افغانستان داتومي ځواکونو درقابت ډګر
پدې کې هېچاته شک ندى پاتې چې دادرې پېړۍ افغانستان دګاونډيو او دنړۍ دستر زبرځواکونو دهوسو اوښکيلاکي موخو قرباني دى او پدې ټوله موده کې چې داهېواد په کوم اورکې سوځي دا پکې همدې ښکيلاکي ځواکونو او زموږ ګاونډيو هېوادونو بل کړى دى او تر نن پورې يې دژبغړانده کولو لپاره همدوى پکى وهي .
افغانستان له ۱۱۶۰ يا داحمدشابابا له دورې وړاندې دهوتکيانو په دوره کې له ايراني افشاريا نواو صفويانو سره لاس اوګرېوان وو چې ترڅو ميرويس نيکه او دهغه اولادې هغوى ته ماته ورکړه او ايراني شا (صفوي ) شامحمود هوتک ته خپل تاج په مخ کې کېښود او سرتيټي په دود يې خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه .
وروسته داحمدشابابا په دوره کې افغانان له هندي مرهټيانوسره ونښتل ، دپاني پت جګړې رامنځته شوې داجګړې لا کرارې نه وې چې په ۱۱۸۷ هجري لمريز دتيمورشا په دوره کې دانګرېزانو لاسوهنې پيل شوې او آن تقريباً يو سل او لس کاله افغانان له انګرېزانو سره په انحنايي يا له لوړتيا او ځوړتيا په ډکو جګړو بوخت وو ترهغې چې شاه امان الله غازي په ۱۲۹۷ هجري لمريز کال واک ته له رسېدلو وروسته دهغوى پر ضد ولس ملي پاڅون ته وهڅاوه او په ۱۲۹۸ هجري لمريز کال يې انګرېزانو ته تاريخي ماتې ورکړه .
په افغانستان کې دانګرېزانو دماتې پيل دروسانو دلاسوهنې او مداخلې پيل وو ،ترهغې چې په ۱۳۵۷ هجري لمريز دغويي په اومه يې دخپلو ګواډاګيو په واسطه دسردار داوود خان پرضدکودتا وکړه او په ۱۳۵۸ هجري لمريز دمرغومي په شپږمه يې خپل يوبل ګوډاګى ببرک کارمل په خپلو ټانګونو سپور دخپل يونيم لک وسلوال سره پوځ سره افغانستان ته رانوېست.
په افغانستان کې لادروسانو لاسوهنه پاى ته نه ورسېدله چې دالقاعدې نړيوال اسلامي تحريک رامنځته شو، دې تحريک هم دفلسطين ، سعودي ، کويټ،يمن،مصر،چيچن، داغستان او نورو ددوى په وينا محکومو هېوادونو او ولسونو دازادۍ لپاره خپله وسلواله مبارزه له افغانستان څخه پيل کړه ،او دادى اوس خو له نړيوال وسلوال حشر سره مخ يو.
دا يواځې همداهېوادونه ،ښکيلاکي ځواکونه او ګوندونه نه دي چې افغانستان يې له سياسي ثباته بې برخې کړى او انارشۍ ته يې زمينه برابره کړې ده ،بلکې ځينې نور هېوادونه هم شته چې دا فغانستان په ناارامۍ کې دخپل بخت سيوري ځليدلي ويني او په پټه او ښکاره موږ ته اور کري .
زموږ ۶۳ کلن ګاونډى پاکستان چې لايې اوس هم دخپل سياسي بلوغ عمر هم بشپړ کړى ندى، په سياست کې دومره استاد وخوت چې آن لا دخپل کوچنيتوب په لومړيو کې يې دافغانستان پنځه زره کلن سياست پوهان تېروېستل .
پاکستان لا دحضرت عيسى ع په څېر دمور په غېږ کې وو چې خبرې يې پيل کړې اودډيورنډ دپولې پر سر يې افغان حکومت ګواښه .
انګرېزانو چې کله په ۱۹۴۷ زېږديزکال پاکستان جوړاوه نو له هماغه وخته يې دې هېواد ته له ګاونډيانو سره منل شوې پولې ونه ټاکلې او غوښتل يې چې پاکستان دډېر وخت لپاره ددوى مشورو او قوماندې ته اړ وي .همدااوس پاکستان د څلورګاونډيوله ډلې له دريو( افغانستان ، چين او هند) سره ټاکلې او منل شوې پوله نلري او که يوې خواته يې دهند بحر نه واى نو هلته به يې هم له کوم ګاونډي سره پر پوله لانجه واى .
په افغانستان کې دکمونستانو له کودتا سره دلته دپاکستان لپاره دلاسوهنې ښه زمينه برابره شوه او دخپل حرص وږى غويى يې ښه موړ کړ.
هند که څه هم دافغانستان ګاونډى ندى خو تل يې دافغانستان په سياست کې ځان مطرح ا و دخيل ساتلى دى . هند دا فغانانو دجهاد پر مهال دروسانو او دهغوى دګوډاګيانو خوا ونيوه ، وروسته دروسانو په مرسته واک ته درسېدليو مجاهدډوله ډلو ترشا ودرېد او دادى په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان دامريکايي ائتلاق تر يرغل وروسته دحامد کرزي دحکومت ترشا ودرېد او په وينا يې تراوسه يې دافغانستان په بيارغونه کې له ۳،۱ميليارده ډالرو ډېر لګولي دي.
هند هغه هېواد دى چې له پاکستان سره پرکشمير دواکمنۍ په سر تاريخي دښمني لري او تراوسه يې ترمنځه کم ترکمه درې ځله سترې جګړې شوې چې وروسته هغه يې دکارګل جګړه بلل کېږي.
سياسي کتونکي له ډېره وخته پدې باور وو چې پاکستان او هند خپله سړه او توده جګړه له خپلو سرحدونو افغانستان ته راانتقال کړې ده .پاکستان دلته څو څو ځله هندي ګټې تر ګواښ او وسلوال بريد لاندې نيولې دي.
په نيمروزاو دافغانستان په نورو سيمو کې څوځله دهندي انجينرانو وژنه ، دهندي وسايطو تخريب، يوځل د ۲۰۰۸زيږديزکال دجولاى په مياشت کې په کابل کې دهند پر سفارت بريد چې په پايله کې يې دهندي ديپلوماتانو په شمول ۴۱ تنه ووژل شول ،بل ځل په ۲۰۰۹ کال کې هم په کابل کې همداسفارت ترزورور بريد لاندې نيول چې يوځل بيا پکې دهندي ديپلوماتانو په شمول ګڼ افغانان ووژل شول ،
همدارازڅه کم درې کاله وړاندې هم په جلال اباد کې دهندوستان دکونسلګري تردرانه بريد لاندې راتلل .
همدادوه اونۍ وړاندې دکابل ښار په زړه نوي ښار کې د سټي سنټر ترڅنګ په يوه مېلمستون کې هم هندي دولتي اتباع تربريد لاندې نيول هغه پېښې دي چې هند يې له پاکستان څخه انګيري .
دسياسي کارپوهانو له انده ،پاکستان مرګونې هڅې کوي چې له افغانستان څخه د خپل اصلي او تاريخي سيال هند لاس لنډ کړي خو دهند دبهرنيو چارو دوزارت مرستيالې نيروپاماراو په کابل کې ددوى پر اتباعوله وروستي بريد وروسته فايننشل ټايمزته وويل چې دوى به هېڅکله هم له افغانستان څخه په شا نشي .
هند هم دپاکستان دبريدونوپروړاندې لاس ترزنې ناست ندى.
څوڅو ځله پاکستاني افرادهم په افغانستان کې ووژل شول چې وروستۍ پېښه يې همدا څواونۍ وړاندې په کندهار کې دهغوپاکستانيو کاريګرو وژل دي چې ديوه سړک په جوړولو بوخت وو.
پاکستان وايي چې په افغانستان کې دهند سياسي اوديپلوماتيکې نماينده ګۍ ددوى پرضد پلانونه جوړوي ، دوى دپاکستانيو بلواګرو بلوچانو،په بلوچستان کې دروانې ناامنۍ اوپه ټول پاکستان کې دبمي بريدونو اونورو حملو ترشاه هم په کابل کې دهندسفارت اوپه ولاياتو کې ددې هېواد کونسلګريو لاسونه دخيل بولي .
دسړې جګړې او وروسته دروسانو پر ضد دافغان ولس دجهاد پر مهال له شوروي اتحاد او امريکا وروسته هنداوپاکستان يواځيني اتومي هېوادونه ندي چې افغانستان يې دخپل رقابت ډګر ګرځولى دى.
بلکې اوس يوځل بيااتومي امريکا له خپل يوبل دېرش کلن کمپرومايز نه منونکي رقيب اتومي ايران سره دلته جګړه پيل کړې ده .
امريکا له ايران سره دددې هېواد د اتومي اوهستوي وسلو پرسر له دوه لسيزو راهيسې نښتې او ديپلوماتيکه جګړه يې پيل کړې ده ، امريکا ملګري ملتونه ، دامنيت شورى، او نړيواله ټولنه پر ايران دتعزيراتو لګولو ، دايران ګوښه کولو اوسياسي انزوا ته هڅوي.
په افغانستان کې ددوى دسيالۍ ښه بېلګه داده چې ټاکل شوې وه تېره دوشنبه دايران ولسمشر احمدي نژاد درسمي پخواني پروتوکول له مخې کابل ته راشي خوبرعکس ده خپل سفر په ناڅاپي توګه وځنډاوه خوپه همدې ورځ بې له کوم مخکيني خبر اورسمي پروتوکول څخه دامريکا ددفاع د وزير رابرټ ګيتس الوتکه دکابل په هوايي ډګر کېناسته .
ګيټس پدې ورځ زموږ له هېوادڅخه پرايران دګواښونو توغندي وتوغول اوهغه هېواد يې پردوه مخۍ تورن کړ.
ايران هم چپ ندى او په سيمه کې دامريکا دځپلواوددې هېواد دنفوذ دمخنيوي لپاره يې ، په لبنان ، فلسطين، کويټ، عراق ،پاکستان او افغانستان کې دخپلو هم مذهبو شيعه ګانو پراخ نيټ ورک (شبکه )جوړکړى دى . ايران په دې سيموکې پخپلودوستانو لاس خلاصې پانګونه کړې چې داړتيا پرمهال به ترې کاراخلي . ان امريکايي او افغان چارواکي دعوه کوي چې داڅوکاله دهېواد په لوېديځ مېشتواو دايران په ګاونډکې په پرتو ولاياتو کې ايراني بمونه او له مخالفينو سره ايرانۍ وسله ويني .
کابل ته دګيتس له سفريوه ورځ وروسته چې کله احمدي نژادکابل ته راورسېد نو هغه هم صرفه ونکړه ، ده هم امريکا پر دوه مخۍ تورنه کړه او دعوه يې وکړه چې په اصطلاح تروريزم چې سپينه ماڼۍ يې پرضد ائتلاف جوړکړى او سيمې ته يې خپل پوځيان راوستي پخپله دپنتاګون دفابريکې توليد دى . دنژاد دخبرو معناداده چې تروريزم په سيمه کې دپوځي حضور لپاره يوه امريکايي پلمه ده.
درې شپې وړاندې حامدکرزي اود امريکا ولسمشربارک اوباما دويديويي سالون له مخې يوساعت په ټيليفون خبرې کړې دې دي . که څه هم ددې خبرو جزئيات لا درسنيو جنياتو استراف السمع کړي ندي خو داسې ويل کېږي چې اوباما له کرزي پدې خفه دى چې ولې يې په بندرعباس کې داحمدي نژاد لخوا ده (کرزي ) ته په منسوب شويو الفاظو سوړ غبرګون وښود.
داسې وېل کېږي چې پدې خبروکې پرايران دامريکا داحتمالي بريد په اړه دکرزي استمزاج هم شوى وي .
داچې په افغانستان کې که دهند او پاکستان جګړه روانه ده او که دامريکا او ايران نو سونګ توکي يې يواځې بيچاره افغان ولس دى او دادافغان چارواکيو دنده ده چې په پوره درايت او تعقل داتراژيدي کنترول کړي او افغانستان لانور هم دنورو دګټو قرباني نکړي
[email protected]
