د پښتنو په اړه نوې څرګندونې
د پښتنو په اړه ګڼ شمېر څېړونکو او لرغونپوهانو (په تېره په وروستيو درې پېړيو کې) اوږدې څرګندونې او څېړنې تر سره کړي دي. يو شمېر کورنيو دښمنانو او بهرنيو يرغلګرو که له يوې خوا يې پښتانه د وسله وال تيري له کبله وژلي او بې کوره کړي دي خو له بلې خوا يې د غچ او کسات اخستلو له بابته دغه ستر او مېړني اولس ته فرهنګي زيانونه هم رسولي دي . ددې ولس لويه فرهنګي شتمنۍ يې يا لوټ کړې او يا خو يې له مينځه وړې ده . له دې سربېره بهرنيو (په سر کې انګليس او ايران د بېلګې په توګه يادوو) خپلو ليکوالو ته دنده سپارلې وه چې ددغه ټبر او توکم په هکله شکونه او غولونکي اندونه د خپلو څرګندونو له مخې ډاګيزه کړي. نو ځکه خو دښمنانو په دښمنۍ او دوستانو په ناپوهۍ داسې بې بنسټه خبرې چې ګنې پښتانه څوک دي او له کومه ځايه راغلي دي؟ چاغې کړي دي . له نيکه مرغه چې وروستيو څېړونکو دا خبره سپينه کړه چې پښتانه په خټه اريايان دي خو دا خبره يې هم ډاګيزه کړې چې يو شمېر د سيمې ليکوال او د لويديځو هېوادو څېړونکي رښتيا چې د انګرېزانو لاسپوځي وو او دغو (ګورګانيانو، صفويانو او قاجاريانو) لاسپوڅو د خپل ناسپېڅلي چوپړ له بابته د دغو سياسي او فرهنګي دښمنانو د خوښۍ لپاره داسې په ناسمو څرګندونو لاس پورې کړى چې سارى يې په تاريخ کې لږ تر سترګو کيږي. هخامنشيانو، ساسانيانو، ترکانو، چينيانو، عربانو، چنګېزيانو، د هند ګورګانيانو او د ايران صفويانو او قاجارانو او نورو له افغانانو سره له سياسي دښمنۍ سربېره د فرهنګي دښمنۍ له کبله هم له دښمنۍ ډک چلند کړى دى. ولې يوه خبره بايد هېره نه کړو چې يو شمېړ څېړونکو او لرغونپوهانو د خپلې سپېڅلې دندې په رڼا کې زيار ايستلى چې د پښتنو او افغانانو د څرنګوالي او څومره والي په اړه بې پرې داسې څه وکاږي چې اوسني او راتلونکي نسلونه له تاريکي نه وژغوري او يوه سمه لاره ورته ور په ګوته کړي .ليکوالو او څېړونکو پخپلو علمي هاندو هڅو کې دا خبره سپينه کړې چې پښتانه اريايان دي او پښتو د هندو اروپايي ژبو څخه هغه ژبه ده چې په هندو اريايي څانګه کې راځي، بيا د دغې څانګې اريايي ډلګۍ کې شامليږي او د اريايي ډلګۍ په شمال ختيځ ښاخ پورې اړه لري … اوس چې لرغونپوهانو او ژبپوهانو بې بنسټو او غولوونکو اندونو او شکونو ته د پاى ټکى ايښى دى، اوسني او راتلونکي کول ته اړينه نه بريښي چې تېرې زړې ببولالې بيابيا پخپلو ليکنو کې را غبرګې کړي. وړانديز دا دى چې د ساينس او پرمختلې تکنالوژي په رڼا کې ددې اولس پيدايښت او پايښت د تاريخ او ژبپوهنې له مخې په نوي علمي ميتود نوې څېړنې پيل کړي . دا چې د کيس عبدالرشيد افسانوي شته والى په روايتونو کې لږې يا ډېرې ريښې ځغلولي دي دا د اوږده مهال خبره نه ده خو په دې ډول افسانوي خبرو غور غوره بريښي لکه ستر کهزاد چې په ورته څېړنو تياره ګوټونه رڼا کړي دي. په تېره د غرغښت يا ګرشاسب په څېړنه کې چې له يوې خوا يې دخپلو علمي څېړنو نچوړ وړاندې کړى او له بلې خوايې د ستر شاعر "حکيم اسدي طوسي" شعرونه تفسير کړي او څېړلي دي . نوموړي په دغه کتاب کې د بيټني (بيټ=اتريت)، سړبن (سروند) او په تېره د غرغښت (ګرشاسب = غرشاسب…) په اړه اوږدې خبرې کړي دي او داسې يې په ګوته کړې چې دغه پښتون مېړه د (2400-3000 ) کاله د مخه ژوند کړى دى . "که چېرې د اوستا له مخې ددغه ستر اّتل د ژوند نېټه وسپړو … نو د غرغښت –ګرشاسب ژوند د 2400 او يا 3000 کالو په شاوخوا کې اټکلېدلى شي … زه ددې اند پلوى يم او تايْدوم يې ." (وګورۍ غرغښت يا ګرشاسب کهزاد لومړى مخ). فرانسوي لرغونپوه "دارمسټټر "ګهرشاسب" د کابل د يوه اّتل په نوم پېژني . دارنګه تاريخپوه کهزاد بيټ نيکه يا بيټن له دې سربېره د "اترت" په نوم هم ياد کړى دى او ډاګيزه کړې يې ده چې دا د اوستا په کتاب کې راغلي نومونه دي که چېرې "اترت" د "اترط" په بڼه هم وکاږل شي کوم باک نه لري .نوموړي د اترت (بېټني ) په اړه ليکلي دي: "اترت د نورو شهزادګانو په پرتله ډېره واکمنۍ چلولې ده …" (غرغښت، ګرشاسب کهزاد 8 مخ) همدا راز د هېواد نامتو تاريخپوه غبار په دې اړوند کښلي دي: "… ډېر نامتو اتلان زموږ د هېواد په سيستان کې را پورته شوي چې دغه اتلان د جمشيد له پښته دي… جمشيد چې د زابلي کورنګ شاه له لور سره واده وکړ له هغې څخه د "تور" په نوم زوى وزېږېد . له هغه څخه "شيد سپ" له نوموړي څخه (تورګ) او له طورګ څخه "شم" له هغه څخه "اثرت" او له نوموړي څخه "ګرشاسب" (غرشاسپ) او له ګرشاسپ څخه "نريمان" له هغه نه "سام" له سام نه "زال" او له زال نه "رستم" وزېږېد ." (تاريخي جغرافيه 277مخ) د سيستان په تاريخ او "احياى الملوک" کې هم ددې خبرې پخلى شوى چې د" اثرت" زوى "ګرشاسپ" د خپل سفر په ترڅ کې د انار او خرما ونه وليده چې له بابته يې دسيستان بنسټ کېښود . داسې هم ويل کيږي چې ساکان په (136-128 مخزيږدي کې ) دغې سيمې (زرنګ =سکستان=سيستان=سجستان) ته راغلل نو ځکه دغه سيمه په يادو شوو نومونو ونومول شوه. د هېرودت له انده کاږو: "… اروپايي ساکانو ځانونه "سکلت" Scoolotes بلل … داريوش هم ساکانو "سکه" بللي دي …"(پښتو او پښتانه …2مخ) . ولې هغه اريايي ساکان چې مخ په مينځنۍ اسيا را مات شوي دي دا د هغو ساکانو پاتې شوني دي چې د اومې مخزيږدي پېړۍ په ړومبيو کې د قفقاز له غرونو را واوښتل نو ځکه خو "د ساکانو ژبه سره توپير لري او لويديز ساکان له ختيزو ساکانو سره د ژباړن په وسيله خبرې اترې کوي " (کله چې ساکان د اوسني افغانستان ځنو سيمو کې ځاى په ځاى شول او بيا کله چې د واک او تاج څښتن شول نوموړي د هېواد شمال ختيزې او شمال لويديزې سيمې ونيولې او بيا يې هر لوري ته مخه کړه چې په پاى کې ان تر هندوستانه پورې پر مخ لاړ .په ښکاره خو افغانانو (پښتنو) د غزنوي محمود او نورو غزنوي شاهانو د لښکر يوه ستره برخه جوړوله . مګر په غور مېشتو هغو خپله ازادي ساتلې وه او ښايي داسې شاهان يې درلودلي چې اّره يې د لرغوني اّريانا يوه ضحاک نومي ټولواک ته رسيده . (الفسټن 9-158 مخ ) ډېرو لرغونپوهانو او څېړونکو ضحاک د سهاک مترادف ګنلى نو ځکه خو "همداسې اساطيري " ضحاک کيداى شي ديو تاريخي واقيعت "سهاک" زبات شي .(زيار 142مخ) لکه څنګه چې د ضحاک په اړه اساطيري انګېرنې ځاى ځاى د افغانستان په لرغوني تاريخ کې ګورو دا رنګه د غرغښت، بيټن ، سړبن (اترط ، ګرشاسب ، سرند) افراسياب، هوشنګ ( Hio Shengah )، يما (يم-جم-جمشيد) او د نورو په اړه هم اوږدې څرګندونې شوي دي گ که چېرې ضحاک د" ساکو" معرب وي نو ساکانو خو د افغانستان په لرغوني تاريخ کې وړ ځاى تر لاسه کړى دى او د داسې يوې لويې واکمنۍ بنسټ يې کېښود چې پاتې شونو يې په لسګونو کلونو حکومت وکړ گ هغه مهال چې هخامنشيانو د شپږمې مخزيږدي پېړۍ په شاوخوا کې په افغانستان تېرى وکړ په پرلپسې توګه يې (539 ق م – 545 ق م ) يو د بل پسې باختر، ستا ګيديا (د افغانستان مرکزي سيمې)، سيستان، بلوچستان او د ګندهارا سيمې لاندې کړې ولې افغانستان شپږ کاله د "کوروش" له پوځ سره جګړه وکړه چې په پاى کې د هغې خونړۍ جګړې له بابته چې په کاپيسا کې پېښه شوه پخپله کوروش په 529 ق م کال کې ووژل شو. دا د ليکلي تاريخ يوه پاڼه وه چې ددې جګړې يادونه کوي خو لکه څنګه چې د لرغوني باختر د بنسټ په مهال ليک او لوست نه وو چې د هغه مهال ټولې فرهنګي شتمنۍ يې د کتاب په بڼه کښلې واى نو ځکه خو نا لوستو دغه پېښې د اولسې کيسو په بڼه (پلکور) سينه په سينه او خوله په خوله له يوه کول نه بل کول ته غبرګې کړي دي … اوس نو څېړونکي دېته اړ دي چې اساطيرو، اولسي کيسو او يا لږ ترلږه لرغونو اوستايې او ويدي اثارو ته پاملرنه وکړي او د يوه عالم خبره چې "تاريخ په افسانه کې دي" په دغه بنسټ خپلې ليکنې بشپړې کړي . د ساري په توګه "هيوشنګه" Hio – Shengah سره ډېر ځله په اوستا کې د "پره دات " پيشدادي نسبتي صفت راغلى دى او بيا "پيشداديان " زموږ په لرغوني تاريخ کې وړ ځاى لري . که چېرې "هوشنګ" داريايانو لومړى نيکه ګڼل شوى په "ويدي" سرودونو کې بيا د اريايانو لومړۍ مور او پلار "يم" او "يمي" ګڼي . بيا زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ کې لکه څنګه چې پيشداديان پېژنو دا رنګه "يم، يما، جم او جمشيد" هم پېژنو . د اوستا په لرغونو "ګاټونو " کې "يما" د "يمه" په بڼه کښل شوى دى . غرشاسپ يا ګرشاسپ هم په اوستايي متونو کې د يوه ستر او زړور اتل په څېر په ګوته شوى دى او زياته شوې ده چې دغه اتل تر کابله را ورسيد (کابل د واکرته په بڼه انځور شوى چې بيا په پهلوي کاپول ژباړل شوى دى) او په يوه ښکلې نجلى مين شو… "د سيستان د تاريخ په حواله د ښار بنسټ ګرشاسپ ايښى دى ." (لرغوني اريايان خيرمحمد ساد 96مخ) له يوې خوا څېړونکي کاږي چې د سيستان بنسټ "غرشاسب" ايښى او له بلې خوا کورني او بهرني څېړونکي په دې اند دي چې د سيستان نوم د ساکانو د ټبر نسبتي نوم (سکه، ساک، سهاک، سيستان، سکيستان، سکيتان، سستان) دى . په تاريخ کې ځنو څېړونکو د ساکانو په اړه دا څرګندونې هم کړي چې دغه ټبر په لومړي سر کې دوه مهمې پلازمېني جوړې کړې . لومړى چې دغه توکم د پامير د غرونو څړځايونو ته ور شېوه شو نو بيا يې د يوې وړې واکمنۍ بنسټ کېښود او د "کنګ دژ" (د اوسني کندز نوم هم له دغه نوم نه اخستل شوى دى) سيمه د دوى د واکمنۍ پلازمېنه ځکه ګڼل شوې هغه مهال چې ساکان د اّمو له سيند نه راپورې وتلي نو ښايي چې دغه ځاى يې نيولى وي . له دې سر بېره داسې روايتونه هم شته چې ښايي په "کنګ دژ" کې به يوه شاهي ماڼۍ له پخوانه ودانه وه چې د افراسياب له تېښې وروسته "کياني" ټبر دغه ځاى لاندې کړى وو . د ساکانو دويم ټاټوبى او د واکمنۍ لويه پلازمېنه يې په سيستان کې تېره شوې چې ان تر هندوستانه پورې رسيدلي دي او لرغونپوهان په دې اند دي لکه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه د ياد شوي نوم اصلي ريښه د دوي له نوم نه را ولاړه شوې ده . که چېرې ضحاک "سهاک" وي اويا "ساک زايي" اسحق زايي وي نو ددې کلمې اصلي بڼه "ساک" دى چې په ډېرو لرغونو متونو کې د "ساکا" په بڼه کښل شوې ده او په هخامنشي ډبرليکونو کې دغه کلمه د "saka " په بڼه انځور شوې چې په تورات کې "اشکوز =اشکناز" په يوناني متونو کې "Skuthui " ياده شوې ده . په لندن کې خپور شوى او ژباړل شوى د هيرودت "Herodotus" نامتو اثر (کال 1954 –215 مخ ) چې د ځنو قومونو نومونه په کې راغلي دي له ساکانو سربېره "اپارتي"، باکتريا Bactrains ، پکتيکا Pactyica او نور گ همدا ډول "ايران د هخامنشيانو په مهال" کتاب کې هم ډاکتر مرتضى احتثام (158 مخ) يادې شوې خبرې پخپل ګټور اثر کې را غبرګې کړي دي که چېرې د بېلابېلو څېړونکو غبرګونونه له پامه تېر کړو وبه ګورو چې ډېرو لرغونپوهانو ساک "سهاک" ګڼلي، اپريتي يې "اوسني اپريدي" ښودلي، بختيان يې "پختون = پښتون= پکتون" په ګوته کړي دي .تازيان اندر حصاري قافله درقافله "بختيان " اندر صحاري کاروان در کاروان "فرخي" کوهها در هم شکسته ابرها بر هم زدند تازيان اندر عنان و بختيان اندر مهار "مسعود سعد سلمان" بختيان چو نوعروسان پاى کوبان درسماع اختران شب پلاس وچرخ کوهان ديده اند پختګان "بر"چون بختيان افتان و خيزان مست شوق ني نشاني ازمى وساقي ومى دان ديده اند "خاقاني" اويادا: بختيان نفس من که جرس دار شوند ازدهان جرس افغان خراسان يا بم "خاقاني" دارنګه "سراولف کېرو" هم په ساساني پېر کې د"درانيو" او "يوسفزو" يادونه کوي له دې سربېره يو شمېر څېړونکي او لرغونپوهان باميزايي باميزيان بولي چې د اوسني باميانو په شاوخوا کې مېشت او ودان وو گ اکاډميسن جاويد پخپل کتاب اوستا کې کاږلي چې په "اراکوزيا " Arachosia " کې هغه سيمې راځي چې اوس د غزني، سليمان غرونو شاوخوا سيمې تر اندوس پورې په غېږ کېنيسي او د دغه نوم اصلي ريښه "الکوزى" دى (اوستا –جاويد 26 مخ) د الکوزي =اراکوزي د کلمې په اړه په اوستا کې هم يادونه شوې او دا کلمه د Harahwati په بڼه کښل شوې، دا رنګه په يوناني ليکدود کې بيا دا کلمه Arachosia په شکل انځور شوې ده گ له يادو شوو څرګندونو نه ډاګيزه کيږي چې پښتانه اويا هر قوم او ټبر يو ناڅاپه د نړۍ پر مخ نه دى پيدا شوى. هرومرو يې يو لوى تاريخي واټن تر شا کړى دى. په تاريخ کې داسې ډېرې بېلګې لرو چې د سړيو نومونه د ځايونو نومونه بيا بيا له يوه نسل نه بل ته را پاتې او تکرار شوي دي .
De Pakhtano pa ara nawe zargandawani
By: Ustad Shahswar Sangerwal
