چين دافغانستان لپاره ښه پانګوال
افغان ولسمشر حامد کرزى دروان لمريز کال دوري په دريمه ديوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د دکابينې دځينو غړيو او د ملي سوداګرو ديوه پلاوي په مشرۍ د چين ولسي جمهوريت ته ولاړ .
کرزي پدې سفر کې دچين له ولسمشر ښاغلي هوجين تاو، لومړي وزير جيه باو، دچين دخلکو دکنګرې له مشر ، دچين له پانګوالو ،سوداګرو اودپيکنګ دپوهنتون له يوشمېر استادانو او زده کوونکيو سره په بېلابېل ډول وکتل .
پدې سفرکې دواړو خواوو له افغانستان سره دچين د۱۶۰ ميليونه چينايي يوان مرستې ، چين ته د افغانستان پرصادراتو دګمرکي محصول دلېرې کولو،اودې هېواد ته دلنډمهالو زده کړو لپاره دافغان مامورينو دلېږلو پر قرارداد پاڼولاسليکونه وکړل .
همداراز ولسمشرکرزي پدې سفرکې چين وهڅاوه چې دحاجي کګ داوسپنې د ستر کان په راوېستلو اودکرنې او مالدارۍ او دانرژۍ په برخه کې هم پانګونه وکړي .
ښايي دولسمشر کرزي سفر يواځې اقتصادي او سوداګريزې موخې ونلري ،بلکې سياسي موخې هم ولري . چين يو له هغو هېوادونو څخه دى چې پر پاکستان هراړخيز نفوذ او له پاکستان سره اوږدې اوښې اړيکې لري کتونکي وايي چې کرزي له چين څخه غوښتي چې پر پاکستان ددې لپاره خپل نفوذ و کاروي چې دافغان دولت له مخالفينو سره په مبارزه کې جديت اوخلوص خپل کړي .
چين يو له هغو هېوادونو څخه دى چې له ۲۰۰۱ ز کال راوروسته يې له افغانستان سره مرستې کړې دي .
که څه هم دچين لوړ اقتصاد ته په کتو او له ګڼو اروپايي او امريکايي هېوادونوسره په پرتلې له افغانستان سره ددې هېواد لخوا شوې مرستې کمې دي خوبيا هم اړ افغانستان يې له مرستوبې برخې ندى پرېښى .
چين وايي چې تراوسه يې له افغانستان سره ۱۷۰ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړېده چې په کابل کې دجمهوريت روغتون او دپروان داوبه خورلوى کانال هم په همدې پيسو جوړ شويدي او هغه ۷۵ميليونه ډالر يې چې پخوا يې افغانستان ته پور ورکړي وو هم له افغانانو سره بلاعوضه مرسته وګرځوله .
افغانستان هغه هېواد دى چې دنړۍ تربل هرهېوادپکې چينايي محصولات او مصنوعات ډېر ښه او پرېمانه پلورل کېږي.
افغانستان نېستمن او يو سوچه مستهلک هېواد دى ، کورنى توليد اوتوريد يې له نشت سره برابرګڼل کېږي ، په هره برخه آن دډېرو کوچنيو اړتياوولپاره يې هم بهرنيو ته لاسونه اوږده کړي دي خوبرعکس له خاموتوکيو،مايع او جامدوکانونو ډک هېواد دى .او چين بيا هغه پرځان بسيا، صنعتي او دبډاى اقتصاد لرونکى هېواددى چې درګرده په درسته نړۍ کې خپلو توليداتو ته مارکېټ او خپلو فابريکو ته خام توکي لټوي . ددې خبرې معناداده چې چين او افغانستان يوبل ته سخته اړتيالري .
نه يواځې داچې افغانستان دچينايي توليداتومصرفوونکى دى ،بلکې داهېواد دچين لپاره منځنۍ اسيا ته دسوداګريزو کاروانونو ټرانزيټ اوترنورولارو اسانه لار هم ده .
افغانستان ډېرې ناسپړلې زېرمې او سترسترکانونه لري چې په وېستلو يې له شک پرته افغانستان له اقتصادي خپلواکۍ سره مخ کېږي او دراوېستونکيو شرکتونو منګولې يې هم ډکېږي .
که څه هم تراوسه له افغانستان سره د چين مرستې کمې بلل کېږي خو ددې هېواداړوند ديوې کمپنۍ لخوا دلوګر ولايت دمسو په کان کې ۲،۸۹ميليارده پانګونه په افغانستان کې ترټولو ستره بهرنۍپانګونه ده .
دهغه قرارداد له مخې چې دافغان دولت او دچينايي کمپنۍ ميټالورګيکال ګروپ (mcc (ترمنځ لاسليک شوى بايد په ۲۰۱۴ زيږديز کال دمسو داستخراج عملي کار پيل او شاوخوا لس زرو افغانانو ته دکار زمينه برابره شي ،چې حکومت به هم دماليې او ټکس په نوم له دې پروژې څخه هرکال ۴۰۰ ميليونه ډالره ترلاسه کوي.
داسې ښکاري چې چين په افغانستان کې وړيا مرستو ته ډېر چمتو نه وي خو که زمينه ورته برابره او ډاډ ورکړل شي نو په هره برخه کې پانګونې ته لېواله دى او په افغانستان کې د پانګونې لپاره داسې زمينې شته چې ميلياردونه ډالر پکې بوختېدلى شي.
دبېلګې په توګه جيولوجي پوهان وايي چې دافغانستان په هغوکانونوکې چې سروې شوي همدااوس ۱،۶ميليارده بيلره خام نفت او۴۴۰ميليارده مترمکعبه ګاز شته دي چې د وېستلو لار څاري.
داچې کرزي دسفر لپاره چين وټاکه دايوډېر ښه انتخاب دى اوس بايد دده دادارې چارواکي دده دسفرلاسته رواړنې تعقيب کړي ، چين وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي ، هغه ستونزې له منځه ويسي چې چين او نور پانګوال هېوادودنه او خصوصي سکتورونه يې په افغانستان کې له پانګوالۍ څخه وېرولي دي چې ډېر مهم يې په افغانستان کې نا امني، اداري فساد،بډې ، قانوني بيروکراسي( دپانګونې له موده لوېدلي زاړه قوانين)، رشوتونه ، سياسي ، اداري ا و اقتصادي مافيا دي. همدااوس هم دهغو دوه تنو چينايي انجېنرانو برخليک نامعلوم دى چې په فارياب کې دالمار_ قيصار پرسړک دکارکولو په وخت ددولت دمخالفينو لخوا تښتول شوي دي .
چين په افغانستان کې ددوى دستررقيب امريکا له پوځي حضورڅخه هم په وېره کې دى . داسې انګېرل کېږي چې امريکا د چين _ چې دنړۍ پر ليډر شيپۍ يې ورسره سړه جګړه ده _ په پانګونې ناخوښه دى ، چينايي چارواکي اټکل کوي چې ښايي امريکاورته ستونزې جوړې کړي همدالامل دى چې دعينکو دمسو قراردادي چينايي کمپنۍ mcc) ( دحاجي کګ داوسپنې دکان په داوطلبۍ کې له ګډون څخه ډډه وکړه .
ځينې امريکايي رسنۍ هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې هره ورځ ددوى عسکر وژل کېږي او ميلياردونه ډالره لګښت کوي پدې هېواد کې دچين پر پانګونې او اقتصادي لاسته رواړنو اندېښنې ښيي افغان چارواکي بايد ددوى دااندېښنې له منځه يوسي د اوږد مهالې پانګونې ډاډ ورکړي ،رښتونې هراړخيزه او ډاډمنه زمينه ورته برابره کړي .
افغان چارواکي بايد دديپلوماتيک توازن داصولو له مخې امريکايان او چينايان دواړه پدې قانع کړي چې يو دبل له استقامت سره کارونلري او ديوبل په چارو کې مداخله ونکړي چې په افغانستان کې دپانګونې لپاره زمينه برابره او افغنانو ته کار وموندل شي.
