(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما د فیسبوک ملګری

[04.Sep.2023 - 19:43]

زما دفیسبوک ملګری ،  لیکوال ، شاعر  او  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  فعال او تکړه غړی ښاغلی نصیر ستوری :

لیک: ډاکتر لطیف یاد

ښاغلی نصير ستوری د مشهور ملی او  سیاسي  شخصیت ، لیکوال او شاعر ارواښادډاکتر کبير ستوري زوی په ټبر ایسپزی په 1969 کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې زیږېدلی دی. 
زده کړه يې د خاص کونړ لېسه, د ننګرهار لېسه  او د ننگرهار د بایزید روښان په پوهنتون کې کړې ده. 

ښاغلی ستوری د ننگرهار پوهنتون د کونړ دپوهیدونکو د ټولنې Kunar Student Fedration د بنسټ ایښودونکو د ډلې مخکښ او د اداري چارو مشرې ئې په غاړه لرله.

 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د " ځوان پښتون " د ډلې غړی,   د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې (وفا) غړی او د وفا محالنۍ​ ورځپاڼې  او په انگریزی وونیزه « جهاد ډایجسټ » او د البنیان نیوز  خبري اژانس کې هم دنده لرله. 

   د "افغان میډیکل ایډ" د روغتیا ئې کورسونو د زده کوونکو لپاره ئې انگریزي درسونه په پښتو ژباړلي او د پښتو ژبې ښوونکی یې وو.

 د افغان نوټهېلف Nothilfe له خوا د خاص کونړ د کلینیک  او پېښور کښې​ د شاګۍ​ د غونډ د روغتېایي کلینیک زمه وار (مسئول) پاتې شوی دی. 
________________ 
په 1994 کال کې جرمني ته کډوال شو.په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند پښتونخوا / افغانستان  د دارالانشا  مرستېال او د ګوند د  خپرنیز اورګان    " پښتونخوا " د خپرونې جرگې غړی شو . 
 په 2007 کال کې  دپښتنو ټولنیز ولسولیز  ګوند د جنرل سیکرټري (عمومي منشي) په توګه وټاکل شو. 
دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د اروپا د ټاکنو ډلې ( ایلکشن کمېشن ) غړېتوب لري, چې همدې کمېسون ته د اروپا د PTM د څار ېا ډیسپلین دنده هم ورپه غاړه ده. 

د خاص کونړ ادبي, کولتوري ټولنې د پښتونخوا د پوهنې دېرې او په جرمني کولن ښار کې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار د ډلې غړيتوب هم لري. 

دقامي سېاست په ډګر کې یې  د خپل پلار ارواښاد ستوري په پل  پل اېښودی او  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د چتر لاندې د پښتونخوا (د احمدشاه بابا افغانستان) د خپلواکۍ , دپښتنو د یووالي سوکالۍ او قامي وحدت لپاره  هلې​ ځلې کوي. 

د کرښې ​دواړو خواوو پښتنو قامي مشرانو  ته یو شان درناوی لري,  په سیمینارونو, غونډو او کنفرانسونو کې یې برخه اخېستې ده او دقامي خوځښتونو د غږ سره یې خپل غږ مل کړی دی.

  پښتانه هنرمندان لومړی ټوک: د پښتنو سندرغاړو سره مرکې او  پښتانه د ولس پېژندنې له نظره : د ارواښادکبیر ستوري ناچاپه لیکنې یې  راټولې کړې,  ترتیب کړې  او چاپ کړي دي.
ښاغلی ستوری صیب له اوږدې مودې راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . زه دده پر ملګرتیا ویاړم او له لویه خدایه ورته دزیاتوخوشالیو او  بریاوو هېله کوم.

-
بېرته شاته