د يو لوى انسان کيسې

align=left]د شفيق صاحب د کيسو کتاب چې ( عبقريان ) نومېږي، په اول ځل دوه څلوېښت کاله پخوا ( ۱۳۴۶ ) چاپ شو. په عبقريان کې د ليکوال يوه دري او څلور پښتو کيسې خوندي دي. دا د افغانستان د معاصر ادب د کيسو ښې او کاميابې بېلګې بللى شو، ځکه هغه توقع يې پوره کړې ده چې له ادبي اثارو يې لرو.
موږ له ادبياتو غواړو په هغه ژوند کې مو شريک کړي چې نورو کړى يا پر موږ تېر شوى دى. موږ ، مثلا ، په تاريخ کې د دويم نړيوال جنګ پېښې ، پايلې او لاملونه لولو. دغه معلومات مو په اصل کې عقل او فکر ته مخاطب دي، خو په شعر يا کيسه کې ، مثلا ، د يوۀ سرتېري په احساس کې شريکېږو چې د وطن لپاره جنګېږي، يا د هغې مور وېره احساسوو چې بېګا يې خپل عسکر زوى بد په خوب ليدلى دى. ادبيات موږ ته د نورو په ژوند يا په خپل تېر ژوند کې د تخييلي ګډون چانس راکوي او په دې ډول د ژوند په اړه نوې تجربې او نوى بصيرت رابخښي. د ارواښاد استاد شفيق کيسو دغه توقع د افغانستان د داستاني ادب تر اکثرو اثارو ، ښه پوره کړې ده.
ما په عبقريان کې د پنځوس شپېتۀ کاله پخوا مومنان وليدل چې د چوب فروشي د جومات تر حوض را تاو لښتيو په غاړه يې اودسونه کول :
( د دې لښتيو غاړو ته د خداى عابد بنده ګان په دوه پښو کښېني او ټول په شريکه د دې لوى او مشترک ډنډ نه په هغه خوند او مزه د اودس اوبۀ را اخلي لکه هغه سپاهيان چې د قروانې د عظيم الشان ديګ نه به يې ښوروا را اخيسته او ما ډېر پخوا ليدلي وو. هر څوک په همدې ډنډ کې لاس او پښې يو ځاى وينځي او د هيچا په زړۀ کې هم هيڅ نۀ تېرېږي.)
( د عبقريان د اول چاپ يولسم مخ ، د هفته کوک کيسه )
شاوخوا نيمه پېړۍ پخوا به له اروپا راغلي تعليم يافته ځوا ن په کابل کې د ژوند د ملګرې د موندلو لپاره څۀ کول؟ د ( ډاکتر صاحب ) په نوم لنډه کيسه کې لولو:
( دى په دې ښۀ پوهېدۀ چې د دۀ په وطن کې څۀ کلاسيک وسايل د ښځې د انتخاب د پاره موجود وو مګر د يورپ اتو کلونو ورته دا خبره هم ګرانه کړې وه چې اوس يو داسې څوک د ژوندانۀ ملګرې کړي چې بېخي ورسره نۀ پېژني. پوښتنو پلټنو ډاکتر صاحب ته دا خبره ثابته کړه چې اوس د دۀ په ملک کې د ښځې کولو لپاره د پخواني او غربي ميتودونو يو مخلوط استعمالېږي . څوک به پيدا کوي چې د شپې مجلسونو ته دې لار پيدا کړي ، بيا به هلته د جينکو سره پخپله اشنا کېږي ، بيا به بل څوک پيدا کوي چې د مور وپلار سره يې خبرې وکړي او ممکنه ده پخپله د جينۍ سره هم همدغه څوک خبره غوڅه کړي . د دې نه سر بېره به د مشر کاکا ، ابۍ او بابا د نظرياتو د ښۀ کولو د پاره هم څوک برابروي. )
سل کاله پخوا په کابل کې دغسې ژوند نه وو. سل کاله وروسته به هم نۀ وي. اوس چې ګڼې ښاري نجونې لوڅ مخ ګرځي او په کورونو کې ايساري نۀ دي، د ژوند د ملګرې په پيدا کولو کې ممکن د شپې مجلسونو ته د لار موندلو ضرورت احساس نۀ شي. ژوند بدلېږي او نورېږي او موږ غواړو په خپل لنډ، يووستوي عمر کې د نورو وختونو او نورو ځايونو په ژوند کې شريک شو. غواړو د نورو د فکر کرښې ولولو او د نورو د زړۀ دربا واورو. ادبيات د همدې لپاره لولو.
تاسې شايد پوښتنه وکړئ چې د وادۀ کولو د لارو چارو بحث خو له اجتماعي علومو سره تعلق لري، موږ په دې اړه ولې د اجتماعي علومو له لارې خبر نۀ شو چې معلومات يې دقيق هم دي؟
علم که ساينسي وي که اجتماعي ، د هنر و ادب په نسبت دقيق معلومات راکوي ځکه د علم مقصد دا دى چې واقعيت زموږ د ذهن ، هيلو او احساس له مداخلې پرته راوپېژني. څرنګه چې د هر چا نفسانيات يو څۀ بېل دي نو د ساينسي واقعيت برعکس، هنري واقعيت واحده او ټول منلې بڼه نلري مګر امتياز يې دا دى چې واقعيت موږ ته رانژدې کوي او راخپلوي. ساينس دا نۀ مني چې د سپوږمۍ رنګ طلايي دى خو زموږ سپوږمۍ زرينه ده. موږ يې زرينه وينو. دغسې ليدل د معرفت يو بل ډول دى. علم او هنر ، نۀ د يو بل ضد دي او نۀ له يو بله بالکل بېل، بلکې د يو بل بشپړوونکي دي. اجتماعي علم به ( چې موږ په دې برخه کې هم خاص کار نه دى کړى) د پنځوس شپېتۀ کاله پخوا په کابل کې د وادۀ کولو د تجربې په اړه معلومات راکړي خو د ( ډاکتر صاحب ) کيسه په دغه تجربه کې د شاملېدو چانس راکوي. د ادبياتو له ځوان ډاکتر سره مو د اشرافي کورنۍ مېلمستيا ته بيايي. د ډاکتر او نورو خبرې راباندې اوروي او له همدې ډاکتر سره مو يو ځاى دې نتيجې ته رسوي چې دلته پوهه نه بلکې پيسه اهميت لري.
اوس د دفتر په مېز نور وسايل ايښي وي، مګر په ۱۳۳۸ هجري شمسي کال کې چې ( د تمې کاروان ) لنډه کيسه ليکل کېدله، ليکوال د دفتر د يو مېز منظره داسې ايستلې ده: د مېز په سر باندې د بانجاني وړيو يوه شډله ټوټه غوړېدلې او د هغې د پاسه يو دوات، يو قلم ، يو جاذب ، يو تلفون او يو ه جنتري پرته ده.( ۲۹ مخ )
زۀ چې ماشوم وم جاذب مې پېژاندۀ خو د مکتب اوسني ماشومان جاذب نه پېژني. د بانجاني وړيو ټوټه هم د دوى لپاره نا اشنا ده. ما د جاذب په لوستلو د خپل تېر ژوند يو ه څنډه يو ځل بيا احساس کړه.
يو لاروى په لاره په سلګونو او په زرګونو شيان ويني خو صرف ځينو ته متوجه کېږي. واقعي ادبيات مو د خيال په دنيا کې تر لاس نيسي او د ژوند لاره يو ځل بيا راباندې ګوري. ډېرو هغو شيانو ته مو دروي چې يا مو نۀ وو ورپام شوي او يا مو په غور نۀ وو ورکتلي * * * * * *
په هغه وخت کې چې شفيق صاحب کيسې ليکلې ( د هجري شمسي روانې پېړۍ دېرشم کلونه ) د افغانستان په ادبي کړيوکې دا بحث تود وو چې ادب د ژوند لپاره که ادب د خوند لپاره . ( له ژونده منظور له ادبياتو عملي استفاده وه. )
په دې باره کې دوه زره کاله پخوا رومي اديب هوراس ويلي وو چې شعر بايد خوند وفايده دواړه ولري. مګر په دېرشمو کلونو کې زموږ اکثرو ليکوالو د شعر و ادب د فايدې په اړخ ډېر تاکيد کاوۀ او د شمس الدين مجروح غوندې کسان په اقليت کې وو چې د ادبياتو د فايدې خوا يې دومره ضرور نۀ ګڼله. د شفيق صاحب له کيسو د ا نتيجه اخيستى شو چې په ذکر شوي بحث کې د برلاسي بهير تر اغېز لاندې نۀ و.
مشر مجروح ليکلي وو: د قومي اصلاحاتو د پاره د تبليغ ډېرې لارې موجودې دي. البته په هغه کې دا د شعر و ادب لاره هم ده. د دې اسلحې نه به سړى د خرافاتو د مقابلې او د قومي اصلاحاتو د تعميم د پاره کار اخلي مګر د شعر روح به نۀ وژني او چا چې شعر د شعر په غرض وايۀ هغه به د مرۍ نه نۀ نيسو. ( ليکوالي، املا او انشا، د ۱۳۳۹ کال چاپ ، ۹۸ مخ )
خوشحال خټک په پښتنو پورې ويلي دي چې که اوښ له بار سره کور ته وروړې ، دوى به يې د جرس د اولجې په لټه کې وي. ګومان کوم دغه مثال د هغو په حق کې هم سم خېژي چې له ادبياتو يوازې خوند غواړي او هغوى چې د ادبياتو په زور اجتماعي اصلاحات راولي، په هوسۍ باندې د اوښانو بار وړي. ادبي اثر که د اجتماعي رسالت د تر سره کولو په نيت وليکل شي، دا خطر شته چې د ژورناليستيک اثر غوندې صرف د لنډ وخت لپاره وځلېږي . هغه اثار چې په پېړيو پېړيو يې ژوند کړى اوشهکار بلل شوي دي، د هغو د ليکوالو د کاميابۍ راز په دې کې دى چې د انسان د فطرت بيان ته يې سم پام کړى و. ليکوال يا شاعر چې د انسان د فطرت په انځورولو کې کامياب وي په اثر کې يې خوند او پيغام پخپله پيدا کېږي. د شفيق صاحب کيسې د انسان د فطرت بيا ن ته متمايلې وينو.
مثلا د ( عبقريان ) په نوم کيسه کې د شرقي ښځو د خندا په اړه لولو چې دوى ته که په څۀ خبره پورې خندا ورشي نو اول د خپلې خندا مخه نيسي ، شاوخوا ناست نارينه کسي چې اجازه يې ترلاسه کړه بيا په کټ کټ خاندي. دغه خبره چې د انساني خوى او فطرت په باره کې يو حقيقت را څرګندوي ، هم خوندوره ده ، هم اجتماعي رسالت ترسره کولاى شي ځکه د لوستونکي پام د هغو مقرراتو او آدابو يو اړخيز والي ته په کاميابۍ سره اړوي چې په ټولنه کې د نارينه وو د زرګونو کلونو برلاسۍ پيدا وار دي.
( هفته کوک ) د يوۀ نابينا حافظ کيسه ده. حافظ چې د يوۀ جومات په کوټنۍ کې اوسي په لوږه او بېوزلۍ کې ژوند تېروي. د حافظ جي لپاره تر ګردو ښۀ وخت د جمعې شپه ده چې معمولا يې مرده دارې کورنۍ ختم ته وربولي او دى هلته مناسبه ډوډۍ خوري. حافظ جي د يوۀ عصا کش ماشوم په مرسته د خلکو کورونو ته ورځي. د کيسې وروستۍ برخه د جمعې د همداسې ماښام منظره ده:
( چې د ماښام لمونځ خلاص شو د پلن او اوږد جومات د اوقي امام درې دعاګانې هيڅکله هم زموږ په حافظ جي صاحب باندې دومره بدې نۀ وې لګېدلې لکه په دې ټاکلي ماښام . نن ايله د حافظ جي صاحب دې ته پام شو چې خداى پاک خو بينا ، دانا او سميع و عليم دى، دومره اوږدو دعاګانو ته نو څۀ حاجت؟ او چې امام د دريم ځل لپاره لاس پورته کړ او په يو نري شان اواز يې وويل: شفاى مرض مريضان ، شکست کفار ، فتح اسلام... زموږ حافظ جي صاحب د حال په ژبه فرياد کاوۀ چې زموږ يې د چا د قرض ، بند او رنځ سر ه څۀ ؟
حافظ جي صاحب د ځان سره عهد وکړ چې که دا دعا خلاصه شوه دى به هيڅکله بيا د بنده مسلمان هيڅ کار نۀ اوږدوي. د دعا نه وروسته عصا کش د امسا يو سر او حافظ جي صاحب يې بل سر ونيو او د جومات د منارې لاندې د نورو حافظانو سره يو ځاى شول او دهغه ځاى نه د مرحوم د کور خواته په يو منظم حرکت وخوځېدل، ته به وايې د اوښانو قافله يا د زاڼو قطار دى.
د حافظ جي صاحب خيال صحيح و. د مرحوم زوى دسترخوان په رنګارنګ نعمتونو ډک کړى وو.
د يوې اوږدې او شديدې مجاهدې نه وروسته چې حافظانو لاسونه ونيول نو يو دروند سکوت زموږ د حافظ جي صاحب ماشوم عصا کش په يو خوش آيند سوال داسې مات کړ: استاذه ، بلې پنجشنبې له د خيره چېرته يو؟ )
که د عصا کش په پوښتنه کې دغه تريخ حقيقت احساسوو چې پردى غم نيم اختر دى، د لمانځۀ د دعا په وخت د حافظ جي بې صبري د حضرت علي کرم الله وجه هغه خبره رايادوي چې وږى نس ايمان نلري. د انسان د فطرت کامياب ترسيم دلته په خوند سربېره د ټولنې د اصلاح لپاره دا بصيرت رابخښي چې د وګړو که لومړنۍ اړتياوې پوره نۀ وي نو ممکن د ډېرو منل شويو ارزښتونو په مقابل کې هم بغاوت ته تيار شي.
د کيسو د ژانر ډېر دارو مدار په کرکټرونو دى خو د پښتو کيسو اکثرو ليکوالو د کرکټر د عنصر بنيادي اهميت ته پام نۀ دى کړى. زموږ د ګڼو کيسو د کرکټرايزېشن عيبونه معمولا له دغو دوو خبرو سره اړه لري: يو دا چې کرکټرونه په تک تور او تک سپين باندې وېشل کېږي او بل دا چې مظلوم او بېوزلي بنيادمان يوازې انفعالي حالت لري، د څۀ کولو او غبرګون ښودلو اراده پکې نۀ وي. د شفيق صاحب په ( هفته کوک ) او نورو کيسو کې کرکټرونه ، زموږ د داستاني ادب د کرکټرايزېشن له دغو دوو عامو عيبونو پاک دي.
د حافظ جي ټول قرآن په حافظه کې دى، د جومات په کوټنۍ کې اوسي، لمونځونه په جمع کوي ، مګر نوري نۀ دى خاکي دى. د ګېډې په خاطر يې ان د دعا اوږدېدل نۀ خوښېږي. دى په اخلاقي لحاظ نه تک سپين دى نۀ تک تور. حافظ جي نابينا دى ، محتاج دى، بېوزلى دى خو تسليم بينادم نۀ دى. دى د خپل اختيار په ساحه کې عکس العمل ښيي او د دعا په اړه په خپله پخوانۍ عقيده کې ستونزه ويني.
د ( ډاکتر صاحب ) په کيسه کې مرکزي کرکټر ( د ادبياتو ډاکتر ) هڅه کوي چې ناخبره وطنوالې د ادبياتو د دوکتورا په اهميت وپوهوي خو چې په خپل مقصد کې ناکامېږي نو له ځان سره فيصله کوي چې د پاريس ملګرې کابل ته وروبولي او د وطن د پېغلې په ځاى د اروپا نجلۍ د ژوند ملګرې کړي. د ادبياتو د ډاکتر هغه هڅه او دغه فيصله دواړه د فعال کرکټر نخښې دي.
* * * * *
د فرانسې د اتلسمې پېړۍ د يوۀ عالم ، بوفن ، دا خبره ډېره مشهوره ده چې سبک يعنې شخصيت . د شفيق صاحب د کيسو په نثر کې جزيياتو ته توجه د هغه په دقت او ژورې مشاهدې دلالت کوي.
مثال: ( ... مګر هغه د سپېنې پګړۍ او بانجاني کوټ خاوند چې دۀ ته مخامخ ناست دى هماغومره په تيارسۍ ښکاره کېږي لکه د چنګېزخان د معروفې خيمې لاندې په ورۀ کې د هغۀ صحرايي پيره دار. په بانجاني کوټ کې دننه سړى يو ه بونډۍ شانې ږيره لري چې يو څو ډکو يې بې وخته د خاوند د پګړۍ د رنګ سره سيالي کړې ده. د مخ غټو دانو يې د ماشومتوب د وخت د کومې سختې حملې ناخوښې خاطرې د پوليسي سابقې غوندې چې د سړي په تذکره کې ثبتېږي ، امانتې ساتلې دي. يو سپين پرتوګ يې په غاړه او يو ه جوړه نيمزالې کلوشې يې په پښو دي. پخپله ناسته کې ډېر ډېر د پخواني مصر د عريضه نويسانو مجسمو ته پاتې کېږي... ( تمې کاروان، دېرشم مخ )
کتاب له دغسې توصيفونو مالامال دى.
دلته د چنګېز خان د خيمې پيره دار او د فراعنه وو د زمانې عريضه نويس ته اشاره ، د ليکوال د سبک يو بل اړخ راښيي. د شفيق صاحب وسيع معلوماتو دى په خپل نثر کې د تشبيهاتو زياتوالي ته هڅولى او مرسته يې ورسره کړې ده چې د تکرارشويو تشبيهاتو او انځورونو راوړلو ته مجبور نه شي.
شفيق صاحب په وسيع معلوماتو او دقيقې مشاهدې سربېره د ژور او تحليلګر فکر څښتن هم دى. دى د فکر د قوت په برکت نويو نتيجو ته رسېږي. يو مثال:
( د دۀ په عصري مقتديانو کې هغه زوړ تقليد چې بايد د امام د پاره په نوبت ډوډۍ ورولېږل شي، مړ شوى دى. نو تر څو چې څوک مړ نۀ شي يا څوک په خوب کې ونۀ بېرېږي يا د چا څلوېښتي يا تلين نۀ وي او يا خو د امامانو شپې او بالاخره چهارشنبه نۀ وي، د دۀ کوټنۍ په جومات کې د غوړي او قاب مخ نۀ شي کتلى. په دغسې شپو کې يې هم د هغه کور نه امېد کېږي چېرته چې کومه پخه ښځه ناسته وي او په پخوانو خبرو باندې اصرار د هغې خپل قيمت زياتوي.)
( شپږ دېرشم مخ )
د دودونو له ساتلو سره کمزوري کسان نسبتا ډېره دلچسپي لري. ځکه دودونه او قوانين د دوى له مصونيت سره مرسته کوي . همدا وجه ده چې ښِځې نسبت نارينه وو ته دودپالې دي. خو دغه د پاخۀ عمر ښځه په دې دليل هم دودونه پالي چې باخبره ، بادسپلينه او صاحب نظره ښکاره شي. شفيق صاحب د خپل پياوړي فکر په مرسته ډېرځله نوې خبره راته کوي او نويو نتيجو ته مو رسوي.
د مفکر بنيادم اصلي نخښه دا ده چې رواجي فکرونو او ارزښتونو ته په پټو سترګو نه تسلمېږي بلکې شک ورباندې کوي. شفيق صاحب په خپلو ټولو کيسو کې له رواجي فکرونو او منل شويو اقدارو سره په کشمکش کې دى او په دې جګړه کې د دۀ لويه وسله طنز ده.
ځينو کسانو ته طنز ممکن د خوش طبعۍ او ساتېرۍ وسيله ښکاره شي خو لوى ليکوال د اوسنۍ پېچلې دنيا د متضادو او متفاوتو حقايقو د بيان ذريعه ورنه جوړوي. کله چې برسېرن فکر کوو قضاوت راته اسانه وي خو چې ژور فکر کوو نو پرېکندې پايلې ته رسېدل راته ستوريو ته ختل شي او حقيقت راته تر دې ډېر پېچلى ښکاره شي چې په ښۀ او بد ، تور وسپين ، رښتيا ودروغ او سم وناسم يې ووېشو. دغه وخت که غواړو دقيق او جامع وغږېږو نو په ادبياتو کې ممکن د طنز ژبه غوره کړو. ځکه طنز د متضادو او متفاوتو وضعيتونو د يو ځاى کولو قدرت لري. دغه د پاخه عمر ښځه چې په رواجونو ټينګار کوي له دې سره يوازې د دود د پاللو او د ملا د مړولو غم نۀ دى بلکې په نورو باندې د ځان د منلو غم هم ورسره دى. دا يو متضاد وضعيت دى چې ځانولي او خواخوږي، ريا او صميميت ، اخلاق و خود غرضي ، دا ټول سره يو ځاى کېږي او پېچلى واقعيت زېږوي. سترګور ليکوال چې دغه پېچلتيا احساسوي ، ممکن د طنز په ژبه يې بيان کړي.
وسيع معلومات ، دقيقه مشاهده او تحليلي فکر په ډېرو لږو کسانو کې يو ځاى کېږي . شفيق صاحب دا درې واړه امتيازونه لري خو دغو امتيازونو د دۀ کيسو ته ، چې ليکل يې د دۀ يو ضمني کار و، تاوان هم پېښ کړى د ى. دى چې د ويلو لپاره ډېر څۀ لري ډېر ځله يې کيسه د توضيح او توصيف په وجه له حرکته وغورځي او د پېښو پرمختګ پکې ځنډنى شي. دغه راز دى چې د ټولنې ناخبريو په تنګ کړى دى د طنز ژبه يې دومره تېره ده چې ډېر ځله يې د کيسو راوي بې طرفه نۀ پاتېږي ، په کيسه کې مداخله کوي.
د راوي مداخله او له توصيفه ډېره استفاده د اروپا د نولسمې پېړۍ په داستاني ادبياتو کې ( مثلا د تولستوي په اثارو کې ) عامه ده. ايا په شفيق صاحب به د دغو ادبياتو د مطالعې اغېز پروت و؟ زه نپوهېږم.
توصيف د بيان يو ډول دى. کله چې ليکوال د کرکټرونو ، څيزونو او حالاتو په باره کې څرګندونې کوي ، دغه ډول بيان ته توصيف وايو. د توصيف په وخت کيسه ولاړه وي. کيسه د کرکټرونو د عملو ، خبرو او پېښو په ذريعه حرکت کوي. د کيسې ډېر ورو حرکت معمولا د لوستونکي نۀ خوښېږي.
شفيق لوى انسان و. د فوق العاده استعداد او نبوغ څښتن و. د هغۀ په راپاتې اثارو او کارنامو کې دقت ډېر څۀ رازده کولاى شي.
source:taand.com
