک باور نه شې کولى پاته شو د دوي لاس پوڅي دا هم په وارو موږ په ګوته کړي و او د دهغه لاس پوځي په زور يې د هغه لويه تر دي ځايه راورسوله.

اوس چي د رسېنو د لاري موږ ډول ډول خبرى اورونو داسي ښکاره کيږي چي موږ يوواربيا ټولو لويه تېروتنه وکړه او دهوکه شول د چا لخوا دهوکا شول هغه و موږ ټولو ته څرګند شول خو په نورو د تور لګولو په ځائى بايد دا ومنو چي ټول پښتون افغان د پخوا وارو يوواربيا د خپله لاسه دهوکا وخوړله خو چي اوښ ليوانو و خوړ اوس الک وهل څه ګټه لري که په حکومت کښې ناست په دي ناز کوي چي دوي هيواد ته ګټه راوړي ده هم بيځايه خبره ده او څوک چي د دولت په ضد جګړه کوله يا يې کوي هغه هم ودي هيواد او ولس ته ګټه نه د راوړي که يوه خواته باندنيو ځواکو په بمبار ډراون بريدونو کښې په زراو پښتانه وژلي او معذوره کړي دي افغانان يې ځپلې دي خو بلې خواته د دولت مخالفينو چي دوي داوه لري چي د باندني ځواکو د وژلو په ضد يې جهاد پيل کړي دي خو دوي باندنيان لږ خو خپل عام وروڼه يې زيات وژلى او اوس يې هم وژنى که يوه باندنى وژل کيږى خو خوار هيوال تر سلو پورى وژل کيږي او ددي د څنګه چي څومره ولسى شتمنى ته زيان رسيږى هغه خو بې شميره دي چي کله افغانان دي ته ګوري چي دهغه د طالب په نامه چي دومره وژني او وراني کيږى د افغانان نه شې کيدي خو ډېر داسي اټکل کوي چي کيدي شې چي د طالب په نامه دهغه وران کارد افغانستان دښمنان وي خو دا بيل بحث دي چي دي ته جلا کتنه په کارده.

خو اوس بيرته ودي ته راځو چي آيا پښتانه افغانان د غاري وپائى ته درول شوي دي که ددي جواب په هو کښې دي چي ځما په اټکل هوهم داسې ده نو بيا موږ ته څه کول په کاردي د کوتري وارو سترګى پټى کړو چي پشونه شته که دهغه تش نس وجود سره راټول کړو او هغه ځموږ نيکه ګانو چي په خپلو وينو دهغه ښکلي افغانستان موږ ته راسپارلي و چي ځموږ د نايووالي او بې اتفاقى څخه زور ځواکو نيمګړي کړي موږ يې بشپړه بيرته ورغوو..؟ او دا د پښتون افغان د دوي چي کله يې هم ټاټوبى په خطر کښې شوي دي دوى لاس سره ورکړي او دښمن يې شړلى دى خو دا بيله خبره ده چي د سياست په لوبى کښې هر څه دلاسه ورکړي دي ځکه چي نن په دي ځائى ولاړ دي چي پورته پړانګ او لاندي پاڼ دى خو بيرته هم و موږ ته يوه اويکي يوه لاره پاته ده هغه ملي يووالى په کاردي چي پخپلو کښې چاړي په تيکو کښې واچوو اوهغه چاته مخه کړو چاچي د ډېرو وختو څخه موږ د خپلو ګټو دپاره څو کرولي يو او نور مو څوکروي کله په يوه نامه او کله په بل نامه آن دا چي د اسلام په سپيڅلې نامه هم موږ وهل شوي او وهل کيږو آن دا چي د افغان په نامه باندى هم پښتنو دهوکه شوي او کيږي خو پخوا ځموږ لارښودانو او مشرانو ويلي و چي دا هر څه ځموږ په خاوره روان دي دا د نورو د ګټو د خوندي کولو جګړه ده که هغه شوروي کوله يايې دا اوسنې کوي څوني د خواښني خبره ده چي ځموږ د ټاټوبى ويش نن د امريکا برتانيه او نورو په لاس کښې دي او دوي ځموږ حکمرانان ټاکي او ځموږ خاوره دوي يو بل ته په لاس کښې ورکوي لکه دوي چي ځموږ د خاوري او ټاټوبى خاوندان وي دا ځکه چي موږ پخپلو کښې سره لويدلي يو او د هيواد پريکړي مي نور کوي اوس هم موږ دهغه زورځواکي او د دوي لاس پوڅي چيلنج کولي شو که موږ خپله خبره يوه کړو او په خپل ځان باور وکړو.

موږ پخوا هم ويلي و چي د نن ورځي سيمه ايزه او نړۍ وال سياست او چارى ډيرى سپيچلى دي چي څوک ددي سياست سره ولدوي هغه په هر څه پوه دي خو چي څوک ورسره ولدنه دي نو هغه چي په کومه کنده کښې ولويدل الته ولويدل خو دا وخت موږ ته را پيښه ده او د پيښى څخه تېره نه شته او ژوندى قامونه هغه بلل کيږى څوک چي خپل ولس د شخړو څخه راوباسي پښتانه خو په وارو وارو د داسي آزمو پښتونو سره مخامخ شوي دي آيا ددي واره به هم ددي امتحان څخه ووځى....؟ هوکه دوي خپل ټولى تيري چاري ځائى په ځائى پريږدي او دا يوه چغه او ږغ پورته کړي چي لومړى د خپل هيواد ځغورنه ده او بس ددي دپاره به هر لوري د لومړۍ کار دا وکړي چي وسله په مځکه واچوي او يو د بل سره تړون ټينګ کړى.

د نړۍ دهغه زبرځواک چي د ټول بشر ټيهکه په غاړه اخستي ده او د بشر د حقوقو علمبردار ځان ګڼې ارومرو هغه پښتانه افغانان دا پوښتنه ځينى لري چي په برلن جرمنى کښې چې تا کومى ژمني د افغانانو سره وکړى تر کومه ځايه تا دا ژمني تر سره کړي..؟ نن چي نړۍ د يوه نړۍ وال کلى د جوړيدو و خواته روانه ده او هر نړۍ وال تر ډېره را روان نسل چي په دي هيله دي چي د دوي به خپل سباون په کرارى سوله او سوکالي کښې ژوند تېروي امريکا د دوي دهغه هيلى تر کومه ځايه بشپړه کړي دي په نړۍ وال کلى کښې چي سرحدونه خپل ارزښت دلاسه ورکوي نو په کاردي چي دهغه عمل و خپلي ارتقاء ته پريږدي خو د پاکستان او افغانستان تر مينځ د ډيورنډ کرښي راپورته کول څه ما نالري په يوه داسي وخت کښې چې د پاکستان او افغانستان په ګډون ټوله سيمه د خونړيو پيښو سره مخامخ ده چي پخپله د لويديځ او ناټو څو درځن ملکونه د يو ولس کاله کيږي چي نوي او درندي وسلى هم ورسره دي خوونه کړل شول چي دوي بريا ترلاسه کړي نو دا اجازه امريکا ته چا دا اجازه ورکړي ده چي په زراو ميله ليري پرته امريکا د نورو ملکو ويش کوي که موږ دا نړۍ يو سوله ايزه او سوکاله نړۍ وال کلى ( GLOBEL VILLAGE)غواړونو به هر وړوکي او لوئى ملک ته به د ملګرو په چوکاټ کښې دهغه نړۍ وال کلي وده کوي شې نه دا چي زورور په کمزوري خپله حکم په بل لاګو کړي دهغه نړۍ وال کلي هم هغه وخت وده کوي شې د ملګروملتو په چارټر عمل ورکول شې خو که دهغه د يوه بل ملک درناوي ونه شې نو به نه دهغه نړۍ وال کلې وي نه به د بشر څه سباون وي بلکي دا نړۍ به پوه پناه کيږي په ۱۱۹ يوي پيښى ټوله امريکا ولړځوله که نو که چيرى يوبله پيښه رامخ ته شې نو بيا به څه حال وي په کاردي چي موږ نړۍ د سولى دپاره په ګډه کار وکړونه دا چى دا نورو ملکو ويش کړو پاته شوه برتانيه دهغه په اړه خو لوئى ليکوال.

فريډرک نټشى چي يو نامتو فلسقي او لوئي اديب دي په خپل يو فصل کښې چي نوم يې شريف څوک دي؟ تر عنوان لاندي ليکي چي انګريز(فرنګى) يوپسټ قام دى په خپله خوښه څريدونکي ځناور دي په خپل مکر يې د دنيا او نړۍ خلګ بيوقوفان جوړ کړي دي مخ ته وائي چي انګريز په مکر او فريب کښې استاذ دي.

نو ځه دا وايم چي پښتنو افغانانو ته په کار دي چي ددهغه مار څخه ځان وځغوري ولى ددي مار د چچولو څخه چي کوم ټپ جوړ شوي دي دهغه ټپ څخه تراوسه ځموږ ويني بهيږى چي دهغه يوه لويه بيلګه د ډيورنډ کرښه ده چي دپښتنون افغان په تتۍ ايستل شوى ده دايوه لويه چپړنه غواړي چي په کار دي چي هغه جنايتونه په ګوته شي چي دوي په خپل مکر اوفريب د تاريخ په اوږدو کښې دموږ سره کړى او اوس يې هم زړه نه دي سوړ که وي خوي نور خوشاته دوي ناست دي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←