اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

۶.  د سیاسي سیستم اړیکې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره

نور محمد غفوری


(اوومه برخه)

سیاسي سیستم (یا سیاسي نظام) د ټولنې یو مهم بنسټ دی، خو فعالیتونه او اغېزې یې یوازې په سیاسي او دولتي چارو پورې محدودې نه دي، بلکې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره ژورې او متقابلې اړیکې لري. دغه سیستمونه د ټولنې د پراخ جوړښت بېلابېلې برخې دي چې هر یو ځانګړې دندې او فعالیتونه لري، خو د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو پر بل متکي دي.

سیاسي سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتي ادارو او عامه پرېکړو له لارې د اقتصادي فعالیتونو، ټولنیزو اړیکو او کلتوري چارو پر تنظیم او مدیریت اغېز کوي. په مقابل کې، اقتصادي شرایط، ټولنیزې اړتیاوې، د وګړو غوښتنې، کلتوري ارزښتونه او دودونه هم د سیاسي سیستم پر پرېکړو، فعالیتونو او بدلونونو اغېز پرېباسي. له همدې امله، د دغو سیستمونو ترمنځ اړیکه یو اړخیزه نه ده، بلکې متقابله او دوامداره ده.

د سیستمونو د تیورۍ له نظره، د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو ترمنځ تعامل د یوې پراخې ټولنیزې شبکې په توګه د ټولنې پر ثبات، نظم، پرمختګ او د ستونزو پر حل اغېزهکوي. په یوه سیستم کې بدلون یا اختلال کولای شي پر نورو سیستمونو هم اغېزې ولري؛ همدارنګه، د یوه سیستم د فعالیتونو پایلې د نورو سیستمونو لپاره نوي شرایط، اړتیاوې او غوښتنې رامنځته کوي.

په دې برخه کې به لومړی د سیاسي او اقتصادي سیستمونو اړیکه، ورپسې د سیاسي او ټولنیز سیستم اړیکه او بیا د سیاسي او کلتوري سیستم اړیکه په جلا توګه وڅېړل شي، څو څرګنده شي چې دغه سیستمونه څنګه یو پر بل اغېز کوي او د ټولنې په عمومي جوړښت او فعالیت کې څه رول لري.

۶.۱. د سیاسي نظام او اقتصادي سیستم اړیکه

سیاسي او اقتصادي سیستمونه د ټولنې دوه مهم او یو له بل سره تړلي بنسټونه دي. سیاسي سیستم د واک، قوانینو، پالیسیو او دولتي ادارو له لارې د اقتصادي فعالیتونو لپاره چوکاټ ټاکي؛ په داسې حال کې چې اقتصادي سیستم د تولید، وېش، تبادلې، مصرف، پانګونې، کارموندنې او د سرچینو د مدیریت له لارې د ټولنې مادي اړتیاوې پوره کوي. د دغو دواړو سیستمونو ترمنځ اړیکه متقابله ده؛ یعنې سیاسي پرېکړې پر اقتصادي وضعیت اغېز کوي او اقتصادي شرایط د سیاسي پرېکړو، غوښتنو او ثبات پر بهیر اغېز پرېباسي.

سیاسي سیستم د اقتصادي فعالیتونو د تنظیم لپاره قوانین او مقررات وضع کوي. د بېلګې په توګه، د سوداګرۍ قوانین، د پانګونې اصول، د کار قانون، د مالیاتو نظام او د بانکي فعالیتونو مقررات د دولت له لوري ټاکل کېږي. دغه حقوقي او اداري چوکاټ د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کېدو شرایط برابروي او هڅه کوي چې د اقتصادي فعالیتونو ترمنځ نظم، شفافیت او د قانون حاکمیت تأمین کړي.

همدارنګه، دولت د ملي بودیجې او عامه لګښتونو له لارې د اقتصادي سرچینو په وېش کې مهم رول لري. حکومت د مالیاتو او نورو عوایدو له لارې مالي سرچینې راټولوي او بیا یې د زیربناوو، ښوونې او روزنې، روغتیا، ترانسپورټ، کرنې، صنعت او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې کوي. د دې سرچینو څرنګوالی او اندازه د اقتصادي ودې، د کارموندنې د فرصتونو او د خلکو د ژوند د کیفیت پر ښه والي اغېز کوي.

له بلې خوا، اقتصادي وضعیت د سیاسي سیستم پر فعالیت او مشروعیت مستقیم او غیرمستقیم اغېز لري. اقتصادي وده، د عوایدو عادلانه وېش، د کار فرصتونه او د خلکو د ژوند د کچې لوړوالی کولای شي د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیات کړي. برعکس، بېکاري، بېوزلي، انفلاسیون، اقتصادي نابرابري او د لومړنیو اړتیاوو کمښت ښايي د خلکو ناخوښي زیاته او د حکومت پر مشروعیت او سیاسي ثبات منفي اغېز وکړي.

اقتصادي شرایط د خلکو سیاسي غوښتنې هم بدلوي. کله چې اقتصادي ستونزې زیاتې شي، خلک د کارموندنې، د بیو د کنټرول، د عادلانه مالیاتي نظام، د ټولنیز خوندیتوب او د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي. دا غوښتنې د سیاسي سیستم لپاره د نوي سیاست جوړونې او د اقتصادي پالیسیو د بیاکتنې اړتیا رامنځته کوي.

بېلګه: که په یوه هېواد کې بېکاري او بېوزلي زیاته شي، خلک ښايي له حکومت څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د پانګونې د ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د ټولنیز عدالت د تأمین غوښتنه وکړي. حکومت د دغو غوښتنو په ځواب کې د اقتصادي اصلاحاتو پروګرامونه جوړوي. په دې توګه، اقتصادي ستونزې سیاسي غوښتنې رامنځته کوي او سیاسي پرېکړې بیا د اقتصادي وضعیت د بدلون هڅه کوي.

د سیاسي او اقتصادي سیستم د اړیکو اساسي اهمیت په دې کې دی چې د یوه سیستم اغېزمنتیا د بل سیستم له وضعیت سره تړلې ده. یو باثباته، قانون‌محور او اغېزمن سیاسي نظام کولای شي د اقتصادي ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ همدارنګه، یو پیاوړی او متوازن اقتصادي سیستم د سیاسي ثبات او د دولتي بنسټونو د اغېزمنتیا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

۶.۲. د سیاسي نظام او ټولنیز سیستم اړیکه :

سیاسي او ټولنیز سیستمونه د ټولنې د نظم، اړیکو، ارزښتونو او ګډ ژوند په تنظیم کې یو له بل سره نږدې اړیکه لري. ټولنیز سیستم د وګړو، کورنیو، ټولنیزو ډلو، بنسټونو او هغو اړیکو مجموعه ده چې د ټولنې جوړښت رامنځته کوي. سیاسي سیستم بیا د قوانینو، دولتي ادارو، سیاسي پرېکړو او عامه پالیسیو له لارې د دغو اړیکو د تنظیم او مدیریت په برخه کې مهم رول ترسره کوي.

سیاسي نظام د قوانینو او ټولنیزو پالیسیو له لارې پر ټولنیز ژوند اغېز کوي. د ښوونې او روزنې، روغتیا، کارموندنې، ټولنیز خوندیتوب، د ښځو او ماشومانو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو او د ټولنیز عدالت په اړه دولتي پرېکړې د ټولنې پر جوړښت او د وګړو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.

د بېلګې په توګه، که دولت د ټولو وګړو لپاره د زده‌کړې برابر فرصتونه رامنځته کړي، د روغتیايي خدمتونو لاسرسی پراخ کړي او د زیان‌منونکو ټولنیزو ډلو د ملاتړ لپاره پروګرامونه جوړ کړي، د ټولنیز ګډون او فرصتونو د برابرۍ زمینه پیاوړې کېږي. خو که عامه خدمتونه په نابرابره توګه ووېشل شي، ښايي د ټولنیزو توپیرونو او محرومیت کچه لوړه شي.

له بلې خوا، ټولنیز سیستم هم د سیاسي سیستم پر فعالیت او پرېکړو اغېز لري. د ټولنې جوړښت، د وګړو د ژوند شرایط، د ټولنیزو ډلو غوښتنې، د خلکو د زده‌کړې کچه، د ټولنیزو سازمانونو فعالیت او د خلکو ترمنځ د باور اړیکې د سیاسي ګډون او غوښتنو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.

ټولنیزې ډلې د خپلو ګډو ګټو او اړتیاوو د څرګندولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي؛ لکه د مدني ټولنو فعالیتونه، ټولنیز حرکتونه، عامه غونډې، عریضې، سوله‌ییز اعتراضونه او د استازو له لارې د غوښتنو وړاندې کول. دغه فعالیتونه سیاسي سیستم ته د ټولنې د اړتیاوو او ستونزو په اړه معلومات برابروي او د پالیسیو پر جوړولو اغېز کولای شي.

همدارنګه، ټولنیز یووالی (Social Cohesion) یا (Sozialer Zusammenhalt)، ټولنیز باور(Social Trust) یا ((Soziales Vertrauen او د ټولنیزو شخړو کچه د سیاسي ثبات لپاره مهم عوامل دي. په هغو ټولنو کې چې د وګړو ترمنځ متقابل باور، همکاري او د ګډو اصولو درناوی موجود وي، د سیاسي او دولتي بنسټونو د فعالیت لپاره مناسب شرایط رامنځته کېږي. خو ټولنیز تبعیض، ژورې نابرابرۍ او د ډلو ترمنځ بې‌باوري کولای شي سیاسي اختلافات او بې‌ثباتي زیاته کړي.

بېلګه: که په یوه ټولنه کې د بېلابېلو ټولنیزو ډلو ترمنځ د زده‌کړې، روغتیا، کار او اقتصادي فرصتونو په برخه کې لوی واټن موجود وي، محرومې ډلې ښايي د برابرۍ او ټولنیز عدالت غوښتنه وکړي. دغه غوښتنې کولای شي د عامه بحثونو، مدني فعالیتونو او سیاسي فشارونو لامل شي. حکومت بیا د دغو غوښتنو په ځواب کې د ټولنیزو خدمتونو د پراختیا او د فرصتونو د برابرولو لپاره نوې پالیسۍ وضع کولای شي.

په دې اساس، د سیاسي او ټولنیز سیستم اړیکه یوازې د دولت له لوري پر ټولنه د قوانینو او پالیسیو د پلي کولو موضوع نه ده، بلکې ټولنه هم د خپلو اړتیاوو، غوښتنو او فعالیتونو له لارې د سیاسي سیستم په جوړښت، پرېکړو او بدلون کې فعاله ونډه لري.

۶.۳. د سیاسي او کلتوري سیستم اړیکه

سیاسي او کلتوري سیستمونه د ټولنې د ارزښتونو، باورونو، دودونو، هویت او سیاسي چلند په جوړولو کې له یو بل سره متقابلې اړیکې لري. کلتوري سیستم (نظام) د هغو ګډو ارزښتونو، ژبو، دودونو، تاریخي تجربو، باورونو او ټولنیزو مفکورو مجموعه ده چې د یوې ټولنې د غړو د ژوند او چلند بڼه ټاکي. سیاسي سیستم بیا د همدې کلتوري چاپېریال په منځ کې فعالیت کوي او د خلکو د سیاسي فکر، ګډون او د واک په اړه د تصوراتو تر اغېز لاندې وي.

کلتوري ارزښتونه د خلکو پر سیاسي لیدلوري او چلند اغېز کوي. د عدالت، ازادۍ، برابرۍ، واک، قانون، مسئولیت، مشرتابه او مشارکت په اړه د یوې ټولنې تصورات د هغې د سیاسي فرهنګ(Political Culture) مهم عناصر دي. دغه تصورات د دې لامل کېږي چې خلک سیاسي واک څنګه درک کړي، له دولتي بنسټونو څخه څه تمې ولري او په سیاسي فعالیتونو کې په کوم ډول ګډون وکړي.

سیاسي فرهنګ په ځان کې د خلکو هغه ګډ باورونه، ارزښتونه، احساسات او تمې رانغاړي چې د سیاسي نظام، دولتي ادارو، سیاسي مشرانو، قوانینو او سیاسي ګډون په اړه یې لري. د بېلګې په توګه، په هغو ټولنو کې چې د قانون حاکمیت، د وګړو د حقونو، زغم او سیاسي مشارکت ارزښتونه پیاوړي وي، خلک ښايي د سیاسي بهیرونو په اړه فعاله او مسؤلانه ونډه واخلي.

له بلې خوا، سیاسي سیستم هم د قوانینو، تعلیمي پالیسیو، کلتوري پروګرامونو او عامه بنسټونو له لارې پر کلتوري ژوند اغېز کوي. دولت کولای شي د ژبو، تاریخي میراثونو، هنري فعالیتونو، فرهنګي مرکزونو او کلتوري تنوع د ساتنې او ودې لپاره پالیسۍ جوړې کړي. همدارنګه، د بیان، فکر، مطبوعاتو او عقیدې د ازادیو په اړه سیاسي او حقوقي پرېکړې د کلتوري فعالیتونو پر پراختیا اغېز کوي.

د سیاسي سیستم او کلتوري سیستم اړیکه د ملي هویت (National Identity) او ټولنیز یووالي په جوړولو کې هم مهمه ده. سیاسي بنسټونه د ګډو ملي ارزښتونو، تاریخي میراثونو او اساسي حقوقي اصولو په پیاوړتیا کې ونډه لرلای شي. خو په عین حال کې، د کلتوري تنوع درناوی او د بېلابېلو ډلو د هویتونو ساتنه د یوه ټول‌شموله سیاسي نظام لپاره مهم شرایط دي.

که سیاسي نظام د بیان ازادي، فکري تنوع او کلتوري فعالیتونه تضمین کړي، د بېلابېلو کلتوري نظرونو د څرګندېدو، بحث او ودې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کېږي. برعکس، که دغه ازادۍ محدودې شي، د کلتوري فعالیتونو، علمي بحثونو او فکري تنوع د ودې فرصتونه کمېدای شي.

بېلګه: که یو دولت د بیان ازادي او د کلتوري فعالیتونو حق په قوانینو کې تضمین کړي، بېلابېلې ټولنیزې او کلتوري ډلې کولای شي خپلې ژبې، دودونه، هنري آثار او فکري لیدلوري په قانوني او سوله‌ییز ډول څرګند کړي. په دې توګه، د کلتوري تنوع ساتنه او د ټولنیز تفاهم پیاوړتیا ممکنه کېږي. خو که د خلکو د کلتوري او فکري څرګندونو مخه ونیول شي، د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د واټن او بې‌باورۍ د زیاتېدو احتمال رامنځته کېږي.

په پایله کې، کلتوري سیستم یوازې د سیاسي سیستم تر اغېز لاندې نه دی، بلکې د سیاسي نظام د مشروعیت، ثبات او فعالیت په جوړولو کې هم مهم رول لري. هغه سیاسي نظام چې د ټولنې کلتوري ارزښتونه، تاریخي تجربې او تنوع په پام کې ونیسي، د خلکو د باور او سیاسي ګډون د پیاوړتیا لپاره غوره زمینه برابرولای شي.

په راتلونکې (اتمه) برخه کې به د سیاسي سیستم سره د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري سیستمونو ډیالکتیکی او متقابلې اړیکې په ګډه سره وڅیړل شي.

19.11.2016


————-


نور محمد غفوری

۶.۴. د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو متقابل اغېز

(اتمه برخه)

که څه هم پورته درې اړیکې (د بحث په اومه برخه کې) په جلا توګه وڅېړل شوې، خو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه یوازې له سیاسي سیستم سره جلا جلا اړیکې نه لري؛ بلکې په خپل منځ کې هم متقابل ډیالکټیکي اغېز لري. د یوه سیستم بدلون کولای شي د نورو سیستمونو پر فعالیت او وضعیت اغېز وکړي.

د بېلګې په توګه، اقتصادي وده د زده‌کړې او روغتیا لپاره د سرچینو د زیاتوالي زمینه برابروي؛ د زده‌کړې پراختیا بیا د خلکو پر ټولنیز پوهاوي او کلتوري لیدلورو اغېز کوي. همدارنګه، کلتوري ارزښتونه د کار، تولید، سپما، پانګونې او اقتصادي همکارۍ پر ډول اغېز لرلای شي. دغه بدلونونه بیا د سیاسي غوښتنو او دولتي پالیسیو په جوړولو کې انعکاس مومي.

په همدې ډول، سیاسي پرېکړې کولای شي د دغو دریو سیستمونو ترمنځ اړیکې تنظیم یا بدلې کړي. د بېلګې په توګه، د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه نوې پالیسي ښايي د بشري ځواک وړتیا لوړه کړي، د کارموندنې فرصتونه زیات کړي او د ټولنې په کلتوري او فکري ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

بېلګه: که دولت د عامه زده‌کړو د پراختیا لپاره یوه اغېزمنه پالیسي عملي کړي، په اوږدمهال کې د خلکو د پوهې او مسلکي مهارتونو کچه لوړېدای شي. دا بدلون د اقتصادي تولید او کارموندنې په زیاتوالي کې مرسته کوي، ټولنیز فرصتونه پراخوي او د خلکو په سیاسي پوهاوي او ګډون هم مثبت اغېز کولای شي.

له همدې امله، د سیاسي سیستم د فعالیت تحلیل هغه وخت بشپړېږي چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو اغېزې هم په پام کې ونیول شي. سیاسي سیستم په خپلواک او منزوي ډول فعالیت نه کوي، بلکې د ټولنې د نورو سیستمونو له تعامل سره سم خپلې پرېکړې او پالیسۍ تنظیموي.

۶.۵. د سیسټمي تیورۍ له نظره د دغو اړیکو تحلیل

د سیسټمونو د تیورۍ (Systems Theory) له نظره، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه د یوه پراخ ټولنیز سیستم (Social System) جوړوونکې برخې ګڼل کېږي. هر یو یې ځانګړې دندې او جوړښت لري، خو د نورو سیستمونو له فعالیتونو سره تړاو لري او د یوه سیستم بدلون د ټول ټولنیز نظام پر وضعیت اغېز کولای شي.

په دې لیدلوري کې سیاسي سیستم له خپل چاپېریال څخه غوښتنې، ملاتړ، معلومات او نورې اړتیاوې ترلاسه کوي. اقتصادي ستونزې، ټولنیزې غوښتنې او کلتوري ارزښتونه د همدې چاپېریال مهم عناصر دي. سیاسي سیستم دغه غوښتنې او معلومات ارزوي، د پرېکړو او پالیسیو له لارې ورته ځوابونه وړاندې کوي او د دغو ځوابونو پایلې بېرته پر ټولنه اغېز کوي.

دا بهیر د سیسټمونو د تیورۍ له لاندې مهمو مفاهیمو سره تړاو لري:

  • متقابل تړاو (Interdependence)یا (وابستگی متقابل): د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو فعالیتونه یو پر بل اغېز لري.
  • د چاپېریال اغېز(Environmental Influence)یا (تأثیر محیطی): د ټولنې اقتصادي، ټولنیز او کلتوري شرایط د سیاسي سیستم پر پرېکړو اغېز کوي.
  • سیسټمي تعامل (System Interaction) یا (Systeminteraktion): بېلابېل سیستمونه د سرچینو، معلوماتو، غوښتنو او پایلو له لارې له یو بل سره تعامل کوي.
  • غبرګون (Feedback): د سیاسي پرېکړو او پالیسیو پایلې د ټولنې له خوا ارزول کېږي او دغه ارزونې د راتلونکو پرېکړو لپاره معلومات برابروي.
  • تطابق : (Adaptation) سیاسي سیستم د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو له مخې خپلې پالیسۍ او اداري کړنلارې تنظیموي.

پورته تحلیل څرګندوي چې سیاسي سیستم د ټولنې له نورو برخو څخه جلا نه دی، بلکې د هغوی د اړتیاوو، شرایطو او بدلونونو په رڼا کې فعالیت کوي. له همدې امله، د سیاسي سیستم د بریالیتوب ارزونه باید د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پایلو له ارزونې سره یوځای ترسره شي.

۶.۶. د دې اړیکو اهمیت

د سیاسي سیستم او اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو د اړیکو مطالعه څو مهمې علمي او عملي لارښودونکې ګټې لري:

  1. د سیاسي پرېکړو د اغېزو درک: څرګندوي چې سیاسي پرېکړې یوازې پر دولتي ادارو نه، بلکې د ټولنې پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ژوند هم اغېز کوي.
  2. د پالیسیو اغېزمنتیا: له حکومتونو سره مرسته کوي چې د پالیسیو د جوړولو پر مهال د ټولنې بېلابېل شرایط او اړتیاوې په پام کې ونیسي.
  3. د سیاسي ثبات پیاوړتیا: د اقتصادي نابرابرۍ، ټولنیزو شخړو او کلتوري اختلافاتو د اغېزو په پېژندلو سره د ستونزو د مخنیوي او مدیریت زمینه برابروي.
  4. د ټولنیز عدالت تأمین: د سرچینو، فرصتونو او عامه خدمتونو د عادلانه وېش اهمیت څرګندوي.
  5. د حکومت مشروعیت: ښيي چې د خلکو اړتیاوو ته مناسب ځواب ویل او د ټولنې له ارزښتونو سره د دولتي پالیسیو همغږي د حکومت پر مشروعیت او عامه باور اغېز لري.
  6. د سیستم تطابق او دوام: سیاسي سیستم ته دا وړتیا ورکوي چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو په وړاندې خپلې پالیسۍ او اداري کړنلارې اصلاح کړي.

۶.۷. پایله (Conclusion)

سیاسي سیستم د ټولنې په پراخ جوړښت کې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره په دوامداره او متقابل تعامل کې فعالیت کوي. اقتصادي سیستم د سرچینو، تولید، پانګونې او د عوایدو د وېش له لارې د سیاسي پرېکړو پر شرایطو اغېز کوي؛ ټولنیز سیستم د وګړو د اړتیاوو، اړیکو، غوښتنو او ګډو فعالیتونو له لارې د سیاسي بهیر په جوړولو کې ونډه لري؛ او کلتوري سیستم د ارزښتونو، باورونو، دودونو او سیاسي فرهنګ له لارې د خلکو پر سیاسي فکر او چلند اغېز کوي.

په مقابل کې، سیاسي سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتي پرېکړو او عامه پروګرامونو له لارې پر دغو دریو سیستمونو اغېز کوي. له همدې امله، د سیاسي سیستم د فعالیت او پایلو سمه ارزونه یوازې د دولتي ادارو او سیاسي بنسټونو په مطالعه نه بشپړېږي، بلکې د ټولنې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو تحلیل هم غواړي.

د سیسټمونو د تیورۍ له نظره، د دغو سیستمونو متقابل تړاو د ټولنې د عمومي نظم، ثبات، تطابق او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. هر څومره چې د دغو سیستمونو ترمنځ همغږي، متقابل درک او اغېزمن تعامل پیاوړی وي، په هماغه اندازه د سیاسي نظام د اغېزمنتیا او د ټولنې د متوازن پرمختګ امکانات زیاتېږي.

ددې بحث په راتلونکې (نهمه برخه) کې به د سیاسي سیستم د جوړښت، فعالیت، له نورو ټولنیزو سیستمونو سره د اړیکو او د سیستمونو د تیورۍ د عملي اصولو د پوره روښانه کولو له پاره د یوې سیمې د ښوونځیو د کمښت موضوع د ګډې بېلګې په توګه وڅېړل شي.

نور محمد غفوری

21.11.2026


Ghafury

شریکول

WhatsAppTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←