(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهید ارمان لوڼي

[26.Jan.2024 - 19:47]

لالازما د  بچو  غم  به  خورې  که  نه  راغلمه

ځم پرې کووم دا ازغن تار  ما "احتجاج کړي دی"

(#ارمان_لوڼي)

 

لیک: نصیر ستوری

د پښتو ژبې شاعر او لیکوال د پښتو ادبیاتو پروفیسر  او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محمدابراهیم (ارمان لوڼی) په ۱۹۸۳ع کال د سویلي پښتونخوا دزیارت ولسوالۍ په  سنځاوۍ کښې  نړۍ ته سترګې وغړولې. د ارمان لوڼې  مشران  د دوکۍ له لوڼي څمالنګ څخه سینځاوي ته راغلي ووارمان لومړۍ زده کړې په سنځاوۍ او نورې لوړې زده کړې د بلوچستان په پوهنتون کښې په پښتو ادبياتو کې تر سره کړیدي. د بلوچستان په کالجز سيکشن، د سنځاوۍ زيارت ، موساخېل او د کوټې ښار په ډګري کالج کې د پښتو ادب داستاد په توګه دنده تر سره کولهدا چې ارمان لوڼي د غرېبې کورنۍ سره تړاو لرلو او پلار یې ډرېوري کوله ، نو د کور د خوراک او څښاک او نورو اړتېاوو د پوره کولو په پار یې د دندې تر څنګ  د سکرو په کان کښې کار پیل کړ او د جامو ګنډل ( درزي توب/ خیاطي) هم کوله.  

ارمان لوڼي سياست د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دپښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن څخه پیل کړی وو او د  زيارت دمیپ څانګې  سينېر مرستېال  سيکرټري  وو.

د 2018م کال په فبرورۍ میاشت  کې چې پښتون ژغورنې غورځنګ راوټوکېد،  نو وړانګه لوڼۍ  هم د پښتنو د حقونو دغوښتنې په پار د غورځنګ تر چترلاندې د مبارزې ډګر ته راغله. ارمان لوڼي  دخپلې خور وړانګې لوڼي او نورو ملګرو سره یوځای  د غورځنګ هر لارېون/ پرلت، مظاهرې او جلسې ته  شپه او ورځ  په ېخنۍ او ګرمۍ کښې ملا تړلی ولاړ وو.  

 د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر دوهمه د لور الایي  پولیسومشر  اې اېس پي عطاالرحمان  قامي شهید ارمان لوڼی پر سينه او نس د کلاشنکوف په کونداغ وواهه چې کله هغه بې هوشه شو نو روغتون ته د رسولو پر وخت یې ورته لار ونيوله او په ځنډ د رسېدو له وجې یې هم هلته ساه ورکړه

د قامي شهید ارمان لوڼي ېاد  به تل دپښتنو په زړونو کښې وي .اروا یې ښاده

 له قامي شهید ارمان یوه مېرمن، درې کوچنۍ لوڼه پاتې شوې , هغه درې وروڼه او شپږ خویندې لري

........

ښاغلي حسین عالم مندوخیل  په ارمان لوڼي لیکل شوې مقالې ، شعرونه او مطالب په کتابي بڼه راټول کړیدي. د ښاغلي مندوخیل دا هڅه او کړنه  د پوره ستاینې وړه ده ، کور یې ودان او د كتاب د چاپ مبارکي ورته وایو.

"ما احتجاج کړی دېله کتاب کور پښاور څخه تر لاسه کوالای شئیار اکبر کتاب کور 

03099165462

03319801600

..........

لواڼي ( لوحاڼي ) :په هکله ډاکتر صیب لطیف ېاد وایي 

د لواڼي قبيله چې نوم يې په تاريخونو کې دلوهاني،لوحاني ، نو هاني او نو حاني په بڼو هم راغلی دی په لودي پښتنو ورګډيږي٠ دپښتانه د تاريخ په رڼاکې د کتاب ليکوال سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د لو اڼي دقبیلې په اړوند داسې کښلي دي:” لواڼي هم لودي پښتانه دي٠ داسماعيل زوی نوحان له خپلو دوو مير منو نه شپږ زامن درلودل او داسې ويل کيږي چې دده اصلي نوم نوح و چې ووسته په نوحان يا لواڼ سره مشهورشو او اولاده يې نن ورځ دلواڼيو په نامه سره ياديږي،خو پښتانه يې په خپلو ورځنيو خبرو اترو کې دلو حاني، نوهاني يا لواڼي په نامه يادوي٠” (۱)

د لواڼيو د قبيلې ښاخونه او څانګې

د پښتنو قبيلو د دوديزو شجرو پر بنسټ لواڼي دوې مير منې درلودلې چې يوه يې شيرۍ او بله يې تورۍ نو ميد

له٠ دلواڼي د لومړۍ مير منې شيرۍ نه يوزوی وزيږيد چې مروت نو ميږي او نن ورځ دمروتو قبيله دپښتنو يوه مشهوره قبيله ګڼله کيږي چې دمروتو دښاخ خلکو ته سپين لواڼي هم ويل کيږي چې اوس مروت په لکهي مروت،ټانک او بنو کې اوسيږي٠لواڼي دخپلې دويمې مير منې توۍنه پنځه اولادونه درلودل چې مماخيل، مياخيل ، تتور ،هوداو تيج دي چې بيا له دغو پنځو زامنو نه نورې ډيرې څانګې رامينځ ته شوې دي او دوی ته تور لواڼي هم ويل کيږي ، خو دتورو او سپينو لواڼيو نو مونه او س په دوی کې زيات رواج نلري٠ (۲)

د لواڼیو یو شمیر ښاخونه او څانګې دادي :

مما خیل ،میا خیل ،تتور ، هود ، یاسین خیل ،یعقوب خیل ، حیدرخیل ، دولت خیل ، حسن خیل ، عیسی خیل ، موسی زي ، مندوزي ، اسماعیل خیل ،پلنګ ، زکو ، لقمان ، بندرزی، تاجي زی ، یحیی زي ،کټي خیل ، سین خیل ، سوټ خیل ، آسو خیل ، موسی خیل،سادي خیل ، سید خیل، شاهي خیل ، ملا خیل ، تاروخیل ، جلیل خیل ، قهر خیل ، غلام خیل ، علی خان خیل ، وړوکی ، ابا خیل ، اکا خیل ، پڼي خیل ، زکوړي ، عمرزي ، موسی زي ، بروزخان خیل.

د لواڼيو داستو ګنې سيمې :

په افغا نستان کې لواڼي دغزني ولايت د شلګر، اندړواوقره باغ په ولسواليو کې استو ګنه لري چې ٥٠٠کوره په شلګر او٠ ٣٠کوره په قره باغ کې او سيږي(٣)٠ دزابل او کند هار په ولا يتو نو کې هم دوی په خواره واره ډول ژوند کوي ٠ دافغانستان په شمالي ولايتونو لکه بد خشان، تخار او کندز کې هم لواڼي شته٠ دسهيلي پښتونخوا په لورلا یي،دوکۍ او سيوۍ کې هم يو شمير لواڼي ميشته دي٠ ددوی يو شمير دځمکو څښتنان او يو شير يې هم کو چياني ژوند لري، ځينې يې په سوداګريزو کارونو بو خت دي٠ همداراز دپښتونخوا په ټانک،لکهي مروت او بنو کې هم لواڼي استو ګنه لري.. په پخوانيو زمانو کې لوا ڼيو دهندوستان او مر کزي اسيا تر بخارا او سمر قنده پورې تګ راتګ کاوه او سوداګر يز کارونه يې سر ته رسول٠

په هند کې دلودي او سوري پښتنو واکمنانو په وخت کې لواڼيو په هندوستان کې ډير پر مختګ وکړ، په تيره بيا دسلطان بهلول لودي دهغه فرمان له مخې چې پښتنو ته يې وليږه ډير شمير پښتانه چې لواڼي هم پکې ول هندوستان ته لاړل،هلته يې لوړ لوړ پو ځي منصبونه او جا ګير ونه تر لا سه کړل چې يو زيات شمير لواڼي پښتانه اوسیږي ، دهند دګجرات په ايالت او دهند په نورو سيمو کې استو ګنه لري٠ په هندو ستان کې دلودي واکمنانو په وخت کې دځينو مشهورو پو ځي کسانو نو مونه چې دلو ديانو دسلطنت په ټينګښت کې يې ور سره مر سته کړې وه دادي: نصيرخان لو اڼی، دريا خان لواڼی او شهباز خان لواڼی(٤)٠

همدارازپه پخوانيو وختو نو کې دپښتونخوا د ټانک په سيمه کې په لو اڼيو کې ډير پياوړي مشران تير شوي دي چې نو مو نه يې دادي:

جلال خان،موسی خان،فيروزخان ، بر مزيد خان،محمد خان، شيرخان،دليل خان،دولت خان، شهباز خان، غازي خان، حيات خان،قتال خان، خمريز خان، صاحب خان ،سليم خان،اکبر خان،هيبت خان، الله داد خان، خداداد خان،صاحبداد خان، سرورخان اونواب شهنوازخان٠(٥) ٠همداراز په لو اڼيو کې دپښتو ژبې دمشهور شاعر دولت لواڼی نوم هم بابد ياد کړو چې دپښتو ژبې مشهور شاعرا و دديوان څښتن و چې ديوان يې له نن نه ۳۰ کلونه وړاندې د افغا نستان دعلو مو اکيډيمۍ چاپ کړی دی.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ دسترو مبارزینو نه یوهم ابرهیم ارمان لوڼي و چې دپاکستاني پولیسو له خوا شهید شو.

لنډه داچې لواڼي دافغا نستان او هند دنيمې وچې په تاريخ کې يوه مشهوره قبيله ده ،په تيره بيا په هند کې دلودي او سوري واکمنيود دورې په تاريخونو کې يې دپام وړ کارونه تر سره کړي ي٠

….

١-حيات افغاني ٣٠٦-٣٠٧ مخونه٠

٢-پښتانه دتاريخ په رڼا کې ،١٣٤٧-١٣٤٨ مخونه٠

٣-پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخواکې،٤٥٦ مخ٠

٤-تاريخ شاهي معروف به تاريخ سلاطين افاغنه، دفهرست الرجال برخه٠

٥-حيات افغاني ،د٣٠٧ مخ شجره

(نصیر ستوری) Nasir Stori

-
بېرته شاته