اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

محمد افضل خان لالا هم په حق ورسيدي

​لیک: عبدالجبارکاکړ
په دي نزدوشلو ديشو کلو کښې د پښتنو د سرسړي او مبارزه کسان په ډېرلوئي شمير په حق ورسيدل يا د نورو د دسيسو او سازشو قربانيان شول په داسي وخت او حالاتو کښې چې پښتون افغان ملت د تېرو څلويښتو کلو څخه د ډېر لوئي ناورين سره مخامخ دي په يوه داسي ګرداب کښې راګيردي چې د وتلو ليار يې نه ښکاره کيږي نه هغه لاښودان پاته دي چاچې به د تاريخ په اوږدي کښې خپل پښتون قام د داسې ناورين څخه د را استلو دپاره ملاوتړله او خپل مرام ته به ورسيدو خو نن چې هري خواته مخ ګرځوي نو څه په نظر نه د راځي دا ځکه چې پښتون افغان ملت د نړۍ والو تر طوطيو لاندي راغلي دي د افضل خان لالا په ګډون هغه لارښودان پاته نه دي چي و خپل قام ته د وتلو يوه لياره ورپه ګوته کړي لومړۍ خو داسې لارښودان پاته نه دي چې و خپل قام ته د وتلو يوه لياره ورپه ګوته کړي لومړۍ خو داسي لارښودان پاته نه دي او که څوک د پښتون قام ځان غمخوره ګڼې د هغو کړه وړه داسي نه دي چې د دوي څخه د ملت د ژغورني هيله وشې دا ځکه چې پښتون افغان ملت په داسي چا باندي بې باوره شوي دي پښتانه افغان ولس د اسلام په سپيڅلي نامه هم تېراستل شو د پښتو او پښتون په نامه هم دهوکه شو او د لويو چغارو او نعرو حقيقت او رښتيا هم ورته څرګندشو خو زه په دي اړه نو څه ليکل نه غواړم ولي چې و دهغه لوئي ناورين د مشرانو ويناوي او بيا دوي روان هم ځان ته يو بيل کتاب غواړي چې د نن ورځي رڼ انده او د نشوران خپل قلم باندي را واخلي چې د دهغه لوئي ناورين لاعامل څه دي او ولي دا بشپړه قام په دهغه ګرداب کښې راګير شو چې اوس يې د وتلو لياره نه موندل کيږي.
​محمد افضل خان لالا نه يواځي په خپل ايالت کښې په دي ملک کښې پيژندل شوي څوک وو بلکې په ټوله نړۍ کښې نوموړي پيژندل کيدل ځکه چې کله د افضل خان لالا د مړني خبر راغلي ټوله پښتانه په خواښني شول دهغه پيژندل شوي سړي د هر چا ارمان دي ځکه چې يواځي هم دي وو چې په بشپړه قام يې ږغ کړي وو چې د دهغه ناورين څخه د وتلو يواځيني لاره د بشپړه قام يو موټي کيدل او خپلې قام ګټي يووالي او وحدت دپاره هلې ځلې کول او سرشندنه ورکول قام په رښتيا او حقيقت پوه کول او بيا سره راغونډول ددي ملت د خلاصون يواځني لياره ده محمد افضل خان لالا په مرګ نه يواځي ټول خواښني شول بلکې د دوي پاتا د نړۍ په هغه ملکو کښې واخستل شوه چيري چې پښتانه افغان يا د کډوالي ژوند تيروي خو د خپلو سپيڅلو مشرانو ملګري او يادونه کوي دا ځکه چې خان لالا د دوي سره چي هر ځائي وو خپل تړون يې ورسره ساتلي وو ځکه چې په اروپا يا د نړۍ په بل ښار کښې به د کډوالو پښتنو سياسي يا ادبى غونډي يا سيمنارونه کيدل ارواښاد محمدافضل خان لالا به ارومرو ورته دعوت کيدي او د دوي به هرومره ځان ورته رساوه، دا ځکه چې افضل خان لالا سپيڅلي سړي وو او سپيڅلي او رښتيا خبره يې هر ځائي کوله نوموړي چې د پښتنو په روان ناورين باندي ډېر خواښني وونوځکه چې دوي به خپله خبره او وينا هم په دي کوله چې څنګه موږ دا قام د دهغه ناورين څخه را استلي شو چې دهغه حل او هواري يې هم داښووي چې يووالي او د بشپړه افغانانو ملي وحدت دي د ارواښاد محمد افضل خان او د نورو نوموړو مشرانو په دومره لوئي شمير په حق رسيدو يا د دوي د شهيديدو وروسته اوس په دي بشپړه قام کښې څوک د خان لالا وارو پاته دي..؟ افضل خان لالا تل د پښتنو د ملي غورځنګ د سياست سره پاته شو چې د پيرروښان څخه بيا تراوسه را روان دي چې تر هغه وخته به دوام ولري چې دهغه پياوړي قام خپل مرام ته نه وي رسيدلي هم دا د نوموړي عقيده او مرام وو چې ډېرو لويو لويو شخصياتو ددي لياري څخه واهم وښتل چې دهغه پايله داده چې بشپړه پښتون افغان ملت يې په ځان تيروي ځکه چې ارواښاد خان لالا د خپلو ځينو سوچه ملګرو سره ځان دهغه چا څخه بيل کړي چې هغو خپل ملي او قامي غورځنګ څخه مخ واړوي خو بيرته هم دهغه ګوند ته بيرته د خپلو ملګرو سره په دي غوښتنه او شرط ورغلي چې دوي به بيرته و خپلې سوچه او رښتني لياره ته را اوړي چې د هر رښتني پښتانه مرام دي.​
​خان محمد افضل خان لالا څه عام سړي نه وو دي خپلې سيمي او پښتنو نه يواځي خان او لارښود وو بلکي يو رښتني مسلمان او پښتون وو و دوي ته الله پاک هر څه ورکړي وو او که دوي غوښتي ددي ملک تر لوئي څخه لوئي چوکي او رښني ته رسيدي شوي ځينو پښتنو چې په څه ډول و دهغه تش په نامه لوړ پوړو ځايو ته پخوا يا اوس ځان رسولي دي خو ارواښاد خان لالا ته دهغه لوړ قام او چوکي ډېره پخوا هم په درناوي سره رسيدله خو د دوي مرام د پښتنو افغانانو ملي او قامي وحدت وو چې دا د ملک و چارواکو ته د منلو وړنه پخوا وو نه اوس دي ددي سره سره چې ارواښاد خان لالا يووار د اوسني خيبرپښتونخوا ايالتي وزير او بيا د شهيدي بې نظير بهټو په حکومت کښې مرکزي وزير پاته شو خو د خپل قامي سياست څخه لاس په سر نه شو هغه وخت چې ذوالفقار علي بهټو په خيبرپښتونخوا کښې د نيپ او جمعيت حکومت ړنګ کړي که خان لالا يواځي په رمازه کښې بهټو ته کتلي وي دي دهري لوئي چوکي پوري رسيدلي شوي
خو دوي د خپل قام د سياست او غورځنګ څخه ځان بېل نه کړي بلکې د حکومت کولو په ځائي يې د ارواښاد عبدالولي خان او نورو مشرانو د حيدرآباد بند او زندان خوښ کړي دا ځکه چي افضل خان لالا د خپل مرام سره رښتني وو چې د مرګ تر وروستي سلګي پوري ورسره پاته شو ددي سره سره چې په سوات او ملاکنډ باندي توره بلاراوپارول شوه او په يوه ښواروځ کښې په لکاو د سوات پښتنو په بيړه خپل کورونه پريښودل نو يواځي خان لالا او دده کورني او خپلوانو د خپلې خاوري او کور څخه د کډه کيدو څخه ډه ډه وکړه چې د طالبانو لخوا دده په کور او کورنيو باندي راکټونه وتوغول شول چې د خپلوانو او نورو مرګ ژوبله هم په کښې وشوه خودوي خپل پښتني ايمان تېر کړي او د مرګ د ساعت پوري ورته تيار پاته شو افضل خان لالا باندي دده په ژوند او مبارزه باندي بايد کتابونه وليکل شې چې نور پښتانه ادرځيني واخلي خو پښتانه وائي سل دي ومره يو دي مه مره خو نن ملين دي ومره يودي مه مره..؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←