پښتو د اويستا پېژندونکو اوختيز پلټونکو
په رڼا کښی
ما د ډېر وخت راپه دې خوا غوښتل چې ددې نامتو ليکوال او په فرانسه کې د پښتو د ادب لوى استاد پروفيسر فقيد جيمز دارمستتر او د ده پر ژوند پېښو( بيوګرافي) څه وليکم، خو په دې منځ کې لعنتي روسانو پر افغانستان يرغل وکړ او دا د ايشيا زړه يې زخمي او په هندوکش کې يې د وينو سيلابونه او د دوو مليونو شهيدانو د سرو وينو رودونه او بارانونه وورول او وبيول. په دې وخت کې د پښتو ژبې دا متل مې په ياد شو، چې د زلمو يا خرپ دى يا يې ترپ دى. بايد بې يادونې پاتې نشي، چې په افغانستان يا د ايشيا په زړه کې د پېنځه ويشت کالو راهيسې تراوسه پورې د وينو سيلابونه روان دي.
ملت افغان در ان پيـــکر دل است
از فساد او فســـــــــــــــــــــاد ايشيـــا
در کشاد او کشـــــــــــــــاد ايشيـــا
تــــــا دل ازاد است ازاد است تـــن
ورنــــــــــــه ګاه در راه نادرست تن.
جيمز دارمستتر د 1849 کال د مارچ په 28مه نېټه په الزاس (د فرانسې ختيځ او د المان لويديز پولې ته ورڅېرمه) کې زېږېدلى دى. د پاريس د کندرسه په لېسه کې يې زده کړې کړي دي. د نوموړي لوړ استعداد او بې ساري ذکاوت او ځيرکوالي يې د استادانو پام ورواړاوه او د علمي څېړنې او پلټنې داسې مزي ته يې لاس اوږد کړ، چې دپياوړو ذهنو تر درلودونکو کسانو پرته يې بل څوک نشي ترسره کولى او دا د اوېستا او ختيځ پېژندنه او ژبپوهنه وه. ويل کېږي چې دا د پښتو ژبې او ادب لوى استاد پروفيسر فقيد دارمستتر، پياوړى جسم او ښکلې څېره يې نه درلوده، بلکې شاکوپى و، خو په ځيرکۍ او ذهني پياوړتيا کې دده غوندې په فرانسه کې ډېر لږ اوېستا پوه، ختيځ پېژندونکي او ژبپوه درلود.
د تندي ليک يې داسې و، چې د دارمستتر په شان لوى اوېستا پېژندونکى او د ختيځ د ژبو لکه پښتو او فارسي د تاريخ پياوړى متخصص شي او په ټوله فرانسه کې مشهور شي يوازې او يوازې دا ليکوال ګڼل کېږي.
په 1877ع کال کې يې په پارېس کې خپله ډوکتورا واخيسته او له هماغه وخت څخه د يو ښه پوه او د ختيز ژبو او کلتور د پلټونکي په توګه ومنل شو. د سوربن (هوت ايتود) د لوړو مطالعو په مدرسه کې د اوېستا د ژبې اسستانت شو. په 1877 کال کې يې د او (دمزد او اهريمن د دوى تاريخ او منځ ته راتګ) تر عنوان لاندې د زردشتي مذهب په باره کې يوه رساله خپره کړه.
په 1883 کال کې يې يو کتاب په دوو ټوکونو کې د "اّريايي مطالعو" په نامه خپور کړ، چې لومړى ټوک يې د فارسي ژبې پخواني تاريخ، د زړې پاړسي، اوېستا او پهلوى مغوني ورپسيءگ د فارسي غږ پوهنې تاريخ او بيا د فارسي حرف تاريخ، د کلمو جوړښت يعنې د فارسي شتاق او ترکيب پکې راغلى دى.
د ليکوال دوهم ټوک د بېلابېلو مقالو مجموعه ده، چې په پنځو برخو يې وېشلى: يوولس مقالې يې هغه تبصرې دي، چې په هغو اثارو کې د فارسي په ادب او تاريخ په باب د نورو کسانو له خوا کښل شوى دى. پنځه مقالې يې په اندو ارياني د ژبپوهنې پلټنه، د ځينو فارسي لغاتو تاريخ، اساطير او افسانې، په فارسي او سنسکرت د کوچني اوېستا ترجمې دي.
په 1885 کال يعنې 36 کلنۍ کې په فرانسه کې د تدريس ډېرې لوړې پوړې ته وخوت او په "کلژدوفرانس کې د موظف استاد په توګه وټاکل شو. په دې سربېره د اّسيايي ټولنې غړى او ډېر ژر يې منشي شو. دا برياليتوب يې په دې ځوانه ځوانۍ کې په برخه شو او دا ښه پېښه وه، ځکه چې دا وخت د ده د ژوند ډېر کلونه پاتې وو. ده دا برياليتوبونه ددې سبب شول، چې د فرانسې د اّسيايي ټولنې او نورو مقاماتو له خوا د ژبپوهنې د څېړنو لپاره هند ته واستول شي. د فرانسې حکومت د برتانيې له واکمنو مقاماتو نه وغوښتل، چې دده ته ددې کار لپاره اجازه ورکړي. څرنګه چې دده علمي خپرونې د برتانوي هند پېژندونکو ته څرګنده وې، نو انګرېزي حکومت دده له دې مسافرت سره موافقه وکړه. د بېړۍ په وسيله هند ته ولاړ د 1886 کال له فبرورۍ نه د 1887 تر فرورۍ پورې (د افغان او انګرېز تر دوهمې جګړې شپږ کاله وروسته) په هند او پېښور کې و. لومړى يې په بمبۍ کې له پارسي پوهانو سره د اوېستا او زردشتي مذهب د څېړنو په باب علمي مرکې وکړې، بيا پېښور او هزاره ضلعې ته ولاړ، د ايبټ اباد په چاوڼې کې ېي پښتو مطالعې وکړې او پښتو ژبې منشيان يې استادان شول.
ويل کېږي، چې دارمستتر غوښتل چې د خپلو ژورو مطالعاتو لپاره افغانستان ته هم لاړ شي، خو هغه ته وېزه ورنکړى شوه. دا ځکه چې امير عبدالرحمن خان د ژبپوهنې په څېړنو باور نه درلود. هند او د پښتنو سيمې ته د دارمستتر مسافرت په فرانسوي ژبه څو مهم اثار رامنځ ته کړل. د افغانستان د تاريخ له نظره دده ډېر مهم کتاب د "هند په باب ليکونه" دى. دارمستتر ددې کتاب په سريزه کې کاږي، چې دا نوم يې ددې لپاره دې کتاب ته ورکړى، چې ډېر لوستونکي پيدا کړي. د هند پېژندنې مينه د اروپا د هغه وخت له باسوادانو سره زياته وه. خو حقيقت دا دى، چې دا کتاب ټول يا په سلو کې اتيا د افغانستان د تاريخ خصوصاً د افغانستان او انګرېز د دوهم جنګ په باب دى او له هند سره د افغانستان د ځينې خاصو دورو اړيکې او د پېښور او د ورڅېرمه سيمو اجتماعي، کلتوري او سياسي حالات څېړي او له داسې کتابو څخه دې چې زموږ په هېواد کې بايد ژباړه او خپور شي. په کتاب کې د دارمستتر د کتنې، څېړنې او مشاهداتو هغه قدرت، چې د اجتماعي، اقتصادي او سياسي مساېلو په باب يې کړى او د افغانستان د پېژندګلوۍ په برخه کې دده د زړه له کومي مينه د ډېر قدر وړ ده.
بل کتاب چې ده خپور کړى او نشر ته سپارلى "په هندوستان کې د ژبپوهنې د څېړنو راپور" نومېږي، چې په 1887 کال په پاريس کې چاپ شوى دى او د پېښور او ورڅېرمه پښتنې سيمو د ژوند دودونو په باب ګټور معلومات وړاندې کوي.
د نوموړي ژبپوهان بل کتاب "د پښتو ژبه" نومېږي، چې د غږ پوهنې په رڼا کې (صرف، اشتقاق، ترکيب) کې ليکل شوى او د پښتو ژبې د منشا په باب نظريات لري او د حسابي او اداري غوښتنو له مخې دارمستتر مجبور شو چې دا ځانګړى کتاب له "پښتونخوا د شعر هار و بهار" يوځاى چاپ کړي. حقيقت دا دى چې ژبپوهنې دا کتاب د خلکو د ادب او د ولسي سندرو له څېړنې سره مستقيم اړيکې نه لري. په هغه کتاب کې چې بېل خپرېږي، د ژبپوهنې دا برخه په فارسي ترجمه شوې او وړاندې شوې ده.
د دارمستتر بل کتاب "د پښتنو تاريخ او منشا" نومېږي، چې ده دا اثر د مجبوريت له مخې له پښتونخوا د شعر هار و بهار سره په يوه پښتۍ کې راوړى دى. په دې علمي اثر کې دارمستتر د يوناني تاريخ ليکونکو اثار ياد کړي او په ساماني، غزنوي او غوري دوره کې يې د پښتنو په باب ګټور معلومات وړاندې کوي او وايي، چې د "خلجي" او "غلجي" کليمې سره په يوه معنى او مترادفې دي. د تعلقيانو، تيموريانو، لوديانو، بابر، سوريانو، غلزايانو، درانيانو او بارکزائيانو د دور په باب د تاريخي مطالبو لنډيز راوړي.
د دارمستتر بله مقاله "د خلکو ادب د پښتنو په نزد" نومېگږي. په دې اثر کې وروسته له دې چې د پښتنو هغه ليکنې (تحرير) ادب، چې ده لوستى، يعنې د پېژندنې خيرالبيان، د اخوند درويزه اثار، د پښتو کلاسيک شعر او له هغه څخه د خوشال خان ديوان او په پښتو کې له نورو ژبو څخه شوې ترجمې څېړي، د خلکو ادب ته ورننوځي او د خلکو د شاعرانو د ولسي سندرو سندريز ډولونو لکه غزل، چاربېته، مصرع د خلکو د ادب د مصنوعاتوپه هکله ، په پېښور کې د هغه وخت د پښتو د منلو شاعرانو د نومونو په باب مطالب وړاندې کړي، چې دا مقاله د همدې اثر د سريزې په توګه وړاندې کېږي. دارمستتر هم دا مقاله د پښتونخوا د شعر هارر و بهار د کتاب په پيل کې راوړې ده، چې ددې کتاب يوه سريزه ګڼل کېږئ او په عين حال کې يوه ځانګړې مقاله ده.
د علامه دارمستتر مهم کتاب "د پښتونخوا د شعر هار و بهار" بلل کېږي، چې د فرانسوي ترجمې سره يوځاى "شان، پوپولير، دي، ز، افغان" په نامه وړاندې شوى دى، چې پښتو متن، فرانسوي ترجمه او فرانسوي شرح پکې ده. ددې کتاب پښتو متن او د فرانسوي تشريح پښتو ژباړه ستاسو درنو لوستونکيو په لاس کې ده، چې تاريخي سندري، ديني سندري، اساطيري سندرې، عشقي سندرې، د دودونو په باب سندرې او په ملتيا يې د بېنوا پښتو لنډۍ او اشعار د فارسي يوه عاميانه سندرې، چې د افغان او انګرېز د دوهم جنګ په باب ويل شوي، حامد جان مرد ميدان اس بيا بچيم انګور بگخور، د رسم، رواج او فولکلور بيان په پيريانو، ديني کليز، کورني ژوند، د تراويحو لمونځ او نومليکونه لري.
دا وه د هغو کتابونو پېژندنه، چې د پښتنو سيمې ته د علامه دارمستتر د راتلو په باب او سبب نشر او خپاره شوي او د پښتو ژبې د څېړنې د تاريخ په برخه کې د ډېرو ګټورو کتابونو څخه دي. څرنګه چې کتابونه په فرانسوي ژبه ليکل شوي و، نو تر ډېره وخته د پېښور حتى د افغانستان د پوهانو پام وروانه وښت. په تېره بيا په اماني دوره کې يوه افغاني ځوان زلمي عبدالوهاب محمود طرزي هغه وخت چې پلار يې په پاريس کې سفير و، دا مهم کتاب ترلاسه کړ او له هغو لومړنيو افغانانو څخه و، چې دا اثر يې په ډېره مينه ولوست. همدارنګه په اماني دوره کې يو بل حساس افغان استاد عبدالهادي داوي هغه وخت چې په لندن کې افغان سفير و، پاريس ته د يوه سفر په وخت کې ددې ګټور کتاب پنځه نسخې ترلاسه کړې او د يوې مرکې په ترڅ کې يې په دې باب وويل:"زه چې فرانسې ته ولاړم، هلته به بازارونو کې ګرځېدم لومړى يوه کتاب پلورنځي ته وروختم. د کتاب پلورنځي څښتن د شرقي اثارو غرفه راوښوده. ما چې لومړى کتاب راپورته کړ، همدا اثر و دا چې زه څومره ورته خوښ شوم، د هغې خوښۍ اندازه اوس هم نشم بيانولى. ژر مې د کتاب پنځه نسخې رانيولي چې لندن ته تر بېرته راتللو وروسته مې يوه نسخه د لندن د افغاني سفارت په کتابتون کې کېښوده. يوه نسخه مې د اعلحضرت غازي امان الله خان، درېمه نسخه مې د کابل ملي کتابتون ته او څلورمه نسخه مې يې د خارجه چارو د وزارت کتابتون ته راواستولې. پنځمه نسخه يې له ما سره پاتې شوه چې دا ده اوس هم راسره ده. استاد داوي دا نسخه په هغه صندوقچه کې چې ترڅنګ يې ايښې وه، له ځان سره په ډېره کلکه مينه ساتلې وه.
اوس د دارمستتر هغه کتابونو ته رارسېږو چې د ژوند په څو هغه وروستيو کلونو کې يې چې مرګ مهلت ورکړ، چاپ کړل. دارمستتر په 1892 کال کې په فرانسوي ژبه د اوېستا د کتاب بشپړه ترجمه له لازمو پاېليکونو او نښلونو سره خپره کړه. که څه هم له هغه وخته بيا تراوسه په الماني، فرانسوي او نورو ژبو د اوېستا څو ترجمې خپرې شوي، خو تراوسه د زردتشتي مذهب د تاريخ او ژبپوهنې په برخه کې د دارمستتر نظر او وينا چې په هغه ترجمه او شرح کې يې راغلې د پوهانو د څېړنو يو لوى اخځ او منبع ګڼل کېږي. دارمستتر د ټولو دينونو له تاريخ، سياسي او اجتماعي مساېلو سره زياته مينه درلوده. دده مقالې د هغه وخت په دوو مهمو مجلو "رويوکرتيک" او "روپودوياريس" کې ډېرې په زړه پورې دي. دده ځنې اټکل او پېشبينۍ د وروستيو کلونو پېښو رښتيا کړي دي.
د علامه دارمستتر يو شمېر مقالې او رسالې د اسماني دينونو په باب نشر شوي دي. د مثال په توګه د يهودو د خلکو تاريخ په "نوول رويو" او د بني اسرائيلو پېغامبران يې په 1892 کال کې چاپ کړل. د مسلمانانو له نظره يې د مهدي د راوتلو د عقيدې په باب يو کتاب ليکلى، چې په 1316 لمريز کال کې محسن جهانسوز له فارسي ترجمې سره په تهران کې چاپ کړ.
ددې ستر پوه څېړونکي ګټور ژوند چې زياته برخه يې افغانانو ته وقف کړى وو، د 1894 د اکتوبر په 19مه نېټه پاى ته ورسېد او له نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې. تر ده وروسته يوه پوه هم دده په اندازه د ژبپوهنې او ختيز پېژندنې په باب مواد راغونډ نه کړل. يعنې تر ده وروسته ژبپوهنه او ختيز پېژندنه سره بېل شول، يوازينى سړى چې تر ده وروسته يې ژوند کاوه او دده په نزد حتى تر ده زيات يې په عربي او نورو اسلامي ژبو کې لاس درلود، لوى مانيا و، چې ده هم له افغانستان سره مينه درلوده او افغانستان ته راغلى و.
علامه دارمستتر د نولسمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې په اروپا کې د ژبپوهنې او ختيز پېژندنې يوه روښانه څېره وه، هغه وخت ډېرو لږو کسانو لکه ده غوندې په يو وخت په څو برخو کې لکه: ختيز پېژندنه، ژبپوهنه، د تاريخ او دينونو مطالعه او څېړنه، د نړېوال سياست پلټنه او څېړنه، د کلتوري مساېلو څېړنه او پلټنه، پياوړى لاس درلود. هغه علامه او ستر پوهان چې په لويديز کې يې ډېر مهم کتابونه د پښتو ژبې او د پښتو ژبپوهنې، ګړدود او تاريخ او د پښتو د ولسي سندرو په باب په نولسمه پېړۍ کې ليکلي دي، د يوه ستر نبوغ ښندونکي مغز څښتن و.
