تېر کال د پرمختګونو کال و
تېر کال د سوله ييزو پرمختګونو کال و
(۱۳۹۱- حوت/کب ۲۷مه ): د کندهار د سولې شورا رئيس وايي، تېر لمريز کال (۱۳۹۱) په کندهار کې د سوله ييزو پرمختګونو کال و. د سولې شورا رئيس او پخواني جهادي قوماندان حاجي عطاء محمد احمدي له ټاټوبي اوونيزې سره د کب مياشتې پر دوه ويشتمه نېټه په يوه ځانګړې مرکه کې د تېر لمريز کال په اوږدو کې په کندهار کې د سولې په برخه کې د تر سره شوو کارونو او رامنځ ته شوو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي احمدي وويل چې د ۱۳۹۱ لمريز کال په اوږدو کې شل تنه د دولت بې وسلې مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي. دغه راز شپېته تنه وسله وال بيا د قومي مشرانو په هلو ځلو د دولت له مخالفت او له وسله وال مقاومت څخه پر شا شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې شل نور وسله وال په انفرادي ډول د متنفذينو په هڅو د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي. د سولې شورا رئيس همدا راز وويل چې د بنديانو ۳۸۰ عريضې يې ترتيب کړې، چې له امله يې دوه ځله بنديان له بنده آزاد شوي دي، خو ده له بنده د آزادو شوو بنديانو د هويت او شمېر په اړه معلومات ورنه کړل. احمدي زياته کړه چې د تېر کال په اوږدو کې د کندهار د سولې شورا په هلو ځلو د خلکو تر منځ پنځلس شخړې په سوله ييز ډول هوارې شوې. ده دا هم وويل چې د تېر کال په اوږدو کې يې د وسله والو مخالفينو له شلو تنو قوماندانانو سره د سولې په تړاو تماسونه نيولي. حاجي عطاء محمد احمدي وايي: ((د مخالفينو له شلو قوماندانانو سره مو د سولې په اړه تماس نيولى، خو د ځينو ملحوظاتو له امله هغوى عملاً د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي نه دي.)) د سولې شورا ولايتي مشر وايي، په کندهار کې يې د تېر لمريز کال په اوږدو کې ۳۰۰ پروژې د کرهڼې په برخه کې عملي کړې دي. د دغو پروژو، چې د سولې له پروسې سره تړاو لري او په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کې عملي شوې، مالي لګښت د سولې شورا له بوديجې څخه ورکول شوى دى. سرچينې همدا راز وويل چې په پام ده په ځينو نورو سيمو کې هم، چې وسله وال پکې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، ځيني پروژې پلې کړل شي. د احمدي په خبره، په تېر کال کې د سولې شورا فعالينو د کندهار ټولو ولسواليو ته سفرونه کړي او د سولې په اړه يې د خلکو ذهنيتونه روښانه کړي او دغه راز يې د سولې شورا پروګرامونه هم ورته واضح کړي دي. نوموړي د عامه پوهاوي پروګرامونه مؤثر وبلل او زياته يې کړه چې له امله يې نه يوازي پر کور د وسله والو کښېناستل زيات شوي، بلکې له وسله والو مخالفينو سره د خلکو همکاري کمه شوې او له دولت سره زياته شوې ده. د کندهار د سولې شورا رئيس د تېر کال د سوله ييزو فعاليتونو د اروزنې په توګه وويل: ((موږ تېر کال ځکه د سوله ييزو پرمختګونو کال بولو چې په ترڅ کې يې د سولې په برخه کې پرمختګونه شوي او هيله يې نوره هم زياته کړې ده.)) تېر کال کې د کندهار امنيتي وضعه هم په بې ساري ډول سمه شوې، چې دا هم د ښاغلي احمدي په باور، د سولې په برخه کې پام وړ پرمختګ بلل کېږي. د کندهار په کچه د سولې دغه لوړپوړي فعال يو وار بيا د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې له مخالفته لاس واخلي او سوله ييز ژوند غوره کړي. ده وويل: ((موږ يو وار بيا پر مخالفينو ږغ کوو چې راشي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، ځکه تېرو جګړو وښوده چې د هيواد ستونزه په جګړه نه هوارېږي.)) د سولې دغه فعال په کندهار کې د سولې په برخه کې د يوه خنډ يادونه هم وکړه چې د نوموړي په وينا، لېري کول يې د سولې په راتګ او د وسله وال تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته کوي. د نوموړي په قول، د خلکو بې کاري دا ستونزه ده چې د روان تاوتريخوالي د اساسي درولو هڅې ګواښي: ((دلته بې کاري خورا لويه ستونزه ده، زموږ چارواکي بايد هڅه وکړي چې خلکو ته کار پيدا کړي، تر څو د بې کارۍ له امله د تاوتريخوالي د عاملينو له خوا ونه کارول شي.))
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه
