په پښتنو کښې د هوتکيانو سرلوړي
پښتانه چې خداى پاک پيدا کړي د بيټ نيکه دعا لوړ کړي او د خپلې تورې او مېړانې په سوب د تاريخ په اوږدو کښې په خپل دې ټاټوبي کښې مېشته پاتې شوي دي. دوى د نړۍ څه عجيبه غوندې او بيخي ځانګړى ولس دى؛ ځکه، چې د دوى د کولتور او ژوند ژواک چې کومې غټې نخښې نښانې دي، هغه د دوى د پېژندګلوۍ سوبونه ګرځېدلي دي، هغه نه د سامي ولس په ژوند کې موندل کېږي او نه د نور اريايي ټبر په کاله کې په نظر راځي.
د اريايانو د کوچ (لېږدېدنې) راواخله تر دې دمه پورې د دې نر ولس- افغان په خاوره په شلګونو او سلګونو قامونه راغلل او لاړل. دلته څوک د زورګير او بلوڅه کوونکي پر څېر، څوک د تجارت او کاروان لرونکيو پر څېر، څوک د پوهې او شعور موندلو په لټه، څوک د مذهب په لټه، څوک د خپل مذهب د پراپيګنډې پر نيت، څوک د لوټ او تالان پر هيلې، څوک د خپلې عقيدې او مسلک لپاره، څوک د خپل کولتور او ژبې لپاره، څوک د خپل فن او هنر لپاره، ځکه چې د افغان بختوره خاوره او جغرافيه د نړۍ پر څلور لاري پرته ده، له کومه ځايه چې د ايران، ترکي او يونان پورې، د منځنۍ اّسيا د ټولو هېوادونو پورې، د چين ماچين پورې او د ليرې لوى هند پورې که څوک هم د يو بل سره اړيکې، تړاو او تړون کول وغواړي؛ نو، ترڅو چې ورله دې لرغونې خاورې اجازه، پناه، ساتنه او لاره نه وي ورکړې؛ نو د دغو ملکونو دغه زنځير پرته له دې کړۍ څخه نه سمېږي او نه پوره کېږي.
دغه وجه وه، چې په پخوانيو وختو کې چې د ريښمو لار د لويې نړۍ د تجارت، سوداګرۍ او کاروانونو يواځينۍ،خو مضبوطه او د هر اړخيزو چارو د سرته رسولو لاره وه. د دغو کاروانونو او سوداګرۍ بنيادي مرکز دغه د افغان خاوره وه، چې د هېوادو هېوادو خلک او کاروانونه به دلته راتلل، مالونه به بدلېدل. لين دين به کېدو، لار به ورکول کېده، بدرګې به يې کولى، د ژبو ژباړنه به کېده، پناه به ورکول کېده، د څارويو او مال ساتنه به کېده. دلته به د يو بل سره د خپل خپل وطن او ولسي د تاريخ، جغرافيې، قامونو، ژبو او دود دستور خبرې کېدلى او د هر هېواد کيسې به اورېدل کيدې، کچېرې د افغان خاوره يوه د امن خاوره نه واى، د پناه خاوره نه واى، د پالنې، ساتنې، تجارتي لين دين د صداقت خاوره نه واى، د علم، پوهې فرهنګ او ترجمانۍ خاوره نه واى؛ نو دا دومره لين دين به څنګه کېدلو؟ دا دومره خلک به څنګه دلته راتلل؟
خو د چا خبره چې خپل ښايست راپورې اور شو، د نړۍ دغو خلکو د ورورولۍ، تجارت، مينې او پوهې پر ځاى د دې ننګيالۍ خاورې او دې غيرتي خاورې خپلولو پسې ملاګانې تړلي او د دوي خاوره او وطن يې لکه د فټ بال د لوبې يو لوبغالې جوړ کړى، ناوړه تاختونه او يرغلونه يې پرې پېل کړي، چې تر ننه هم جاري دي، کومو چې د دې نر ولس له لاسه قلمونه او کتابونه وغورځول او اړ يې کړل چې توره او ټوپک په ورته لاس کې ونيسي.
که چېرې دې افغان دغې تورې او ټوپک ته که څه هم د مجبورۍ له لامله لاس نه واى وروړى؛ نو نه به نن افغان و او نه به يې دا افغانستان و، ګنې افغان ته چې کله هم د سوکالۍ، خوشحالۍ، امن او امان دوره په لاس ورغلې، نو ده نړۍ له د منډي ګاګ غوندې هغه لوى تهذيب ورکړى د کوم سارى چې سره د هندوستانه په لويو لويو هېوادونو کې هم نه و، هم دغه مونډي ګاګ و چې بلوچستان ته راغى نو مهرګړ شو او چې هند اړخ ته لاړ شو، نو هړپه او موهنجودارو شو. هم دغه شان اّى خانم، مراثي غونډۍ، هډه، جلالکوټ، ننګرهار، باميان، کندهار او نور او نور د علم، فرهنګ، تهذيب او تمدن لوړ پوړي ځايونه پاتې شوي دي، چېرته چې علم و، تعليم و، فرهنګ و، فن و، او هنر و.
څومره يرغلګر چې هم په دې خاوره راغلي دي، چې د د ارا نه يې راواخلې تر ننه پورې؛ نو يا، خو مات ګوډ په تېښته تللي دي او يا يې ککرۍ د وى په خاوره کې خاورې شوي دي. په دې خاوره کې خپل يو زور و، شور و، شتمني وه، که چا ورته له بهره هر څه چې راوړي هم دي او که څوک د بل کوم هر نسل او قام ورته راغلي دي، نو دلته يې هر، هر څه بايللي دي او هر څه يې په دې خاوره کې داسې ورک شوي دي چې اوس يې خپل تشخص له لاسه ورکړى دى او د يو افغان په نامه په دې نازبينه خاوره کې مېشت پراته دي.
دا خو اوس دغو باندنيو پورې اړه لري. چې دې خاورې سره څنګه تړون ساتلاى شي. پر جنګ، خو ونه شوه. افغان نه چا ورک کړو او نه يې بدل کړو، نو دا بله لار دې پرې وازمايل شي کومه چې د امن، ورورولۍ، ملګرتيا او دوستۍ لاره ده، چې نه ورکې څوک بادار وي او نه څوک مريى او دغه کې د دواړو خير او ګټه ده؛ ځکه چې د امن، پخلاينې او ورورولۍ په رڼا کې چې کوم خير او راحت شته. دا په بل څه کې نشته. يواځې دومره شوه، چې دې ډز، ډوز، اووهه، راکاږه. ورک کړه، مړ شه او يا مړ کړه، افغان ولس په علمي او هنري برخه کې ډېر شاته پاتې کړو او د استاذ څخه، شاګرد او شاګرد څخه چې بې سواده پاتې شو. دې کې هيچا ګټه ونه کړه، خو د افغان کور يې وران او ويجاړ کړلو، هغه که خپل دى او که پردى څوک وايي زما سياست قبول کړه، څوک وايي زما مسلک قبول کړه، څوک وايي زما ژبه خپله کړه. څوک وايي زما پر لارې روان شه، څوک وايي ما ومنه، ته به وايې چې کابل نه، د لامده خوړ خيرات دى، چې په ناولو لاسونو خوړل کېږي.
لکه چې بره ذکر وشو، د افغان او طاغوتي طاقتونو دا شخړه د تاريخ له اوږدو راروانه ده، خو دې شخړې هغه وخت د بېوسۍ او بې عزتۍ بڼه غوره کړه، کله چې په لوى هند کې مغلوالې تاج او تحت بيا موندلو او د صفويانو په ملګرتيا يې په دې ساهو افغانانو پسې هغه پشاړې، ټوقې، مسخرې او ويشتې پېل کړې، چې په نسلي تړاو يې د ديو اولاد وګرځول، د يهوديانو نامه يې ورله ورکړه. په خرو يې ياد کړل او دا لا څه کوې چې په ژبه پورې يې ورله پچ موزې پېل کړې او دا يې په پرلپسې توګه د دوزخ ژبه اعلان کړه.
که څه هم پښتانه د دې مخنيوي نه بې غوره نه وه، د پت او پښتو ډک قامي غيرت پوره او اماني و، خو د دواړو اړخو څخه لکه د ژرندې د دوو پلونو ترمنځه ګېر شوي وه، ګنې پر دغه ناوړې مغلوالې پسې لوى قهرمان پير روښان لکه د شوقدر لمبه ورپسې و. د اّګرې او سيکرې دروازې يې ماتولې او د پښتون کاله ته يې د ده خپلواکي راوستله او نارې به يې وهلې چې:
سمه په نره د فرعون ګريوان ته لاس اچوم
چې د موسى غوندې د ډېرو پېرزوينو وړ شم
په دغه توګه يې پوره سل کاله خپل ټول ال و عيال د دې خپلواکۍ دپاره قرباني کړو، دل شو، خو بدل نه شو او توره يې تيکي ته کړله.
همدارنګه د دې ناوړې مغلوالې دمخنيوي لپاره لويو پښتنو دريا خان او ايمل خان د وطن هره تېږه او لوټه مورچل مورچل کړې وه او په هيڅ قدرت يې پښتون قام د مغلوالې سر ټيټۍ ته پرېنښودلو.
هم دغه د خپلواکۍ يو نه ورکېدونکى احساس و، چې هغه مغل خوشحال چې د مغلو مالګه يې څکلې وه. دغسې پښتني احساس په سپينه ږيره افغان کړلو داسې افغان و، چې بيا يې پر قبر د مغلو د اسونو د دوړې نه هم نفرت کولو او د خپلواکۍ ګټلو لپاره يې تر مرګه پورې ښه په نره ځان د پښتنو د کور عظمت او سمبول وګرځولو.
دې پسې د پښتانه د کاله د ارمانونو او ارزوګانو د پوره کېدلو دور راغى، د کوم دور مشري او ښه بختي چې تاريخ هوتکيانو ته ساتلې وه. هوتکيان د دوستۍ او دښمنۍ، د پښتنو مشرانو د ناکامۍ او د دغو مشرانو د خپلې خپلواکۍ مخکښ لارويان وګڼل شول.
ټول هوتکيان د پت، پښتو او ټولو پښتني ارزښتونو په ساتلو کې پر تول پوره وختل، د پښتنو پر پښتو کولو د اتفاق او يووالي پر اهميت او جوړښت، د جرګې مرکې او د خپه او ناراضه پر پخلا کولو پوهېدل. ټول پښتانه يې يو برابر وګڼل.
دغه وجه وه چې که په اوږد تاريخ کې چېرته هم پښتانه په يو مشر يو موټى شوي او يوه خله شوي دي، نو د هغې ابتداء او پېل هم د دې هوتکيانو له پېره کېږي، چې بيا د دغې ټولوالې مظاهره له نادري پېره وروسته د لوى احمد شاه بابا په ورځو کې هم شوې وه.
دغه وجه وه، چې پښتانه ټول لکه د مرغو د يو سيل د هوتکيانو خوا ته شول او د دغه لوى لښکر په سوب هوتکيانو په اول ځل پخپل هېواد کې يو خپل واکه قدرت (د پښتنو حکومت) جوړ کړو او د نړۍ د کړکېښ ليکونکيو هغه خولې يې بندې کړې، چې پښتانه، خو په نورو هېوادونو کې حکومتونه جوړولى شي، خو په خپل هېواد کې دا توان او دا قدرت نه شي لرلى.
د بدمرغۍ خبره دا وه، چې د هوتکيانو پېر ډېر لنډ و او يواځې د دېرشو کالو پورې وه. کچېرې دا پېر اوږد پاتې شوى واى؛ نو حقه خبره دا ده چې هوتکيانو به د پښتون د کاله، د افغان د خاورې، ژبې او کولتور داسې داسې خدمتونه کړي وه، چې نن به افغانستان په هر ډول هنر او فرهنګ ډېر شتمن او ښايسته و او د پښتو لمن به د دې څخه زياته غوړېدلې، ارته، بېرته او پراخه وه.
د خوشالۍ خبره دا ده، چې هوتکيانو په خپل دغه لنډ تنګ او له سازشونو ډک پېر کې په ډېر لږ وخت کې د ژبې او فرهنګ په لړ کې هغه پاخه ګامونه پورته کړي دي، په کوم چې د ننني پښتو ادب ماڼۍ پر پوره درنښت ودانه ده.
که يو قوم هر څومره ترقي وکړي، خپلواکي څه چې بانديني هېوادونه هم ونيسي او هره نمونه دبدبه او شان و شوکت يې لوى او ډېر هم وي، خو چې تر څو يې خپله ژبه او خپل کولتور غني کړى او شتمن کړى نه وي، نو بيا هم دغه قام د تاريخ په پاڼو کې هيڅ مقام او ارزښت نه لري او نور خلک بيا د دوى د تهذيب، تمدن، ادب او کولتور څخه بې خبره پاتې کېږي او دا قوم بيا د قومونو په تاريخ کې د ياد وړ ځاى نه مومي.
د هوتکيانو د پېر غټه او لويه بخښنه، خپل قام ته دا وه، چې دوى د خپلې ژبې د سرلوړۍ، شتمنۍ، ساتنې او پالنې لپاره ډېر غوره غوره او ښه ښه کوښښونه کړي دي. د دې لوى ټبر ډېر نارينه او ښځې خپله د پښتو ژبې شاعران او اديبان وه، د ليک لوست کورنۍ وې. د کتابونو او ديوانونو لرونکي وه، چې د ليکونو غوره غوره نمونې يې په کتابونو کې موجودې دي.
دې لويې او حساسې کورنۍ خبره يواځې د خپلې شاعرۍ او ليکنې پورې ونه تړله، بلکې د ژبې د روزنې او پالنې دپاره يې ادبي دلبارونه جوړ کړل. جرګې مرکې يې پېل کړې. په مشاعرو يې پېل وکړ. د ليکوالو او اديبانو سرپرستي يې پېل کړه. د هغوى سره مرستې کول يې خپل شعار وګرځولو. ليکوالو او اديبانو ته يې د هغوى په اثرونو انعامونه او جايزې ورکول يې پېل کړل. د کومې په سوب چې د عام ولس شعور دې اړخ ته بيدار شو، د خپلې ژبې په قدر او زور وپوهېدل. د دې برخې سره يې مينه زياته شوله او د ليک لوست اړخ ته يې پام وګرځېدلو.
په دې هکله محترم استاذ عبدالروف بېنوا څومره ښه ليکنه کړې، چې دا زلمى (ټولواک شاه حسين) پاچا د پښتو خوږ ژبې شاعر دى. د پښتو په خدمت کې يې تر هر پښتون پاچا ډېر زيار وکښ او خپله مينه يې ورسره ښه څرګنده کړه. د زلمي شاه حسين دوره هغه دوره ده چې پښتو ته اساساً توجه شوې ده او په پښتو کې ښه ښه ليکونکي او شاعران ميدان ته راوتلي دي. يا په بل عبارت لکه پاړسو ژبه چې په غزنوي دوره فخر کوي همدا شان بايد پښتو په دې دوره ووياړي او مونږ هم بايد دا دوره د پښتو د اساسي ژوند دوره وبولو. هو! دا د يو پښتون پاچا لومړى دربار دى چې محمد هوتک د پښتو پياوړي اديب ته امر ورکړ شو، چې د پخوانو او معاصرو پښتو شاعرانو تذکره وليکي او د همدې دربار برکت دى چې د پښتو ادب 12 سوه کاله عمر وموند او د هغه وخت د ادب ښکلې نمونې يې په "پټه خزانه" کې راته وساتلې. (پښتو روزنه، ص 86، کابل 1357ل)
د دې پېر يو نه هېرېدونکى احسان:-
په دې پېر کې چې پتمنو هوتکيانو د پښتون د کاله د شملې هسکولو لپاره کوم کوم غوره کارونه کړي دي، په دغو ټولو کې يو لوى کار، يو لوى احسان، د يوې لويې شتمنۍ شتمن کار، د پښتون سرلوړي، د تاريخ، کولتور او ژبې اوچتيدونکى کار "پټه خزانه" ده، د خزانې مطلب خزانه وي، خو د روپو پيسو نه، ځکه چې د روپو، پيسو خزانه خلاصېږي او تشېږي. دا هغه علمي خزانه ده، هغه فرهنګي خزانه ده، چې تر قيامته د خلاصېدو نه ده. د تشېدو نه ده او د ورکېدو نه ده ا و دا يوه هغه سخته او ډکه خزانه ده، چې هر پښتون وګړى ترې يو شان برخه اخلي او خپله ادبي لمنه پرې ډکوي. دا د هوتکيانو د کورنۍ په پښتو او پښتنو يو داسې لوى احسان او يو داسې ورکړه ده، چې هيڅوک يې په هيڅ ډول د بدل حق ادا کولى او پوره کولى نه شي.
دا خزانه، خزانه وه، خو پټه وه، خوره وره وه. هوتکيانو رڼا ته کړه، ښکاره يې کړه، ښکاره کېدل يې څه چې پر غليمانو تندر پرېوت، وارخطا شول، او وريږدېدل؛ ځکه، چې د دې خزانې پر وجې يې خپله ژبه ګونګۍ شوه. وړه شوه، کم عمره شوه، ځکه يې ورپسې سازشونه، پلمې او ډنډورې پېل کړې، چغې شولې، غږ يې کړو چې دا جعلي ده، حبيبي (لوى عالم) د ځانه جوړه کړې ده. ورانه ويجاړه ده. لغت او فرهنګ يې بې معنا دي، لفظونه يې د پښتو نه دي، تاريخي او جغرافيايي ځايونه يې زاړه نه دي، نوي دي.
دا زيار چا نه کولو او کولى يې نه شو، چې د کابل ماڼۍ ته راشي، ويې ګوري، ويې سنجوي او بيا خپله فيصله واوروي. دا زما په خيال په دنيا کې وړومبى کتاب دى، چې په ناليدلي مخ پسې يې داسې ناوړې فتواګانې سازې کړاى شوې، د علم په دنيا کې خلک د يو علمي کار جواب پر علم، څېړنې او لټونې ورکوي، پر ناليدلي غشي يې نه ولي. دا د داسې عالمانو يو دستور جوړ شوى، يو دود او لاره يې خپله کړې.
څه وخته پورې د دې خزانې په بابله دا خبره هم نېغه نېغه کېدله، چې کچېرې رښتيا هم دا خزانه دومره زړه او پخوانۍ وي او دا لوى حبيبي د خپله ځانه نه وي سازه کړې؛ نو د ژبو او پر ځانګړي ډول افغانستان د ژبو لوى پوه پروفيسر مارګنسټرين به يې پر زوړوالي څه ثبوت وړاندې کړى و. دغه لوى عالم دا خزانه يوه "کوټا" او ځان سازې ګڼي. (خو له کابله خپره شوې مجله "پلوشه" 1357ش) له مارګنټرين استاذ د دې ليکنې څه ځواب کوي:
"د وياړنې ژبه نوې بريښي سړى دا سوچ کوي، دا د اتلسمې پېړۍ په لمړۍ نيمايي کې چې د ملي رنسانس پېر و، محمد هوتک دې ته هڅېدلى چې پښتو شعر تر (پاړسو) ژبې پخوانى وښيي او په دې توګه چې ورته د امير کروړ غوندې زاړه شعرونه په لاس ورغلي د هغو نېټه يې په خپل لاس زړه ښوولې ده او يا ښايي له هم داسې خپل لاسۍ پښتو سره د ده په لاس کې کيوتې وي، په هر ډول دغه تذکره نه د حبيبي خپل لاسي راايستنه ده او نه د هوتک او په دې کې هم شک نشته چې پښتو د ادب خورا زړې بېلګې يې له نشتېدو څخه ژغورلي او راخوندي کړي دي او دا خبره ګرانه ده، چې ووايم د هغو زړښت به څومره وي."
دا خو وه د باندېنيو خبره، راځو خپل کور ته، دلته د خپل کور ځينې کسانو هم پر ډال څپېړه ووهله او غږ يې کړ چې دا يوه جعلي خزانه ده او دا کتاب حبيبي صاحب له ځانه ليکلى دى لومړى خو بره اشاره وشوه او زما دا خو يوه اشاره وه. دې لړ کې خو عالمانو لوى لوى کتابونه ليکلي او غوره غوره تحقيقونه يې کړي. د کومې په رڼا کې چې يې په کراتو ثابته کړې ده چې دا يو اصل کتاب دى، جعلي کار نه دى. (هميش خليل- تول پارسنګ- دوه يم چاپ د نويو زياتونو سره- د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز چاپ 1383ل کال).
فرض کړه، دا يو جعلي کار دى او حبيبي صاحب له ځانه کړې دى، څه له يې کړى دى؟ د چا لپاره يې کړى دى، قوم، ژبې، ولس او وطن له يې کړى دى او که خپل ځان له يې کړى دى، د هغوى دې ته څه اړتيا وه، ځکه چې هغوى خو د خپل کار په سوب د اسمان د ادب يو داسې روښانه لمر و، د چا په مخکې چې د بل کوم اديب ډيوه نه شوه بلېداى او ښکاره کېداى.
د داسې کارونو په وخت کښې د خپل پښتني هوډ او احساس بيدار ساتل په کار دي.
زه دلته په لنډه توګه يو مثال وړاندې کوم:
حضرت پير روښان د پښتانه د کاله هغه لوى قهرمان و، چا چې د دې ولس د خپلواکۍ، سره سره د ده د ادب، ليکدود، فرهنګ، موسيقۍ، ژبې، سکې (پيسه) جنډې، عشر- زکوت او د نورو پاچاهانو د ځان مننې ليکونه غرض دا چې د يوې مکملې پاچاهۍ يو عملي تصوير وړندې کړلو. د دغه غرض دپاره يې په څلورو ژبو پښتو، پاړسو، عربۍ او هندۍ کې ليکونه وکړل. په هغه وخت مغل په خپل زور او زر او د پښتنو د لالچ، حرص، ناسودۍ او کورنۍ دښمنۍ او بې اتفاقۍ په وجه دا مسلمان سړي کافر، ملحد، زنديق او تورزن کړو.
د مغل خو دا حق و، چې داسې وکړي، ځکه چې د هغه پر تحت او بخت يې زلزلې راوستې او د پښو نه يې ورله ځمکه وښويوله، خو د دې پښتنو په مخالفت نه پوهېږم، چې دوى يې ولې مخالفت کولو، د منصبونو، انعامونو، حکمتونو، څوکيو او لالچونو (طمعو) په خاطر.
دغه يو دور و، لاړ او، تېر شو، چې حالات ساړه شول؛ نو هنديانو چيغې کړې، کتابونه يې چاپ کړل. وې روښان زمونږ د هندۍ ژبې يو ښه شاعر او ليکوال و او په ډېر احترام يې نوم اخلي. د هغوى دغه چل لا روان و، چې پنجابيانو چيغې کړې. په پټيالا کې پرې د "بابا وجيد" په نامه کتاب وليکلو. مقالې پرې وليکل شوې. وې دا خو زمونږ د پنجابۍ ژبې وړومبى ليکوال دى. دوى لا په دغو هلو ځلو کې وه، چې په عربۍ ژبه کې پرې ميرولي خان صاحب د پي، ايچ، ډي ډګري واخستله، وې دا خو د عربۍ ژبې او ا دب يو نامتو ستورى و. هغوى لا د ده په صفتونو نه وه ماړه، چې په لاهور کښې پرې د پاړسو ادب ليکونکيو دعوه وکړه، چې دا خو د پاړسو ژبې په زړو او غني شاعرانو او اديبانو کې دى ا و کتابونه يې پرې وليکل. دوى لا دا خوشالي کوله، چې په پېښور کښې يې اينکيانو له مزه ورکړه او کتابونو کې يې ځاى کړو. چې ګوره نه، دا د هيڅ چا شاعر نه دى، دا د بل چا ژبه نه ده، نه هندي ده، نه اردو ده، نه پنجابي ده، دا خو فقط هندکو ده او پير روښان د هندکو ژبې يو قديم او يو تکړه شاعر او ليکوال و.
دوى پسې اردو ژبو بډې راښکلې او جميل جالبي صاحب په خپل کتاب (اردو ادب کې تاريخ) کښې پير روښان د اردو ژبې يو زوړ او پوخ ليکوال ثابت کړلو. دغه چل روان و، چې تېره مياشت (جولايي 2005م) کال په اسلام اّباد کې کار کوونکي يو ليکوال د اسلام اّباد په اخبار اردو کې يو مضمون ورکړو. نوم يې دى (حضرت بايزيد انصاري اردو شعر کى بازيافت) او د دغه يو شعر په سر يې دا دعوه وکړه، چې دا شعر په اردو ادب کښې د ټولو نه زيات زوړ شعر دى.
اوس راځو، پښتنو ته، کومو پښتنو ته؟ هغو پښتنو ته د کومو لپاره چې پير روښان تورې وهلې،د مغلو نه يې د دوى بدل اغستلو، دوى له يې خوداختياري او خپلواکي ګټله. دوى يې د خپل واک خپل اختيار، خپل بخت او خپل تخت خاوندان کول. د دوى ژبه، د دوى کولتور يې دنيا ته ورپېژندلو. دې پښتنو ورسره څه چل وکړو کافر يې کړو، ملحد يې کړو، زنديق يې کړو او پير تاريک يې کړو.
دغه وجه ده چې يو څو کاله مخکې چې استاذ اسماعيل يون د پېښور له پرس څخه خپله د ياد وړ مجله "هيله" ايستله، نو ما ورته د دغه تور او مړ احساس په اړه يو مضمون چې سرليک يې و (پير روښان د چا شو؟) وليکلو.
زما په اند خداى مه کړه، که پير روښان په څلور مذهبه کافر هم وي، خو کومې هلې ځلې او غورځنګ يې چې د پښتون د شتمنۍ او خپلواکۍ دپاره کړى دى. بيا هم زما د پېرزوينو وړ دى او زه ورته د عقيدت ډک سلامونه وړاندې کوم. د پير روښان د ژوند- ژواک او د هغه سره د شوي عمل په رڼا کې "پټه خزانه" کتل، لوستل او بيا پرې څه ليک کول په کار دي.
د دې سره حبيبي صاحب ته هم ډېرې دعاګانې کوم، عقل، پوهې او علم ته يې سلامونه کوم، چې په دومره ژبو، يا دومره زړو لفظونو، ټکو، ځايونو او نومونو يې علم درلوده او د ځان نه يې ورکې يو کتاب ليکلى شو، خو يوه ګيله مې ترې هم ده، چې د ځان نه دې دومره کار کولى شو (د دغو مخالفو خلکو د وينا په مناسبت) نو بيا دې
پښتو د سوميريانو پنځه زره کالو ته ولې نه رسوله
Pa pakhtano ki de Hotakiano Sarlwari
By: Mohammad Perwish Shahin
