(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واده ښځه ېم

[02.Aug.2019 - 09:35]

شاهرخ حیدري/ زه یْوه واده ښځه ېم

____

زه یوه ښځه یم، یوه ایرانۍ ښځه

د ماخوستن اته بجې دي دا وخت

د سهروردي سړک شمال لوري ته

بهر روانه یم،

                  ډوډۍ اخلمه

نه مې سینګار کړی,

                     او نه خو مې اغوستې دي زړه وړونکې جامې

سپینه څرکېږي مې د ګوتې ګوتمۍ

د کوڅې سر کې دلته

دغه اووم موټر دی

چې دی تر شا را پسې

وروستی یې وایي: ته مېړه ضرور لرې چې لرې،

                                                               ما هم موړ کړه

هر څه چې غواړې درته وا به یې خلم

دلته نانوای و ګوره

شوې اته نیمې بجې

نانوای اوړه اغږي خو نه پوهېږم ولې ماته ګوري او سترګک وهي

لاس مې په لاس باندې کښېکاږي چې ډوډۍ راکوي

ګوره تهران دی دغه

چې پورېوځم تر سړک یو موټروان زما په لوري راځي

زه کړم ډوډۍ او لاس کڅوړه مې په ځان پسې ټینګ

او موټروان مې رانه بیه پوښتي:

- د یوې شپې څومره؟

زه پوهېدمه نه چې څومره ده د شپو بیه

دغه ایران دی ګوره

لاس یې را تېر پر کوناټیو کړ چې ږغ مې وکړ

له ما نه لرې شو ځوان

لا مې خولې د خجالت وچې هم نه وې کور ته ورسېدم

هلته مې ولید انجینېر صاحب

شریف سړی چې له مېرمنې او له لور سره اوسېږي پر دویم منزل

- "سلام ښاغلی انجینېر صاحب

مېرمن دې ښه ده،

                        او لورجانه دې ښه؟"

- "سلام! ته جوړه یې؟ خوشاله یې؟ هیڅ نه ښکارې

ریښتیا نن شپه مې کور کې نه شته هیڅوک

که وي ممکن راشه خراب دی کمپیوټر د نیلوفر سم کړه

بېخي غراری کوي شور کوي

دا مې موبایل څومره غواړې پرې خبرې وکړه

په انتظار به دې یم"

زه په حیرت کې ډوبه وایم ورته:

- "که وخت وو ولې نه، په سر سترګو"

دا د اسلام خاوره ده

دا د امام رضا، د ډېرو امامانو د بچیو وطن

دلته چلېږي د اسلام قوانین

له دغې خاورې را ټوکېږي بس جنسي ناروغان

دلته خو دین، مذهب، قانون او رواج نه ژغوري تا

ده اسلامي جمهوريه دا وطن

زه یوه ښځه یمه

که مې مېړه وغواړي و به کړي څلور ودونه او پوره څلوېښت مینې

زما وېښتان ما جهنم ته بیایي

زما د تن عطر سړي را ګرځوي له جنت

هیڅ عدالت نه اخلي رایه زما

که سړی ماته طلاق راکړي غیرتمن یادېږي

که زه طلاق غواړم نو وایي: تر خپل حد واوښته

د لور واده ته نه شته زْما د اجازې اړتیا

مګر ضرور پکې د پلار اجازت

زه دوه کارونه کوم

هغه له کاره کور ته راشي او آرام کوي

زه کور ته راشمه بیا کار کوم پیدا چې کړم هغه لره اسباب د آرام

زه یوه ښځه یمه

سړي دا حق لري چې ماته ګوري

خو که زما سترګې ناڅاپه هم ور واوښتلې

بس ګناهګار او مرداره شومه

زه یوه ښځه یم،

                     پر ټولو بندیزونو او ناخوالو باوجود هم یوه ښځه یمه

چې اشتباه ده په زېږون کې زما؟

که په دې ځای کې، چې زه لویه شومه؟

زما بدن، زما وجود او زما فکر واړه

ګرو کړي دي یو د درنو جامو سړي څو عربي کلمو

زه خپل کتاب کړمه بدل که مې د خاورې د سړیو فکر

که ځان بندۍ کړم د کوټې په کونج کې نه پوهېږم

زه نه پوهېږم چې په بد ځای کې نړۍ ته راغلم

او که په بد وخت کې نړۍ ته راغلم.

_____________________

ژباړه: بارکوال میاخېل

 

14 جولای 2019م کال

ویرجینیا- امریکه

-
بېرته شاته