اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

مورنى ژبى پوپناه کيږى...؟

مورنى ژبى پوپناه کيږى...؟ مخ نوى ې موږ کوى شو...؟(وروستى برخه)

ليک: عبدالجبارکاکړ

که څوک داخبره کوي که نه کوي چى په پاکستان کښې ديوي مورني ژبى سره ښه چلن نه دي شوي که هغه پنجابى ژبه سرائيکى،پښتو،بلوڅى،بروهى يا نورى ژبى چى په دي ملک کښې چى ويل کيږى ددي دمخه هم ډير څه په دې اړه ويل شوي دي خو د ژبو په اړه يو لړي روانه ده نوځکه غواړو چى ودي ناخوالي ته په ځانګړي ډول پاملرنه وشي.
۱. چى يوه ژبه دښوونځي څخه راګرځول کيږي او ماشومانو ته پخپله مورني ژبه زده کړي نه ورکول کيږي په دولتي دفترونو کښې ځائى نه ورکول کيږى په رسنېو کښې بشپړه برخه نه ورکول کيږى چاپى خپرونى چى ددولت لخوا مرسته نه ورسره کيږى په کورو کښې د مورنيو ژبو ځائى ۲۴ ساعته انګريزي او نورو ژبو پروګرامونه په ټيلى ويژن باندي ښوول کيږي وليکوالانو شاعرانو او درڼ اندو درناوي نه کيږي چى په دهغه مورنيو ژبو چى کوم کتابونه چاپ کول کيږي دهغه درناوي او پلورلوکښې مرسته نه کيږي د مورنيو ژبو د سره څخه کتابتون نومي څه نه وي په راډيو او ټيلي ويژن چى د دولت په واک کښې دي چى کله ددهغه مورنيو ژبو پروګرام خپرول کيږى او څوک چى خبري کوي چى ددهغه ژبو ددهغه توروپه په ځائى به ځانګړي ټکى وائى ددهغه ژبو دپخوانيو او اوسني شاعرانو ليکوالانو تاريخى اشخاصو څه ذکر نه وي د بيلګي په ډول که د يوه پښتانه زده کونکى څخه د خوشحال خان بابا رحمان بابا وارو شاعرانو پوښتنه وشې دوي به يو ډول معلومات ددهغه دواړو او نورو شاعرانو په اړه يو ډول معلومات نه لري بلکي دوي به د مرزا غالب ميرتقي مير او نورو په اړه ټول معلومات لري اودا ډول په دهغه نورو ژبو په شاعرانو ليکوالانو په وارو وارو سيمنارونه کيږي لوئى لوئى کتابونه په چاپ کيږى خود دانورو ژبو يادونه نه کيږي نوددي مطلب څه دي چى دپاکستان دولت دهغه مورني ژبى وکومي خواته وړل غواړي داخو ددهغه ژبو د شاعرانو ليکوالانو رڼ اندو او دهغه چاوياړ دي چى ددوني ناخوالو سره سره دوي دهغه ژبى ژوندي ساتلي دي کنې حکومت خو دپخوا څخه دپاکستان ددهغه مورني ژبو جنازه پورته کړي ده ځکه چى د ژبو په اړه چى په ځلاند ورځپاڼه کښې راغلو ټوکو نو کښې چى لومړى يا دويم ټوک به وي په هغه کښې دډاکټر شاهد صديقى حواله ورکړي وه چى په پاکستان کښې دمورنيو ژبو سره ډير زياتوب شوي دي په کاردي چى ژر تر ژره دحکومت لخوا و ټولو مورنيو ژبو ته پاملرنه وشي ولي د نړۍ هره ژبه ځان ته ارزښت لرى چى هغه نه يواځى يوبل پوه کول دي بلکى خپل دود دستور ثفافت او تاريخ لري هر ژبه چى د منځ څخه ولاړه شې دهغه ټول ارزښتونه هم ورسره ولاړ شې او موږ ټول په دي خبريو چى هغه ژبى چى ارزښت ي نه کيږى هغه د منځ څخه ډيري په چټکى سره دمنځ څخه تلونکي دي.
د بده مرغه په دي ملک کښې هميش داهڅه شوي ده چى اوبه په ډانګ بيلي کړي خوداکله کيدي شې که څه هم دا هڅي وشوي خوکله چى نړۍ ديوشتمي پيړي ودرشل ته رانزدي شوه يولوئى بدلون په نړۍ کښې راغلى دهغه بدلون د آئى ټي (I.T) دي چى هره ورځ نوي نوي توکي رامخ ته کيږي خو تر ټولو لويه اغيزي دانټرنيټ دي چى ټوله نړۍ يې هر وګړي ته پرانستله ده خو دا بيله خبره ده چى څوک انټرنيټ د بشر په ګټه ګاروي که د بشر په منځ کښې کرکه پاشې يافعاشي او لځتوب په نړۍ کښې خپروي خو انټرنيت ګارول څوک هغه څوک ښه ګاروي شې څوک چى ښه زده کړي ولرى او بشردوست وي نه هغه څوک چى تنګ نظر وي ولي چى انټرنيټ د هر وګړي امانت دي انټرنيټ د راتلو دهغه چالاري هم وتړلي چاچي اوبه په ډانګ بيلولي.
د بده مرغه په پاکستان کښې هر وګړي د خپلي ژبى سره بېګانه شوي دي يواځي سندهي يوه داسى ژبه ده چى په دي ملک کښې زياته وده کړي ده سندهيانو او ددوي سياسى مشرانو په هلو ځلو دا ژبه نه يواځي دښوونځي ژبه ده بلکي دار دوسره څنګ په څنګ دفتري ژبه ده هر وګړي خپله مورني ژبه لوستلي او ليکلي شې په ډير لوئې شمير چاپى چاري پکښې ترسره کوي ډيري ورځپاڼى مجلي او کتابونه پکښې چاپ کيږى چى تربلى هري ژبى زيات دي خپل ټيلى ويژن مرکزونه لري چى د خپلو کليوالو ژبى او د خپل دود او کلتور سره سم پروګرامونه وړاندي کوي چى په دي باندي ډاډمن دي چى دوي ژبه نه يواځي د نړۍ د اغيزو څخه خوندي ده بلکي پرمختيا به هم کوي.
په شمالى پښتونخوا کښې خوبيا پښتو يوڅه وده کړي ده ځکه چى د وخت دغوښتنو سره سم سياسى مشرانو او د وخت واکدارانو د خپله وسه دامبارزه کړي ده چى د ټولو منځ کښې د خان عبدالغفار خان باچا خان نوم راځى چاچى د ښوونځيو د پرانستلو په وخت و پښتو لوست ليک ته زياته پاملرنه کړي وه او ددي د څنګه ې پښتون مجله هم راايستله خونه انګريز واکدارانونه ددوي پاته شونو د پښتو په ګډون يوې ژبى ته داحق ورنه کړي چى دهغه ټولي مورني ژبى وده وکړي ځکه چى ددې ملک رښتني اوسيدونکي د خپلو ژبو د خپل دود او رواج څخه بې برخي پاته شول اوس د خپلو ژبو سره بېګانه شوي دي خو د سويلى پښتونخوا په دي اړه ډيره وروسته پاته ده جنوبىياسويلى پښتونخوا چى د بلوچستان ايالت يوه برخه ده په دي ايالت کښې درې لوئى ژبى ويل کيږى چى يوه پښتوبله بلوڅى او دريمه بروهي ژبه ده پښتو په دي ايالت کښې ترټولو زياته وګړي لري خوواک او اختيار د بلوڅو او بروهي قومونو په لاس ورکول شوي دي د هغه بلوڅ او بروهي غواړي چى يو قوم جوړشې خو ددوي ژبى دومره پاته دي اوپه منځ کښې دومره توپيرلري په زياته بياپه بلوڅي ژبه کښې زياته توپيرليدل کيږى ځکه چى دوي ودي ته زړه نه ښه کوي چى دهغه ژبى دي د ښوونځي ژبه جوړي شې يادي دفتري ژبو ځائى وموندي ځکه چى دوي ځان يوقوم جوړول غواړي نوکه دوې ژبى په يوه قوم کښې وشې نوبيا ددوي ودهغه هڅي به د زيان سره مخامخ شې نو ځکه که دوي وغواړي چى ژبى دي هم په هغه حال پاته وي نو پښتو به هم داسي بى برخي پاته وي ځکه چى ټول واک اختيار هم ددوي په لاس کښې دي خو پښتنو ددهغه دواړو ژبو په پرتله ډيرمخ په وړاندى ده که څه هم په ټوله ييږه ډول وپښتوته څه کارنه کيږى خوځيني ځانګړي اشخاص شته چى دډيره وخته څخه دوي هلي ځلي کوي په داسي حال کښې چى نه حکومت ددوي سره مرسته کوي نه ولس ولس ددي کبله چى دوي دخپلى مورني ژبى په ځائى پريدي ژبى په ښوونځي کښې لوستي دي هغه ځائي ليکوالان شاعران دخپلى خواڅخه کتابونه چاپ کوي د اخستلو څوک نه لري نوځکه چى دوي داټول لګښت دخپلي خواڅخه کوي بياي بيرته په ځانګرو سړيو باندي پخپله ويشي اوبياکه څوک دياده ووځى هغه ګيله هم ځيني کوي چى کتاب ې نه دي ورکړي دلته اوبه ځوړ خږول کيږي يو سړي به په ټولو ځان رسوي خودانه چى ټوله په يوه سړي ورسيږي په داسي حال کښې به يوه ژبه وده کولي شې ما پخپله په يوه ښونځي ياکالج کښې خپله مورني ژبه نه د ويلي داچى پښتو زما مورني ژبه ده ځکه چى لږمات ګډ ليک پکښې کوم چى څرګنده خبره ده چى دهغه کچى (STANDARD) ليک نه دي چاچى د لومړي زده کړو څخه خپله مورني ژبه د لومړيو زده کړو څخه د لوړو زده کړو پوري لوست پکښې کړي وي خوبيا هم پښتو د سندهي ژبى په چپه تر ټولو نورو ژبو څخه زياته په مخ تللي ده خو داټوله د ځانګړو اشخاصو په موټو شوي ده.
۲. تر ټولو زياته په پاکستان کښې د سياست مدارانو باندي پړه راځي په زياته بيا په پښتو سياست مدارانو چى دوي خو سياست د پښتانه او پښتو په نامه کوي دوي د ښارو او کلو ټول ديوالونه هم دي ورته ليکونو توردي خوچى کله دوي وپارليمان ته ورسيږي بيانه تاکړي نه ماکړي ځکه زموږ ژبى ډيري وروسته پاته دي او نور هم وروسته پاته خواته رواني دي ترټولو لويه بدمرغي داده چى راروان بهيردخپلو ژبو سره بيګانه شوي دي ددي بدمرغي دمخ نوي يواځى هم داده چى پښتو او نوري ژبى دښونځي ژبى وګرځول شې حکومت دهري ژبى ددوي دپاره په بوديجى کښې ځانګړي غوټه جلاکړي. ښوونکي ژر تر ژر په دي ژبو کښې وروځي په پښتو او نورو ژبو کښې چى دلوست دپاره کوم نصاب جوړيږى هغه دي دهري ژبي ژب پوهان جوړکړي نه دولتي چارواکي په کاردي چى دلراوبر د کتابو نصاب يو وي او هره هغه څه ولوستونکو ته وړاندي کړى چى په هغه کښې ددوي دود کلتور تاريخ ثقافت ورته وړاندي شې نه داچى غير ضروري توکي په سائنس او ټيکنالوجى ته زياته ځائى ورکولي شې داسلام رښتنى لاري په دهغه کتابو کښې وړاندي شې نه داچى اسلام په فرقو وويشل شې د اسلام د سولي بشر دوستي او پرمختيا رښتني بڼه ولوستونکو ته وړاندي کړي نه داچى اسلام داسي وړاندي شې چى هغه د ځانګړو ګټو دپاره وي.
خو دا هغه وخت کيدي شې چى سياست مداران دولس سره کړي ژمني ودريږي ليکوالان ژب پوهان او نور رڼ انده تاريخ پوهان سائنس پوهان لاس سره يوکړي او دحکومت څخه خپل دهغه بشري حق راوړي الته به موږ وکولي شوچى د خپل قام د خپلو ژبى دخپل دود سره روانه دا بيګانګى دهميش دپاره ختم کړو. (پائى)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←