تهران په کابل کې
هسي خو له پېړيو او په تېره بيا له لسګونو کلونو راهيسي پر افغانستان د اېران کلتوري تاثيرات موجود و، خو په کابل کي د اسلامي جمعيت او پر ځينو برخو د وحدت ګوند د نيمواکه واکمنو په بهير کي دا تاثيرات لا پسي جوت او څرګند شول، د اسلامي جمعيت مشر خو په اېران کي د افغانستان او اېران يو ژبي هيوادونه وګڼل. او له اېران څخه يې د زيات فرهنګي او ژبني اغېز شيندني هيله وکړه، د وحدت ګوند بنسټ خو هسي هم په اېران کي اېښودل شوى دى. او له هم هغه ځايه خړوبېدلې، ځکه خو يې تر هرچا زيات ځان د امام خميني د خؕ پيروان ګڼل او اېران پالنه يې خپله اصلي دنده شمېرله، د اېران فرهنګي، ژبني، مذهبي، اقتصادي او سياسي تاثيرات هغه وخت لا پسي زيات شول چي د ؕالبانو حکومت د امريکايي پوځونو په لاسو ړنګ او واک يو ځل بيا اسلامي جمعيت، ملي اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوند، چي دريو واړو ته د اېران مرستو د نوش دارو حيثيت درلود، لاسته ورغلى. لکه څنګه چي د افغان_شوروي په جګړه کي د جګړې دروند زيان شوروي اتحاد او په خپله افغانستان وزغمه، خو امتياز يې نورو هيوادونو په تېره بيا پاکستان واخيست. دغسي د ؕالبانو د سقوؕ بار د امريکا متحده ايالاتو او نورو هيوادونو اوچت کړ، خو ګټه پکي تر هرچا زياته اېران وکړه، د اسلامي جمعيت او وحدت ګوند ځواکونه چي کابل ته د ؕالبانو تر سقوؕ وروسته سمدستي داخل شوي وو، د حکومت اکثره حساسي، فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تخنيکي چوکۍ يې اشغال کړې، آن د هيواد نږدې اکثره بهرني روابؕ او استازۍ هم د اېران پلوه ډلو تر کنټرول لاندي راغلل. د هيواد په غرب کي داسي اېران پلوه اشخاص يو ځل بيا واکمن شول، چي کلونه_کلونه پرې اېران خپله پانګه لګولې وه، اېران په افغانستان کي د حکومت له دغه حالت نه د خپلي ملي او سياسي ګټو لپاره عظمي ګټه پورته کړه، او په لسګونو ډوله قراردادونه يې له افغاني اړخ سره لاسليک کړل، دا قراردادونه خصوصاً د فرهنګي ((همکارۍ)) قراردادونه داسي وو چي د اېران په ګټه او په مجموع کي د افغانستان په زيان تمامېدلاى شول.
اېران تر يو حده د افغانستان په فزيکي او ملي چارو کي دخيل شو چي د اسلامي جمعيت ؕرحه شوى سرود چي په افغانستان کي اوس په وچ زور د ((ملي سرود)) په نامه غږېږي په اېران کي کمپوز شوى او موزيکال شوى دى. په فارسي ژبه د افغانستان په ملي سرود کي د اېران خاصه لېوالتيا ده، کله چي حامد کرزي ته د کورنيو چارو په وزارت کي د احمدشاه مسعود د لوى عکس تر چتر لاندي د قدرت د انتقال مراسم ترسره کېدل، نو د جمعيت سرود ته د احترام په خاؕر ټول ګډونوال پورته کړاى شول، د اېران د بهرنيو چارو وزير هم د دې غونډي يو واکمن مېلمه او يو ويناوال و، ده د خپلو خبرو په ترڅ کي د دې سرود ډېر توصيف وکړ او ويې ويل چي دى يې تر ډېر تاثير لاندي راووست، کله چي حامد کرزي ته واک ولېږدول شو، نو داسي تصور کېده چي د اېران واک او اغېز به د حکومت په دننه کي ورو_ورو راکم شي، نه يوازي داسي و نه شول، بلکي خبره نوره هم بدتره شوه، اېران د خپل اغېز مزي نور هم وغځول، او داسي وخت هم راغئ چي کرزي صيب د شېخ محمدآصف محسني په وړانديز او غوښتنه د کابل د حبيبيې لېسې ته مخامخ يوه ساحه د يو لوى فرهنګي او علمي مرکز جوړېدو لپاره د اېران په واک کي ورکړه.
عجيبه خبره دا ده چي په دې ساحه کي د خوشحال بابا د لېسې ملکيت ياني ليليه هم وه چي کلونه_کلونه ترې افغانانو ګټه پورته کړې، پرته له دې چي د چا ملکيت او حقوقو ته پام وشي او يا هغه معوضه شي دا ملکيت د اېران پلوه ډلو په واک کي ورکړل شو، اوس اېران په دې سيمه کي د يو لوى کمپليکس د جوړېدلو لپاره کار بشپړ کړى دى او په نږدې راتلونکي کي به د ګټي اخيستني لپاره تيار شي.
دا به په افغانستان کي د شيعه ييزم د پراختيا او د مذهب تر پردې لاندي د اېران د پراختيا غوښتني يو اساسي مرکز وي چي هر کال به په سلګونو تنه د مشخصي مذهبي زدکړي تر څنګ د ټاکلي موخي په پام کي نيولو سره د سياسي زدکړي محصلين روزي، دا کار به په افغانستان کي نه يوازي قومي ستونزي راولاړي کړي، بلکي د مذهبونو ترمنځ به د ټکر يوه اساسي وسيله هم شي، د دې پر ځاى چي د مذهبونو ترمنځ تفاهم او پوهاوى رامنځته شي او د اختلاف وړ ټکي په مذاکره او مناظره حل شي، اختلافات به نور هم ژور شي او بيا به ورو_ورو فزيکي ټکر ته لاره اواره کړي، دا نه کنترولېدونکي احتمالي پېښي په داسي حالاتو کي رامنځته کېږي چي د افغانستان په نوي اساسي قانون کي د حنفي مذهب او جعفري مذهب دواړو د رسميت خبره هم په ابهام کي تېره شوې ده. په افغانستان کي د حنفي مذهب ژوري او عصري زدکړي نه شته او که څه هم دي نو هغه په کليوالو نا رسمي مدرسو کي له دوديزو کلتوري او فتاوي مسايلو سره د امتزاج له مخي ترسره کېږي چي د پاخه منؕق ستني نه لري. په هند، پاکستان او ځيني نورو اسلامي هيوادونو کي چي د احنافو مدرسې او پوهنتونونه دي، هغو ټولو ته د سني مذهبه افغان ؕالبانو لاس رسى نه شته، يوازي د پاکستان د احنافو په مدرسو کي افغان ؕالبانو ته د زدکړي يو څه نا څه امکانات شته چي هغه هم په منظم او سيستماتيک ډول نه دي او له کوم ځنډ او خنډ پرته يې تر پايه پوري څوک نه شي تعقيبولاى. د افغانانو لپاره د پاکستان په ديني مدرسو کي يوه بله ستونزه هم شته او هغه دا چي هلته مذهبي زدکړي څه نا څه د داسي سياسي اغېزو تر سيوري لاندي دي چي همېشه يې د افغانستان ملي ګټي زيانمني کړي دي. نو که هلته څوک مذهبي زدکړي ترسره هم کړي له سياسي پلوه د افغانستان د ملي ګټو د زيان په بيه تمامېږي. بله خوا چي چا د اېران په ديني مدارسو کي زدکړي کړي هغه د شيعه ييزم تر څنګ د اېران پالني روحيه هم پالي. اوس چي د اېران سياسي لاسونه د هيواد تر زړه (کابال) پوري غځېدلي نو په افغانستان کي د اېران پالني او اېران خوښوني روحيه نوره هم پياوړې کېږي. د اېران د سياسي مذهبي اغېز ترڅنګ د هغوى بله اساسي جبهه هماغه ژبنۍ او فرهنګي هغه ده چي د اوسني حکومت په دننه کي د واکمنو فرهنګي او سياسي چارواکو په ملګرتيا پر مخ بېول کېږي، ځيني ازادي ملت ضد خپروني چي له بهرنيو سرچينو څخه خړوبېږي هم په دې بهير کي د اېران پالني روحيه تعقيبوي. د اېران په لمسه په خپله د دولتي او نا دولتي خپرونو له خوا د افغانستان پر دوديزي ملي ترمينالوژۍ (اصلاحاتو) څرګند يرغل خپله د افغانستان د اساسي قانون سره ډاګيز مخالفت دى. کله چي څوک د افغانستان دولتي ټلوېزون، افغان ټلوېزون، ؕلوع او آيينه ټلوېزون ګوري نو د گڼو اېراني اصؕلاحاتو په کارولو سره فکر کوي چي دا د اېران محلي ټلوېزوني چينلونه دي. عجيبه ده داسي شپه هم راغلې چي له دې يادو څلورو ټلوېزوني خپرونو څخه يو وخت څلور بېلا بېل اېراني فلمونه خپاره شوي، نو هلته له خلکو سره دا پوښتنه پيدا کېدله چي دا ټلوېزونونه لکه چي اېرانيانو ټېکه کړي که څنګه؟ د افغانستان د اؕلاعات او کلتور وزارت خو له خپل نامه څخه نيولې بيا د خپلو امکاناتو تر زياته بريده په خپل قدرت د اېران پالني په چوپړ کي دى او د دې وزارت وزير ښاغلي سيد مخدوم رهين خو آن د افغانستان له ملي ترمينالوژۍ څخه هم منکر دى او ويل يې: ((موږ اصلاً ملي ترمينالوژي نه لرو)). اېران په داسي حال کي چي په افغانستان کي د کلتوري، مذهبي او سياسي يرغلونو له لاري زياتي برياوي ترلاسه کړي، په اقتصادي برخه کي هم تر هر چا دمخه دى. افغانستان د اېراني شيانو، نفتو او نورو توليداتو لپاره تر ټولو ښه مارکېټ دى. او په دې برخه کي نږدې دى چي له پاکستان او چين څخه د افغانستان اقتصادي بازار خپل کړي. اېران نه يوازي د پاکستان په انډول د نسبتاً ښو شيانو د توليد له لاري د افغاني بازارونو د را خپلولو په حال کي دى. بلکي د حکومت په داخل کي د سياسي نفوذ له لاري يې هم د دې زمينه ځان ته برابره کړې چي ډېر اقتصادي قراردادونه د ځان په ګټه را خپل کړي. هوټلونه جوړ کړي، هوايي شرکتونه پرانيزي او د لوړ پوړو ودانيو د جوړولو قراردادونه وکړي. اېران په مجموعي ډول په افغانستان کي د لويو اقتصادي تاسيساتو د جوړوني مخالف دى چي له هغې جملې څخه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او بيا نورو هيوادونو ته د غازو او تيلو نل لکي غځول دي، اېران غواړي دا نل ليکه د اېران له لاري تېره شي او اقتصادي گټه يې اېران ته پاتي شي، په همدې وجه په افغانستان کي د مشخصو سياسي اتنيکي او پوځي ډلو ټپلو د تقويې له لاري د افغانستان سياسي وضعه بې ثباته ساتي. لنډه دا چي اوس اېران د افغانستان په چارو کي په هر اړخيز ډول دخيل دى او که د خلاصون يوه دقيقه لاره يې و نه لټول شي نو د روسيې او پاکستان په شان به د افغانستان د تباهۍ سبب شي. د افغانستان دولت ته په کار ده مخکي تر دې چي خبره د بحران حد ته ورسېږي د اېران د مذهبي، کلتوري، سياسي او اقتصادي اغېز د کمولو لپاره يو دفاعي سيستم او حل لاره ولټوي او بيا هغه عملي کړي.
Tehran pa Kabul Ki
By: Pohanmal Mohammad Ismail Youn - Kabul,Afghanistan
