(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهزادګۍ هندیه

[21.Oct.2023 - 14:44]

له ایراني کاظم ملک سره د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د واده  کیسه

په ۱۹۵۱ کال کې شهزادګۍ  هندیه له ایراني کاظم ملک سره واده وکړ, ایران ته لاړه او په مشهد کې میشته شوه. 
د خپل ایراني میړه څخه یې دوه لوڼې لرلې چې نومونه یې ثریا (په 1954 کې زیږیدلي) او حمدم (په 1958 کې زیږیدلي). مګر ددوۍ​ واده د 8 کلونو څخه زیات دوام ونکړ. 
له کاظم ملک ایراني سره د هندیه شهزادګۍ د واده کیسه  په زړه پورې ده. 

په ۲۰۰۴ کال کې په جرمني کې یوه ورځ له مېرمن هنديه وپوښتل شو, چې څنګه یې د ایران له کاظم ملک سره ولیدل او واده یې وکړ؟

هغه په ​​مهربانۍ او موسکا ځواب ورکړ: 
کاظم ملک په ښوونځي کې زما د ورور ملګری و او تل به زموږ کور ته راته. 
زه هغه وخت د هنر کورس ته تللم. یوه ورځ چې کاظم ملک زموږ په کور کې ناست و، مور ته مې وویل چې د کورس پیل ته وخت نږدې  دی او زه باید ژر تر ژره کورس ته ورشم. 
کاظم ملک وویل، زه کولای شم له خپل موټر سره هندیه کورس ته بوزم او بېرته یې راولم. 
مور مې وویل: له کاظم ملک څخه به بل ښه څوک وي, چې تا له خپل موټر سره کورس ته ورسوې، که ته د هغه په ​​موټر کې ولاړې، په خپل وخت به ورورسېږې، ما وویل ښه ده. 
بیا د کاظم ملک په موټر کې کېناستم او کورس ته ورسېدم . کله چې کورس ته ورسیدم، ما وویل, چې زه به  له موټر همدلته  ښکته شم. 
کاظم وویل: ایا زه دلته ستاسو د کورس تر پایه انتظار کولی شم؟ 
ما وویل نه، زه پخپله راځم. 
کاظم ملک وویل: ته پوهېږې هندیه جانې ! زه له تاسره مینه لرم او که یوه ورځ زه تا ته د واده وړاندیز وکړم او ته اجازه ورنکړي چې تا سره واده وکړم, نو  زه به ځان ووژنم. 
ما وویل چې زه له تا سره هیڅ مینه نه لرم او زما پلار به هیڅکله زما له اجازې پرته داسې پریکړه ونه کړي. 
هغه وویل، داسې مه وایه، زه به همدا اوس ځان ووژنم. ما وویل چې تاسو حق لرئ، زه تاسو نه غواړم. 
د دې خبرې په اورېدو سمدستي یې له جیب څخه د ګولیو یوه کڅوړه راوویستله او ویې ویل: قسم خورم یې  که بیا دې راته "نه" وویل ,  نو په دې درملو به ځان ووژنم. 
ما وویل تاسو واک لرئ او خپله خوښه مو ده! 
ما ولیدل چې هغه ټولې ګولۍ ( ټابلیټ) په یوه وخت کې په خپل لاس کې واچولې او تیرې یې  کړې.
ما وویل: دا څه کوې، ته لیونی یې؟ مه یې خوره
مګر  هغه ګولۍ وخوړلې او بیا ما ولیدل چې د هغه له خولې څخه سپین ځګ  راوتلی و. 
ټکسي ته مې زنګ وواهه، روغتون ته مې بوته، ډاکټرانو يې درملنه وکړه، خو بې هوښه و.

زه کور ته راغلم او مور ته مې وویل چې داسې پیښه شوي ده. 
ورور مې سمدلاسه روغتون ته لاړ .
تر سبا سهاره پورې کاظم ملک په هوش نه و راغلی او بیا چې کله په هوش شو او زمونږ کور ته راغی نو زما ورور او پلار ته یې وویل چې که هندیه راسره واده ونه کړي زه به بیا ځان ووژنم. 
پلار مې کور ته راغی او په غیږ کې یې ونیولم او زما پوزه یې هم ونیوله  او ویې ویل: زه حیران یم چې کاظم ملک له دې پوزې سره مینه لري، په داسې حال کې چې زما نورې لوڼه  له تا څخه ډیرې ښکلې دي. 
له دې پېښې وروسته مې د خپل مور او پلار په مشوره اوخوښه له کاظم ملک سره د واده کولو هوکړه وکړه ترڅو د یوه انسان ژوند وژغورل شي.

خو کله چې ایران ته لاړم نو وزګاره وم. ما د ځان لپاره یو کار وموند، او هغه دنده د ناروغانو او اړو میرمنو سره مرسته وه، کوم چې اسانه کار هم نه و. 
خو کاظم ملک زما له کاره خوښ نه شو او ويې ويل چې ته داسې کار ته اړتيا نه لرې او دا کار پرېږده! 
څه موده وروسته ما هغه دنده پرېښوده او د روږدو والدینو څخه د نویو زیږیدلو ماشومانو د پالنې مسولیت مې په غاړه واخیست، کاظم ملک زما له دې کار څخه هم خوښ  نه و, خو زما له دې کار سره ډیره مینه وه، نو ما د کاظم ملک مشوره رد کړه او خپل کار ته مې دوام ورکړ, پدې سره د کاظم ملک سره زما ژوند ستونزمن شو,  ما ورته وویل چې که تاسو زما په دې دنده خوښ نه یاست، موږ به لارې بېلې کړو. 
بالاخره په ۱۹۵۸ کال کې زه له کاظم ملک څخه بېله شوم , له کاظم ملک څخه ما د ثریا او حمید په نوم دوه لوڼې لرلې , د خپلو لوڼو سره یو ځای ایټالیا ته راغلم او له مور او پلار سره یوځای شوم.
 
۸ کاله وروسته په ۱۹۶۶ کال کې هندیه له ډاکټر عبدالرووف حیدر سره واده وکړ چې له جرمني څخه یې په اقتصاد کې دوکتورا اخیستې وه. 
ډاکټر رؤف له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۵۴ پورې د محمد داودخان  په کابینه کې د سوداګرۍ وزیر و. 

هندیه  له ډاکټر روف څخه د سکندر په نوم یو زوی لرلو، چې تر ۳۶ کلنۍ پورې په روم کې له خپلې مور سره اوسېده.
شهزادګۍ هندیه  په ایټالوي، فرانسوي او فارسي ژبو روانی خبرې کولې، خو په دري ژبه یې ورو او خاموشه خبرې کولې شوې او د دري متن یې نه شو لوستلی.
((#زما_یادونه: له بده شامته په پښتو ژبه یې هېڅ خبرې نه شوې کولی))
له شهزادګۍ  هندیه  مې وپوښتل چې اورېدلي مې دي چې ظاهر شاه د شاه امان الله "ګوته" (د لاس ګوته )  د شاهي دربار شاعر استاد خلیلي ته  ورکړې، ایا دا رښتیا ده؟
هغه وويل: يوه شپه مې مېړه او ما په مشهد کې په يوه محفل کې ګډون وکړ، چې د افغان شاعر په وياړ جوړ شوې وه، کله چې صالون ته ننوتو، د ايران مشهور شاعر سرمد مېلمنو ته خلیلي ور وپېژند. 
کله چې خلیلي واورېدل چې د هندیه شهزادګۍ د شاه امان الله لور ده، نو سمدستي  زما  پښو ته راولوید او غوښتل یې چې زما پښې ښکل کړي، زه بیرته راښکته شوم تر څو زما پښې ښکل نه کړي, هغه بیا مخ ته راغی اوزما پښو ته  ښکته شو, خو زه  بیرته شاته شوم,  مېلمانه د دې صحنې په ليدو حيران شول او وې یې خندل، مېړه مې لاس ونيو او زه له ځمکې پورته شوم، له دې وروسته خليلي زما د پلار په ستاينه کې يو ډېر ښه شعر وویو، حاضرينو يې ستاينه وکړه، په همدې شېبه کې مې له کوره راخيستل شوې ګوته (د لاس ګوته/ سرو زرو یوه حلقه) راواخیستله او خلیلي ته مې ورکړه، هغه یوه حلقه وه، ما پخپله ورکړې وه
ما وویل مننه چې د کیسې اصلیت یې راته بیان کړ، که نه نو دا به موږ ته د حیرانتیا خبره وه چې تا څنګه د پاچا سرو زرو حلقه هغه چا ته ډالۍ کړه چې ستا د پلار پر ضد یې د" خراسان عیاری" کتاب لیکلی و. 
شهزادګۍ وویل, چې زه د هغه (خلیلي) دداسې کارونو څخه خبره نه وم.
  لیک: پوهاند اعظم سیستانيProf. Azam Sistani
دژباړې هڅه : نصیر ستوری Nasir Stori
21.Oct.2023

-
بېرته شاته