(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عبدالمنان خان په مړینه

[21.Oct.2023 - 14:41]

د ارواښاد عبدالمنان خان په مړینه د غمرازۍ​څرګندونه

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPمخکښ او د مشرانو د جرګې غړي ښاغلي جلیل خان ورور, د زیدې خان,  ولسي او قامي خدمتګار عبدالمنان خان په پښتونخوا کښې په 06.10.2023 نېټه  لدې فاني نړۍسترګې پټې کړې.

انا لله و انا الیه راجعون

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګه او غړي د ښاغلي جلیل خان او کورنۍ​ سره پدې بې وخته او درون غم کښې ځان شریک ګڼي, اروښاد ته د لوې څښتن له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي.

جلیل خان او ټولې کورنۍته یې دزړه صبرغواړي

لوې رب دې ارواښاد عبدالمنان خان وبخښي

امین

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

-
بېرته شاته