اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

هلۍ پښتو سرخوري

پخوا به چې کله څوک مړ شو، مړينه خو ډېره درنه خبره او غم ؤ، خو چې به لږ هم څوک ټپي او ژوبل شو، خپل خپلوان به ورته له لېرې- لېرې څخه پوښتنې ته ورتلل او د زړه له تله به يې ورسره خواخوږي څرګندوله.
په بدل کې به کوربنو هم ورته په ورين تندي هرکلى او په خورا ډېر درناوي به يې ورته مېلمستيا کوله چې حق يې ادا کړى وي او چې څوک به مړ شو، نو خپل ځان به يې ورسره داسې احساساوه، ته به وايې چې ګوندې کټ مټ يې مړى وي. چېرته چې به ښادي وه، نو له ټاکلې نېټې څخه به يې څو ورځې دمخه تابيا نيوله او چې به د ښادۍ ورځ راغله، نو له خوښۍ څخه به د هغه چا خبره په جامو کې نه ځايېدل.
د چا چې به پيسو ته اړتيا شوه او چا ته به څوک ودرېدل، نو سر به يې ترې نه اړاوه. که به خپلې ورسره نه وې، له بله ځايه چې کېدې، راپيدا کولې به يې او چې به يې هر څه په وس کې وو، ترې ځارول به يې، خو خپل درشل ته راغلى اړ بنده به يې تش لاس نه رخصتاوه، بلکې تش رخصتول به ورته پېغور ښکارېده.
همدا لامل ؤ چې پښتو له هره اړخه ځواکمنه، ټينګه او پر پښو ولاړه وه. دا بېله خبره وه چې په هغه وخت کې سادګي وه او د ژوند اسانتياوې نه وې، خو بيا هم خلکو په ډېر عادي ډول ژوند کاوه او نن چې نړۍ پرمختګ کړى او ژوند يې خورا ډېر اسان کړى دى، خو ورسره هغه خوند او زغم هم پاتې نه دى.
نن سبا د چا مړي ته تلل هسې تش په نوم رواج پاتې شوى دى، هغسې خواخوږي د چا په سترګو کې نه برېښي، د کوم ناروغه پوښتنه کول، ورتلل خو پرېږده چې په ټيليفون هم څوک نه وزګارېږي چې څوک وپوښتي او د چا ښادۍ ته څوک چېرته وخت لري او که ورشي هم، نو ځان پرې يو لوى احسان ګڼي.
مينه او ښه اخلاق يواځې د شونډو پر سر دي، له چا سره ژمنه کول هسې يوه ټوکه ګرځېدلې، چا سره ستړي مشي، ناسته پاسته هسې تشريفاتي جوړ شوي دي او يا هم څه غرض يې په کې نغښتى وي.
پخوا به چې د پښتون کور ته هر چا پناه يوړه، نو به ځان ورته پرې مغروره ښکارېده او خپل سر به يې لومړى پرې اېښوده، وروسته به يې هغه خپل برخليک ته پرېښوده. خو نن پښتون په رڼا ورځ د څو پيسو په بدل کې د بل پښتون پر سر اسره نه کوي، پاتې يې له ځانه سره ساتل.
پخوا به چې د چا کره د څه روغې جوړې په خاطر جرګه لاړه، نو به يې چې هر څه پرېکړه وکړه، هيچا دومره ځواک نه درلوده چې سرغړاوى ترې وکړي، چا به چې د مرستې غوښتنه وکړه، هر چا ته به غيرت ودرېده او ورته به يې په هماغه شېبه ځان رساوه، که څه هم خپله به يې بلا کارونه درلودل، خو دغه شېبه به ورته پښتو مخې ته کېدله. خو نن دغه هر څه په غوڅ ډول بايد ووايم چې اپوټه شوي دي.
خو پر دې ټولو سربېره، عمده او مهم لاملونه چې نن سبا د پښتو د ورکېدو لپاره ستر ګواښونه دي او پرته کوم زيان او ستونزې دوام لري، يو دا چې هر چېرته چې پښتون دى، پرې د مرګ سيورى ګرځي، دا نور تفصيل ته نه ځو چې دا ولې ګرځي، هر څوک پرې ښه پوهېږي. بل د پښتو ژبې د ورکېدو ستر ګواښ د بلې ژبې تبليغ کول دي او هغه هم بدبختانه نن سبا هغه پښتون ليکوال، ژورنالېست او.... ځان ته يو څه وايي، د څو انو ټکو په بدل کې ښکارېږي. د بلې ژبې پياوړي کېدل او د هغې لپاره له تبليغ څخه مې موخه دا ده چې نن سبا يواځې او يواځې هغه ژورنالېستان او ليکوالان چې په نړيواله کچه کار کوي، هڅول کېږي چې له دغې په لارې په ټولنه کې د هندي فلمونو او ډرامو غوندې د نورو ژبو محبوبيت هم رامنځته کړي او په دې ډول د پښتو ژبې د بنسټ ورانولو ته اړم دي چې دغه کار ما په خپلو سترګو ليدلى، ځکه ووېرېدم او له خولې مې دا چيغه ووته چې: هلئ! پښتو سر خوري.
شفېع الله تاند
Halay Pakhto Sar Khori By: Shafiullah Tand

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←