په نړۍ کې سياست کيږي
همايون خان
داسي خو پښتنو افغانانو د تاريخ په اوږدو کښې ډېر ناخوالي ليدلي دي کله يې بدۍ ترلاسه کړي دي او کله بيا پاته راغلي دي خو چي کله برۍ ترلاسه کړي دي نو نه يواځي خپل بيرغ دنړۍ په يوه لويه برخه رپولي دي بلکي نور يې هم د زور رواکو او جابرانو دمنګولو څخه راراستلي دي چي دايو لوئى تاريخ دي خو د پښتنو افغانانو د هغه باتورانو دتودي دڅنګه دسياست څخه هم کار اخستي دي په پخوانيو پيړيو کښى که زياته ارزښت وتوري ته ورکول کيدي خو سياست کول هم اړين وو خوننې نړۍ دتوري په ځائى وسياست ته ډير ارزښت ورکوي او زياته کار د سياست يادرسنېو او ميډيا څخه اخلي.
دا چي کله پښتون افغان پاته راغلى دي نور ناخوالو سره مخامخ شوي دي خو ماته يې نه دمنلي او په بيابيا په ميدان دريدلي دي خپله سپژندګلوي او نوم او ټاټوبى يې دلاسه نه دي ورکړي دتاريخ په اوږدو کښې به د ډيرو خواريو او شخړو سره مخامخ شوي دي خو څومره چي دتيرو پنځه ديش کلو په زياته بيادتيرو يو ولس دولس کلو سره چي داسپيڅلي ملت دکومو ناخوالو سره مخامخ کړل شوي دي کيدي شي چي په تير تاريخ کښې يې ساري نه وي ځکه چي کله کله څوک په دهغه روانو ناخوالو غور وکړي نو داسي سړي اټکل کوي شي چي دټولى نړۍ ودي ملت ته چته بدله شوي دي او زور ځواکو د دوي په ضد يو دسيسه او پلان جوړ کړي چي داملت داسي وځپه چي نه يې نوم پاته شي نه يې ټاټو بى پاته وي نه ژبه دو داو کلتور پاته وي نيم ژوندي يې وساته چي داسي په غاړه کښى سره واچوه چي يو بل خو سره وژني خپل هيواد ورانوي خپل ورور وژني خو په دي نه وي پوه چي دا زه څه کوم؟
که موږ د دولس کلو په اوږدو کښې وګورونو په لر او بر ټاټوبى کښى څه وشو ددي دمخه چاسوچ هم په دي اړه سوچ هم نه لري د نړۍ والو لخوا چي په سر کښى امريکا او برتانيه وو داپريکړه وکړه چي القائده مشر اسامه بن لادن چي په افغانستان کښى ميشته دي او دخپلي ډلي سره په نړۍ کښې تهره ګري کوي چي لويه بيلګه يې دنهم ستمبر ۲۰۱۱ء کښې په امريکا باندي بريد کړي دي نو ځکه دوي نړۍ ددهغه تهره ګري دمنځ دوړلو دپاره دناټو تړون وافغانستان ته خپل ځواکونه استوي چي يوه خواته به تهره ګري او تهره ګرد افغانستان څخه وشړي او بلي خواته به افغانستان او افغانان د اوږدي جګړي څخه راو باسي او بلى خواته به وران ويجاړ به د نوي سره څخه ورغوي چي افغانان چي داوږدو جګړو څخه ستړي شوي وو د نړۍ والو په زياته بيا دامريکا ددي پريکړي هر کلي وکړي خو دا ژمنه يواځي ژمنه پاته شوه ولي چي دوي د جګړي څخه خلاصون و نه موندي ولي چي نوي جګړت تر تيرو جګړو زياته ناوړه پيچلۍ او خو نړۍ بدله شوه ځکه چي يوه خواته افغانان دهوا او دمځکي دلاري وژل کيدل نيول کيدل او ځوريدل ووبلى خواته دطالب په نامه د مشرانو مخوروسپين ږيرو دڅنګه د لوړو چارواکو دڅنګخ دعام وګړو وژنه د ځان وژونکو بريدو نو دڅنګه يو يو افغان وژنو ته دوام پخوا هم ورکوي اوس يې هم ورکوي او هغه دبيارغوني په اړه چي دهغه رغونه کړي وه او نړۍ ته دهغه ورښکاره کول هغه هم ددهغه طالب نومو لخوا لاس دلاسه ورسره ورانول خو داتر پايه څرګنده نه شوه چي د هغه طالبان څوک وو او څوک دي چي خپل وطن وال وژني او خپل هيواد ورانوي ددي سره سره افغاتن چارواکو ودهغه وکومه ځائي رائي او څوک ودوي ته دهغه وسلي او چاوديدونکي توکي ورکوي چي دافغانانو د څنګه باندني ځواکونه وژني او بيا دهغه باندني ځواکونه ددي زور دعام افغانانو څخه باسي چي د دولس کلو داسي پيښى بى شميره دي.
اوس راشې لږ حال دکرښې دهغه خوا دبى وزلو خلګو دواخلو په افغانستان کښې که طالبانو جګړه کوله خوالته باندني ځواکونه راغلي وو او د دوي ټاټوبى يې نيولي وو د دوي داخبره تر ډېره خلګو منله خو دخيبر پښتونخوا او قبائيلو څه کړي وو الته خو باندني ځواکونه نه وو راغلي نه چاو طالبانو ته څه خنډجوړ کړي وو نو بيا ولي سوات او ملا کنډ کښې دوي په عام وګړو باندي وسله ورواخسته چي دسوات او ملاکنډ خلګه يې ودي ته اړ کړو چي نز دي ديش لکه وکړي په يوه شيه او ورځ خپل کورونه په بيره پريږدي او دوي ډي کډوال شي د دوبى او ګرمى په داسې ورځو کښې چې څوک د باندي نه شې وتلي په دهغه کډوالو کښې ماشومان ښځي سپين زيري او ناروغان هم وو خو دوي خپل کور نه داسي ايله کړو او ځانونه مردان پيښور او نورو ځايو ته ورسول خو افرين دي وي د دهغه سيمو په پښتنو وي چي دوي يې خپل ميلمانه وګڼل او څومره چي دلاسه کيدي شول هغه ورسره وکړو خو د وخت د حکومت او د ځايو خلګو په مرسته ډېر ژر حالات وسله والو ځواکونو ورته جوړ کړو چي دوى خپلو کورو ته ستانه شول خو د سوات او ملاکنډ د سيمى تعليمى ودانى روغتونونه او نور ځايونه چي دوي په بمانو والو ځول په دي باندى هم ډير ليک کيدي شې وراني په دا ځائي نه ختم کيږي بلکې تراوسه دوام کوي په بشپړه پښتونخوا کښې چي څومره چاودني ورانى د سياسى مشرانو مخور چارواکو او عالمانو وژني او چاودني چي تراوسه روان دي کله چا دا پوښتنه کړي ده چي د دوي پړه څه ده..؟
بشپړه قبائيل په خپل کور کښې د باندنيانو تر لاس لاندي دي يا په لکاو لکاو د کډوالو ژوند د کلو کلو څخه تيروي او نه شې کولي چي خپلو کورو ته ولاړشې څومره قبائيلى مشران ووژل شول بيله ددي چي دوي د قام غم خوره وو او د جرګو د لاري به لانجي به اوارولي دلته هم دطالب نوم اخستل کيږي اوس چي د اسلام په سپيڅلى نامه جوړي ډلى يو بل وژني چيري لاهغه د جيټ جنګى الوتکو بمبار د توپو ګولى چيري نښلى او ډراون څه کوي په دي خو يو قبائيل نه دي خبر ځکه چي دوي خپل کور ته نه شې تللي پاته شوه سويلى پښتونخوا ددي حالت هم د نورو سيمو سره توپيرنه لري په ټوله سيمه کښې تهرور او ويره خوره ده د ورځي څوک سفر نه شې کولى پښتون ولس په پښو باندى ويشل شوي دي او هر يوه پيښه يې د بلې پيښې و مخ ته درولي ده او هره يوه په وسلو بارده چي يواځي په دي ولاړه ده چي يوې ډلي په ماشه ګوته کښيښووله بيانو يواځي لوئى څښتن(ج) د دوي تر منځ رڼي اوبه تيروي شې په کراچۍ کښې د پښتنو سره څه وشو يا څه کيږي هغه هم د چا څخه پټى نه دي صبا ته به څه جوړيږي هيڅوک په دي اړه څه نه شې ويلي...؟ د دهغه د ولس کلو د پښتون افغان داستان دومره اوږدي چي و کتابو ته اړتيا لري خو د بده مرغه څوک داسي مشر نه شته نه ديني علماء شته نه بل څوک چي د هغه ملت په دهغه ناورين خبر کړي او يوه لاره په ګډه وټاکي چي د دهغه اوږده ناورين څخه دهغه ملت وځغوري....؟
اوس پوښتنه داده چي د دهغه ملت سره دا هر څه پخپله او خودرو ډول وشول که د يوې تګ لاري او د پلان لاندي دا هر څه وشول..؟ ځما په اند دا د لوئى لوبى يوه برخه ده چي برتاينې د خپل بدل اخستلو او د پښتون او اسلام د ځپلو دپاره دوي جوړه کړي ده او هغه څوک چي د اسلام يا نورو نومو باندي ودي ته چوپړوهي هغه دي خوشحالى نه کوي که دوي په دهغه د سيسه کښې بريالى شول نو به د دوي واري وي په عرب هيوادو سره چي څه وشول په کاردي چي بشپړه مسلمانان په دي غور وکړي...؟ او ځان ته په ګډه نه يواځي افغانان بلکې ټول مسلمانان يوه تګ لاره وټاکى.
خو دا وخت اور په بشپړه پښتنو او افغانانو اوربل دي او يواځي دوي کولي شې چي پخپلو کښې د خبرواترو د لاري يوه لاره موندلي شي چي د بل چا لارښودنه نه وي ورسره او ددي ټولو مسئوليت په طالبانو باندي راځي که هغه هر ځائى وي ځکه چي دا ټوله جګړه او خبرى په دوي راګرځي باندنيو ته هم دهغه يوه پلمه ده بلکې اوس خو باندنيان غواړي چي طالبان ودي ته اړکړي چي دوي د نورو سره کښينوي او خپله خوښه په دوي وتپوي خو دهغه زروځواکي دومره بربنډشوي دي چي په دوي هيڅوک باور نه کوي په کاردي چي د دوي په خبرو نور نوتير نه شو که هغه ولسمشر حامد کرزئي او افغان حکومت وي که طالبان وي که حزب اسلامي حزب وحدت وي او که نوروي په کاردي چي په دي اساسه وخت دوي خپل اختلاف شاته کړي او په يوه خبره پريکړه وکړي چي سوله څنګه راوستل شې ځما په اند که صبا افغانستان د يوه بل خطر سره مخامخ شو نو تر ټولو لويه پړه به په طالبانو راځي ځکه د باندنيانو او ګاونډيانو و خپلى موخي ته درسيدو دپاره يواځي دوي رامخ ته کړي دي او ځما په اند طالبان به په دي پوه شوي وي خو ولس په دي ښه پوه دي چي څرګندونه يې دهغه طالبانو څخه کيږى څوک چي تړلي بې درکه يا ناروغه شوي دي خو که دوي خپل واک دي او خپلي پريکړي خپله کوي نو بايد دهغه خطرونو مخ نوي وکړي او که داسي نه کوي نو به د افغان ولس دا و مني چي يا خو دوي بې واکه دي يا دهغه چا ملګرى دي چي د افغانانو سره بله لوبه کوى
