اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ډالرو شور

د بې لارو ، لارې

ولي الله ملکزی

تل خپل ځان په حقه ګڼل او انحصار پالنه، له پېله تر دې دمه د فردي او ټولنیزې ارواپوهنې ستره معما ده. تاریخ ګواه دی چې هېڅ سرکشه انسان، ډله، مذهب، ګوند او واکمن ځان ګمراه او بې لارې نه ګڼي. کله چې یو کبرجن وګړی، ناغېړی واکمن یا سرایله نظام کوم ګام اخلي، لومړی په خپل فکري چوکاټ کې ورته اخلاقي او حقوقي توجیه تراشي؛ بیا له همدې زاویې هر مخالف د نظم ګډوډونکی او بې‌ لارې ګڼي او د ځپلو لپاره یې مټې رانغاړي. که دا مسئله له علمي او تاریخي اړخه چاڼ او غلبېل شي، لاندې څلور بنسټیز محورونه به مو تر سترګو شي:

لومړی؛ د واک استبدادي روحیه: د حاکمیت ژغورنې توجیه خورا خطرناکه حالت دی چې د فرعونیت بېلګه یې په سر کې راځي. قرآني نصوص د استبدادي اروا پوهنې ژور انځور وړاندې کوي. فرعون به ويل: «إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ - زه په رښتیا وېرېږم چې هغه (موسی) به ستاسو دین بدل کړي، یا به په دې خاوره کې فساد او فتنه رامنځته کړي». دا یوازې د یو خدایګوټي مکر نه دی، بلکې د مادي قدرت لرونکو کلاسیک منطق دی. مطلق واکمنان او استبدادي رژیمونه هر چېرې ځانونه د امنیت، دیني چترۍ او قانون ساتونکي ښیي. د هغوئ له نظره د شته وضعیت بدلون د انارشۍ، فتنې او فساد په معنا وي. له همدې امله، اصلاح‌ غوښتونکي تل د واکمنو ډلو له خوا د ترهګر، اخلالګر، مفسد او د عامه نظم د تباه کوونکي په نوم ځپل کېږي.

دوهم؛ ټولنیزه دود پالنه: د مکې قریشو یو زوړپال او د قبیله‌ اي ګټو په شاوخوا کې راڅرخېدونکی ذهنیت درلود. د نوي فکر او الهي پیغام پر وړاندې د هغوئ تر ټولو قوي دلیل، دود پالنه او له تېرو نسلونو پیروي وه. دوئ باور درلود چې موږ خپل پلرونه پر سمې لار موندلي او د هغو پر قدمونو په ډاډه زړه روان یو. له همدې وجې، د حضرت محمد (ص) د سپېڅلي پیغام ردول یوازې د یوې مفکورې یا عقیدې مخالفت نه وو؛ بلکې دا د قریشو لپاره حیاتي مسئله وه. انګېرنه دا وه چې دا فکر د هغوئ قومي هویت نفي او اغېز له ګواښ سره مخ کوي. نو د خلکو په ذهنونو کې د شک پیدا کولو اسانه او ارزانه لاره دا وه چې نوی فکر سپک وښيي او د رسالت راوړونکی (نعوذ باللّه) د لیوني، شاعر، جادوګر یا بې‌ لارې په تورونو تورن کړي.

دریم؛ فکري او انحصاري غبرګون: په هر مذهب، ډلې او سیاسي فکر کې چې کله پیروان یوازې خپل فکر سم او مطلق حق وګڼي، نو ځان‌ غوښتنه او فکري انحصار رامنځته کېږي. اروا پوهان وايي کله چې انسان د خپلو باورونو موافق خبرې اوري، ذهن یې ارامښت احساسوي؛ خو د مخالف فکر وړاندې کېدل د سړي ذهن له سرګردانۍ او اندېښنې سره مخ کوي. نو‌ ځکه د ذهن لومړنی دفاعي غبرګون دا وي چې د مخالفت د درک او تحلیل پر ځای، سمدستي مقابل لوری بېلارې، منحرف او ناپوه بولي ترڅو خپل پخوانی او خوښ شوی فکري چوکاټ خوندي وساتي.

څلورم؛ د کمیت او کیفیت کړکېچ: د اکثریت او اقلیت موازي زیانونه د حقانیت موندنې په لار کې له دوو جلا اتکاوو سره مخ دي. د کمیت‌ پالنې آفت چې په عامه ژبه کې د اکثریت په معنا کارول کېږي، د حقیقت او اخلاقو تله او ډنډه نه ده. د بېلګې په توګه؛ په هغو محدودو عربي هېوادونو کې چې دا مهال تش په نامه ټاکنې کېږي، ګټونکی ولسمشر لږ تر لږه ۹۷ سلنه رایې اخلي، خو حقیقت بل څه وي؟ د خالق تعالی ټول استازي په پیل کې سخت ځپل شوی اقلیت وو، خو اوس ګورو چې د اته میلیارده انسانانو ۵۵٪ د درېو رسولانو پیروان دي. کله چې یو اقلیت ځان د پوهې او معرفت وارث وګڼي، د ولس ارادې او غوښتنو ته په سپکه ګوري. د برلاسۍ له ادرسه ادعا کوي چې عام خلک په ګټه او تاوان نه پوهېږي، نو په هرې روا او ناروا پرېکړې کې یوازې خپل ځان په حقه بولي.

زه به خپله خبره په دې ټکو کې راونغاړم چې له فکري تعصب او جمود څخه د وتلو یوه مهمه لار دا ده چې درک کړو، انساني غمیزې یوازې د قانون‌ ماتوونکو له خوا نه دي رامنځته شوي؛ بلکې ډېر کله هغو کسانو رامنځته کړي چې خپلو ناسمو کړنو ته یې اخلاقي توجیه موندلې او د حقانیت جامه یې وراغوستې ده. له دې تاریخي تجربو سره د مخامخ کېدو او د ورته غمیزو د مخنیوي لپاره په کار ده چې فردي او ټولنیز شعور پر دې اصل ولاړ وي چې هېڅ فرد، ډله یا مذهبي فرقه د مطلق حقیقت د مالکیت ادعا نه شي کولای.

د حق پېژندنه او منل په دې معنا نه دي چې انسان دې یوازې د خپلو افکارو پیروي وکړي؛ بلکې متوازن قضاوت دا ایجابوي چې د مخالف لوري نظریات په عادلانه او انتقادي توګه وارزول شي او له فکري سرتمبګۍ څخه ډډه وشي. د نورو مثبتو افکارو او رغوونکو نظریاتو بې‌ ارزښته ګڼل، په خپله د فکري بې‌ لارېتوب نښه ده او ګرانه ده چې دا ډول خلک د فکري بلوغ پړاو ته ورسېږي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!

د ډالرو شور او د ډېموکراسۍ زور

ولي الله ملکزی

یو ملګری مې له ۲۵ کلونو راهیسې په یوه شتمن عربي هېواد کې اوسېږي او درې واړه ماشومان یې همدلته پېدا شوي، خو په دولتي ښوونځي کې د زده‌ کړو له حقه بې‌ برخې دي. له همدې امله، هغه اړ دی چې د اولادونو د خصوصي مکتب د لګښتونو په خاطر اضافي کار وکړي. دا ناخوالی چلند یوه بنسټیزه پوښتنه را ولاړوي چې ولې د یو اسلامي هېواد پراخه شتمني او اقتصادي پرمختګ د دغو ماشومانو د تعلیم حق نا ګڼلی ګڼي؟ زموږ د جمعې په خطبو او دیني موعظو کې د اسلامي ورورولۍ او یو امت خبرې کېږي؛ خو د عمل په ډګر کې جغرافیایي پولو، ژبنیو توپیرونو او د عجم او عرب وېش دا واټن دومره پراخه کړی چې د اخوت اخلاقي اړخ یې تر سیوري لاندې راوستی دی.

اووه سمندره لېرې، د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنو د سیاسي مشارکت، برابرو فرصتونو او ولسي ارادې بحث یو ځل بیا د نړیوالو پام ځانته واړاوه. د عائشه وهاب، رشیده طُلیب او اِلهان عُمر سیاسي مبارزه ښيي چې یوه مسلمانه کډواله کولای شي د خپلې وړتیا او هڅو له لارې د سیاست ډګر ته لار ومومي او د دې ستر هېواد په سیاسي برخلیک کې ژوره ونډه واخلي. که چېرې دغو مېرمنو د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ژوند کولای چې نجونې په کې له زده‌ کړو محرومې دي، ښايي اوس به د کم‌ عمره ودونو، جبري نکاح او ټولنیزو محدودیتونو له خنډونو سره مخ وې.

د دوه څلوېښت کلن ډاکټر عبدل السید بریا د همدې بحث یوه بله مهمه بېلګه ده. نوموړي د میشیګن ایالت د امریکا د سنا څوکۍ وګټله او د دغه هېواد په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو. هغه د یو مصري کډوال زوی دی او د اکسفورډ پوهنتون څخه د عامې روغتیا په برخه کې ډکټورا لري. د سیالانو د میلیونونو ډالرو لګښت او د زهرجنې پروپاګنډې په وړاندې د خپلې مسلکي تجربې، سیاسي بصیرت او ولسي ملاتړ په مټ د بریا لوړې څوکې ته ځان ورساوه. د هغه کامیابي څرګندوي چې په ولسواکو نظامونو کې د انسان وړتیا، هڅې او د خلکو باور د سیاسي پرمختګ مهم عوامل دي.

د ټکساس په پراخ ایالت کې ۵۳ کلنه، جینا هینوخوسا د دغه ایالت لومړنۍ لاتینه والي وټاکل شوه چې له مکسیکو څخه د یوې راکډه شوې مېرمنې لور ده. همدارنګه ۳۷ کلن ځوان استاد، جېمز تالاريکو د ټکساس د سنا څوکۍ وګټله او جمهوري غوښتونکی میلیونر رقیب یې مات کړ. په کلیفورنیا کې، خاویر بسررا ګورنر شو؛ نوموړی هم د مکسیکويي کډوال زوئ دی او له یوې نیمې پېړۍ وروسته د دغه ایالت لومړنی لاتیني والي دی. دا بېلګې ښيي چې په ولسواکو جوړښتونو کې د انسان سیاسي برخلیک د شتمنۍ، قومي تړاو او موروثي مقام پورې نه محدودېږي؛ بلکې د سیاسي مبارزې او ولسي ملاتړ له لارې د پرمختګ لارې هم پرانیستل کېدای شي. تر دوئ وړاندې، د نیویارک د ښاروال زهران ممداني کامیابي خو اوس د معاصر تاریخ یو ځلانده باب دی.

خو د دې ټولو سیاسي بریاوو تر شا یوه بله مهمه کیسه هم پرته ده؛ د پیسو، پانګې او سیاسي نفوذ کیسه. د (OpenSecrets) د معلوماتو له مخې، په دې انتخاباتي بهیر کې ۱۲ میلیارده ډالره لګښت شوی چې د افغانستان د ټولې کلنې بودیجې څلور برابره دی. یوازې ایلان ماسک، د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره ۴۷۰ میلیونه ډالر مصرف کړل. خو د دومره پراخه مالي ملاتړ سره سره، د ټاکنو پایلو وښوده چې د پیسو په زور، د خلکو خپلواکه اراده په بشپړه توګه نه شي کنټرولولای. دلته د پیسو شور ډېر لوړ وو، خو د رایه‌ ورکوونکو پرېکړه یوازې د مالي لګښتونو تابع نه وه،‌ ځکه د ولس زور، د خدای له زوره دی.

البته، دا په دې معنا نه ده چې پیسې په ډیموکراتیکو نظامونو کې اغېز نه لري. برعکس، پراخ مالي لګښتونه د سیاسي تبلیغاتو، رسنیو او د نوماندانو د سیالۍ پر شرایطو ژور اغېز لري او د ولسواکۍ په وړاندې یوه جدي ننګونه ده. خو په ډیموکراسۍ کې د پیسو ترڅنګ د خلکو رایه، د قانون حاکمیت، د بیان ازادي او د واک د څارنې میکانېزمونه هم شتون لري. پیسې د سیاست غږ لوړولای شي، خو د ولس د ارادې غږ د ډالرو له شور څخه لوړ دی. ډیموکراسي یوازې د ټاکنو ترسره کول او د رایو صندوقونو ته د خلکو وربلل نه دي؛ بلکې د بشري حقوقو خوندیتوب، د عقیدې آزادي، د واک تفکیک او حساب‌ ورکونه یې اساسي بنسټونه دي.

ولسواکي هغه مهال خپل واقعي مفهوم مومي چې د ټولنې هر وګړی، که شتمن وي که بې‌ وزلی، د اکثریت وي که د لږکیو، د واکمن ګوند ملاتړی وي که سیاسي مخالف، د قانون تر سیوري لاندې د برابر حق او انساني کرامت خاوند وي. همدا د ولسواکۍ هغه فلسفه ده چې واکمن او عادي وګړی د قانون پر وړاندې د برابرۍ په یوه تله کې دروي او د ټولنې هر وګړی د مالکیت احساس کوي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!

ولي الله ملکزی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←