دپښتانه ځوان کهول او درڼ اندونده
ډېر څوک دا خبره کوي چي پښتانه ماته نه مني زه هم ددي خبري ملاتړ کوم او داهم د قدرت او فطرت يوه ورکړه ده چي پښتانه افغان ته ورکړي ده دا ځکه چي پښتون افغان چي د تاريخ په اوږدو کښې دکومو ناخوالو او شخړو څخه تيرشوي ياتيريږي که چيري ده ماته منلي وي يا اوس ماته ومني نو به ډېر پخوا د نړۍ څخه دده نوم ورک شوي وي لکه د تاريخ په اوږدو کښې چي د ډېرو قامونو نومونه ورک شوي دي يا په دي څو لسيځو کښې چي په پښتون افغان څه تيريږي ددي څخه به دخاوري سره خاوري شوي وي خو د ډېرو ناخوالو او د نړۍ په کچه ددي ملت په ضد باندي روانو دسيسو او سازشو دي په ملا بوغ نه کړي کني د پښتانه افغان په خاوره چي څوني بارود دوداو لوګي شو هغه به هر څه توراړ ولي وي خو بيرته هم د نړۍ زور ځواکو داومنله چي هر څه ورباندي وکړو داقام نه شو ويرولي ايرولي کني په پښتانه افغان باندي کومه وسله ده چي ګارنه شوه نو ځکه چي ماته نه منل هم د غيرت مند قام وياړ او خاصه ده او بايد چي پښتون افغان دهغه ارزښت دلاسه ورنه کړي.
خو يواځي په دي نازيدل چي ماته نه مني خبره دلته نه ختم کيري دارښتيا خبره ده چي پښتون افغان په ډګر او ميدان باندي دريدلي دي خو ډېر لوئي زيان يې هم هر وخت وړي دي که د ماتي دنه منلو د څنګه پښتون افغان دسياست پوهي او هنر څخه کار اخستي وي هم به ميدان ګټلي وي هم به په ډېرو چارو کښې برلاسه وي هم به خپل هيواد او خپل ولس ته ښه سباؤن ور په برخه کړي وي هم به خپله خبره په نورو منل شوي نه به دومره زيان شوي وي دا خبره به ومنو چي پښتانه افغان په نړې کښې تر يو ځايه خپل نوم وځلول خو پخپله يې په خپل کور کښې څه حال دي؟ ديوه عام پښتون افغان سره په دننه او دباندي کښې څه چل ول کيږي که څوک په دي خوانه بدهوي نو نن ټوله نړۍ په پښتون افغان باندي ډکه ده چي ډېر په کښې دمهترانو ژوند تيروي که تاسي نه مني نو د کوټي پيښور اسلام آباد او نورو ښارو کښې دا هر څه ليدلي شي په اروپا امريکا ماسکو تهران يا د نړۍ په نورو ځايو کښې څه باندي تيريږي هغه ځايونه موږ نه دي ليدلي داسي نه چي د پښتون افغان ټاټولى دومره تنګ دي چي وخپلو اولادو ته ځائي نه ور کاوي بلکي افغانستان يا دافغانانو پښتنو خاوري وخپلو او لادونو ته په خپله غيزه کښې ترسره زرو پوري هر څه خوندي کړي وو خو چي اولادونه يې په يوه خبره ولاړ وو اودي دپوهني سائنس ټيکنالوجى هز او سياست سره ځان نه ولدوي نو د دوي سره هم هغه څه کيږي چي ورسره روان دي ګټلي ډګر هم دهغه قامو او ولسو څخه دلارسه ووځي چي هغه پوه نه لري هغه سياست نه لري هغه د حال او ماضى او سباؤن په اړه څه سوچ خيال (VISSION) نه لري زما په اندموږ هم دهغه څوک يو.
موږ هغه کار په خپل کور کښې کوو چي ځموږ تربور يې کوي که هغه ملا او مولوي وي موږ ټول ود هغه خواته ځوکه څوک طالب او جهادي وي موږ دا هڅه کوو چي ټول طالبان او جهاديان شو که يو څوک په شاعري کښې ښه نوم راوړي موږ غواړو چي ټول شاعران شو هندالقياس کله هم دا سوچ موږ نه دي کړي چي قام او ملت دپياوړ تيادپار اړينه ده چي د ژوند ټولي څانګي اواړ خونه وپيژندل شي او دهر ډګر ته وګړي وليږل شي ځکه خو وائي چي کاربايد اهل کار ته وسيارل شي په دهغه تيرو ۳۵ کلو کښې که يوه خواته افغان د هر ډول وسلي سره ولدشول خو بلي خواته د جګړي يو داسي هو او چيده چي هر وګړي وجګړي ته ټانټي وهي نن د قلم څخه زياته کلو شنکوف ځموږ د زيات عمر د ځوانانو سره ليدل کيږي او نن دوسلي سره دومره مينه لري چي دوي داسي اټکل کوي چي ژوند هم دهغه دي د پښتانه افغان ځوان کهول دجګړي په نرګسيت کښې راګير شوي دي که څوک د جګړي په ډګر کښې دي يا بل يوه د جګړي ډګر هم نه وي ليدلي خو دواړه به دوسلي او جګړي خبري کوي دځينو څخه خو اوس لاري وهونکي او په نو رويدو چارو کې لګړ شوي دي ځکه چي بشپړه دوي خپل ژوند هم دهغه بهير سپارلي دي ځکه په ټول پښتون افغان وطن کښې دوژونو جګړو خبري اوريدل کيږي.درې درې نيمي لسځي دمخه ځموږ په خوالو ستونکي دوطن د آزادي يا د خپل حق دګڼلو دپاره غرو او بندي خانو ته ولاړو څو کاله چي دوي بيرته راستانه شول د دوي د لوست وخت تير شوي وو دوي نه دلوست وونه د بل کار ځکه چي د ډېرو خواريو سره مخامخ شول دوي نه سياست مدادان شول نه ولو يو څوکيو ته ورسيدو د دوملګري چي لوست يې ورسره کړي وو هغه اوس په لوړو څو کيو ناست دي يا نور پاته ملګري يې دپارليمان غړي او سياست مدادان دي نور په خپلو کارو بوخت دي خو د دوي په برخه څه نه ورلوو.
د زده کړو خپل وخت وي چي دهغه وخت تير شي بيا زده کړي نه شي کيدي ځکه چي پ پښتون افغان وطن کښې سنوونځي و تړل شول يا وسوځل شول په ډېر لوئي شمېر ماشومان او ځلميان د زده کړو څخه پاته شول چي پخپله په افغانستان کښې چي په کومو سيمو کښې چي چيري ښوونځي د پنځه ديش کلو دلومړي کلو څخه وتړل شول ياو سوځل شول و تړل شول هغه سيمه او وګړي ډېر وروسته پاته دي او نن يې چغاري اوريدل کيږي خو دوي په دي غورنه کوي چي د دوي سره دازياتوب چاوکړي داسي هم لوئي څښتن(ج) دهر وګړي ژوند په بيلو بيلو برخو ويشلي دي لومړي ماشوم بيا الک بيا ځلمي بيا ځوان بيا سړي او بيا و زوړ توب ته ورننوځي هم په دي ويش کښې هر وګړي ته خپل خپل کار ټاکلي دي يو پوځ سړي يا د ډېر عمر ځوان نه شي کولي چي دي دښوونځي زده کونکي ځان وګڼي ولي که دي دښوونځي زده کونکي هم شي نو چي د پوهنتون پوري رسيږي نو به څه حال وي؟
ځماد دي ټولو اوږدو خبرو مطلب او موخه هم دا ده چي بايد بشپړه قام او ملت ويوه کار ته ونه ګمارو بلکي و بيلو بيلو چارو ته وسپارو لومړي خو په ننې نړۍ کښې زده کړي او تعليم دومره وهر وګړي ته اړين شو چي په اوسني نړۍ کښې يا په را روان وخت کښې به نالوستي وګړي دوخت د ژوندڅخه بى برخي وي او دا خبره که څوک مني که نه منې خو معلوماتي ټيکنالوجى څخه دا څرګنده شوه چي وخت تيرسيږي د هغه خبره او غوښتنه به نوره څرګنديږي نو ځکه ر څوک چي د خپل قام او خاوري سره مينه لري ياد خپل سپيڅلي دين او مذهب سره محبت لري يايد د هر هغه چاومخ ته ورسيږي څوک چي ماشوم د زده کړو څخه راګر ځوي ياښوونځي تړي يايد د هر هغه چاو مخ ته ودرسيږي څوک چي ماشوم د زده کړو څخه راګر ځوي ياښوونځي تړۍ ياښوونځي سوځي کوم کسان چي دا وخت په جګړه کښې راګيردي په دوي کښې به ډېرو داسوچ کړي وي چي کاښکي دوي هم داسي جنګي وسلي لرلي چي دښمن سره سيالي کړي خو دوي دهغه وسلي دلوست او علم په زور جوړي کړي دي کښې نه دوي تر موږ زيات نه دي هم دهغه ملکونه نه يواځي دوسلو په ډګر کښې بلکي د ژوندپه ټولو چارو کښې دهغه چانه وي برابر شوي چا په دوي دهغه ناورين جوړ کړي مسلمانان په ډېرو ځايو کښې دلوئي څښتن (ج) دنامه څخه بيځايه ګټه اخلي چي نور څه نه په وايم خو خدائى پاک (ج) خپله لارښودنه کوي چي زده کړي او علم وکړه او دا چي ته حرکت کوه برکت به زه (خدائي پاک) په کښې اچوم.
پښتانه افغانان چي دغيرت او زړورتيا په نامه د ډېر څخه ځپل شوي دي او ځپل کيږي او په دي کښې شک هم نه شته چي زړوړدي او باتوران دي خو ځکه ځپل کيږي چي دوخت سره سم تګ نه کوي او هراړخيزه مبارزه نه کوي د ۳۵کلو څخه خوي ټوله وينې چي ټوله ولسونو دجګړي وروسته د جګړي په ځائي داقتصادي پرمختياته موخه وکړه لکه جرمنى او جاپان او اوسني چين چي دجګړي په ځائي و اقتصاد تر ټولو دمخه اړين وګڼي او نن چين د نړۍ يو لوئي نړۍ وال ځواک دي چي بيله دجګړي د هغه وياړ يې ترلاسه کړي جاپان او المان خو بيله د پوځى ځواکو نن په نړۍ کښې نوم ګټلي دي.
افغان او پښتون ځوان هم دا هر څه ليدلي او سنجولي دي او دوي په يوه ډول هم نوره جګړه نه غواړي دوي سوله غواړي زده کړي او علم غواړي د نړۍ سره ځان برابر ول غواړي په دي باور چي دوي تر هيچاپاته نه دي خو دبده مرغه دنه پاملرني دکبله درې واره و افغانستان ته باندني ځواکونه راغلي دي ځوان کهول ددي وروسته داسي باندنيان په خپل ملک کښې نه غواړي خو د کوتک په زورو د هغه موخي ته ځان رسول نه غواړي بلکي و دهغه هدف او موخي ته د زده کړو او تعليم دلاري ځان رسول غواړي او د نړۍ سره وږه په وږه او دسيال په حيث ژوند غواړي نه دلاس پوڅي په حيث او د ځوان کهول په دي نر دو ورځو او کلو کښې وټولي نړۍ ته ورښوولي ده او بيا بيا به وښکاره کوي.
مشر تابه که څه هم په څرګند ډول د اوږده وخته څخه موخه او هدف نه دي ور په ګوته کړي چي هر وخت ملت د دوي دلاسه وهل خوړلي دي که هغه د پښتون افغان دهري برخي او سيدونکي دي خو ځوان کهول په خپلو سترګو ياد معلوماتي ټيکنالوجى او دلوست په زور ځان تر ډېره رسولۍ دي دوي نور په تودو چغارو او ويناؤ باور نه لري خو بيرته هم ځوان کهول ډېر خواري او ناخوالي په ځان وړي دي ياد دوي پلرو او مشرانو په دهغه ۳۵کلو کښې ځملي دي او ځوان کهول خپله موخه اولاره ځان ته ټاکلي ده خو په کار ي چي هغه رڼ انده او پوهان چي دخپلي خاوري او ولس چيوي هغه خپل وړانديځونه او خپلي ښه چاري تر نوي کهول وررسوي او ولس ته هم لارښودنه کوي چي د نوي حالاتو دپاره ونوي کهول ته هر څوک سترګي په لاري دي او پخواني مشر تابه په لر او بر کښې خپل ارزښت دلاسه ورکړي دي د نورو په بيساکيو باندي ولاړ دي خو دولس تر منځ نه ښکاره کيږي.
