يا به يو کيږو کنې ورکيږو
يا به يو کيږو کنې ورکيږو باچا خان
۲۰م پيړى په لوئى پښتون افغان خاوري دومره ننګياليان او مبارزو ژيژول چي په تاريخ کښې به د دوي نوم ژوندى پاته وي خو د دوي مخ ته نړۍ وال سامراج او د هغه لاس پوځو د دوي مخ ته داسي خنډونه ورته مخ ته کړو چي دوي ونه کړل شول چي خپل ږغ تر خپل ولس پوري ورسوي ولي چى سامراج او د دوى لاس پوځو چي کومه لويه لوبه چي زموږ په سپيځله خاوره جوړ کړى وو هغه مخ په وړاندي يوشي چي د دهغه ناوالي لوئى لوبى لاندي تراوسه پوري پښتون افغان ولس سوځل کيږى چي دهغه ناورين په لکاو پښتون افغان مشران وګړى ووژل ژوبل ې کړو او د ژوند ټولي د ژوند چاري ې وراني او د کاره ې واستلى او په لکاو پښتانه اوافغانان ې بې کوره کړل چي تراوسه په نورو ملکو کښې ځورول کيږى.
زموږ د ۲۰م پيړي د هغه مبارزه خو يا ووژل شول يا ې د خپلو لاس پوڅو په مرسته خپل ولس ې په دوي راپورته کړل او هغه ودي ته اړکړل چي خپل وطن او خاوره پريږدي چي دازلي دښمن هغه د سيسه چي افغانان پښتانه خپله لاس په ګريوان شې نو ځکه جلا وطني ې غوره وبوله نورې په زوره د کار څخه د زور د لاري وګرځول او داسي ځائى جاسوسان ې ورته رانيول چي د دوى لاره وتړى چي بيا ې نور مبارزو بندي خانو ته واستول چي مخ نوي ې وکړي چي نه يواځي دومره اوږدي سزاګانى ورکړي بلکي په بندي خاني کښې دومره زور زياتي ورسره وکړى چې بشر په شرميږى او د هغه چادوه مخه سياست ښکاره کوي چي ونړۍ والو ته د بشر د حقوقو د خوندي کيدو داوه کوي خوپه عمل کښې تر هر چا زياته د بشرد حقوقو څخه سرغړونه کوي چي د ليکوال جان کي کولي کتاب غير مقدس جنګونه کښې ډېر ښه څرګند شوي دي چي ژباړه په پښتنو ښاغلى شجهان وکړل کړي ده د پښتنو د مبارزو سره که هغه د انګريزانو دور وو يا د هغه وروسته دوره د دوي سره غير بشري چلن وشو چې په تيره پيړى کښې د دهغه مبارزو شمير چي په بندي خانو کښې داوږدو کلو پوري تېره پيړى کښې د دهغه مبارزو شمير چي په بندى خانو کښې د اوږدوکلو پورې پراته وو چي ډېر په بندي خانو کښې مړه شول او جنازي ې د جيلو څخه واستل شوي د ۲۰م پيړي کښې چې کوم لوئى نوم تر نړۍ والو پوري رسيدلي دي هغه خان عبدالغفارخان باچا خان دي چي خپل ټول ژوندي د پښتون افغان دغم خور په حيث تير کړي هم به دي ورځ چي موږ ې نن لمانځو دوى نړۍ څخه سترګي پټي کړى چې د باچا خان په غوښتنه دوى په جلال آباد په ښار کښې چيري چي غازى امان الله غازى پټ دي هم دوى هم د زراو وګړو پښتنو او افغانانو و مخ ته وخاورو ته وسپارل شو چي د افغانستان نرځوي او ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب الله هم د لوړ پوړو چارواکو سره د باچا خان په جنازه کښې ګډون وکړى خو د چاودني وکړى او د راغلو ويرجنو په وير کښې نور زياتوب وکړى خو د خواښتني خبره بيا همداده چې د موږ سره شوي د نورو زياتيانود څنګه د هغه شوي جنايت موږ اير کړي که څه هم ډاکټر نجيب شهد د افغانستان ولسمشر وو.
د باچا خان دا لارښودنه وه چي پښتانه دي لاس سره ورکړي او خپله لار دي پخپله وټاکي او د نورو په لارو دي نه ځي بلکي خپل پښتني لارو چارو کښې دي پرمختيا وکړي او د نړۍ سره دي د خپلي پيژندګلوي سره وږه په وږه تګ وکړي ولي چي پښتون افغان خپله پښتو او پښتون ولي لري چي د ژوند ټولي چاري پکښې نغښتي دي ځکه چي په افغانستان کښې د نور بدلون ووشو باچا خان دهغه ملاترونه کړي او د اې وويل چي دا د روس او امريکا تر مينځ لانجه ده چي پښتون افغان په خاوره به دوي ګوند ې سره کوى چې پښتانه او د پښتنو خاوري به پکښې ورانيږى هم هغه وشول باچا خان چي څه ويلي وو تر نن پوري هغه وراني روان دي څومره وراني وشو هغه ټوله ويني خو موږ د باچا خان په خوله ونه کړو ځکه چې د لوئى ورانى لاندى راغلو.. باچاخان د انګريزانو د شړلو په مبارزه کښې دخپلو ملګرو سره ډېر لويه مبارزه وکړه چې په ګډ هند کښې څوک سارى نه لرى دوى غوښتو چې يووار د ګډ هند څخه واستل شى بيا به په ګډه يوه پريکړه کوو خو دوى ته دا څرګنده وه چې انګريزنه يواځي موږ غلام کړى يو بلکي افغانستان ې هم د مشکل سره مخامخ کړى خو انګريز دومره ناپوه نه وو دوى نور خپل ځائى ناستى کښينول چي باچا خان او دده ملګرو سره ې د انګريزانو څخه هم زياته بدوکړو کښې کنې چې کله پاکستان جوړشو دوى د قائداعظم سره وکتل او دپاکستان په لومړى پارليمان کښې و قائداعظم ته باور ورکړى چې په نوى ملک کښې به د پرمختيا په چارو کښې بشپړه همکارى کوى خو د باچاخان او قائداعظم په مينځ کښې د انګريزانو ځائى ناستو او لاس پو څو شيطانيت وکړى او قائداعظم تيراستي او ددي څخه د باچاخان او دده د ملګرو بلکې د ټول پښتانه بريادي پيل شوه چې د انګريزانو لويه لويه يواځي د پښتون افغان دوراني دپاره جوړ شوي وه او د هغه جغرافيائى بدلون ې هم ددې دپاره کړى وو چې ددي لارى و شوروي جګرى ته د مورچى کار وکړي کنې باچاخان د پاکستان مخالف نه ووچي د هغه څرګنده ثبوت د باچاخان د نوې پاکستان د جوړولو دپاره په ۱۹۷۳ء کښې د افغانستان څخه راتلل او د وخت د لومړى وزير ذوالفقارعلى بهټو ته د ملګرتيا لاس ورغزول وو چې د بده مرغه بهټو د باچا خان وړانديځ ردکړى هم هغه خبره شوه چې زه دي پوزه پري کوم ته چارګل غواړي دا ځکه چي تراوسه موږ ته دانه د څرګنده چي څنګه نړۍ والو و پښتنو افغانانو ته دام اچولى دى چي ورځ تيريږى د هغه سپيڅلي قام په دام کښې راګير کيږى او په هر لور چي د هغه قام تګ کوي د خطر سره بتي ورکول کيږى خو بيا هم دوى ځان نه په پوه کوي چې څرګند ثبوت ې د افغانستان د ولسي جرګي ټولټاکني او نوري پرمختيادي چي په دا څو ورځو کښې رامخ ته شوي يه را روان وخت کښې به څه کيږي کله کله خو د سړى زړه لږبيږى او هغه څوک چي اوس هم په جګړه بوخت دي نه يواځي د دوي دپاره بلکي د ولسمشر کرزئى دپاره هم ښه زيري نه دي که څه هم د دوى په بيل بيل ليکوکښې سره ولاړدي د يوې نيمى پيړى څخه چي موږ د لوئى لوبى په لومه کښې چې راګير يو تراوسه زموږ سترګى نه دى رڼي شوى..؟
باچاخان يواځني ستر مشر ووچي دوى په خپل پښتون افغان ولس ږغ وکړى چي لاسونه سره ورکړي او د را روان سيلاب اوبه په خپلو فصلو نه واړوي داسي نه چى د هغه د اوبو سيل هر څه يوشې موږ د باچا خان په لارښودنه عمل ونه کړي چي پايلي موږ وينو د حامد کرزئى څخه نيولي د يوه طالب پوري يوه هم د تاريخ څخه زده کړه ونه کړه کنى د ډاکټر نجيب تاريخ به نه غبرګيدي چي هميش به داخبره کوله چي ماته خپل ورور درولي دي طالب ته په کار وو چي دانجنئير صيب تاريخ ته کتلى وي چي وچوکيو ته ورسيدي خو ناسته ې ونه کړه ولي چي دي پښتون وو که څه هم دده نظر پام اسلامائيزيشن وو وغيره وغيره. باچا خان دخبره ډېره کوله يا به يو کيږو کنې ورکيږو راسي د باچاخان په دهغه لارښودنه عمل وکړو او هغه ټول خنډونه چي د يو کيدو مخ ته درول شوي دي هغه د مينځ څخه ورک کړو او هر ځائى چي يو په دي خبره سره يو شو چي د پښتون افغان په ضد چي کومه نړۍ واله د سيسه جوړه ده هغه به شنډه وو چي زموږ هر ګاونډي او کليوال و د هغه د سيسه ته وده ورکوي خو په مخ ې بل مخ ايښي دي موږ ځکه چي وهل خورو چي موږ پښتانه يو پښتانه ځکه وهل خوري چي دوي سوچه مسلمانان دي د پښتانه افغان په ورانولو دوي په يووار دوى ګټي ولاس ته راوړل غواړى.
