(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډېورنډ کرښه

[21.Oct.2023 - 13:29]

د #ډیورنډ_کرښه

په اګست ۱۹۴۷کې پاکستان د هذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایته (سوبي) د لودېځ او ختېځ  پاکستان په نامه لرلي

په ۱۹۷۱ ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نیټه په اقتصادي بنسټ له پاکستان نه لویه برخه بیله شوه ځان ته ئې د خپل ملت په نوم بنګله دیش (بنګالیانو) هیواد جوړ کړ

بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بیل شواو دائی ثابته کړه چې د هندوستان تقسیم د مذهب په نوم غلط ؤ; قوم او اقتصاد کامیاب شو او هغه تیورې هم غلطه شوه کوم ته چې دوۍ Two Nation Theory ویله

نو اوس خو د انګریزانو له خوا جوړ شوی پاکستان د سره نه شته اود ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو دخپل ټاټوبي لرې او برې پښتونخوا تر منځ ده.

دغه کرښه د De fecto په بڼه (شکل) شته، مګر د De Jure حیثیت نه لري مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري

علي خان مسید 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر .  

http://pashtoonkhwa.com/?page=eng2&cnt=2494

 

د پښتنو ټاټوبي د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تیري کوونکو د جنګ ډګر ګرځیدلی دی, چې تر ټولو زیات  ئي د کرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه / قبائیلي سیمي ځپلې دي

د همدې غمیزو او ناورینونو له امله قبائیل د اقتصادي، پوهنیزو (علمي)، کولتوري ،سیاسي، ټولنیزو، او د ژوند د پرمختیا د ډیرو اړینو برخو څخه بي برخي او روسته پاتې شوي دي.

نصیر ستوری

-
بېرته شاته