اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

احمد شاه بابا

احمدشاه ابدالى د هرات دحکمران زمان خان زوي د دولت خان لمسى دسرمست خان کړوسى دشېرخان کوسى او دخواجه خضرخان کودى دي ، په خټه ابدالي سدوزى پـــه (۱۱۳۵) هجري قمري کال دزرغونې نومي ميرمني له نسه چي په خټه الکوزۍ وه، په هرات کي وزيږېد سره له دې چي دعمر له مخي کشروو خو دخپل سلطنت په وختونو کي يي افغانستان ته لوي خدمت وکړ چي له همـــــــدې امــــــله دافغانستان خلکو ورته د بابا لقب ورکړ ، ده پرخپل داجـــــــمـــــله ليــکلې وه ( الحکم الله يا فتح ).

احمدشاه په افغانستان کښي اداري لښــــــــــکري، مالي او مدني جوړښتونه رامنځته او وزيران يي وټاکل ، اشرف الوزراء بگىخان باميزئ چي په شـــــاولي خـــان يي شهرت درلـــــــود دده سروزيـــــــر يا لــــوي وزيـــــــر وو او پـــــــه (۱۱۷۴)قمري کال يي داحمدشاهي ښار په نامه دکندهار داوسني ښار بنسټ کېښود. په (۱۱۶۶) قمــــــــري کال يي جڼي حصار ودان او هم يي دهندوکش په شـــمال کښي دتاشقرغان ښار جوړ کړ او په سند کي يي دحيدرآباد ښار دبنسټ ډبره کېښوده په (۱۱۸۲) قمري کال کــــي يي پـــــــه کندهار ، مشهد ، اټک ،ډهــــــــلي، روهيکنډ، پيښور، ټټه، ډيره غازي خان، کشمير، کابل، ملتان او هرات کي په خپل نامه سکه ووهله . ده دسرو زرو او مسو څخه داحمــــدشاهي دولت رسمي نښان (دوه څوکي توره،دغنمو وږي او ستوري) وکيـــــــــــــــنده

احمدشاه بابا په منځنۍ توگه سل زره عسکر ساتل او لـــــــــه پنجاب ،کشمـــــــيراو سنــــــدڅخه نيولې دآمـــــــو تر سيند،مشهداو بحيره عرب پوري دده دهيواد ټول عايدات په کال کي (۳۱) ميليونه روپيوته رسېدل . احمد شاه بابا ډيرجړه ايز سفرونه کړيدي دساري په توگه يې ځني برياوي لوستونکو ته وړاندي کوو

احمدشاه باباد(۱۱۶۰)قمري کال په پاي کي غزنى ، کابل او پيښور ونيول او په کابل او پيښور کي يې (تيموري او نادري پخوانى حاکم) ناصرخان مات کړاواحمدشـــــاهــــي سپه سالار ســـــــــــردار جهان خـــــــــان ، ناصـــــــــرخان داټـــک هاخوا ته وځــــــــغـــــــــــــــــلاوه .

په (۱۱۶۱) قمري کال له ديرشو زرو پليو او سپرو لښکرو سره له کندهاره راووت دکــــابل او پيښور له لارى داټک او جيلم غاړوته ورسېد ، دلاهور حکمران شهنواز خان د وزيرالممالک قمرالدين خان په واسطه له ډهلي څخه مرسته وغوښته او دچناب دسيند په غاړه له احمدشاهي لښکر سره مخامخ سو خو دجڼ له ميــــــــدانه وتښــتېد او احمدشاه لاهــــــــور ونيو ، ترهغه وروستـــــــه يي ډلئ ونـــــــيــو دمحمدشاه لښکر يې مات کړ اود(۱۱۶۱) قمري کال دربيع الاول دمياشتي پر ۱۳مه نېټه يې دسرهند ښار ونيو .

په (۱۱۶۲) قمري کال دکابل او پيښور له لاري لاهور ته لاړ او دلاهور له حکمران ميرمنو معين الملک سره يې روغه وکړه او دسيالکوټ ،گجرات ، پنجاب ، اورڼ آباد او امرتسر ماليات يې دهغه پرغاړه کېښوده چي هرکال به يې احمدشــــــــاهي اعلي دېـــــــوان ته رسوي ، کــــندهار تـه بيـــــــرته دستنــــــــــېدو پر وخــــت يې دقــــــــبـــــــــيلو ځيـــــــــني مشـــــران لکه : نورمحمدخان، ميرافغان غلجى، گډوخان او محبت خـــــــــان پوپـــــــــــلزى چي دده پرخــــــــــلاف يې دسـيسه جــــــــــوړه کـــــــــــړې وه ، ووژل.

په (۱۱۶۳) قمري کال هــــــرات ته لاړ هغه ښار يې ترڅلورمياشتو کلابندي وروسته له اميرعالم خان څخه ونيو او دسردار جهان خان پوپلزى په مشري يي پنځه زره سپاره فوځ تربت ته ولېږل او پخپله مشهد ته ولاړ هغه ښار يې هـــــم تـــــــرڅلـــــوروميــــاشــــــتو کلابنـــــدي وروستــــه ونيــو اودنــــيـــشاپـــورخــــواته لاړخوچي دنيشاپور حاکم عباس قلي خان مقاومت وکړ او لـه بلـــي خــــوا دژمي سخـت موسم راغي نو احمــــدشــــــــاه دهرات له لاري بيرته کنـدهار ته راوگرځېد.

داحمدشاه بابـــــــا پــــه وخت کـــــي دکــــــــــلات حکـــــــــــــــمــــــــــران دميــرعبدالله زوي ميرمحبت خان وو خو بلوڅ خان دهغه کشر ورور داميرنصـــيرخــان پــرخـــواوو ځــــــکه يې داحمــدشاه حضورته عرض کړي وو نو په (۱۱۶۳) قمري کال چـــــــي احمدشاه دخراسان له سفره راوگرځېد سملاسي يې له کندهاره دبلوڅو کلاته مخه وکړه ، احمدشاه ترمستوڼ وروسته کلات ته رهي سو ميرمحبت خان ،حاجي رحيم خان بابي له قرآنکريم سره داحمدشاه حضورته شفيع واستاوه ، احمــــدشاه هم سملاسي هغه پرېښود بيرته کندهار ته راغي ، ميرمحبت خان خپله يوه خور چي بي بي ميرگوهر نومېده داحمدشاه حضورته واستوله او احمدشاه هم هغه واده کړه .

په (۱۱۶۴) قمري کال بيا احمدشاه له خپل نيکه سره دهرات له لاري پر نيشاپور کلا حمله وکړه او ويې نيوله .

پـــه (۱۱۶۵) قمــــري کال دپــنجاب دنيولو لپاره لاهور ته ولاړ ميرمنومعيـــن الملک ترڅلورومياشــــتو پوري مقابله وکړه خـو ترهغه وروسته تسليم سو .

د(۱۱۶۷) قــــمري کــال په سرکي احمدشاه سند ته يـو سفر وکــــــــــــړ او وروستـــــه يـې دهـمــــــدې کال په منځ کي له کنـــــــدهــــاره هرات تــــه سفر وکــــــــــړ او د خـــراســـان تر نيولو وروستــه يي مشــــــهـــد کــلابــــــند کــــړ ، دنـــــادرشـــــــاه لمسي شاهرخ ميرزا دده اطاعت ته غاړه کيښوده او احمــــــدشــاه دړانــــده شاهــــرخ نيــابت نورمــــــحمـــــــــدخــان افـغان ته وسپـــــــــــــاره .

احمدشاه چي په (۱۱۷۰) قمري کال له هنده را وگرځېد په پنجاب کي نوي شور پيدا سو او دفيروزجڼ زوي غازي الدين او ادينه بېگ پورته سول ، سکانو هم په پنجــــاب کي قــــوت ومونــد او دلويديځ له خوا هم دمرهټه لويو قوتونو د ډهلي پاچاهي گواښله او پنجاب يې هم ونيو، دامهال دهـــند اســــلامي مــــــشرانو او د ډهــــــلي اميـــرانو احــمدشاه راوباله چي دهند داسلامي پاچاهۍ دساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي. احمد شاه هم دخپلو لښکرو سره دلاهــــــــور خواته وخوځېد اوهند ته ولاړ، احمدشاهي لښکرو له هنــــدواڼو او سکــــــانو سره تـــــــــر ډيــــــــرو جـــــړو وروســــــته چـــــي دښــــــمــنانو ته يې ډيري ماتي ورکــــــــــړې وروستــــــــــني ټــــــــاکــــونـــــکې جـــــــــړه دپـــــــــانـــــــــــــي پــــــت پـــــــرډگــــــــــر لـــه لـــسولــکو مـــــرهټــــــــــانو او هنـــــــــدواڼـــــــو ســـــــــره وکــــــړه او پـــــــــدې جــــــړه کــــــــي يــــــې ددښـــــــمــــــــن پـــــه زرو زرو جړن او دوه ســـــــوه زره نــــــــور کــــسان تـــــــر تيـــــــــــــغ تـــــــير کــړل چــــــي دجمــــــــادي الاخــــــــــر پـــــــه شپــــــــږمه نېــــــــټه يــــــــي لــــــــويه ســـــــــوبه پـــــــــه بــــــــــرخه سوه . ددې ستـــــــــري غـــزا جڼي ولــــــــجې او غنــــــــائم پنـــــــــځـــــــوس زره آســــونه، دوه ســـــــوه زره غـــــــــوايــــي ، پنــــــــــځـــه ســـوه فـــيــــــلان، څـــــــوزره اوښـــــان او دوه ويـــــــشت زره بــــــنديان لاس تــــــه ورغلـــــــــل، ځکـــه نــــــو نومــــــوړې جـــــړه دپــــانــــي پـــــت دجــــــــړې پـــــه نــــامه مشــــهــوره ده.

هغه وخـــــت چي احمــــــدشاه دپـــاني پت تر سوبي وروسته کندهارته راوگرځېد په پنجاب کي جيساسڼ دبغاوت بيرغ پورته کړ ،دپنجاب نايب الحکومه زين خان يې کلابندکړ، احمدشاه ددې شخړي دمخـــــــنـــــيوي لپــاره د (۱۱۷۵) قمري کال په لــــــومـــــړي نيــــــمايي کــي لاهور ته لاړ په (۴۸) ساعته جړه کي يې دامرتسر خواته (۱۳۵) ميله واټن وواهه او په روهي کي دسکانو له دوه سوه زره لښکر سره مخامخ سو د (۱۱۷۵) قـــــمري کال درجـــــــب د ۱۱مـــي نېټـــــي په جړه کــــــي يې دشــــلو زرو سکــــانو پـه شاوخوا کـــــي ووژل او مات يــې کــــــړل .

په (۱۱۸۱) قمـــــــري کال کـــــــي يې وزيـــر شاه ولي خان له شپـــــــــږو زرو سپـــــــرو لښــــکرو ســـره لــــه کنـــدهار څخه بلـــــــخ او بدخشــــــان تـــــه واستـــــول ســـو . دبـــــخـــــــارا حکمــــــران شـــــاه مــــــراد چي دافغانســــــتان پـــه شمــالي سيــــــموکـــــي يــــې باغيــــان پـــارول ، ځــــکه نـــو پـــه همدغه کال پخـــــــپله احمـــدشاه دهـــرات له لاري ميــــمنه ،اندخوي ،بلخ او شبرغان تصفيه کړل او دبخارا له پاچا سره يې جړه ونکــړه او روغه يې وکړه، په دغه سفر کي وزير شاولي خان دجوزجان له فيض آباد څخه خرقه شريفه کندهار ته راوړل چي تر اوسه په دغه ښار کي ده .

هغــــــه وخــــت داحمـــــدشاه له خـــــوا دنـــادرشـــاه ړونـــــد لمــــسئ شاهـــــــرخ مــــيرزا دخـــراســـان پاچــــا ټاکل ســــــوي او داحـــــمدشاه تر شـــــهــــــنشاهي لانـــــدي وو خــو دا چــــــي د (۱۱۸۳) کال پــه شـــــاوخوا کــي دشاهـــرخ زلــــمـــي زوي نــــصرالله ميـــرزا او دتــــون او طــــبس حاکــم علي مردان خان خپـــل ســـري ســوي وو نو ځــــکه د (۱۱۸۳) کال په پاي کي احمـــدشاه له کــــندهاره هــرات او مشهد ته ولاړ ، په دغه سفـــــــر کــــــي دبــــلوڅو پـــاچا نصيــــرخـــان چي داحمدشاهي دربــــــار تابــــــع وو لـــه شلو زرو تــــنو سره دخـــراسان په جړه کـــــي ښــــــه کارنــــــامې وکـــــړې او د تــــرشېـــز پــــه کـــــلا کي يې علـــــي مــردان مـــات کـــړ.

داحـــمدشاه بــــابا خـــدمتـــونه خــــــو پــه افغانستان اونورو ملکونو کي دومره دي چي دشنلو اوستايلو څخه يې په لس هاووکتابونه ليکل کيږي خو احمدشاه بابا دتوري او ميړاني ترڅڼ دقلم سره هم مينه درلوده ،ځـــــکه نو دپښتو ژبـــــي يو تکــــــړه شاعــــر هم ورتــــــه ويــــلاي سو، يــــــو لـــوي دېــــوان لــــري چـــــي بيـــــتونه يـــي پـه تـــــقــــــــريــــــبـــــــي ډول (۲۵۰۰) تـــــــه رســــيږي . احمـــــدشاه بابـــا دخپــــل ژونــــد په پاي کښـــــي دپرلــــــه پــــسې جــــــړو له سفــــــــرونــو څـــــــخه دکـــــړاوونو پــــه اساس کمــــزوري ســـوي وو دکنــــدهار لــــه ښــــاره دکوږک نومي غره ته چي پراخه او ښه هوا يې درلوده ولاړ ترڅو مياشـــــــتو وروستــــه د (۱۱۸۶) قمـري کال درجب دمياشتي پــه شلمــه نېـــټه دجــــمـــعې په شپـــــه هلتــــه ديـوې ناروغي په اثـــــرپــــه (۵۱) کلــــــــنــــي کـي د (۲۶) کاله پاچهي وروستــــه وفــــات سو.(روح دې ښاد وي)

د بيتونو يوه بېلګه ئی داده :

ســـتـــا د عــشــق لــه ویــنـــو ډک شـــو ځــیـــګـــــرونـــه

ســـتـــا پـــــــه لاره کــــــې زلــــمــی بـــیــــلـــــی ســـــرونـه

تــــــا تــــــه راشـــــــم زړګـــــــــــــی زمــــــا فــــــارغ شـــــــی

بـــې لــه تـــا مـــــې انـــــديـــــښــــــنــې د زړه مـــــارونــــــه

د ډيـــلــــی تــخــــــت هـــیـــــرومــــه چــــــې رایــــاد کــــړم

زمــــا د ښـــکـلــې « پـــښـــتـونخـــوا » د غـــرو ســـرونـــه

کـــــه هـــر څـــو مــې د دنــــیـــا ملـــکــــونـــه ډیــــر شـی

زمــا بـــه هـــيــر نــه شـــی دا ســتا ښــکلـــی بـــاغـــونــــه

د رقـــیـــب د ژونــد مـــتــاع بـــه تــار پـــه تـــار کړی

چــــې پــــه تــــــورو پــــښــــــــتـــانـــه کــا ګـــــــــذارونــــــه

د فــــریــــد «۱ » او د اشــــرف «۲» درو بــــه بــــیـــــا شــــــی

چــې زه وکــانــدم پـــه هـــــر لــــــوری تــــــخـــــتــــونــــــه

کـــه تـــمــامـــــه دنـــیــا یـــو خــوا تـــه بــل خــوا ئــــــې

زمـــــا خــــــوښ دی ســــتــا خــــــالـــی تــــش ډګـــرونـــه

احـــمــد شــــاه بـــه دغــــه ســـتـــا قــدر هــیـــر نـــه که

کـــــــه ونــیـــسی د تـــمــام جــــــهـــــــان مــــلــــــکـــــونــــه

Posted by: Hamid

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←