(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لایق زاده لایق په مړینه

[03.Nov.2023 - 07:20]

انالله و اناالیه راجعون
30.10.2023 : د  پښتو  د ادب په  اسمان ځلانده ستوری لیکوال, شاعر, ژورنالست څیړونکی, کیسه, ناول  او ډرامه لیکونکی,  وتلی ادیب لایق زاده لایق  نن په 30.10.2023 نېټه په پېښور کښې له دې پاتې نړۍ​ له تل لپاره سترګې پټې کړې. د ارواښاد جنازه به نن  د سوات په مدین  کښې خاورو ته سپارل کېږي.

   ارواښاد لایق زاده لایق د  پښتني کولتور د سمسورتیا او بډاینې   لپاره نه ستړي  کېدونکې  هر اړخېزې هلې ځلې کړي دي, ګڼشمیر پڼډ پنډ کتابونه یې لیکلي​ دي چې  له تاریخي پلوه  ډیر لوې ارزښت لري.​ 
ارواښاد لایق زاده لایق خپل قلم د خپلې ټوټې ټوټې خاورې او ولس د سوکالۍ, ابادۍ او قامي وحدت لپاره کارولی دی  او په ډېره زړورتېا یې د قامي مبارزې غږ اوچت کړی وو.
ارواښاد لایق زاده لایق لکه د نورو قامي مشرانو په څیر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP دمشرانو  سره ډېرې نژدې اړیکې اوراشه درشه  لرله. 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) د ارواښاد لایق زاده لایق بې وخته  مړینه پښتون ملت ته ستر زیان بولي، د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي، دکورنۍ غړو, خپلوانو او ملګرو سره یې  په دې دروند او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.
اروا یې ښاده او ېاد یې تل تازه
 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

03.11.2023

http://pashtoonkhwa.com/?page=eng2&cnt=2486
#laiqzadalaiq

-
بېرته شاته