دمندوخیل په مړینه
[01.Jun.2017 - 11:05]دقامپرست سیاستوال عبدالرحیم مندوخیل په مړینه دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوند خواخوږي
د قامي دغورځنګ او دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مخکښ د پښتو ژبې او کولتور په چوپړ (خدمت) نه ستړی کیدونکی چارند (فعال) عبدالرحیم مندوخیل د روان ۲۰۱۷ ع کال د مۍ د میاشتې په شلمه نېټه د خالي (شنبې) په ورځ په سهیلي پښتونخوا کې د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې .
انا لله و انا الیه راجعون
قامي مبارز ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل دپښتنو دحقوقو ددفاع ، دپښتنو دسوکالۍ ، ابادۍ او دیووالي لپاره دخپل ژوند ډېره برخه وقف کړې وه.دپښتو، پښتونولۍ سره یې بې کچه مینه لرله او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره یې نزدې اړیکي لرلې
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل میړنه ولس او هیواد ته نه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، سیاسي او ادبي ملګرو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار د جنت فردوس غوښتنه کوی.
جنتونه دې په برخه شي