اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دجهاني په شعر کې خيال تصوير اوعاطفه

دجهاني په شعر كې خيال تصوير اوعاطفه

دجهاني په زياترو شعرونو کې ان په ازادو نظمونو کې دتصوير ونو اوانځورونو په تناسب عاطفه اواحساس ډير پياوړى دى ۰ شاعر تخيل اوانځور کښنې ته اړه نه احساس کوي بلکې نيغ په نيغه اوپه څرگنده اوبربنډه توگه دخير وشر جگړه بيانوي ۰ (( دتخيل قدرت يعنې هغه بشپړ شور اوهيجان چې په کار لوييږي ۔ چې هغه احساسونه اوشيان اوبيلابيل تجربيات اوپه وختونو اوزمانو پوري اړوند په يوه خاصه لحظه کې سره راټوليږي اويا يو له بل سره انطباق پيداکوي ۔ اوپه داسې يوه ناپايه شيبه اومحدود زمان کې يو پراخه ځمکه انځور وي ۔ دتخييل قدرت يوازې هغه سرکش اوله مرکز څخه دتيښتي اوفرار اوتيت پرک وس نه دى ٬ بلکې دمخالفو حالاتو دتلفيق له پاره داسې قدرت دى اودطبيعيت په باب دانسان دبيلابيلو انگيرنو څخه عبارت دى ۔ تخيل په سيده توگه له حافظې را ولاړيږي ۔ کله هم په زمانې تداوم کې په حافظه کې خوندي ساتي اوکله هم هر څه غورځوي ۔ چې دحافظې ځينې برخې له منځه يوسي اودتصايرو په وسيله هغه يو دبل په خواکې کيږدي اويوه فکري اوعاطفي کړۍ ايجاد کړي ۔ (۶) طلا درمس ۸۴۷مخ
تصوير په نوم شعر :
سړه دژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لکه ماشوم په وړانگو لوبي کوم
ستا دتصوير مخې ته ودريږم
اودا يوه لحظه دې خپله کمه
هلته سينه کې غوليدلى زړگى وخوځيږي
اوپردۍ مينې ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي
پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه
بيا دسبا دلمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعې ولگيږي
سترگې سوځي
خو يو ناڅاپه دتصوير له سترگو
دژوند اومينې رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه اوتصوير پاته سو
اوزړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه ليوني لاسونه
بې ارادې دتصوير خواته ځغلي
تصوير څيرې اوژمنۍ سکروټې
لمبه لمبه کي دکلو خيالونه
لايي لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده
لا دتصوير بې نوره سترگې زما پر لور کږې دي
چې په سينه کې مې دزړه په تل کې
ستا له تصويره سره مينه نوى اوربلوي
اوپه رگونو مې بڅري گډ سي
نور دې تصوير ته هم کتلاى نه سم
يوه لحظه دې خپلولاى نه سم
اودادژوند سره ملگري لمبې
دا په رگونو کې ژوندي بڅري
دادتيارو دا درڼا ملگري
ستا دخيالونو له محله سره
په تصوريرونو رويباري نه کوي
۹۲ - ۳ - ۱۲
پورتنى ازاد شعر چې دانځور کښنې په زړه پورې بيلگه ده . دچا خبره دخوب اوبيدارئ تر منځ ديو حالت شاعرانه تصوير دى . چې لوستونکي ته پيښه په مخ کيږدي . حادثه له خيال نه هستيږي . ذهن عينيت ايجادوي اوپه تدريج سره لوستونکې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پيښې سره مخامخ دې . حادثه سره له دې چې ټوله دراوي په ذهن اوخيال کې غځيږي . خو شاعر په لوستونکي په وړاندې ديو ډول مصنوعي خوب دغالبولو نه کار اخلي اولوستونکى او اوريدونکى له ځانه سره مل کوي ، بلکې په حادثه کې ورته گډون ورکوي ، اوبالاخره کيسه پاى ته ورنږدې کيږي . دجهاني دا ډول شعرونه په ډيرو ساده کلماتو اوتصاويرو کې سينگار شوي دي خپل وزن يي هم دنويو معاصرو ادبياتو اوهم دپښتو ژبې دقدرت په برکت ساتلى دى .
اکبر کرګر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←