اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

عدم تشدد

د عدم تشدد ساده تعریف په اسان ټکو کښې هغه عمل ته وائې چې د ژوند ټولې ربړې او ستونزې د زور ظلم او طاقت په لار نه حل کوي یانې عدم تشدد منفي تشدد بلکې ټولې ربړې د منطق, روغې او جرګې مرکې صلاح مشورې له لارې سمولو عمل ته وائي. وائل او کول دواړه بائد د تشدد نه خلاص وي. عدم تشدد ډېر ګران کار او عمل دی تشدد ډېر اسان دی د تشدد نتیجې ترخې او ناتللې وي تشدد نه کرکه, نفرت, ډار, وېره, بې قراري او تیاره ټوکیږي. تشدد نه د ټولنې ټول روشت هغه که ملي وي او که د ېوه وګړي شل کوي.

تشدد نه د ټولنې ټول رنځونه زېږېږي بلخوا ته د عدم تشدد نه مینه, ورورولي روغ سوچ او فکر ملي او ټولنیز ژوند کښې رڼا خورېږي.

د انسان د لاسه انسان او نورو ژوندیو سیورو ته د خېر ښېګرې لارې پرانیزې ـ عدم تشدد د انسانانو سرونه او زوړونه ګټي تشدد بدل او انتقام ته لار سموي عدم تشدد ګران عمل دی ډېر خلک دغه فکر لري چې ګنې عدم تشدد د ډارن انسان کار دی چې د خپل بدل همت نه لري ـ

په جوته همداسې ښکارې مګر که په نتیجو ئې ژؤر غور وشي نو عدم تشدد د ډارن کس یا قام کار نه دې بلکې د پیاوړي انسان او قام کار دې. عدم تشدد دوه اصلونه لري ېو سیاسي لکه د ګاندهي جي لار او بل د رغونې عمل یانې ملي او شخصي اصلاحي لار د لوئي بابا باچا خان!

هم ددې فرق نتیجه وه’ چې ګاندهي جي عدم تشدد د پېرنګي خلاف په سیاسي ډګر کښې استعمال کړو باچا خان د پښتون ملت د ژوند نه د تشدد ختمولو لپاره ! نتیجې ئې څرګندې دي چې ګاندهي جي پخپله ټولنه کښې د سیاسي تشدد ښکار شو او باچا خان د تشدد پسند قام په مېنځ کښې هم تر اخیره پورې د تشدد ښکار نشو دا ځکه چې باچا خان عدم تشدد د ټولنې د اصلاح لپاره او ګاندهي جي د سیاسي موخو لپاره کارؤو ډېر خلک دغې توپېر ته پام نه کوي.

په دي ایټمي دور کښې عدم تشدد نه صرف د پښتنو لپاره بلکې ټولې نړۍ لپاره یواځینې لاره پاتې ده. که ایټمي تشدد وشو نو انساني نسل به په بشپړه توګه د ورکیدو سره مخامخ کړي نو ځکه ورځ په ورځ د لوئي بابا د عدم تشدد لاره اهمیت پیدا کوي عالمان د باچا خان ژوند باندې څېړنې کوې’ چې دغه څرنګه انسان وو چې تشدد پسند قام کښې ئې د عدم تشدد تبلیغ کولو؟

که چري په دې دور کې په تشدد ربړې حل کیدای شوې؛ نو پکار وه چې افغانستان نه د ګلونو باغ جوړ وی.

(علي خان مسید/محسود)

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP مشر

-

عدم تشدد

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←