اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دلزبن د غونډى دسيمى په چارو اغيزى

په تيره اونۍ کښې دپرتګال په پلازمينه لزبن کښې د ناټو د غړو ملکو د مشرانو غونډه وشوه چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزئى په ګډون د روس ولسمشر ښاغلې دى ميترى د ميلمه په حيث د ناټو د مشرانو په دى غونډه کښې ګډون لرلى په دى نړۍ والى لوړ پوړى غونډه کښې د افغانستان په چارو بله مانا د افغانستان په لس کلنه جګړه باندى ټولى خبرى ګرځيدى راګرځيدى ځکه چې د افغانستان لانجه نه يواځى د افغانستان دپاره بلکې ددې ټولى سيمى او نړۍ دپاره يوه لويه شعره جوړه شوى ده په زياته بيا د ناټو د ملکو دپاره چې د دوى نزدې سوا لک پوځى ځواکونه په جګړى کښې راښکيل شوى دى او د لسو کلو د تريدو سره سره دوى څه برياليتوب نه دى ترلاسه کړى د دوى پوځى ځواکونه وژل کيږى مالى زيان ورسيږى خو ددې ټولو زيانو سره سره دوى ته هم داسې برياليتوب نه ښکاره کيږى چې د هغه څخه دا اټکل وکړى چې تر دومره وخته به دوى دا جنګ وګټې او بيا به خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسى ولې چې داجنګ دوى هر يو د خپل ولس د ماليو او د ټيکسو په زور مخ ته وړى اوس چې د تهره ګرى په نامه دوى کومه جګړه پيل کړى ده لسم کال ې روان دى د دهغه مشرانو څخه خپل ولسونه پوښتنه کوى چې د دومره ځانى او مالى زيانو سره سره د هغه دتهره ګرى په نامه جګړه به تر کله روانه وى اود هغه زيانونه به د ولس په ښتمنى و مخ ته وړل کيږى لويديځى نرۍ خو هم ددې کبله زموږ د مخه ده چې ولس د هرى خبرى پوښتنه ځينى کوى داسې نه دى لکه زموږ وروسته پاته ملکونه چې واکمنان ې هر څه کوى خو ولس پوښتنه نه شى ځينى کولى نه د هغه ملکونه د افغانستان او پاکستان وارو دى چې په يوه ورځ په لساو وګړى وژل کيږى خو د پوښتنې څوک ې نښته او د هغه وژنى د دهغه دواړو ملکو په يوه ځانګړى سيمه او ځانګړى خلګو باندى د تيرو دوديش کلو څخه را روانى دى خو تراوسه نه خپل نه پريدى دا پوښتنه کړى دى چې دا ټول ناورين ولې په دهغه سيمه او اولس دى..؟
د لزبن په غونډه کښې د نورو پريکړو د څنګه د افغانستان د باندنيو پوځى ځواکو ته او د افغانستان وتل چې د خپل هيواد ساتنه پخپله وکړى خو ددې سره د ناټو عمومى منشى ښاغلې راسموسن داخبره هم وکړه چې د کال ۲۰۱۴ وروسته به هم د دوى څه نه څه ځواکونه په افغانستان کښې پاته وى خوموږ به په دى خبره غور کوو چې د لزبن د هغه لوړ پوړى غونډى به په افغانستان او شاوخواڅه اغيزى وى ځکه چې د نړۍ وال ساړه جنګ ناخوالى هم تر افغانستان ختلي د ساړه جنګ د ختم کيدو د مخه چې کوم تود جنګ وشو د هغه ځانى او مالى زيان هم د افغانستان د خاورى او ولس په سرونو وشو او دا اوس چې د تهره ګرى په نامه کومه جګړه روانه ده هغه هم و هر چاته څرګنده ده چې زوړ تر استل کيږى څومره ځانى او مالى زيانونه وشول هغه دلته موږ نه په ګوته کوو خو داخبره پخپل اندارومرو کوو چې افغانستان او په زياته بيا پښتنو که هغه هر ځائى کښې ميشته دى داسې يو لارښود دتيرو دوو پيړيو څخه نه دى موندلى چې هغه خپله خاره او خپل ولس د دهغه ناورينو څخه راوباسى تر کله چې د کوتک او لرګى جګړه او د هغه وخت د سياست غوښتني وى پښتنو مشرتابه په ډېره پوهنه د خپلې خاورى او خپل ولس وياړوساتى او تاريخ ې ورته جوړ اوې کله کله چې به ويرندوکى او د بل لاس پوڅى د دهغه باتور قام ملت مشر شو هغه به دخپلو مشرانو وکارنامو ته شاوګرځوله د بده مرغه د تېرو دوو دوه نيمو پيړيو څخه هم د هغه ډول حکمرانان د پښتون افغان په برخه شوى دى ځکه چې په حيث د يوه غيور او ننګيالى ولس موږ د هر ناسياله تر څاپيړو لاندى يوولى چې زموږ مشرتابه نه د يوه افغان پښتون د حکمران په حيث خپله د هغه دنده تر سره کړى ده نه ې دنړۍ او سيمى د سياست په چل ول ځان خبر کړى دى نه ې خپل ولس د دهغه سياست د غوښتنو په اړه خپل ولس خبر کړى دى نه ې داسې سياسى او اقتصادى لاره خپله کړى ده چې د هغه لارې دوى دخپل ولس سباون روښانه وى نه د افغانستان واکمنان دومره واک لرى چې د تهره ګرى په نامه په روان جنګ کښې د پښتنو د راښکيل کيدو علت وښائى نه دا سوچ لرى چې ددې جګړى څخه خپل بشپړه پښتون افغان وباسى نه د پولى ودى خواته سياسى مشران چې اوس د دولتى چوکيو خاوندان دى د خپل ولس خبره تر خوله استي شى.
بلې خواته دهغه وخته څخه دمخالفينو په نامه نومول شوى دى په ځائى ددې چې خپلى ولسى او مځکنې لانجه پخپله اوارى کړى دبده مرغه ې خپلې مځکنې لانجې ې د هيواد څخه د باندى د اوارلو هڅې کړى دى وسله د هر خپل او پريدى څخه ترلاسه کړى د ورانى د ناورين سره مخامخ شورى ده اودا څرګنده نهد چې تر کله مخامخ وى نه د دوى سره داسې تګ لاره شته که داشتراکيت او د پنګه واله جګړه وه يا دا اوسنې جګړه ده دوى ې د توپک د خولى څخه اوارول غواړى د سياست څخه ې کار نه دى اخستې چې ددې پايلې نن دا شوى چې ټوله سيمه او ولس زيزمريز شوى دى په هر ډګر کښې وروسته پاته شوى دى دا ټولي جګړى چې و شوى د هغه خوار ولس دورانيو او بد مرغى په چپه بل څه نه ليدل کيږى د ثور د بدلون وروسته هم هغه وخت بلکې د شهيد داود خان په وخت کښې هم د هغه تشدد پيل شوى وو چې بيا شوروى سرى لښکرى و افغانستان ته دننه کړي چا راوغوښتې او بيا څنګه او چاواستي دوى توپک څخه کار تراوسه په لاس کښې د درې څلور پيړيو وخت راوستل غواړى که څه هم دا دانټرنيټ مهال دى هم و دهغه سياست ته اړتياده که روسان په افغانستان کښې وو که بيا دوى ووتل بيا اوسنې دتهره ګرى په نامه جګړه د هغه ځانګړى خلګه او ځانګړه ولس يواځى تر ناورين لاندى دى که باندنيان دى کا ګاونډيان دى يا کورنى دى هم په د هغه ځانګړو د بربادولو دنده ې په غاړه اخستى ده هم د هغه مخالفينو کله په خپل ګريوان کښې کتلې دى چې د خپل قام ارزښت ې کوم ځائى ته رسيدلى چې په خپل هيواد کښې بيګانه شوى دى او شاته غورځول کيږى زه دلته نور څه ويل نه غواړم خو دومره وايم چې د دوى خپل افغانيت په خطر کښې دى که د هغه بهير روان وو نو د پښتانه سره به هم هغه څه کيږى لکه د مغل قام سره چې وشو چې نزدې درې پيړى حکمرانان وو خپل هر څه دلاسه ورکړه نن د مغل په نامه قوم نشته اوس خو دانټرنيټ او د رسېنو نړۍ ده چې دا کار تر پخوا ډېر آسانه دى د دهغه جګړو ودى ټولى سيمى ته څومره اقتصادى علمې کلتورى او نور زيان ورسيدى په دى لږ سوچ په کاردې يواځې دبج او زور څخه کار اخستل د ګټې په ځائى ورانى او زيان راوړى او بس..؟
ناټو او امريکا په لزبن کښې دا پريکړه چې د جولائى ۲۰۱۱ء څخه به د افغانستان څخه وتل پيل کوى چې تر ۲۰۱۴ء پورې د دوى په پريکړه به بشپړه کيږى چې ددې دامطلب د شوه چې دا جګړه به څلور کاله نور دوام کوى چې نه يواځى ځانګړى سيمه او خلګه به د دهغه ناورين لاندى پاته وى چې دا ويره هم ورسره تړلى ده چې و پاکستان ته راواوړى چې نور اوږده او زوروره شې چې تر پخوا به زياته ورانى وکړى چې سيمه او خلګه به ې نور د بدغيو سره مخامخ کيږى او متل دى چې يوه سړى د بل څخه پوښتنه وکړه چې پير لوئى دى که غرسړى و بل سړى ته جواب ورنکړى يواځې دومره ورته وويل چې لوئى څښتن دى داسې بې جوابه کړه لکه زه چې دى بې جوابه کړم داوخت زموږ د مشرانو که هغه د افغانستان په تخت ناست دى يا سياست مداران دى يا د توپک د زوره لانجې اوارول غواړى د يوه څخه ددې جواب نشته چې موږ ولې تر دى ناورين لاندى يو او تر کله به لاندى يو ولې چې يو لورې هم خپلواکى نه دى داخبره که څوک منې که نه..؟ که باندنې پوځى ځواکونه نن خپلو هيوادو ته د ستنيدو پريکړه کوى هم به سيمه دورانى سره مخامخ وى يا که دلته پاته کيږى هم به موږ د ناورين سره مخامخ يو خو يواځې د هغه چا خبرى ته به ګټه رسيږى چې هغه دا وينا لرى چې جګړه او جګړه ولې چې جګړه زموږ د برياليتوب باور راکوى که په دهغه جګړه کښې څومره هم ځانې او مالى زيان کيږى خو بلې خواته دا خبره چې پخپله جرګه نه شو د دهغه ناورين څخه نه شو وتلې د جګړى په ځائى بايد د سياست لاره غوره کړو ولې چې د کلو کلو د سياست نه لرلو د کبله موږ يواځى وکړل شوى يو او هر يو موږ په سر سر باندى ټکوى که د نوى مهال د سياست لاره خپله نه کړو د مينځ څخه د وړلو ويره کيدى شى ځکه چې د تهره ګر او وران کار په نامه ونړۍ ته پيژندل شوى يو ولې که د هغه تهر ګر بل څوک وى هغه ګوتى په موږ پورې مبزل کيږى ځکه د انسانى همدردى او د زړه د خواښنې څخه ې بې برخى کړى يو ضرورت ددې چې په سپي پسى دمنډو وهلو په ځائى لومړى خپل غوږ ته لاس وروړو دلزبن د غونډى په پريکړو غور وکړو او يوه داسې لارو ليکه غوره کړو چې خپله خاوره او خپل ولس د دهغه اوږده ناورين څخه و ځغورنه که هر لورې ځان د نورو د منګولو څخه راوباسى او په يو ټغر سره کښينې نو دا ناورين د مينځ څخه وړى شې باندنيان د هيواد څخه استي شې هيواد او ټوله سيمه د سولى او سوکالى په لور روانولى شې کنې نو ورانى او بربادى به د ټولو په برخه وى لالابه چرچى وهى او موږ...؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←