اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ کور
Khan Mohammad Mubariz Zapai
د مشرانو جرګه · PSDP

خان محمد مبارز څاپی

Khan Mohammad Mubariz Zapaiد PSDP د کورنیو چارو مشر

د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند( PSDP ) د مشرانو د جرګې غړی پیاوړی شاعراونامتو لیکوال ښاغلی خان محمد مبارز څاپی د لغمان ولایت د الیشنګ د ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې بیا ورسته ئې د بغلان په ولایت کې استوګنه غوره کړه.نوموړي د هیواد په مختلفو اداري څانګو کې کار کړی دی. وروستی ماموریت ئې د لغمان ولایت داداري مدیر په حیث سرته رسولی دی. د ۱۳۴۱ ه ش کې ئې شعرو شاعري پیل کړې. په ۱۳۵۷ کال پېښور ته مهاجر شوی او د څه وخت د تېرولو وروسته جرمني ته تللی، چې لا تر اوسه پورې په جرمني کې اوسي. د لیکوال چاپ شوی کتابونه ژوبل احساس : ( د شعرونو ټولګه ) ګلپاڼه : ( د شعرونو ټولګه ) زرپاڼه : ( د شعرونو ټولګه ) دین ژبه او ملت : (په دریو برخو کښې چې دوه برخې ئې څیړنیز نثر اودریمه برخه ئې اشعار دی ) کاوون او کډوالۍ : اوله برخه قیصه او دوهمه برخه ئې شعرونه