(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له مخکتاب

[21.Oct.2023 - 15:22]

بنګله ديش پخپله بنګاليانو آزاد کړی دی او هغه ټول د آزادۍمخالف خنډونه يې د آزادئ نه پس په دار  وځړول کومو چې د آزادۍ  مخالفت او د وطن سره غدارې کړې وه.  

آيا پښتانه دې ته تيار ديچې د دې ټولو غدارانو  نه ځان خلاص کړي؟  

جلیل خان                                  

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP مخکښ او مشرانو جرګې غړی

****************

پښتانه ټول د یو وجود حیثیت لري، د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند (PSDP) په دې پوره یقین او باور لري چې ترڅو پوري پښتنو خپل قامي پیژند (تشخص) نه  وي  پیداکړی، تر هغې  پورې  د دوۍ ټولنیزي  (اجتماعي) ربړي ( مسئلي) نه شي حل کیدلی او هیڅ یو پښتون د پت، عزت ، درناوي او سرلوړۍ مقام موندلی  نه شي .

******************

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د پښتنو په لوې  ټاټوبي کې پرته  له پاسپورته ، بې له تپوسه د ټولو پښتنو په ازاد تګ راتګ او ازاده سوداګرۍ (تجارت) او په خپله خاوره کې په خپله خوښه په هرځای کې د اوسیدو د حق لپاره مبارزه کوي .

**************

د پښتنو د قامي شعور او احساس د رابیدارولو، د ولسولۍ  په  چوکاټ کې د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو، سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت   لپاره  بې له ستومانتیا او ستړتیا، د پښتني دود، دستور، رسم  رواجعنعني او د پښتونولۍ  د ارونو(اصولو) سره سم مبارزه او هلي ځلي کويچې د خپل بنسټ راایسي  په دې لاره کې د ډیرو تودو، سړو، ربړو، ستونزو، کړاونو او د سختو ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده

**********

پښتانه په سيمه کې يو سوله خوښوونکې پر امنه ستر ځواک دى، سيمي ته ثبات (ټیکاو) او امنيت بخښي، پرته د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شي راتلاى، نو د امن، سولې او ثبات د راوستلو په پار (خاطر) د پښتنو ټولنیز ولسولیز  ګوند (PSDP) د سوله ایزې مبارزې (پر امن جدوجهد) له لاري  د پښتنو د قامي یووالي (وحدت) او نزدیوالي لپاره مبارزه او هلي ځلي کوي او د پښتنو قامي وحدت ئې د بي تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لاري ستره دنده، بنسټيز مرام، موخه او غوښتنه   ده .

**********

د پښتنو ټاټوبي د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تیري کوونکو د جنګ ډګر ګرځیدلی دی, چې تر ټولو زیات  ئي قبائیلي سیمي زیانمني کړي دي. د همدې غمیزو او ناورینونو له امله قبائیل د اقتصادي، پوهنیزو (علمي)، کولتوري ،سیاسي، ټولنیزو، او د ژوند د پرمختیا د ډیرو اړینو برخو څخه بي برخي او روسته پاتې شوي دي.

******

هر هغه څوک ملت پال (قوم پرست) دی، چې دخپل ملت اوهيواد د ابادۍ ، سوکالۍ اوخوشالۍ له پاره کار کوي، دنورو دظلم څخه ئې ژغوري اويا ورته خپلواکي (ازادي) اخلي .

دغه هلې ځلې که ژبني، اقتصادي، سياسي او مذهبي بڼه ولري، نوپه ساده ژبه دې کړنې (عملته ملت پالنه (قوم پرستي) وئېل کيږي .

هر هغه څوک چې ملت پالنې (قامپرستۍ) اونسل پرستۍ (نژاد پالنې) ترنوم لاندې نور قومونه لوټي اوتباه کوي، ددوۍ کولتور، اقتصاد ، ژبه اوپيژندنه له مينځه وړي، دې کار او کړنې (عمل) ته نیګاټیو یا منفي نيشنليزم وئېل کيږي، چې اروپائې قومونو تر دې نوم لاندې اول نړۍ لوټ کړه، بيائې مستعمره کړه او ورپسې ئې دصنعتى انقلاب نه وروسته د اومو (خامو) موادو او  منډي تر نوم لاندې تر سينې لاندې کړه، چې تر ننه پورې غير صنعتې هيوادونه ددوۍ داقتصادي ادارې اودټيکنالوجۍ په زور دوي ته اړ (محتاج) او ددوۍ غلامان دى

قانونپوه علي خان محسود

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر

****************

 

انارشیزم ( ګډوډي غوښتل) Anarchism

انارشېزم  د حکومت د رد (نفې) ېوه ځانګړې سېاسي فلسفه ده او ډېرې څانګې لري

دغه فلسفه د هر ډول منظم ، غښتلي حکومت د منځه وړلو (خاتمې) پر بنسټ ولاړه ده او د منظم ېا قانوني حکومت پر ځای گډوډي، بې نظمي او خپلسري  غواړی

دوى ډيموكراسي د ډېره کی(اكثريت) ولس زور زېاتی (ظلم او استبداد) گڼي.  

د انارشېزم فلسفې  منونکي او پلوېان د زور زېاتي، تشدد، وژنو او وینو تویولو پورې د موخې (هدف/ مقصدلاسته راوړل  روا ګڼي

*******************

 

په پښتني/ افغانی ټولنه کښې د نویو  پیښو (واقعیتونو) منځ ته راتګ ددې نښه نښانه ده، چې زاړه  اړېکي (مناسبات) بیرته مخ ته راتللی نه شي او زمونږ افغانانو څخه نوی اند/فکر او د زاړه تړلي (انحصاري)اند/فکر پرېښودل غواړي

ډاکتر کبیر ستوری

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټ اېښودونکی مخکښ

*************

 

مـــنــــګــــی ربـــــاب مــــــو د حـــــجــــرو ســـــنـــــګــار دي

مــــــیـــــلــمـــه پــــــــــــالــــــنـــــه پــــــــه لـــــیــمــــو کـــــــــوو

-
بېرته شاته