افغان ملت زړوړمشرتوب او سباون
افغانستان په يوه داسې جغرافيائي ځائي او موقعت کرار لري چي زياتره ورته داسيا زړه ورته وائي ځکه چي د تاريخ په اوږدو کښې هر يرغلګر او زورځواکي دهڅه کړي ده چي و دهغه هيواد ته ځان ورسوي او تر خپل واک او کنټرول لاندي راولي چي ددې بيلګي ځموږ و مخ ته دي باندنيو لخوا چي په وارو وارو څومره بريدونه کړي دي هغه ټولي و تاريخ ته سپارل شوي دي خو په دي نزدې يوې پيړي څخه هم افغانستان د باندنيو يرغلګرو څخه نه دي ځغورل شوي په تېره ميلادي پيړي کښې هميش افغانستان د زور ځواکه برتانيې تر بريدونو لاندي وو که يوې خواڅخه يې جګړي په افغانستان وروړلي و بلې خواته يې د اسلام په سپيڅلى نامه يا د پونډو او روپو په زور مزدوران او لاس پوڅي ځان ته موندل چي په يو او بل چل په دهغه هيواد خپله خبره برسيره وساتي او تر ډير دوي په دهغه چارو کښې بريالى وو او ددې د څنګه يې د افغانستان څخه کسان را اړول دلته به کارونه هم ورکول او په افغانستان کښې به د خپلو ګټو دپاره ساتل دا د انګريزانو په افغانستان باندي اقتصادي دباو وو چي ددې د څنګه يې د افغانستان سوداګري او تجارت يې هم هر وخت د نورو ملکو سره په ټپه دراوي چي کله به زړي غوښتي ولي چي افغانستان و سمندر ته نه لري چي دهغه ناوړه عمل د انګريزانو د تلو وروسته تر نن پوري دوام لري او افغانستان يې هميش اړاو مجبوره ساتلي دي افغانستان د دهغه سوداګري شخړى نور هم زياته مخامخ شو کله چي انګريزانو د افغانستان د وخت حکمران ودي ته اړکړي چي د افغانانو په ځکر د ډيورنډ چاړه راکش کړه هم دهغه ورځي څخه د افغانستان بدمرغي نوره زياته شوه خو انګريز نزدې شپږ شپته کاله شوي دي چي د هند او پاکستان د خاوري څخه تللې دي يو اسلامى ملک اسلام په وجود کښې راغلي دي خو د افغانستان بدمرغي وده کړي ده خو لږوالي نه دي په کښې راغلي ولي چي د افغانستان په اړه هم هغه څه روان دي چي انګريزانو ټاکلي وه د افغانستان سره د ګاونډيانو د بد چلن او په اقتصادي ډګر کښې د وخت د واکمنانو د بې غوري د کبله دهغه د ژوند په هر چاره کښې د نړۍ وروسته پاته شو او د باندنيانو او د ګاونډيانو لخوا اسلامي ګوندونه مايه کيدل خو بلې خواته د افغانستان نزدې ګاونډي شوروي روس هم په کراره نه و ناست ځکه چي ددې نړۍ والو زورځواک سره يو داسې چغه او شعار وو چي نه يواځي افغانستان و ځان ته نزدې کړي و بلکې د نړۍ هغه ټول وروسته پاته ملکونه يې ځان ته پام کړي وو چاچي غوښتو چي ژر تر ژره خپل ولس سوکاله کړي د افغانستان سره څه وشو هم دا چي مترقي ګوندو د اسلامي بنسټ پالو څخه وار د مخه کړي او د سردار محمدداود ځان د منځ څخه يووړي او مترقي ډلو واک ترلاسه کړي چي شوروي روس ملاتړ ورسره وو خو د دوي د مخالفينو وشاته امريکا او ملګري ولاړوو امريکايان او ملګري په پاکستان کښې د خورجنو ډالرو وسلو خوراکي توکو سره راټول وو او د اسلام د سولي او سپيڅلي بيرغ يې خپلو ملګرو ته په لاس کښې ورکړي وو او بلې خواته د شوروي سړي لښکري په وسلو بار د نورو افغانانو په ملاتړ کښې ولاړوو او د افغانستان ته سوکاله سباون چغاري وهلي وسلي د دواړو زورځواکو وي خو مځکه د افغانستان وه او وينه د افغانانو تويدله او دواړه مسلمانان او افغانان يو په بل په يې وسلي راخستي وي ددې سره سره چي امريکايانو د جهاد په نامه د نوري اسلامي نړۍ څخه په لوئي شمير جهاديان په پاکستان کښې د جهاد دپاره راټول کړي وو ډالري ډيري وي خوراکونه ډيري وي نور داوسا ژوند شيان بي شميره وو يوه خواته اسلامي ګوندو د افغانانو وراکډ کولو دپاره خلګه اړکول بلې خواته د جهاد په زړه پوري هوس او ددي د څنګه د ژوند آسانتياوي نو ځکه چي په ډېره لويه کچه افغانانو د پاکستان په لور راکوچ شول نړۍ والو او جهاديانو شوروي روس ودي ته اړکړي چي لس کاله وروسته و لوئي زيان او خړي سترګي د افغانستان څخه وواتي او ددي ماتي سره شوروي روس دړي وړي شو او د يوه شوروي څخه نزدي يو نيم درځن ملکونه راووتل او د کيمونزم د ناورين څخه خلاص شول خو افغانستان په کراره نه شو او تر نن پوري ناورين سره مخامخ دي او تر پخواڅخه په بد حال کښې دي د يوې جګړي ځان خلاصوي په بله جګړه کښې چې تر پخوا ډيره خو نړۍ وي وهغه ته ورپوريويول کيږي د شوروي روس د وتلو وروسته د دوي ملګرو درې څلور کاله په حکومت پاته شول او د جلال آباد د لوئى جګړي د ماتي وروسته جهاديانو د افغانستان د وخت د حکمرانانو په ضد د جګړي ډګر تودوساتي ددي سره سره چي د ملګروملتو په هڅو د جينوا لوزنامه هم لاس ليک شوه چي افغان دولت به حکومتي چاري و جهاديانو ته ورسپاري افغان دولت ودي ته تيار وو چي واک او اختيار بشپړه و اسلامي جهاديانو ته وسپاري خو د بده مرغه په اسلام آباد کښې ناست اسلامي ګوندونه په خپلو کښې نه شوره جوړ او د سپږو مياشتو وروسته په داسې کورني جګړه کښې داسې سره اخته شول چي د شوروي روس د سرولښکرو سره جګړه معمولي ورته ښکاره کيږي کابل په راکټو او بمبار يو کنډوالي کنډوالي شو په زراو د کابل اوسيدونکي ووژل شول او په زراو ودي ته اړشول چي بيا ګاونډي ملکو ته کډه شي دهغه جګړه څلور پنځه کاله روانه وه دهغه جنګ سالارانو يو په بل د درندو وسلو باران او راوړي خو ودي ته پام نه کاوي چي د دوي په دهغه ليونتوب او وحشانه جګړه کښې څوک وژل کيږي د چاوداني ورانيږي دا ځکه چي هر يوه د کابل د تخت حقداره ځان ګڼې او ددي هر يوه وشاته باندنيو لاسو کار کاوي هغه وو چي د دوي د منځ د جګړو د کبله يو بل ځواک د طالب په نامه رامخ ته کړل شو چي ددي جوړښت وشاته هم نورزو دورناست وو جنګ سالاران سره وتښتيدل يواځي احمدشاه مسعود ورته پاته شو چي هغه طالبانو سره ټک ټوک ته دوام ورکاوي په دهغه جګړو باندي هم څلور پنځه کاله ولګيدو چي بيا د القايده نوم رامخ ته شو چي مشر يې (اسامه بن لادن) په افغانستان کښې ناست وو د ۹م ستمبر ۲۰۰۱ء پيښه ۱۱۹ وکړل شوه چي يوواربيا تاريخ راغبرګ شو او د نړۍ لوئي ځواک امريکا او ملګرو ته وار ورکړي چي وي د لوئي جنګي مشين ګري سره و افغانستان ته داخل شې هم دهغه جنګ سالارانو په ګډون د بون المان لوزنامه وشوه خوا راوسا داره طالبان ترشا پاته شول او جګړه مخ ته وړونکي په دوو درې شپو کښې د افغانستان څخه واستل شول او د پاته طالبانو سره چي څه وشول هغه به د چانه وي اير شوي د ناټو ځواکونه د را رسيدو سره سم په خو نړۍ جګړه بوخت شول چي تراوسه دوام لري څومره افغانان په دهغه د ولس کلنه جګړه کښې ووژل شول يا ددې د مخه چي د سردارمحمدداودخان تخته واړول شوه تراوسه وژل شوي دي موږ نه په دهغه جنګ سالارانو کښې نه په نورو افغانانو کښې داسې څوک وليدل چي دوي يې شميرنه وکړي نه دوي موږ وليدل چي په دهغه بشر وژنه کښې څه خوا خوږي ښکاره کړه ددي سره سره چي په دهغه پنځه ديش کلن ناورين کښې په مليونونو افغانان او وژل يا ژوبل او معذوره شول خو بيرته هم دهغه ټوله چي د حکومت په لوړو څوکيو هم ناست دي او اپوزيشن ډنډه هم تر سره کوي يوواربيا د سياست په ډګر کښې سرګرم دي چي څنګ په چل ول بشپړه قدرت ترلاسه کړي خو اوس هم دهغه ټول چي پخوا هم د باندنيانو په لارښودنه وژني کولي اوس هم دهغه باداني د دوي وشاته ولاړدي او د ګاونډيانو د څنګه د نړۍ هر هيواد په دهغه افغاني ډلو کښې خپل لاس پوځي تيار کړي دي چي ځيني د مجاهد په نامه ځيني د حزب په نامه ځيني د پيراوملا و طالب په نامه او ځيني د ولسي واکمني په نامه د حکومت او دولت و څوکي ته د رسيدو هڅي کوى.
دا دوني اوږده سرسيز ياتمهيد ددي دپاره ستاسو و مخ ته وړاندي شو او موږ په وارو وارو وړاندي کړي دي چي موږ افغانان په دي سوچ وکړو چي داهيچ او خرابي په کوم ځائي کښې ده چي دهغه خوار افغانان د داسي ناخوالو سره مخامخ کيږي چي د يوې بلا څخه ځان وځغوري بله بلاتياره ورته ولاړه وي..؟ آيا ددي اوږ دو ورانيو او بدمرغيو به يو وخت هم خاتمه کيږي که به افغان ولس هم په دهغه جګړو کښې ژيږي ځوان کيږي به او بيا به وژل کيږي يا به معذوره کيږي او دهغه باندنيان که هغه ګاونډيان دي که نور دوي به ځموږ په مړو او ورانيو هر وخت اټن کوي يا به د افغانانو غوښې کارګان خوري يا به په چاودونو کښې ددوي غوښي او د بدن اندامونه په پټوګانو کښې هميش راټولول کيږي آيا په دي بشپړه افغانانو کښې څوک داسې نه شته چي دوي يواځي د تېرو پنځه ديش کلو دهغه غميزه و خپل ولس ته کښيږدي او يوه يوه خبره ور په ګوته کړي چي پړه نه پړي چيري چيري وشوه او اوس ولي د دومره ټک سر يو سره سره دا خوار ولس نه په کراره کيږي ددي سره سره چي افغان ملت هر يو د خاوري دښمن پيژندلي دي او دوي په دي هم پوه دي لکه پښتانه چي وانى اونې اونې اوردي واخستي د خپلې ولس سوله غواړي سوکاله غواړي دهغه خواري او بدمرغي چي په دوي په هيواد کښې د ننه او په نورو ملکو کښې ورسره مخامخ دي ددي خاتمه غواړي ځکه چي قدرت ودي ته هغه څه ورکړي دي چي هر افغان ښه د خوشحالي اوسا ژوند باندي تيرولي شي خو مشران يې دومره ټيټ نظر لري او دومره بي ودي او بې جرآت دي چى دوي دا ولس ته وروښائي چى څوک يې دوست او څوک يې دښمن دي نه دوي دومره کوي شې چي دا خپل ولس چي سوله يې لومړى غوښتنه ده د ځان ملګري کړي او نړۍ والو ته څرګنده کړي چي دوي نور جګړه نه غواړي دهغه مشران چي د هر يوه د باندنيانو لخوا ملاتړ کيږي دوي نه غواړي چي دهغه جګړه وپائي ته ورسيږي ولي چي دوي دا اټکل کړي ده چي دوي د باندنيانو په ملاتړ تر لوړ ځائي رسيدلي شي ولس دهغه ټول پيژندلي دي او ولس په دي هم پوه دي چي د کوم مشر او د کومي ډلي وشاته کوم باندني ملک يا مخبري شبکه ولاړه ده.
ودى ټولو پوښتنو ته د ځواب ورکولو اړتياده په کاردي چي افغان ولس د دهغه پنځه ديش کلو د غږو جاج واخلي پخپلو کښې سره وچيړي او په خپلو کښې يو داسې پريکړه وکړي چي هغه ددي هيواد او ملت په ګټه وي پاته شول دهغه اوسنې سياسي مذهبى او جهادي مشران دوي ولس ډېر ښه پيژندلي دي چي د دوي څخه يو ډول هيله او اميد نه لري يواځي هغه څوک به افغان ولس خپل مشر خوښوي چي هغه دلاوروي رښتيا وائي و هر دښمن ته سترګي په سترګي کښې وراچولي شي د خپلې ځاني ګټي په ځائي يې د خوار ملت او هيواد هم ورسره وي د بل ملک او د استغباراتو لاس پوځي نه وي او سرشندونکي وي او دومره شتمني نه لري چي شمير يې نه کيږي داسي څوک به هم دهغه افغان ملت لټوي او هر څوک چي دهغه وياړونه لري په کاردي چي هغه خپله رامخ ته شى..
