اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو او پښتون

په انټرنيټ پاڼه باندى دا يوه الماني (جرمنى) ځوان لوستونکى يو خبروو چې دي ځوان تراوسه په درځنو ژبى زده کړى دى او ټولى ژبى زده کړى دى چې په هغه کښې يوه پښتو هم ده خو ويل کيږى ددي جرمن ځوان د پښتو سره ځانګړه مينه لرى او وائي چې پښتو څومرځيژه ده هومره نرمه ده او خوند وره ددې د څنګه دى داخبره کوى چې د نورو ژبى دى خو پښتو د پښتنو دود دستور د ژوند د ټولى چارو تګ لاره (دستور او آئين) ده د هغه ليک د انټرنيټ څخه په ځلاند کښې تېره اونې چاپ شوى دى چې نور هم د پښتو او د پښتنو په اړه ډېر څه پکښې ليکل شوى دى يواځي دومره ويل غواړم چې ددى د مخه زموږ د مورنى ژبى ژبى په اړه چې موږ پښتنو افغانانو د تاريخ په اوږدو کښې څه ليکلى دى هغه مبالغه نه ده يا دا چې موږ د خپلې ژبې د اغيزو د کبله داسې ليکني کولى خو رښتيا خبره داده چې پښتو ځان ته ارزښت لرى دا بيله خبره ده چې موږ ودي وياړلي ژبى ته په ګډه ارزښت نه دي ورکړي يا موږ ټولو پښتنو افغانانو په دولتي کچه دومره واک نه دي ترلاسه کړى چې موږ د نړۍ د نورو حکومتي ژبى وارو پخپله ژبه کار (RESEARCH)وکړو او داخبره رښتيا ده پښتانه افغانان چې په برخو برخو کښې ويشل شوى دى هومره د دوى ژبه داسې ويشل شوى ده د نورو ژبو تر اغيزو لاندى ده چې د هغه ژبى دولتى ژبى دى خو پښتو د هر لرلو سره سره په بشپړه دولتي ژبى ځائى نه دى نيولي هم په دى ترڅ کښې يوه بله خبره د غور وړده چې يو شمير چې ځان ته پښتانه وائى خو د خپلې ژبى سره يو ډول اړيکى نه لرى نه د پښتون افغان ګټه په نظر کښې ساتي ولى دى او ددوى کورنى په خپله په ګټه سپوروي خو دوى بايد خپلې ګټې وکړى استاځيتوب ونه کړى داسې خبرى زياتره کيڼى که فلانکي لانجه اواره نه شې په سيمه کښې سوله نه شې راتلې خو دوى داخبره ولې ايروي چې د کله پښتون افغان برخي برخي شوى دى روغه ورځ ې نه دليدلي بلکې اوس خو ې نسل کشى روانه ده او ددې څخه نړۍ سترګى نه شې پټولي..؟
په تيرو ليکونو کښې موږ ليکلې وو چې دنړۍ ځينى ملکونه په دى هڅو کښې دى چې د خپلو ژبو څخه د پريديو ژبو تورې د خپلو ژبو څخه وباسي چين خو و خپلو ورځپاڼو د چاپ ځايونو ويب پاڼو راډيو ټيلى وپژن ته لارښودنه کړى ده چې چينى ژبه چې کله ويل کيږى يا ليکل کيږى د نورو ژبو تورې دى نه ګاروى په زياته بيا دانګريزي ژبى تورې که څه هم په چين کښې د انګريزي ژبى يا نورو ژبو په ويلو او زده کولو باندى يو ډول بنديځ نشته نورې ژبى هم ويل کيږى هم لوستل کيږ ىخو چينايان وائى چې د دوى و ژبى چينى ته دى پينه او پيوند لګولو اجازه به چاته ورنه کړل شى د دوى ژبى ته دومره د نورو ژبو توري راننوتي دى په زياته بيا د انګريزي ژبى چې ډېر کلى وال او زاړه چينيان نه په پوه کيږى چې ددې څخه د دوى په دود او دستور باندى هم اغيزى کوى دوى دا وائى چې زموږ خپل خلګه په خپل ملک کښې بيګانه او اجيني کيږى يا شوى دى موږ هم چې په ښارو کښې ژوند کوو او د نورېو ژبو اتورې مي بې شميره خپل کړى دى د کلي وګړى زموږ په ډېرو خبرو نه پوهيږى په پښتو کښې چې موږ د بلې شميرني (ګتني) چې بشپړه خپلې کړى دى په کلي کښې نه په پوهيږى او بيا چې د هري سيمي پښتانه چې په پښتو کښې دنوروژبو زياته تورې ګاروي د هغه لانجه به هم دومره ژوره کيږى.
د ډېر پخواڅخه داخبره را روانه وه چې په پښتو کښې د نورو ژبو توري په لويه کچه د ننه شوى دى په زياته بيا د سويلي پښتونخوا ليکوالانو زموږ د شمالى پښتونخوا ته ګوته نيوله خدائى بخښلې جعفرخان اڅکزئى يو وړوکي کتاب هم په دى اړه ليکلي وو چي نوم ې کيدى شى چې سوچه پښتو يا ګلابى پشتو وو دوى هم د هغه خبرى ته نزدې څلويښت کاله د مخه ګوته نيولي وه و شمالى پښتونخوا ته ځکه چې ګوته نيولي وه چي دهغه سيمى کتابونه مجلي او اخبارونه وکوئټى ته راتلو خو د افغانستان سره دومره نرديوالي ځکه نه ووچي دوى د کرښي و هغه خواته دي خو کله چې د ټيکنالوجي انقلاب راغلي دي په زياته بيا دانټرنيټ د راتلو څخه خو اوس موږ ټول پښتانه افغانان سره نزدې شوي يو چي بل هيڅوک و موږ ته نزدې نه دي انټرنيټ زموږ نغري دي چي موږ باندى راټول يو کله چي يوه د پښتنو کورني ماښام په نغري راټول شې نو ټول د خپلو چارو خبرى کوي او دهري خبرى لار او ګوادر ورته جوړوي اوس نو وخت راغلي دي.
چي خپلې خبرى سره ګډي کړو او هر ځائى چي يو لانجه را پورته شې په هغه باندى خپل ږغ را اوچت کړو خو زما په اټکل د انټرنيټ څخه موږ دومره ګټه تراوسه نه د ترلاسه کړي که لږ او ډېر موڼږ انټرنيټ ګار کړي دي خو هغه ستونځي او لانجي نه دي په ګوته کړي چي دا وخت لر او بر ورسره مخامخ دي د تيرو ديش کلو څخه د هغه خاوره په يوه او بل نامه د وينو په رنګ لړلي ده څومره پښتانه افغانان په د هغه ناورين کښې تراوسه وژل کيږي وداني ورانيږي او دابهير اوس هم روان دي خو موږ پټه خوله ناست يو د نړۍ په يوه کونج کښې به د بل ملت سره دومره زور زياتي نه وي شوي نه کيږي خو موږ تراوسه خپله خبره تر نړۍ والو نه د رسولي په هره ژبه ليکوالان لرو خو دوي داخبره و نړۍ والو ته نه د ايښي چي ولي د موږ سره د هغه ناوړه عمل کيږي ليکوال او رڼ انده هم د هغه دنده وي چي خپلى ناخوالي و نړۍ والو ته وړاندي کړي په هغه باندى عمل کول د دوي دنده نه ده نړۍ وال چي داخبره سنجوى چي د هغه ملت د سره څخه جنګيالى دي ولي چي د ځينو لخوا دا هڅه وشوه چي هو دهغه څوک ټوله وران کاردي خو د دهغه تورونو سپناوي هغه وخت کيدي شي چي موږ په نن پرمخ تللي نړۍ کښې خپل رول ولوبوو او نړۍ وال ته خپله خبره وړاندي کړو.
په دي کښې شک نشته چې په پښتو کښې د نورو ژبو ډېر توري راننوتلي دي که هغه کابل دي که پيښور دي او تر څه حده پوري کوټه دا ځکه چې موږ په ټولو داسي بريښنائي رسنې او ميډيا نه لرو چې سوچه پښتو پکښې وړاندي کړو خو ددي سره سره موږ خپله هم داخبره په پام کښې نه ږدو چي دا د بلې ژبي توري زه ولي خپلي ژبى ته راوړم چى زما ژبه ې خپله لري داخبره نه تنګ نظري ده نه د بلي ژبي څخه کرکه ده او دا سمه خبره هم نه ده چي خامخواه دي د بلې ژبى توري واخستل شې که چيري دا سمه خبره وي نو به چين دا حکم نه کولي چي و چينائى ژبى ته دى د نوروژبو توري نه راوړل کيږى او کوم توري چى تراوسه چينائي ژبى ته د نورو ژبو توري راغلي دي هغه دي هم واستل شي ولي چي دوى وائي چي ددي څخه زموږ دود او کلتور ته زيان رسوى دا ويره نه يواځي چين بلکي ايران هم سنجولي ده او هغه هم په دي هڅو کښې دي چى فارسى ژبه سوچه کړي دا ځکه که داسي اجاتزه ورکول شى او مخ نوي ې ونه شې هم هغه به کيږى لکه چين چي ليدلي ده.
تراوسه چي موږ کوم ناورينونو تير کړي او اوس ې هم تيروو د هغه لوئي علت همدادي چي موږ و ټوله ايږو چارو ته ډېر لږ پام کړي دي بلکې هر يوه چي څه کړي دي هغه ې په يواځي سر باندي کړي پخوا دومره يواځني (انفرادي) کارونه نه کيدل لکه اوس چي ليدل کيږى دا ځکه چې يو خو موږ من ماني رامخ ته کړى ده بلې خواته مخالف لوري دومره کار په موږ کښې کړي دي چي موږ ې بيل ساتلي يو چي د هغه پايلي دا شوي چى نن پښتون په هر ځائى کښې په سرسروهل کيږى وژل کيږى کله کله خو سړى دا ګمان وکړى چي نړۍ والو د پښتون د نسل کشي پريکړه کړي ده نن په هر ځائى کښې د هغه پښتون څخه کرکه کيږي چى دي ځان ته پښتون افغان وائي او دده د سر د لوړتيا دپاره کار کوي داخبره زه د ځان څخه نه کوم بلکي په دي هر څوک خبردي په لوئي پښتون کور کښې چي څه کيږي هغه موږ وينو او اوروي په کراچۍ کښې چې د پښتانه سره څه کيږي هغه د چا څخه وډر او پټ نه دي په ګډه بلوچستان ايالت او صوبه کښې چې څه روان دي هغه به هم د چا څخه پټ نه وي په قبائيلي سيمو کښې چى څه وشو او څه کيږي په هغه سترګي نه شې پټيدلي په خيبرپښتونخوا کښې چى کوم ناورين روان دي په هغه هم ټوله نړۍ خبر ده يواځي د سرحد ايالت د نوم په بدلولو چى کومي با بولالي او سپوري چي واوريدل شوى او وليکل شوى هغه خو د پرون خبره ده دا او داسې نوري ډېري ناخوالي دي چي هغه په ګوته کول غواړى... (نوربيا)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←