(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمد شیرین

[18.Jan.2024 - 13:22]

ملتپال سیاستوال ښاغلی محمد شیدین ګردیوال په 12.12.1953 نېټه د ننګرهار ولایت  په ګردي غوث کې کښې​ زېږېدلی دی​  . 

لومړنۍ  او منځنۍ زده کړې ئې په   ګردي غوث,  د ایمل خان په لیسه او  په کابل کې د رحمن بابا  په عالي لیسه کښې سرته رسولې او 
په ۱۹۷۵کال  کې د لوړو زده کړو لپاره د افغانستان د حکومت له خوا د  المان اتحادي جمهوریت  ته ولېږل شو.

په المان کښې د خپلو لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته یې له  ۱۹۸۴ کال راایسې د المان په دولتي, نیمه دولتي او غیر دولتي بېلابېلو ادارو,​ ښوونځیو  او مرکزونو کښې​ دندې تر سره کړېدي.

 له ۱۹۹۸ نه تر  ۲۰۰۴ پورې د المان غږ د رادیو (دوچېویلې) د پښتو خبرونو ویاند او بېا په  ۲..۴ کال کښې ​د چاپیریال ساتنې او پالنې د خپرونې جوړونکي او ویاند په توګه دندې لرلې. 

ښاغلي محمد شیرین ګردېوال د خپلې دندې تر څنګ په سیاسي او کولتوري ډګر کښې هم چارند (فعال) دی او د پښتون سوسیال دیموکرات  ګوند PSDP د بنسټ ایښودونکی ډلې​ مخکښ او د ګوند لومړی مرستیال (سینیر نائب صدر) په توګه خپله دنده پرمخ وړي او د ۱۹۹۱ کال څخه راپدیخوا د المان د کولن په ښار کې د پښتنو د کولتوري ټولنې مشر دی. 

 د 2018 کال د اپریل میاشتې راایسې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د اړیکو او ګډ کار د مشرۍ  دنده پغاړه لري.

 
-
بېرته شاته