(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هڅوب

[23.Sep.2023 - 13:43]

 

هڅوب culture/Kutur 

لیک: نصیر ستوری

هڅوب - کولتور/کلتور- کلچر-ژواک بیلا بیل, ډېر اړخیز  پېژند/ تعریفونه لري

د یو قام دود دستور، رسم و رواج, مذهبي عقیده، ژبه، ټنګ ټکور (موسیقي)، کالي، ودانۍ ، ادب، پخواني زېرمې , ارمانونه، خوبونه، راشه درشه، لنډه دا چې د ټولنیز  ژوند ټول اړخونه دهغوۍ کولتور جوړوي.

 

ارواښاد  راج ولي شاه خټک وايي:

کولتور د یو قام د ژوند تیرولو طریقه وي. کله چې یو قام د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره لارې چارې جوړې کړي نو کولتور په وجود کې راشي. چې کله د یو قام کولتور ختم شي،نو د هغه قام د ختمیدو خطرې هم پیدا شي.

 

استاد حبیب الله رفیع بیا وايي:

کولتور د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، موسیقي، کالي او د هغوي ټولنیز ژوند دی.

 

ارواښاد کبیر ستوری  د پښتني کولتور په هکله وایي:  

پښتانه  د يوه بډایي او موړ کولتور خاوندان دی, چې #پښتنونولي نوميږي

پښتونولي د جرګو يو  ولسوليز  ( ډیموکراټیک/جمهوري) سيستم دی، چې بنسټ ئې پر  #پښتو ولاړ دیپښتو يوازې د پښتنو ژبه نده،  بلکې د يو لړ ستاینومونو (صفتونو) ټولګه  ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، د وطن او خاورې سره مینه، ورورولي ، ننګ او داسې نور ، چې هر پښتون ئې که موړ وي او که غريب بايده دي،  چې ولري.                                                                             پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشال خان بابا وائي :

درست پښـتون له قـندهـاره تـر اټکه 

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

 

مشر منظور پشتین وایي

کولتور د یوې ځانګړې سیمې یا خلکو یا ملت ځانګړي دودونه (رواجونه / کړنې ) چې په هغه ټولنه کې د ښه او بد معیارونه ټاکلو کې لوئ اثر لری.

کولتور د وخت په تیریدو سره د بدلون لپاره انعطاف لري.

د وخت په تیریدو سره د طبیعي ارتقاء پروسې (قدرتی ارتقائی عمل) د لارې هر ملت په طبیعي ډول د کولتوري بدلونونو سره تیریږي.

خو له بده مرغه په ​​استعماري نړۍ کې د تکامل طبیعي بهیر ( قدرتی ارتقائی سفر) تل د زور له لارې تخریب شوی دی.

ځکه په استعمار ځپلو سیمو کې کولتور/کلتور په خپل مکمل خالص شکل کې موجود نه وی.

د جنګونو، مسافرئ، استعمار، د رښتیني اولسي استازېتوب (نمایندګۍ) نشتوالی او یو شمېر نورو لاملونو له امله زموږ په ټولنه کې هم کولتور په خپل  پوره بشپړه (مکمل اصلي) بڼه (شکل) کې وجود نه لري.

 

د پښتنو د کولتور ورځ دې ټولو ته په دې هیله مبارک وي، چې د وطن هر وګړی په ځانګړې توګه پوهان د کولتور د بیلابیلو اړخونو په مثبتو او منفي اړخونو بحث وکړي او خپل ولس ته د هغې له ګټو او زیانونو خبر وکړي او په هغه کې د ټولنې د پرمختګ لپاره لاره وښائی او په هغې د عمل هڅه وکو.

 

ډاکتر سیدعالم مسید  وایي:

کولتور , د يوې ټولنې ټولنيزو کړه وړه ته ويل کيږې, چې پکښې باورونه، هنرونه او ټولنيز بنسټونه را درومي او دغه له يوه نسل بل نسل ته ليږدول کيږي.

کولتور/هڅوب د ټولنې لپاره د ژوند لاره بلل کيږي، په دې کښې د ادب ټول کوډونه لکه جامې، ژبه، مذهب، رسمونه او هنر شامل دي.

 

کلتور د يوې ټولنې په  بشپړ ډول استازولي (نمايندګي)کوي د نورو ټولنو تر مينځ او دا ددې لارې ټولنه پېژندل کيږي.

کولتور د يوې ټولنې عکاسي کوي د نورو ټولنو په پرتله او کولتور د يوې ټولنې ټولنيز ژوند کړه وړه ښايي.

 

اوس وخت دی بايد موږ له خپل هڅوب/کولتور څخه هغه ناوړه دودونه, رواجونه يا کړنې وباسو کومو چې د ژوند د پر مخ تګ لاري تړلې دي او هغه ټول په نوښت بدل کړو

لکه د يو او بل درناوى، په ټولنيز ژوند کښې برابري، تربور ګلوي په ورورولي بدلول، خپلو خوېندو، لوڼو او ښځو ته د هغوی برابر حق ورکول د اقتصاد، علم او د سياست. او له ښځو سره هم داسي درېدل لکه د زوی او ورور سره، چې تر څو موږ وکولی شو په ګډه خپله ټولنه پر مخ بوځو او د نړۍ سیاله یې کړو.

#PashtunCultureDay

 23September2023. 

(نصیر ستوری)

-
بېرته شاته