اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ځموږ په ټاټوبى او ولس سوله...؟

ځموږ په ټاټوبى او ولس سوله څنګه راتلي شې...؟
محمد نعيم کاکړ

مشر تشدد زور زياتي او د انسانيت قتل يو داسې ناورين دي چى د بشر هر څه ترپښو لاندي کوي که موږ د تاريخ په اوږدو کښې و ګورو نو دا به راته څرګنده شې چي پخواني زماني ته ځکه دومشت او جهالت دور ويل کيږى چي دوى هر خبره او هر مشکل د زور او د توري په څو که اواروله او بشر ته د بشر په سترګه نه کتل که څه هم د دوي څخه داسې وسلي او او زارنه و چي دوي په يوه بټن د ټوله نړۍ ويجاړه کړي وي ځکه چي پخوانى خلګه د زده کړو او علم څخه ليري و چي څنګه څنګه دوي زده کړي او علم کاوي دهغه تشدد او د انسانيت وژنه هم تر ډېره رالنډه شوه او بيا لومړي وار لوئى څښتن(ج) د اسلام دين په خپل وروستي پيغمبر نازل کړي چي په اسلام کښې د سولي امنيت ورورولي او دهمکاري ښوونه وشوه او بشريې په کلکه ددي څخه وګرځاوي چي د بشر او انسان وژنى څخه دي مخ واړوي او داخبره په ډاګه کړه چي د يوه وګړي ناحقه وژنه د ټول بشر وژنه ده او د يوه انسان ځغورنه د ټول انسانيت ځغورنه ده تردي نو په سوچه ډول لارښودنه او پيغام هيڅ بل مذهب او دين نه دي ورکړي خو اسلام چي د عمل نوم دي ددي لارښودني د څنګه موږ د اسلام نور ډېر څه وشاته اچولي دي او د نورو دودنه اورواجونه موږ خپل کړي دي نو ځکه چي نن مسلمانان تر هر چا د مشکل او خواريو سره مخامخ دي د نورو په لاسو کښې لوبى کوي او په ځان نه پوهيږي چي دا هر څه داورور وژنه او تشدد د چا دپاره کوو څوک وژنو او ولي وژنو و لکه که هغه هر څوک دهغه عمل کوي په ځائي ددي چي موږ د نورو سره چتګاو شو موږ خپله کلمه ويونکي يو د بل ژوند د منځ څخه وړو.

دا رښتيا خبره ده چي نن باندنيانو ځموږ په خاوره يرغل کړي دي او په يوه او بل نامه و ځان او نړۍ والو ته دا قناعت او دلاساسي ورکوي چي دوي ددي دپاره راغلي دي چي دلته وران کار او تهره ګراويږي چي موږ په خپلو خپلو ملکو کښې چي په زراو زراو ميله و اټن باندي پراته يو د دهغه وران کارو څخه خوندي نه يو چي لويه بيلګه ۹/۱۱ دوي ورکوي او داسي نوري خبري و نړۍ والو ته کوي او کله چي دوي روان تشدد د رسنېو د لاري د نړۍ والو غوږو ته رسوي نو بيا ورته وائي چي ځموږ خبره رښتيا ده که يا..؟ او ځموږ الته پاته کيدل اړين او ضروري دي که يا..؟

خو په موږ هغه د سپي او غوږکانه شوي ده په ځائى ددي چي په سپي پسي منډي وکړو بايد چي لومړى خپل غوږ ته لاس ور وړو نن په افغانستان کښې په پاکستان کښې په قبائيلى سيمو کښې څوک وژل کيږي څوک په ډلو ډلو د وسلو سره يو د بل په مخ کښې ولاړدي چي يو بل وژني کلى او کورونه تالار کوي نارينه ښځي ماشومان چي شمير يې وزراو ته رسيږي په کوم حال کښې خپل کارونه پريږدي او په دوه لاسه د ځان د ځغورني د ځايو په لټه کښې وي او که تاسو نه وي ليدلي نو د هغه ګډوالو ژوند و ګوري چي په دهغه سره دوبى او ګرمي کښې دوي ژوند کوي او د خپلو کورو څخه ليري د خپل صبا څخه ناخبره دهغه چا و مرستو ته لاس ځغوي د چا سره چي هم د هغه وسله وال جګړه کوى..؟

نن تر ټولو زياته و سولي امنيت او جوړ جاړي ته هم د دا بشپړه خاوري او ددي اوسيدونکو ته دي ولي چي د تېرو پنځه ديش کلو څخه دوي بيله د جګړو وژنو او ژوبل شوو په چپه بل څه نه دي ليدلي چي شمير يې و لکاو ته رسيږي څوک چي و دهغه جګړه ته دوام ورکوي هغه په کراره او د سوکالي ژوند کوي يو ډول ويره نه د ورسره خو ځموږ ټاټوبى ځموږ ولس هر مهال په دي ويره کښې وي چي اوس به څه ورسره کيږى اوس به څه ورسره کيږي که موږ يواځي د طالبانو د ويان سپناوي واورونو داسې ورځ نه تيريږي چي د پنځوس څخه زيات کلمه ګودي نه وژل کيږي او ژوبل کيږي آن دا چي ډېر خواران خو چي د يوه اړين کار دپاره په موټر بس يا بل موټر کښې سپوروي په دي ويريږي چي داسې نه چي د څړک د غاړى مائن چي چا ښخ کړي وي هغه ور باندي و چاوديږي او داسې پيښى موږ هر ورځ اورو او په رسنېو کښې ګورو څوک چي دا کار کوي دوي کله په خپل ګريوان کښې کتلي دي چي دهغه ماشومان ښځى سړى چي وژل شوي دي او په ډېر بې ارزي ودي حالت رسيدلي دي دا څوک دي..؟ او د دوي پړه او ګناه څه ده...؟ او دهغه ځوانان چي و خپلو کورنيو ته دوي افغاني ګټي چي ژوند په وکړي په پوليس يا اردو کښې خپله ډنډه تر سره کوي دا څومره او ولي وژل کيږى..؟ دا او داسې نوري ناخوالي چي ډېري ترخي دي خو ولس او تاريخ ته به جواب ورکول وي که دا کار څوک سم بولي يا يې ناوړه..؟

لکه وړاندي چي وويل چي وويل شول چي سوله جوړ جاړي او کراري يواځي او يواځي د پښتنو او افغانانو اړتيا او ضرورت دي وبل چاته دومره نه خو چي څوک و دهغه جګړي ته په هر نامه دوام ورکوي هغه خو يا خپلواک نه دي يا بيا په دي نه پوهيږي چي دا کار اجازه موږ ته خپل دين راکوي که يا..؟ او ددې سره سره چي دوي په دي هم پوه دي چي يواځي او يواځي دهغه جګړه ددي ولس او ددي ټاټوبى په زيان ده بله خبره په دي کښې نه ده دلته بيرته موږ د اسلام وهغه لارښوني ته ورګرځو چي د يوه عام ساداره بشر وژنه د ټول بشر وژنه ده...؟

اوس چي په پاکستان کښې ټولټاکنې تر سره شوي دي او ددي ټولټاکنو په رڼا کښې محمد نواز شريف او عمران خان و کالخوائي او اختيار ته رسيدلي دي دوى ددې د مخه چي حکومتو نه جوړ کړي د تحريک طالبان پاکستان ته بلنه ورکړي ده چي د سولي خبرواترو ته دي ورسره کښينې چي طالبانو هم ددوي و خبري ته درناوي ورکړي دي چي دا ډېر دوياړ وړخبره ده لوئى څښتن دي وکړي چي د دوي د هغه د سولي خبري اتري بريالي شې ولي چي د دواړو خواو په دي کښې ګټه ده که څه هم په دهغه جګړه کښې د دوي پوزه نه ويني کيږي خو هغه خوار کلمه ګو چي په دهغه سيمه کښې د ناورين ژوند کوي د دهغه ناورين څخه ووځي چي د سولي دپاره دواړي خواوي څومره زيان وړي په کاردي چي يويې ولي چي دا هم د اسلام په ګټه ده او د بشر په ګټه ده هم د دهغه ټولو په ګټه ده چي په دهغه جګړه کښې راګير کړل شوى دى.

تر کومه چي د افغانستان کښې د جګړي غوبل د تېرو څو لسيځو څخه را روان او ډېر ځانې او مالي زيانونه يې رسولي دي آيا و دهغه جګړه ته نور هم دوام ورکول په کاردي که يا..؟ ځکه په دهغه اوږدي جګړي کښې موږ د تشدد او ورانيو په چپه بل څه نه وليدونور وراني ته ولس تيار دي..؟ دوي ودي ته تيار دي چي ټول ژوند په جګړو کښې تېر کړي..؟ داخبره به ومنو چي طالبانو تراوسه وجګړي ته دوام ورکړي دي نو دا هم بايد ومنو چي د باندنيو يرغلګرو که يو سړى وژل کيږي ځموږ سل وګړي وژل کيږي چي دا سودا و دوي نه ګرانه نه ده خو و موږ ته ګرانه ده..؟ د دوي خاوره په باروده نه ککړه کيږي خو ځموږ هر وګړي نن په بيلو بيلو ناورغيو کښې راګيردي که څوک د پيښور کوټي يا کراچۍ روغتونونو ته ورشې تر ټولو زياته ناورغان افغانان به وويني څومره به هند اروپا او امريکا ته د درځني دپاره ځي خو خبره بيرته دا راځي چي څه بايدوشې..؟ په افغانستان کښې هر سړي روغه غواړي سوله که څوک نه غواړي هغه يلغر ګردي يا هغه څوک دي چي دوي خپلې ملکي ګټي د افغانستان په جګړه کښې لټوي رښتيا خبره داده چي د افغانستان جګړي اوس يوه نړۍ واله جګړه جوړه شوي ده موږ د افغانانو پښتنو په دي خپل ولس او ټاټوبى داربليږي چي دهغه جګړه دي دلته وشى..؟ ددي سره سره چي سوله نه يواځي د افغانانو پښتنو نه يواځي غوښتنه ده بلکې د دوي اړتيا او ضرورت دي کښې د داسې ناورين سره به مخامخ شي چي د جاپان هيروشما به هم ايره شې آيا ټول افغان پښتون ولس ودي ته تيار دي زه وايم يا..؟ نو بيا څه کول په کاردي..؟ باندنيان خو دا پريکړه کړي ده چي دوي به په ۲۰۱۴ء کال کښې د افغانستان څخه درومي خو امريکا غواړي چي څه يواځي ځواکونه دلته پاته کړي او په خپلو اډو کښې وساتي خو ددي سره سره باندنيان د افغانستان څخه بشپړه لاس وکاږي په ګاونډ کښې څوک لري او د دوي څه اداري دي..؟ بيرته افغانان د بل چا تر لاس لاندي نه راځي..؟ داسې نوري ډيري پوښتنې دي چي د هر افغان په دماغ کښې ګرځي راګرځي دا هر څه چي په دا اوږدوکلو کښې وشول دا آمدامه نه دي شوي بلکې دا د يوه پلان لاندي کيږى چي هغه ته لويه لوبه (GREAT GAME)ويل کيږي کوم قامونه چي پوهان او مشران لري او په يوه خولي وي هغه د داسي لوبوتيري د دمخه څخه تړي خو پښتنو افغانانو د دمخه څخه خپلې چاري ونه نيولي نو ځکه د نورو په لومو کښې د کلو کلو څخه راګيردي چي دا بيا يو بيل موضوع دي خو دا وخت موږ بايد داوسنجوو چي څنګه د دهغه جګړه څخه ولس او خپله خاوره وباسو او بس او ځموږ د ټولو بايد دهغه موخه وى.

خدائى پاک(ج)په موږ کښې هيچا نه دي ليدلي خو موږ ايمان باندي راوړي دي ځکه چي موږ يې په قدرت او کراماتو پيژنو خو لوئى څښتن د هر څه د يوه قانون او اصول د لاري دا دومره لوئى نظام درله تيروي چي هغه د خدائي داوه کونکي په دي نه دي رسيدلي چي دا څومره لوئى نظام دي که دا وويل شې چې تراوسه په يو لک کښې يو دريافت يا پيژندنه بشرنه د کړي داخبره به بيځايه نه وي خو ددي دومره لوئى قدرت څخه نيولي بيا د يوې زري پوري د هر کار يو سبب وي که څوک هر څو و غواړي چي يو بلب يا ګروپ روښانه کړي تر هغه وخته دانه شې روښانه کيدي تر هغه وخته چي بټن يې نه وي وهلي خو د بده مرغه موږ و داسې خبرو ته پام نه کوو خو ودي اوږده بحث ته نه ځو ځموږ و سولي ته اړتيا لرو او د لوئى د خدائي(ج)څخه دا خواست کوو چي د دهغه ناورين څخه ځموږ ولس او ټاټوبى راوځغوره د نورو ازموينو سره دهغه ولس په خپل روي و ځغوره(امين)

خو پښتانه وائى چي خدائى(ج) ږغ نه کوي او خلګه رښتيا نه وائي داسې په دي غور وکړو چي څنګه سوله راتلي شې..؟ هر څوک دي خپل دريځ په خپل وجدان او ماڼي ضمير و خپل ولس ته وړاندي کړي چي په هغه کښې څه دليل وي زه دا وايم چي د ولس کاله کيږي چي يوه ناولده جګړي ځموږ په ټاټوبي باندي روانه ده زورور دلته راغلي دي دهغه اوږدي جګړي يواځي موږ ځپلې يو نور په کراره ناست دي دهغه پوه لکه رحمان بابا چي وائې...

که دانا يې اور د خپله سره مړه کړه

راسي دهغه اور دخپله سره مړکړو زه دا وايم چي د اور موږ د خپله سره وژلي شو که لومړي موږ ټول په يوه ټغر کښينو باندنيان خوارو مروروان دي خو ددي د څنګه افغانستان يو پارليمان لري چي د ولس په رايو باندي هر يو دي پارليمان ته ځان رسولي شې ټولي خواوي دي په هيواد کښې جګړه ودروي په را روانو ټولټاکنو کښې دي برخه واخلي په پارليمان کښې دي داسې پريکړي وکړي چي هغه د هيواد او ولس په ګټه وي که شريعت محمدي راولي هغه به هم د ولس په ملاتړوي که په اساسي قانون کښې بدلون کوي دهغه ملاتړ به هم ولس کوي که باندنيان باسي هغه به هم د ولس په رايووي بله داسې لاره نه ښکاره کيږي چي هغه د پريکړو اختيار ولري خو ددي ټولي کيلي په سوله کښې ده او د جګړي په ختم کولو کښې ده ولې چي جګړي ودي خوار ولس ته د کړاونو په ځائى بل څه په دهغه اوږدو کلو کښې څه بل شي نه دي ورکړى.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←