د لفظونو جادوګر
ليک: سيّد فريدالله شاه حساس
عشق د بوى په څير په پټه خُله څرګند دے
په دا چارو کښې غوغا څه پکار نه ده
(رحمان بابا)
مشک او عشق په پټېدو هم نه پټېږي، ځکه خو عبدالرحمان باباؒ هم د عشق په چارو کښې د شورو شر او ډېرو غوغاګانو قائل نه وو. بابا ته دا معلومه وه چې عشق د اور لمبه ده، که هر څو ئې ښکته کوې دا به سر پورته کوي او خپله پېژندګلي به درسره کوي او که څوک ئې مني او که نه مني خو دا به پرې ځان مني. دغه عشق که حقيقي وي نو بنده يا ملنګ کړي يا صوفي او که مجازي وي نو يا به د چا جان شې او يا به دې څوک جانان شي. د عشق په دې مکتب کښې د پښتو ټول ټکي چې راغونډ کړې او هغه د خوږو ترخو معنو سره د ”آب حيات“ غوندې څوک ګوټ کړي نو دغه عاشق يا د خپلې مورنۍ ژبې شاعر شي، يا ليکوال شي، يا د قلم مزدور شي او يا د لفظونو جادوګر شي.
د لفظونو د کوم جادوګر ذکر چې زۀ کوم دا زۀ د تېرو دوه دېرشو کالو راهسې پېژنم. ماته ياد شي چې زما د ليک فن لا خړپوسې هم نه کولې او د هغه د ليک کمال د خلقو په زړونو راج کولو.
هغه په رښتياؤ د لفظونو جادوګر دے ځکه چې د هغه هر ليک د کتونکو او لوستونکو د زړونو آواز دے د مظلوم چغه ده، د وخت د هر فرعون خلاف مزاحمت دے، په تيارو کښې د د اميدونو رڼاګانو زېرے دے. په ساندې ساندې ماحول کښې د ژوند سندره ده. هغه د قلم داسې مزدور دے، چې په ډېره تنګدستۍ کښې يې هم د قلم حرمت خرڅ شوې نه دے، هغه د قلم داسې مزدور دے چې د زمانې په ګردشونو کښې ئې د لفظونو تقدس پاماله کړے نه دے.
د لفظونو دې جادوګر سره زما د ړومبي ملاقات قيصه هم څه عجيبه غوندې ده. د کالج په زمانه کښې زۀ يو غټ سترګې داسې لېونې کړې ووم چې د عشق يوه غوټه به تله او بله به راباندې راتله. د عشق ددې پيريانو دا سرکشي چې به کله د حده زياته شوه، نو ما به څه مات ګوډ اشعار ليکل. دا د کال ۱۹۹۰ء د مئ د مياشتې خبره ده. ما خپل دغه مات ګوډ اشعار د وحدت اخبار دفتر ته يوړه. هلته مخامخ يو غنم رنګې غوندې ځوان په ليکلو کښې مصروفه وو، وجود ئې غټوالي طرف ته مائل وو، خو غټ نه وو، ګڼ بريتونه، ولاړه اوږده پوزه، د سر ويښتان ئې د فلمي هيروګانو غوندې چجه کړي وو، په موجوده وخت کښې هوبهو د تامل فلمونو د هيرو غوندې يو Look ئې ورکولو.
زۀ د کالج په يونيفارم کښې ووم. يو کتاب نيم مې لاس کښې وو ما چې سلام وکړو هغه خپل ليکل پرېښودل د سلام جواب ئې راکړو. ما زر خپل ليکلې شوې يو غزل د هغه مخې ته کېښودو او ورته مې اووئيل، دا مې په اخبار کښې د چاپ دپاره راوړې دے. هغه وئيل چاپ به شي او ماته ئې مخامخ په کرسۍ د ناستې اشاره وکړه. زۀ کېناستم او هغه زما په نومې غزل لوستل شروع کړه. بيا ئې په هغې کښې کټ کوټ، څه اضافي او ترميمات وکړه، کله چې دا اپرېشن مکمل شو او ما خپل غزل ته اوکاته نو زما ليکلي شوي ټکي په کښې کم پاتې وو زيات په کښې ددغه محترم ليکلي شوي لفظونه د غمو غوندې پړقېده او برېښده.
غزل اخبار کښې چاپ شو. په ما د اختر ورځ وه، اخبار مې ترخ کښې نيولى وو د کالج ټولو ملګرو او په کلي کښې ټولو نزدې رشته دارو ته مې داسې په فخر اخبار کښې خپل غزل په ګوته کولو تابه وئيل روغ دهلے مې فتح کړې دے.
بيا زما د غزلونو دا سلسله او د هغې د چاپ دا قيصه هم داسې روانه شوه او ما به په هفته کښې خامخا يوځل نيم د لفظونو ددې جادوګر سلام کولو. منځ کښې کال نيم هم داسې تېرشو. زما د غزلونو معيار د رحمان بابا د ونې غوندې په خپل مقام مستقيم وو، څنګه چې مې ړومبې غزل وو هم هغسې ګډوډ حالت ئې اوس هم وو. نه ئې قافيه په ځائې شوې وه، او نه ئې رديف خپلو کښې سمجهوته کړې وه لکه د چيندخو د تول به ئې کله وزن يو خوا سېوا وو او کله به تله بل طرفته درنه وه، سکتې به پکښې ځائې په ځائې د سپيډ بريکر غوندې دومره موجود وې چې لوستونکے به ئې په ناسته ناسته ساه ساه کړو.
هم په دغه ورځو کښې ما د ښار په حالاتو باندې يوه مزاحيه تکليزه غوندې قيصه اوليکله. عنوان ئې وو ”دا مزې په ښار کښې دي“ دغه تکليزه قيصه مې د لفظونو دغه جادوګر ته پرېښوده. دوه ورځې پس چې زۀ د اخبار دفتر ته ورغلم نو هغوي نزدې دفتر ته فون کولو دپاره تلي وو. اخوا ديخوا ناستو کاتبانو چې په کښې د موجوده دور مشهور شاعر فضل سبحان عابد هم موجود وو او ورسره يوبل کاتب چې احمدعلي ئې نوم وو هغه هم موجود وو. دوي راته وئيل هلکه! ډېر مزيدار څيز دې ليکلې دې مونږ ئې چې کتابت کولو نو ډېر ئې خندولي يو.
دغه دوران کښې د لفظونو دغه جادوګر هم راغلو. زۀ ورته اودرېدم، سلام مې وکړو. هغه مسکے شو، وې ډېر ښه ليک دې کړے دے ”شاباس“. د هغه د خُلې نه وتې په هغه وخت کښې دغه شاباسې زما ژوند د ټولونه لويه سرمايه ده. دغه يو شاباسې که زما د ژوند نه اخوا شي، نو زه دا خبره په يقين سره کوم چې زۀ به ليکوال نه ؤوم ددې نه پس هغه اووئيل، ته داسې نور ليکونه کولې شي؟ ما ورته اوئيل اؤ- ولې نا- هغه اووئيل خوښه دې نه ده چې په وحدت اخبار کښې درله هم په دې عنوان سره يو هفته وار کالم شروع کړم. ما وې ړوند د خدايه څه غواړي خو دوه سترګې کنه. ما دپاره به دينه لوئې اعزاز بل څه وي.
د لفظونو دې جادوګر بيا ماته اووئيل، ستا نثر ستا د شاعرۍ نه ډېر ښه دے. شاعري پرېږده او نثر ته توجو اوکړه. د هغې نه پس بيا ما په پښتو ژبې او پښتنو باندې دا عظيم الشان احسان اوکړو چې ما د شاعرۍ په نوم کومې اوتې بوتې ليکلې هغه مې پرېښودې او نثر ته مې کار اوئيلو. د لفظونو دې جادوګر زما غوندې بې شمېره نوي ليکوالان او شاعران په خپلې ډاډګېرنې، مرستې، لارښودنې او ملاتړ باندې ليکوالان کړي دي. د لفظونو دا جادوګر خپله هم د خپل ځان باره کښې په خپلو شعرونو کښې داسې ګويان شوې دے.
ما باندې خپل فکر نازل شوے دے
زۀ د احساساتو پيامبر يمه
کلي کښې پيدا په ښار کښې زړو شومه
ځکه د حرفونو جادوګر يمه
چُف مې کړه په خپل رقيب نو ړوند به شي
زۀ د محبت داسې منتر يمه
