اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ کور
Ahmad Shah Bawari
ارواښاد

احمد شاه باوری

Ahmad Shah Bawariد PSDP د مشرانو جرګې غړی

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې غړی ښاغلی احمدشاه باوری په کال ۱۹۳۷م د می په مياشت کي د ننګرهار ولایت په شاهي کوټ کي زیږیدلی وو. د ښوونځي له پای ته رسولو څخه وروسته، د کابل په پوهنتون کی د پښتو ژبي په ادبياتو کی تحصيل کړی، چې ډير کلونه یې په کابل راډیو کی د ژورناليست په توګه دنده ترسره کړې وه .

وروسته په کال ۱۹۶۸م کی د ژورناليزم په رشته کي د لوړو زده کړو له پاره المان ته راغی. ارواښاد احمد شاه باوري د ۷۷ کالو په عمر د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله په پښتونخوا کې په 08.02.2014 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړې او په همدې ورځ د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په قلعه شاهي کي خپله پلرنۍ ادیره کي خاورو ته وسپارل شو .

Late Ahmad Shah Bawari, Diplom Journalist de Pakhtanu tolaniz walaswaliz gun de Mashrano Jargi gharrai