اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ولسي جرګه او دغويي پر ښکر ولاړنظام

د مرغومي په دولسمه، د شنبې په ورځ د ولسمشر حامدکرزي لخوا ولسي جرګې ته د باور رايو اخېستلو په منظور د وزيرانو وړاندې شوي لست ته د باور ورکولو مراسم ترسره شول. دا مراسم ملي تلوېزيون په ژوندۍ بڼه ښودل. د ولسمشر حامد کرزي لخوا ولسي جرګي ته ټول ۲۴ تنه وزيران د باور رايو اخېستلو په غرض وړاندې شوي وو.
ولسمشر حامد کرزي بايد خپله ۲۵ کسيزه کابينه په ټاکنوکې د ولسمشر په توګه د ده د بريا تراعلان څواونۍ وروسته سمدستي معرفي کړې واى. خو ده دا کار ډېر وځنډاوه، آن چې ولسي جرګې د دې کابينې د کاري اجنډاوو د اورېدلو او دې لست ته د باور رايو ورکولو په منظور خپله ژمنۍ رخصتي وځنډوله.
ولسمشر حامد کرزي د خپلې کابينې د اعلان د ځنډ لامل په خپل انتخاب کې دقت، له ملي اشخاصو، سياست پوهانو، کارپوهانو، جهادي مشرانو،د مدني ټولنو له استازيو او د نظر له خاوندانو سره مشورې او د هغوى نظر اخستنه وبلله او ويل به يې چې ((دير آيد درست ايد)) خو د کابينې د لست د اعلان د ځنډولويو لامل پر ښاغلي کرزي کورني او بهرني فشارونه او بېلابېلو اړخونوته قناعت ورکول هم بلل کېږي
په هر حال کله چې لست اعلان شو نوله اټکل سره سم دډبګرۍ اچارته ورته وو ،خو د ولسي جرګې ماضي ته په کتو او پدې جرګه کې دکرزي د ژور لاس او پراخ نفوذ له مخې داسې اټکل کېده چې ښايي د دې جرګې چاڼ به څلورپنځه تنه نوملي (نامزد) وزيران بېل او پاتې شاوخوا ۲۰ تنو وزيرانو ته به دباور رايه ورکړي. خوولسي جرګې داسې فيګور وکړ چې هېڅ هيله يې نه کېده، پدې توګه چې د پنځو مهمو او کاري وزراتونو په ګډون يواځې اووتنو نوملو(نامزد) وزيرانو ته يې باور رايه ورکړه او پاتې اوه لس نوملي وزيران يې له فلتره تېر نشول.
که څه هم د افغانستان جوړونه او په افغانستان کې د قانون حاکميت همدا ډول پرېکنده ګامونه او پرېکنده هوډ غواړي خوآيا د حامدکرزي لخوا ولسي جرګې ته د معرفي شويو ۲۴ تنو وزيرانو له لست سره په ټوليز ډول داسې بې باکانه ډک چلند چې له وچو سره لامده هم وسوځوي هغه هم په داسې نازکو شرايطو کې د ملي مصلحت په ګټه ګام بلل کېږي.؟
موږ نه وايو چې پدې لست کې شامل ۲۴ تنه ټول نوملي اشخاص له بشپړې وړتيا او اهلېت څخه برخمن وو او بايد ټولو ته باور رايه ورکړل شوې واى داچې ولسي جرګې پدې لست کې موجود ځينې بتان او دواک عنعنوي اجاره داران رانسکور کړل ولس يې منندوى دى. پدې کې شک نشته چې پدې لست کې ځينې داسې اشخاص وو چې له شک پرته د هېواد او ولس ګټو ته وفاداره نه دي، د افغانانو د هويت، کلتور او تاريخ دښمنان دي چې ژوندۍ بېلګه يې سيدمخدوم رهين دى چې له بده مرغه ولسي جرګې د باور رايه هم ورکړه خو بيا هم له شک پرته چې پدې لست کې ځينې پوه ، متخصص او زړه سوانده اشخاص هم وو داسې اشخاص چې د وزارت له عهدې په ښه توګه وتلى هم شول، د غلا، خيانت، کارماتۍ او بې کفايتۍ کوم تور او ثبوت هم پرې نشته دى، ، نو داسې اشخاصو ته د باور رايه نه ورکول او په مقابل کې يې درهين په څېر څهرو ته رايه ورکول له ملت سره د ولسي جرګې ستره جفا ده، له شک پرته دا کار د ملي مصلحت لپاره نه، بلکې د شخصي تربګنيو، سياسي،رشوتونو د افغان دښمنه کړيوپه اشاره او دعنادونو له مخې شوى دى.
که څه هم ولسي جرګه دعوه کوي چې خپلې رايې يې په خپله خوښه او له هر ډول کورني او بهرني فشار پرته کارولې دي، خو بياهم ځينو وړ اشخاصو ته د باور رايه نه ورکول او د کانونو وزارت ته نوملي وزير وحيدالله شهراني په څېر اشخاصوته چې د بډو ،درغلۍ او اداري فساد ګڼ تورونه پرې لګېدلي او آن دولتي ورځپاڼو يې هم بېلګې خپرې کړيدي باور رايه ورکول د دوى د نيت پرسپيڅلتيا سړى بدګومانه کوي.

د ښاغلي کرزي لخوا له وړاندې شوي لست سره د ولسي جرګې پروني چلند ښيي چې دا کوم تصادفي او برسېرن چلند نه وو، بلکې ښيي چې د دې تر شا ژورې موخې اوږده لاسونه دې.
داسې ګومان هم کېږي چې ولسي جرګې پدې ډول له ښاغلي کرزي څخه غچ اخستى وي ، پدې ډول چې همداتېره اونۍ ددې جرګې رئيس ښاغلي يونس قانوني له کرزي سره دتړلو دروازوترشاه اوږدې خبرې وکړې اودخبرو اجندا داوه چې کرزى به پارلماني ټاکنې وځنډوي او دموجود پارلمان عمر به اوږد کړي اوپارلمان به يې په بدل کې دده لخوا وړاندې کېدونکې کابينې ته باور رايه ورکړي خو داخبرې بريالۍ نشوې او ولسمشراعلان وکړ چې پارلماني ټاکنې به خپل وخت دغبرګولي په مياشت کې کېږي وروسته ښاغلي قانوني هم داذهانو دتسخيراو فريب لپاره همداډول اعلان وکړداچې داخبرې ولې بريالې نشوې لاملونه يې ډېرکېدلى شي چې څېړل يې ددې مقالې له حوصلې څخه وتلې خبر ده
داسې ښکاري چې له وسلوالو محالفينو پرته ځينې کورني او بهرني اغېزمن لاسونه د ولسمشر کرزي د ادارې د بنسټونو په نړولو لګيا دي او په شعوري ډول کرزى له ستونزو سره مخ کوي. چې د ملکي وګړيو بې رحمانه وژنه، د رغونې او بيا آبادولو د کار د بهير رکود، د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو په تاريخ کې اختلاف، د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره له درې درجنو دډېروکانديدانو درول، په ټاکنو کې د درغلۍ موضوع، د ټاکنو د پايلو د اعلان ځنډ، ټاکنې دوهم پړاو ته غورځول، د کابينې د اعلان ځنډ او دادى اوس د کابينې ردول يې ښې بېلګې دي ، زه دکرزي او دهغه له حکومت څخه دفاع نه کوم او نه پردفاع ارزي . همدا نظام او همدا يې پارلمان .خو زه له ولسي جرګې څخه پوښتم ، په ايمان يې ووايئ چې آيا تاسورښتيا هم د زړه له کومې قانع ياست چې رهين او شهراني ته مو داهليت اووړتيا له مخې رايه ورکړې او رد شوي نوملي (نامزدان) ټول بې کفايته وو؟.
تاسوهم دعوه کوئ چې ملت ټاکلي ياست او کرزى هم دعوه کوي چې دملت لخوا منتخب ولسمشردى نو ولې ديوه ملت لخوا دټاکل شويودوه جرياناتو ددريځ ترمنځ دومره لوى واټن دى چې اوياسلنه وزيران يې ورته ردوي ؟؟
اوس چې پارلمان ژمني يومياشتيني خوب او استراحت ته ځي او د جنورۍ په ۲۸ مه د افغانستان لپاره د لندن کنفرانس هم جوړېږي نو افغانستان به يواځې د اوو وزيرانو په درلودلو د دې کانفرانس کوربه او اجندا وي. آيا کوم دموکرات !هېواد چې له ۲۵ يواځې ۷ وزيران ولري هغه د نړيوالو دپام او اعتبار وړ ګرځي ؟ که فرض کړو چې ښاغلى کرزى به عجالتاَ سرپرست وزيران وټاکي نو پخپله ستاسو(د افغانستان دپارلمان ) د قانوني مسودې له مخې خو بايد د سرپرستۍ دوره تر يوې مياشتي ډېره نه وي او که تاسو همدانن هم رخصت وکړئ ښايي په دوه مياشتو کې هم راغونډ نشئ نو آيا داستاسو له خپل قانون سره ټکر نه دى؟
داسې هم ويل کېږي چې د پارلمان غړيو چې کومو وزيرانو ته رايه ورکړې دايې هم دسياسي معاملې اود ډالريز رشوت له مخې ورکړې دي او هغه وزيران چې باور رايه يې اخستې له قوې بهرني ملاتړه برخمن دي او دځينو وزيرانو په اړه نړيوال فشار خو رسنيو هم تائيد کړ او د رهين په اړه خودا شک ځکه قوي دى چې نوموړى خو پارلمان يو ځل عاق کړى هم وو نو بيا يې په کوم ډاډ راوست ؟
داسې ګونګسې هم دي چې پدې ستره لوبه کې پخپله حامدکرزى او د هغه ډله لاس لري،ناتائيد شوي خبرونه وايي چې بريالي وزيران دکرزي خپل نږدې ملګري دي چې پخپله د کرزي په اشاره ورته باور رايه ورکول شوې او کرزى ورسره په راتلونکې کې هم کار غواړي او پاتې سياسي يتيمان هغه خلک دي چې د هغه د ائتلافى ملګرو او د هغو با رسوخه اشخاصو او ګوندونو لخوا چې ده ورسره د ټاکنيز کمپاين پرمهال ، له ده سره د مرستې په بدل کې دوزارتونو ژمنه کړې وه پرده تپل شوي وو، د دوى په آند کرزي له يوې خوا له دوى ځان خلاص کړ اوپه ښکاره يې دا ورته وښوده چې ده خپله ژمنه تر سره کړه او نور مسئووليت نلري او له بلې خوا به په راتلونکي کې د خپلې خوښې اشخاص پارلمان ته معرفي کړي.
که چېرې دا نظر سم وي(خداى دې وکړي چې همداسې وي او نور وزيران يې اهل او وړ خلک وي ) نو دلته کرزي او د هغې ډلې د پخوا په څېر يوه بله اشتباه هم وکړه ځکه چې پدې يادوشويو وزيرانو کې ځينې د کار کسان هم وو او ځينې يې له ډېر قوي ملاتړ څخه هم برخمن وو. ښاغلي کرزي ته به د جهادي مشرانو، نورو مخورو او با نفوذه اشخاصو خفګان او د هغوى د ملاتړ له لاسه ورکول ارزانه او آسانه خبر نه وي او ښايي د ماهي(کب) د دې پستې غوښې له تېرولو سره به د ده په ستوني کې ډېرې لشکۍ بندې شي. که څه هم پدې لست کې طالبانو ،کا بل مېشتي اوسنګر ميشتي حزب اسلامي او نورو وسلوالومخالفينو ته ځاى نه وو ورکړل شوى خو په کابل کې ميشتو دهمدې جهادي ډلو ملاتړ د ده د دولت اسلامي رنګ پر ځاى کړيدى. ده که کومې رايې هم اخيستې دي دهمدې ډلو له برکته دي. بل دا چې داويا سلنې کابينې ردولود کرزي له ملي او بين المللي ملاتړه بې برخې او دغويي په ښکرولاړ حکومت نور هم بې اعتباره او وشرماوه.
له دې وروسته ښايي د ده له مرستيالانو سره هم د ده ګوزاره سخته شي ځکه چې د هغوى ملګري هم پارلمان رد کړيدې.
که چېرې په رښتيا هم د پارلمان پدې تصميم کې د ولسمشر کرزي لاس نه وي نو دا به د کرزي لپاره له زغمه وتلى چيلنج وي ، دا کار به دولس پر برخليک هم ناوړه اغيزوکړي، ادارې به په ټپه و درېږي، سوداګري ، راکړه ورکړه او پانګونه به کمه شي، خصوصي سکتور او شخصي متشبثين به لويوتشبثاتو ته زړه ښه نکړي ، غريب او مزدور خلک به د اوزګارتيا له ستونزو سره مخ شي، د اعتماد بحران به ژور او پر دولت او شرايطو نا باوري به نوره هم ډېره شي او تر څو چې نوې کابينه پارلمان ته معرفي کېږي اود پارلمان لخوا باور رايه اخلي او بيا کار پيلوي نو هره ورځ به د افغانستان کمزورى اقتصاد ميليونونه ډالره زيان زغمي.
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←