(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مدني ټولنې پېژندنه او کاریې!

[12.Oct.2015 - 17:37]

لیک:خوشال درانی

له بده مرغه زموږ هېواد ته هر څه د نورو هېوادونو څخه کاپي پیسټ راځي. نه پکې زموږ خپل نظر وي او نه  یې ځينې شیان زموږ د ټولنې د عنعناتو او کلتور سره سمون لري؛ خو دلته یې ځینې پلي شوي او د ځینو د پلي کېدو هڅه روانه ده.

زموږ زیات هېوادوال تراوسه مدني ټولنه او مدني فعال نه پېژني، خو د رسنیو څخه هره ورځ «مدني ټولنې او مدني فعال « اصطلاح اوري.

د مدني ټولنې پېژاند ته تراوسه داسې پېژاند نه دی وړاندې شوی، چې ټول پرې یوه خوله وي؛ ځکه ټولنې فرق کوي او د مدني ټولنې او مدني فعال پېژاند په هره ټولنه کې ځانګړی پېژاندلري.

د مدني ټولنې باره کې مې بېلابېل پېژاندونه ولوستل؛ خو دغه پېژاند راته تر نورو لږ منطقي او پر ځای ښکاره شوو.

د مدني ټولنې تعریف :هغه وګړي چې د ټولني د خیر ښېګڼې په موخه راټول شي او د ټولنې معنوي او مادي خدمت ته ملا وتړي؛ هغوی ته Civil society مدني ټولنه او Civil Activist  مدني فعالان وایی.

د مدني ټولنې او مدني فعالان اصطلاح د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ سره سم د نورو شیانو په څېر له بهره هېواد ته را وارد شوه. په هېواد کې په بېلابېلو نومونو مدني ټولنې جوړې شوې او په کار یې پیل وکړ. دلته زیاتې مدني ټولنې او مدني فعالان په دې نه پوهېږي، چې څه وکړي او ددوی دندې کومې دي؟ زیاتې مدني ټولنې او مدني فعالان د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او د ځینو استخباراتي ادارو   په مرسته فعالیت کوي او دوی ورته د پیسو د بوجیو خوله ورخلاصې کړې او دوی هم د افغانستان د خلکو او د افغانستان د موجوده قوانینو پر خلاف خپل کارونه کوي. زموږ مدني ټولنو او مدني فعالانو داسې ټولنې جوړې کړې، چې زموږ ټولنه ورته په اوسني وخت کې هېڅ اړتیا نه لري او نه یې ورته اړتیا وه.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې مدني ټولنې او مدني فعالان په بې پرې توګه ټولو هېوادوالو ته کار کوي او په خپله ټولنه کې ښه محبوبیت هم لري. دلته زیاتې مدني ټولنې او مدني فعالان قومي، ژبني، سمتي او ګوندي دي او هر څوک او هره ټولنه په پورته شیانو کې نښتې ده.

د مدني ټولنو کار او فعالیت یې!

پورته ذکر شول، چې مدني ټولنې باید د ټولنې لپاره د خیر ښېګڼې کارونه وکړي او د ټولنې  د درد دوا دې شي. زموږ د زیاتو مدني ټولنو فعالیتونه د اسلام د مبارک دین او افغان کلتور سره اړخ نه لګوي او دولت هم خپلسریو ته پرېښي دي.

د روان کال د مارچ پر اتمه په کابل کې یو شمېر ځوانانو  چادرۍ په سر کړې او د حجاب پر ضد یې لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې ویل، چې د ښځو په چادریو کې زړه تنګیږي او چادري باید د افغاني ټولنې څخه وویستل شي. دغه ځوانان د ګوتو په شمېر وو؛ خو په دغه کار سره یې ټولو افغانانو  ته چیلج ورکړ؛ ځکه ددوی پر وړاندې نه عام افغانانو او نه هم دولت کوم اقدام پورته کړ.

حجاب د الله ج حکم دی او ښځې یې مکلفې کړي، چې باید حجاب واغوندې.

د روان کال د مارچ پر پنځمه په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د « د خره« نمانځغونډه وکړه او خر یې د ټولنې بې قدره خدمتګار یاد کړ. په دغه غونډه کې چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه ورته ځوانان رابلل شوي وو، ټولو په یوه خوله سره وویل، چې «خر« سره په افغاني ټولنه کې ظلم کېږي او د خر قدر افغانانو نه دی پېژندلی. ځینو ځوانانو په دغه غونډه کې خر د جهاد پر وخت د «مجاهد« نه هم غوره وبللو او خر ته یې د «نر« خطاب وکړ.

په هغه ټولنه کې چې د «انساني حقوق«  تراوسه د پښو لاندې کېږي، انسان ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي، یو انسان د بل انسان نه په امن کې نه دی، هلته د خره نمانځل حتماً د  پردیو پروژیانو کار دی.

دې ورته ډېرې غونډې د مدني ټولنو او مدني فعالانو له لورې د اسلام د مبارک دین او د افغانانو د کلتور پر ضد شوي دي او دغه لړۍ لا روانه ده.

زه نه وایم، چې په ټولیز ډول دې مدني ټولنې بندې شي او ټولې دې له کاره وغورځول شي. مدني ټولنې او مدني فعالان دې د خپل کار ځای وپېژني او هغه کارونه دې ترسره کړي، چې ټولنه ورته اړتیا لري.

-
بېرته شاته