اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پښتون افغان عام وژنه سرکښته اچول که پورته..؟

د پښتون افغان عام وژنه سرکښته اچول که پورته..؟

زه چا پورى وهلم چى ووراني ته مخامخ شوم په دي باندى دغور کولو وخت نه دي خو د افغانستان په ورانى کښې چې دواړو ګاونډي اسلامى ملکو د نورو د ګټو دپاره کوم رول لوبولي هغه نه ايرونکي دى که هغه د پخوانى شاه ايران محمد رضا شاه پهلوي وخت وي يا که د هغه وروسته يا د بل ګاونډي دايوب خان جنرال دوروي يا د هغه وروسته دوي کله هم افغانستان د خپل ګاونډي اود يوه ودي لرونکي هيواد رامخ ته کيدو ته ايله نه د کړى او دا هڅي دواړو وکړه چي د دوي لاس پوڅي پاته شې چي هميش و دوى ته اړوي که شاه وو يا دا بل چي خپله ځان پاچا ګاڼي دوي د نورو لاس پوڅي وو نو ځکه دوى هر يوه نورو د ګټو په خاطر کولي او افغانستان د دوى د دهغه دواړو د تګ لاري څخه دومره مجبور شو چي و نورو ملکو ته سترګي واړوي په زياته بيا وخپل لوئى ګاونډي شوروي اتحاد ته چي د هغه څخه هر اړخيزه مرسته وغواړى خو هغه هم مرستي د خدائى په نامه د افغانستان سره نه کولي بلکي خپله ايجنډااوخپلي ګټې ې څارلې چي پايله ې د شهيدداودخان شهادت او دده حکومت ړنګيدل وو چي د هغه لوئى ګاونډي د هغه څرګندونه په دسمبر ۱۹۷۹ء کښې هغه وخت وکړه چي د بل انقلاب په نامه ې ببرک کارمل په خپل ټينک باندى سپور د خپل سره لښکر په مينځ کښې کابل ته دننه کړي څونى توپير د يو ملک او هيواد په سړيو کښې ښکاره کيږى. نيم کال د مخه هم د افغانستان د هغه ولسمشر سردار محمدداودخان په مسکو شوروي اتحاد کښې د دهغه ملک د وخت پاچا برزنيف ته څه خبره کوي چي چا د هغه بل افغان په خپل ټانک سپور د افغانستان مشر جوړ کړي چي اوس دا دتاريخ يوه برخه ده چي دلته ځائي نه لري خو افغانستان هم کولي شوي چي ددهغه دوو ګاونډو ملکو وارو و امريکا او نورو ملکو ته ځان نزدې خوکړى هغه د افغان د وخت پاچا او دده و ولس ته د منلو وړنه وه ځکه چې دواړو نړۍ والو لوئى قوتو سره په برابري خبري کوله هغه څه ې نه کول چي خواراو غريب به د خدائى د خوا جوړي خو سپې د چا لخوا ې نن چې افغانستان د جګړى ډګر جوړ شوي دي ددې علت به موږ د تاريخ په پاڼو کښې لټوو خو بلې خواته دا دواړه ګاونډي دسيټو او سينټو غړۍ وو.

په اسلامى نړۍ کښې د ناپيله ملکو په ليکو کښې دوه اسلامى ملکونه لکه افغانستان او عراق وو چي پياوړي پوځونه ې لرل چي چاته اجازه نه ورکوله چي د دوي په ملکو کښې لاس وهنه وکړى د افغانستان پوځ هغه وخت بې خونده شو کله چې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو سره د خپلو حکمرانانو په لارښودنه ورسره ملګري شو او بيا داسې وخت راغي چي د هغه پياوړي پوځ د مينځ څخه واستل شو او په ګاونډيانو کښې په دى خوشحالى وشوي اوافغانستان د نورو و لاس وهنو ته پاته شو چي د نن پوري څه روان دي هغه موږ وينو د عراق د پوځ سره څه وشو هغه هم د پرون ورځي خبره ده د عراق د پوځ د مينځ څخه د وتلو وروسته چي څه وشو هغه هم د چا څخه پټ نه دي او دي ملک ته د نورو په ځانګړى ډول دګاونډي ملکو لاسونه ورته ايله شول چي پايله ې دا شوه چې و دهغه ملکو ته باندني ځواکونه ورننوتو بيا چي دا دواړو ملکو کښې کوم وراني وژني وشوي او کيږى هغه هم وټولي نړۍ ته څرګنددي داسي نه چي دا پخپله وشو بلکي دا د يوه پروګرام او تګ لاري سره سم تر سره شول خو ډولونه ې ډول ډول وو چي بيلې بيلې پلمي ې ورته جوړي کړي چي و نړۍ ته يو جوازو لري څوک د دهغه لوئى لوبى لارښودان اوډائرکټران دي او څوک ې لوبغاړي دي او څنګه مخونه او څهري لري خو دهغه لارښودانو حالات داسي جوړ کړي دي چي ډېر لږ کسان په پوهيږي چي کوم مخه کومه بڼه خپله کړه.

که د تېر ولس پنځلس ورځو ناخوالي چي په لر بر افغان او پښتون سيمه کښې وشوي نولږو ډېر پنځه سوه هر ورځ وګړى ووژل شول او نورو ژوبل شول نورمالي زيانونه څومره وشول هغه خو د سره څخه نه شميرل کيږى دا مرګونه نړۍ پوځي ځواکونو هم وکړو او طالبانو هم وکړو ولي چي د افغان ولسمشر حامد کرزئي په خپله وينا کښې دطالبانو دوياند نومونه واخستو(زبيع الله مجاهد يو بل) چى دوى د هري وران کاري پړه په غاړه اخلي بيله ددي توپيره چي څومره افغانان او پښتانه ووژل شول په تيرو دهغه ورځو په پيښو کښې د جلال آباد د کابل بينک چاودنه د کندهار او بولدک چاودنى د کنړ د ولايت دوي خو نړۍ پيښې د کندوس چاودنى د پيښور او د پيښور شاوخوا چاودنى ځان وژونکي بريدونه د ائتلافى ځواکونو بمباري او د بى پائيلټ الوتکو ميزائيلي بريدونه دا ډېر د وژلو او ژوبلو د پيښو لاړ دي چي سره راټول شې نو ځانى زيانونه به نور هم زيات شې او چي اټکل وشې نو داسې ورځ نه وي چي تر سل زياته افغان پښتون نه وژل کيږى.

دلته موږ داخبره نه کوو چې څوک چا ووژي بس هم خبره په ډاډ کوو چې د هر څه د پښتون افغان د نسل کشى عام وژني يو جوړ شوي پلان دي چې تر هغه وخته پوري به روان وي چي په پښتون افغان ې دل نه وي ګډ کړي ولي چي دمالي ګټو دپاره دوى هيڅ بشري وياړ منلو ته تيار نه دي چي نه يواځي دتېرو کلو پيښو داوښووله بلکي اوس اوس په عرب ملکو کښې شوي پاڅون او بيا په زياته بيا د ليبيا سره د دوى کړه وړه په ډاګه شول کښکي په افغانستان کښې د نوي پيړى د پيل کيدو څخه داسي حالات نه وي جوړ شوي چي د هغه باندني ځواکونه و افغانستان ته نه وي ننوتلي يا هغه وخت چي په عراق باندني ځواکونه ننوتل اسلامى نړۍ ې مخالفت کړي وي صدام حسين دي ليرى شوي وي خو د باندنيانو په زورنه بلکي د اسلامى نړۍ په لارښودنه دا کار شوي وي خو پښتانه وائى چى ځوي هغه وخت ترڼه چي خرليوانونه وي خوړلي اوس خو اوبه هم تر ورځ تيري شوي دي.

موږ په وارو وارو داخبره کړي ده چي د پښتانه افغان په ضد دهغه د سيسه او لويه لوبه يوه نيمه دوې پيړى د مخه جوړشوي ده په لومړيو کلو کښې د انګريزانو پښتانه په بيلو بيلو برخو وويشل بيا ې د دوي په ضد داسې د سيسي جوړي کړى چي ځائى په ځائى ې وچ ودرول دومره وارې ورنه کړى چې خپل قومى اقتصاد ورغوي د غازي امان الله خان وارو حکمران ې په ملاد دي کبله دخپل هيواد څخه وشړي چي هغه غوښتو چي افغانستان اقتصادي پرمختيا وکړي ددي وروسته چي نړۍ والي چاري امريکا ترلاسه کړي په ګاونډ کښې داسې خپل لاس پوڅي وکارول چي لاره په وتړي او ساءې ور ودروي چي د هغه وروسته امريکا او انډيوالانو افغانستان وټاکي چي اشتراکيت ته هم په دهغه ملک کښې ماته ورکول کيدي شې ولې چي چاپيريال دهري خوا جوړ وو د روس يا د شوروي اتحاد دراتلو سره سم د پښتون افغان د مينځ څخه د وړولو عمل پيل شوى چي اوس ې د نسل د مينځ څخه د وړولو دهغه نړۍ وال عمل روان دي چي څوک په دي ځان نه پوه کوي هغه تيروتنه کوي اوس چي امريکا او ائتلاف چي دا خبره کوي چي تر ۲۰۱۴ء پوري به د افغانستان څخه ستانه کيږى دوي که ووځي يا پاته کيږى د افغانانو په وينو خپل لاسونه دپخوا وارو ککړوي ځکه چي په افغانستان کښې د ګاونډيانو په ګډون نور ملکونه هم ګټي لري و خپلو ګټو ته د رسيدو دپاره د دوي په مينځ کښې د افغانانو او پښتنو مرګ ژوبله کول توپيرنه لري او دا هر څه زموږ ومخ ته شوي دي ولي چي د نړۍ والو چي کوم فکر کړي دي دوي دا سنجوي چي هم دهغه وژنه به نورديش کاله دوام ولري چي څرګنده خبره ده چي هغه به هم دهغه پښتون افغان خاوره وي چي څرګنده خبره ده چي څوک به وژل کيږى.

وخت ددې نه دي چې هر څه خبرواترو ته پاته شې بلکي په عملي ډول څه وشې چې دهغه جوړيدلي ملت د هغه اوږده ناورين څخه وځغورل شى خو څنګه..؟

۱..لومړى بايد داومنل شې چې دا نړۍ واله د سيسه د پښتون افغان نسل کشى وکړده.۲..هغه څوک چي د نورو تر اغيزو لاندي نه دي او يواځي د خپل ولس او خاورې د ځغورلو غم ورسره دي هغه سره را ټول شې او نړۍ والو ته دا په کلکه څرګنده کړي چي نور نو خپله نسل کشې نه غواړى. ۳..که نړۍ وال بيا هم د پښتون افغان ونسل کشې ته دوام ورکوي نو دي ملي پاڅون اعلان شى. ۴..يو جرګه ګي دي جوړه شي او په ګډه دي و ملګروملتو ته خپل ږغ نه ورسوي که د دوي ږغ اوريدل کيږي هم دهغه جرګه ګي دي د ملي پاڅون اعلان وکړى. ۵..هر يو چې و دهغه لوئى مبارزي ته ځان تياروي هم د هغه شعار دي خپل کړي چي وطن يا کفن ولى که وطن وو موږ به يو هر څه به وي خو که موږ نه وو او په دهغه لتاړ کښې راګيروو نو دا باور هم نه شې کيدي چي کفن زموږ په برخه وي که نه..؟ ځکه چې نړۍ زموږ د وطن او ولس دورانولو په کار پيل کړي دي خو زموږ مشرانو د خپلي خاوري او د ولس دځغورلو دپاره ې په ډېره لويه کچه سرونه ورکړي دي هم د هغه خبره ده چي موږ ې په نخښه کړى يو..

کۀ په وينه اباديږي

چې داکور ځان ته ودان کړو

د دې لوئې مقصد دپاره

مونږ يو چغه، يو صلا کړې

لويه خدايه لويه خدايه

دا تيرې په مونږ رڼا کړې

اجمل خټک

محمد نعيم کاکړ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←