په عرب نړى کښى ولسى پاڅون
په عرب نړى کښى ولسى پاڅون اود زورواکوگټي
ليک:عبدالجبارکاکړ
کله چى په ۱۹۷۹ء کښى د وخت دشوروى اتحاد (U.S.S.R)سرى لښکري و افغانستان ته دننه شوې نو ټولي نړى و دهغه عمل ته بدوويل پنگه واله نړى سره يو ځائى شوه د افغانستان د وخت دحکومت او دوخت دشورويپه ضدې جگړه پيل کړه او په دي جگړي کښى اسلامى ملکو په زياته بياهغه اسلامى ملکو چى هر وخت ې دپنگه والي نړى په لارښودنه په پټوسترگو عمل کاوي په مخ کښى وواو داسلام اود جهاد دسپيڅلى ناره اوږغ ې پورته کړي وو اود نړى دگوټ گوټ څغه ې خلگه وپاکستان ته را ټولول او بياې وافغانستان ته ليږل ددي سره سره چى ټولو که هغه اسلامى ملکونه ووکه غيراسلامي ودهغه راغلو او افغانانو ته جنگى روزنه ورکوله او جهادته ليږل چى دشوروي اتحاد سره دلسو کلو په جگړه کښى بشپړه گوريلا پوځ تيار شو چى دنړى دهر لوري په زياته بياټولى اسلامي نړى وگړى پکښىووژل شول اوتربيه شول چى داوږدي جگړي وروسته شوروي اودهغو سرولښکروماته وخوړله او ودي ته اړشول چى افغانستان روغى پښي سبکي کړي په خوارو افغانانو او په افغان وطن څه تير شوى اوس دتاريخ وپاڼوته اړتيارلري چاڅه وکړو دا پريکړه به هم تاريخ کوي.
دشوروي ماته دشوروي په ماتيدوبدله شوه او نړى هم په دي هيله کښى شوه چى اوس به په يوه سوکاله او سوله ايزه نړى وي چى دبشر دحقوقوبه ساتنه به پکښى کيږي جمهوري ټولنه به وي نړي به پرمختياکوي او ټوله نړى به په سوله کښى ژوند کوي ولي چى پنگه والي نړى پخوانى شوروى داسي په نړى کښى پيژندلي ووچى ددهغه ناخوالو اوبديو مسؤل هم دهغه څوک دي چى ديوه بشري وياړ درناوي نه کوي خوچاته څرگنده وه چى داهسي هوائى خبري دي يادا چى نړى به ديوه بل ناورين سره مخامخ کيږي په زياته بياپښتانه افغانان چى دمولى واروبه قتل کيږي چى نه به ددهغه ناولي جگړي سرښکاره وي نه ې پائى عام وگړي به په ډله ايزه ډول وژل کيږي په جماتو جنازو جرگوپاتاوو او نورو غونډو کښى به په داسي غير بشري ډول وژل کيږي چى دمړوبه نه سرښکاره کيږي نه بى پنبىاو دبدن نوري برخي چى چيري چيري الوتي دي څوک به خوندي نه وي هرچيري چى ووژل شو الته ووژل شو داسي گډو ډي او اړ دوړ به وي چى څوک به يوځائى خوندي نه وي هم دهغه څه دا دموږې وينو دشوروي دماتيدوورسته چى څومره زيان واسلامي نړى ته ورسيدي دهغه اټکل کول آسانه کارنه دي خود څوکلو وروسته افغانستان او دي ته څرمه پښتنى سيمى يووار بياد نړى والو اود گاو نډي ملکو دجنگ ډگروگر ځېدي کله چى په امريکا کښى په ۱۱م ستمبر ۲۰۰۱ء کښىددوي په ژبه تهرورستى بريدوشو اوو افغانستان ته گوته پورته شوه چى دابريد هم ددي ځائي شوي دي ولي چى القائده اود هغه مشر اسامه بن لادن او ملگري هم په دهغه ملک کښى دي ونړى ته يو نوى جنگ دتهره گرى يا(WAR ON TERER) ورو پيژندل شو په افغانستان باندي بيا په لو يه کچه بمبار پيل شو چى ديوولس کلو څغه راروان افغانستان ته دناټو ملکو پوځي ځواکونه دملگر وملتو په اجازه بياننو تو ددي خبري سره سره چى دوي به دافغانستان بيا رغونه کوي که څه هم دبيا رغونى کارونه د تيرو يوولس کلو څغه روان دي او ډير څه ې کړي دي خودشاء دخواد دهغه دورانولو کار هم روان دي ولي چۍ دوي وچاته طالبان نوم ورکوي هغه نه يواځي ددهغه باندنيانو وافغانستان ته ننوتل نه ځفمي بلکى دوي چى څه پرمختيائى کارونه کوي هغه هم نه غواړي اود ورانولو په هڅو کښى دي په دهغه جگړي بيا دپښتون افغان وگړو څومره وژنه وشوه څومره ورانى وشويا څومره ورانى شوي دى دابه هم وتاريخ پوهانوته پريږدو خو دا يوه خبره ارومرو دهر چاپه زړه کښې گرځى را گرځي چى دنړى ټول زورور دپرمنح تللو جنگى اکمالاتو سره و دهغه وړوکى افغانستان تهراغلي دي يو ولس کاله ې کيږي خودوي نه شې کولي چى د دوي په خوله ددهغه څوزرو تهره گرو اوو ران کارو مخ نوي وکړي که څه هم دوي په هر څه خبردي دتهره گري په نامه چى کومه جگړه دوې روانه کړي ده ددي مخه او هدف هم دادي چى په لويه کچه په دهغه هيواد او سيمه کښى وژني وشې دا ولي؟ ددي دپاره چى يوبل نور سره وڅوکر وي.
اوس په افغانستان کښې ددوي په ونياد تهره گري په ضدجگړه روانه وه چى دوي ديوه بل محاذد پيل کيدو پريکړه وکړه چى هغه عراق اود هغه ولسمشر صدام حسين وټاکل شو چى نوموړي ويحاړونکي وسلي زيرمه کړي دي په کاردي چى وعراق ته هم پوځونه واستول شې چى دملگروملتو څغه هم اجازه ترلاسه کړه او په دي کار ې هم پيل وکړي دعراق يوزورور پوځ ې دړي وړي کړي صدام ې دنوروډ يرو سره وواژي څونه ويجاړ ونکى وسله ترلاسه شوه نه بل څۀ خود عراق وسله واله پوځ ې دړي وړي کول وو هغه ې وکړو ددي دمخه ې دافغانستان يو پياوړي پوځ په ډول ډول لارو دبل په زور رنگ کړى وو اوس عراق هفه عراق نه دي پاته چى دصدام حسين په وخت کښى وو يو موټي وو دي سره سره چى دو لسمشر صدام حسين دومره تيرو تني دي چى دخپل هيواد او ولس سره ې کړي وي چى بخښنه ې نه شې کيدى خود امريکا اروپا او ملگروملتو څغه نوري لاري چاري هم وي چى صدام ې گوښه کړي وي او جمهوري لارې ورته ټاکلي وي خولکه چى دوي په افغانستان کښى دتهره گري جگړه اوږ دول غواړي هم ډا ډول و دوي ته اړتيا وه چى دصدام دزورواکي اود ديجاړ ونکي وسلي دلرلو په پلمه عراق ته دننه شې.
اوس يوواربيا په عرب نړى کښى ولسي پاڅون سرراپورته کړي دي يوشمير عربى ملکونه که هغه په منځنى ختيځ کښى دي ياکه په افريغه کښى دحکمرانانو په ضد ولسراپورته شوي دي دتيونس او دمصر ولسمشرانو خو ودي ولسى پاڅون ته ځان ټنيگ نه کړي خوا وس ليبيا شام يمن بحرين کښى ولسونو دخپلو حکمرانانو په ضدراپورته شوي دي او داسي ورځ نشته چى دولسى مظاهر وڅغه مرگ ژوبله نه کيږي ولس چى په دهغه ملکو کښى کوم پاڅون کړي دي هغه په حق باندي دي ولي چى ددهغه ملکو حکمرانان د ديش څلويښت کلو څغه ولسمشران راروان دي آن داچى دوي خپل ځامن خپل ځائى ناستي او جانشين ټاکلى دي او دهغه حکمرانان دپخوانيو پاچاهانو هم ځانونه واکمن کړي وو اودي دخلگو په ناخوالوې ځان نه خبروي نه ې داسي جمهوري لاره خپله کړي چى دولس په خوښه واکمنان وټآکل شې په درغليو به دټولټاکنو په نامه په وار وارو خپل ځان او خپله حکمرانه ډله ټاکله چى ونړى والو ته داښکاره کړى چى خودوي په جمهوري لاره ټاکل شوي دي هم دهغه ملکو به و دوي ته امبار کي ورکوله ولي چى د دوى په لارښـودنه به روان وو.
داړوند ملکو ولسونو چى کوم پاڅون کړي دي ټوله نړى ې ملاتړ کوي خو په کاردي چى نړى وال ددهغه ولسونو ملاتړ وکړي چى دوي وخپل هدف ته ورسيږي او که و حکمران په خپل ولس زور زياتى کوي دهغه مخ نوي په داسي ډول باندي وکړي چى هغه دمنلو وړ وي دملگروملتو په لارښودنه بنديځونه باندي راولي خو داسي نه لکه په ليبيا کښى چى وشو چى نن ې دکورني جنگ بڼه خپله کړه دملگرو ملتو دايرپکړه سمه وه چى دقذافى ځواکوته دي اجازه نه وي چى دوي يه خپلو خلگو بمبار وکړي خودا هم سمه نه ده چى باندنيان دي دليبياپه يوځى مرکزونو بريدو وکړي او په دولتى پوځ دي بمبار وکړي او د دولت مخالفينوته دي وسلي ورکړي او دخپل پوځ سره دي په وجنگيږى چى ددي عمل به ډيري بدي پايلى وي او ليبيابه په کورنى جگړه کښى داسي گيرشى چى په کلو کلو به دوام وکړي چى بيابه دگوريلا جنگ بڼه خپله کړي لکه افغانستان چى دکلو کلو څغه په دهغهجگړه کښې راگيردي ددوي په گټۀ ده ولي که په ليبيا کښى چى هر وگړي وژل کيږي هغه ددي ملک دي نور يو شمير لاري چاري شته چى قذافى اودده ډله ودي ته ارکيږي چى دواک څغه لاس په سرشي په کاردي چى ولس په سولهايزه ډول خپل دهغه دکلو کلو څغه ناست واکمنان په خپل زور ليري کړى چى بيادوي وکولي شې چى وځان ته يوه جمهوري لاره غوره کړي چى نړى وال به هم مرسته ورسره کوي خو که دجنگ اود زور دلاري دهغه حکمرانان دليري کيدوهڅه وشوه نو دهغه ولسى پاڅون ته لوئىزيان ورسيږي خو ددى سره ضروري ده چى د باندنى لاس وهنى پرته دا کاروشې دهغه ولسى ياڅون نور څومره زورواکه حکمرانان او ډلي په مخه کړي دابه هم خپل شوي ولسونه ژرپه خپلوستر گوو وينې خودځان سره به څه ناخوالي ولري دا پخپله دولسي پاڅون پورى اړه لري که دوي خپله مخه او هدف په سپيڅلى ډول او دتشدد څغه خواپاکى مخ ته يوشې اوددي د څنگه د خپل ولس سوکالى سوله او پرمختيا په نظر کښى وساتي دانه چى يو آمرولاړشي دهغه په ځائى بل آمر کښينول شې چى بيرته هم دخپل ولس د گټو په ځائي دهغه چاگټى خوندي کړي چى دهغه څوک ې دوي ځائي ته رسولي وو خو د مصر خلگويو وار بيا ونړى والو ته داڅرگنده کړه چى هر څه به ددوي په خوښه کيږي خود نړى وزور واکوته به تر کومه دمنلو وړوي دابه وخت څرگنده وي.
.................
موږ خپلى پښي په خپله په تبروهو دنورو دپاره .
ليک :عبدالجبارکاکړ
درې کاکړى غاړو څغه زه خپل ليک پيل کوم
۱.جهازي تو پنچه وړي. ترمړو زياتي بخت نامي
۲. سکهه دي مړکى سور زخمي. بخت نامې ځان دي کې غازي
۳.ښه ده داتر اوس مړه. بخت نامي سره کولاسونه.
د هغه ملى مبارزه چى دباندنيانو په ضدوه ويل کيږي چى بخت نامي ته يوسکهه ډاکټر په مخه ورغلي لومړي ي ددهغه سکهه ډاکټر دوژ لونيت وکړي خوبخت بى بى هغه بيرته په دي خاطر پريښودي چى دهغه سکهه ډاکټر دخدائى دمخلوق خدمت کوي ځکه ې مرگ نه دي په کار تردي وروسته يوبل سکهه او انگريز په مخه ورغلوبخت نامي بىبى په دي ټکان او ډزي وکړي سکهه په هغه ځائى ووژل شو او انگريز فرنگي مړنه شو خو ژوبل داد يوي ميرمني پوه وه چى سکهه ډاکټر ې ددي کبله ونه واژي چى دخلگو خدمت کوي او ددي په پرتله نن په ټول افغان پښتون وطن کښى څه روان دي څو مره پوهان ډاکټران انجنران مخور اوسپين ږيري او هغه څوک چى د روغى جوړي هڅى کوي چى ولس باندي راټول شې هغه دوي وژني چى دوي ولي د دولت سره ولاړ دي په دي بحث کښى موږ نه ځوخودومره خبره کوو چى نن خبره دانه ده خبره داده چى نن دهغه خوارولس ددهغه بدمرغي څغه وباسو دلته خبره دگټو ده څوک ې په يوه نامه کوي وبل نامه ودهغه گټو ته ځان ورسوي او د دوست او دښمن هم ددهغه گټو په رڼا کښى توپيز کيږي هڅيوک دبل غم نه دي اخستي په دهغه خبره هغه څوک پوهيږي څوک چى دنړى سره تړلي وي او بس خوز موز ملي مبارزه ډيرپخوا په دي پوه وه.
نوري دوي کاکړي غاړي
۱. قام دي پرې شې پرنيمي. بخت نامه مچ له وړي پيکي
قام دي پري شې په نيمي. چى بخت نامه هتکړي وړي
کله چى دهغه کاکړي غاره جوړيدله يواځي يوه بخت نامه وه چى دخپلى خاوري او وطن په خاطرې داکا رکړي وو او نورو خوندکيودهغه غاړي په جوړي کړي وي چى په داقام کښى يو هم دومره سرتيري نشته چى بخت نامه دمچ وجيل ته دوړلو څغه را وگرځوي اوداپيخور ارومرويوي بلى مبرمنى ودهغه بشپړه قام ته ورکړي وو خودبده مرغه نه دهغه ناورين دټول پښتون افغان قام سره د دري لسيځو څغه را روان دي خويو داسي څوک تشته چى ددهغه بشپره پښتون افغان غم وخوري نه څوک شتنه چى نشته چى ودهغه ولس ته دا ور په گوته کړي چى دوي ولي په داناورين کښى راگير کړل شوي دي اود دي ناورين پايلي به څه وي؟ خوهر څوک په دي پوه دي چى دبښتون افغان نوروراني نوروراني؟ خو پوښتنه دا ده چي دهغه ورانى ته به هم رډواو سپنو سترگو گوروا خپل گټي څه چى ولس او خپله خاوره به دنوروگڼو دپاره داسي ورانوو لکه دتيرو ديش پنځه ديش کلو څغه چى ورانيږي نه به يومشر راڅرگند يږي نه يوه بخت نامه را ولاړ يږي نه به دبخت نامي يوه خوندکى دمشراو کشر په دي بى حسي يوه کاکړي غاړه او پيخورودي بشپړه قام ته ورکوي هو هم داسي به وي چى هر قام دخپله خاوري او دخپل ولس گټي ترپښولاندي کوي اود نورو دگټو دپاره خپل هر څه ورانوي د هغه قامونو او ولسو سره هم داسي چل کيږي لکه دپښتون افغان سره چى کيږي دکوم قام چى لوئى اووړ وکي سياسي او غير سياسي لوستى او نالوستى ملا او حامى سوداگروي نو هغه قامونه هم د داسي ناخوالو سره مخ کيږي لکه موږ چى يو خبرې دسپڅلي اسلام کووخو عمل د اسلام په ضدکوو خبري دوطن ولي کوو خوعمل دوطن دورانى کوو دخپلو سپيڅلو خلگو وژنه کوو موږ به هم داسي يو دبل وژنه کوو چي پخپله ځانونه ختم کړو او نورو خپلو گټوته ورسوو.
تيره ورځ په يوې ورځپانى کښى دجنرل (ر) اسلم بيگ چى ځان د اسلامي سپه سالارا نو څغه يوگڼي په يوليک کښى دپښتون پاور اود شيحه پاور خبره کړي وه دهغه ليک ماڅو واره ولوستي خونه په پوهيدم چى دپاکستان دوسله والو ځواکو دهغه پخواني سرلښکر مطلب څه دي؟ چى لومړي موږ په اسلام کښى فرقي نه منو او کوم مذهب چى موږته دقرآن او دحديث دلاري اود کلي دملا په لارښودنه راښوول شوي دي بس هغه زموږ دپاره کافي دي فرقي که نور جوړه وي هغه دي جوړه وي موږته ددي اړتيانشته خوخير دهغه ليک په وارووار ودلوستلو وروسته داخبره په سوچ کښى راغله چى دلته ته دپښتون پاور څه ضرورت دي؟ که شيحه پاور دوي ليکى بيا په کار وو چى دهغه پخواني سرلښکر سني پاور ليکلى وي ولي چى هر وخت دشيحه خبره کيږي نومخ ته سني ياديږي دهغه سړي په دومره سپن سترگي پښتون پاور چى په لومړي ځل ماد داسي چا په ليک کښى وليدي چى هغه دټولي اسلامي نړي يا لويه اسلامي نړى(PAN.ISLAMIG) ملا تړي دي لومړي په اسلام کښى د توپيرنه کوي چى شيحه او سني خونوموړي دومره لاندي تللي دي چى پښتون ې د شيحه ومخ ته درولي دي او بياد ټول پښتون جخرافيه ددوي دوگړو شمير ورکړي دي چى دوي دومره زوروراو عښـتلي دي.
پښتانه وائي هغه دهغو څغه بدوړل دوي نور وراچولى پښتانه من حيث القوم سپيڅلى مسلمانان دي دهغه وخت څغه په فرقو او مذهبى ډلونه دي ويشل شوي په سوله او امنيت مېن دي همسايه گاونډي د خپل ځان اوو جود برخه بولي کله هم فرقه ايزه جگړه نه دکړي ډير لښر ښگش او توري پښتانه چى شيحه گان دي په کورمه او کوهاټ کښى ميشته دي کله کله دسني او دشيحه په نامه ددوي جگړي دگاونډياتر منځ کيږي خو هغه هم پخوانه وي دڅه وخته څغه دهغه جگړي ليدل کيږي يا په افغانستان کښى هزاره قوم دي چى دشيحه او سني جگړه موږنه د اور يدلي خودمځکو او ورښو په سر باندي کله کله ناخوالي رامخ ته کيږي نور نود اخبره چى پښتون پاور او شيحه پاور دا عقل ومنلوته تيار نه دي نوموړي چى داناښولټه او انکشاف کړي دي په کار دي چى نه يواځى پښتون پاور په دي خبره غور وکړي بلکى شيحه پاور هم په دي سوچ وکړي.
دا خبره اوس په بشپړه ډول څرگنده شوي ده چى يوه نړى واله توتيه دسيسه سازش د ډيره وخته څخه راروان دي چى دهغه پښتون افغان ولس داسي وکوټي چى بيا سر راپورته نه کړي د شوروي لښکر وو دافغانستان ته د راننوتو او بيا تر اوسه دهغه توتيې توده بڼه خپله کړي ده ولي چى وسپينه سره ده او دوي وار ژر ژر باندي کوي نوځکه ې د نوونوو پيښو او چيلنجونو سره مخامخ کوي اوس دا زموږ کاردي چى د دهغه د سيسو څخه موږ څنگه ځان استلى شو ددي سره سره چى وخپل کورته راڅرمه گاونډي هم زموږ په ضددي يا دا چى موږ يو دوست نه لرو که هر څو دوي دموږ سره دخپلوي دا وه کوي خو موږ ټولوته دا فکر کول په کاردي چى دا ولس او دهغه قام او دهغه دنيکه گانو څخه راپاته شوي خاوره او خپل مذهبى او قومي دود څنگه خوندي وساتو هيڅوک نه لرو چى څوک موږ ددي شخړو او ناخوالو څغه را وباسي خپل ځان به پخپله د دهغه ناورين څغه رابا سو اود نورو د گټو دپاره چى زموږ په ولس او خاوره اور بل دىهغه په پخپله وژنو په دا ديش پنځه ديش کلو کښى دسولي او روغي جوړي په نامه چى د موږ سره کومى لوبي وشوي هغه دهرچا و مخ ته دي گټي نور خوري خو ولس او ننگياليان پوهان او علماء زموږ د دمنځ څخه وړل کيږي اوراه څوک شول د نورو وطنو خاوري څوک شول بهنگيان او ميتران څوک شول معذوره څوک شول دا دومره ناخولي دي چى په دي ليک کښى ځائي نه شوو ورکولو.
دا چى دښمن څومره توطيې جوړي کړي دي او زموږ دوراني او ډې کړي دي ددوي څخه هر څه ځغورل دومره آسانه دي...؟
زه وايم هو ولي چى پښتون افغان يو ننگيالي تاريخ نبوولي دي د تاريخ اوږ دوکښى په وار ووا رود داسي بدمرغيو سره مخامخ شوي دي خوبيا چى ځان سره راټول کړي دي دښمن ي ترکوره نه يواځي رسولي دي بلکى تر خپلو گو ډوي هم لاندي کړي دي نو ددي دپاره په کاردي چى څه وشي...؟ ددي دمخه چى څه وړانديځونه وکړم دايوه خبره سپينول غواړم چى ډير څوک به دا خبره کوي چى ليکوال يواځي د پښتانه خبره کوي د اسلام او مسلمانى خبره نه کوي د پښتانه خبره ځکه دهر څه ومخه راځي چى د۳۵کلو څغه د پښتون افغان په خاوره او ولس د اور خوړي پورته کيږي خو نه يوه اسلامي هيوادي غير اسلامي هيواد ددي اور د وژلوته نه دي را دانگلي بلکي دخپلومالي گټو دپاره ي په دي اور تيل اچولى دي.
