اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ښه بسلمانان!

طنز

د مازیګر له لمانځه وروسته د کلي سپين ږیري د ماجد څنګ ته د مازیګرې لمر د وړانګو تودوخي ته په خرن ناست او د ښه بسلمان تعریفو نه يې کول ،زه هم چې مسافر وم ورسره ناست وم او مجبوره د هغو خبرو ته مې غوږنیولی و.

یو سپین ږیری چې په خرن په دو ګوټو ناست وو او پرتوګاښ یې ځړېدی ویل:

میرزا للندر عجب بسلمان سړی دی هر لمانځه ته یې دوه ساعته لاس په پرتاګه کې وي او اودس وچوي !

ما لږ جټکه وخوړله.

ټولو د هغه دا ښه بسلماني تاييد کړه او ویل يي رښتیا چې ښه بسلمان سړی دی.

یو بل په سن پوخ سړي چې د نصوارو د ډبلي په هېنداره کښې يي خپل سپين غاښونه کتله نارې کړه : ملا اختری عجب بسلمان سړی دی هر لمانځه ته پنځه پنځه اودسه تازه کوي !

ما بیا لږ جټکه وخوړله .

ټولو د تایید په ډول سر وښوراوه او ویل يي : ارمان دی نه کوي نیک بخته!

بل کلیوال چې خاښه يي په غاښو کښې وهله په خورا خوند ویل :جانان اکا بیا تر ټولو ښه بسلمان دی د سهار په اودس د نیمي شپې تاجود (تهجد) لونځونه لا کوي !

ما بیا یو جټکه وخوړله .

خو نورو د هغه بسلماني تایید کړه او ویل يي : جنتي دی جنتي !

زه په خبرو کښې ورولویدم: د ښار کازي زما له ورورخداداد څخه د قوالی د لاسلیک لپاره لس زره ډالره رشوت واخیست بیا يې هغه ته ویل دا رابخښښ کړه چې زما روژه خرابه نسي ځکه د روژې میاشت وه.

ټولو په یو ږغ وویل : سبحان الله څومره بسلمان کازي دی ارمان دی نه کوي !

زما زړه ددوی له دې خبرو وپړسیده !

بیا مې ویل:

د ا لا څه کوئ، د امنیې کومندان یو تجار په ناحقه ونیوی له هغه یې لس لکه اوغانی وغوښتي او ورته یې ویل که دا پیسې رانه کړې د القاعدې ټاپه درباندې وهم.

دواړو په ماجد کښې وعده سره وکړه هغه تجار وویل چې زه ماجد ته ورغلم دامنیه کومندان دفرضي لمانځه وروسته دومره نفلونه وکړه چې ماجد د خلکو خالی سو

یوه نارې کړه څوک وایی په ښار کښې ښه بسلمانان نسته

ټولو په یو ږغ ویل :سبحان الله څوک وايي په ښار کې بسلماني نسته

زه چې د شپې د تیرولو لپاره ددې کلي ماجد ته راغلی وم له ځان سره مې وویل : ددې خلکو ډوډۍ لا حرامه ده ،ودریدم او رهی سوم .

یو کلیوال را پسې ږغ کړ : چیری ځي مسافر اکا !

ما مخ ورواړو او ورته و مي ویل :

هغه خلک چې ناروغان ښه بسلمانان بولي د هغو ډوډۍ حرامه ده .

دې کلی ته دی خدای خیر ورپیښ کړي.

یو را پسې نارې کړه :

تاته دي هم خدای د بل کلي پورې د لارې دښرمښانو له ګیره خیر در پیښ کړې!

زه هک پک ودریدم چې اوس څه وکړم ؟!

بیرته راوګرځیدم په ساختګي خندا مې ویل :

هغوی هم ښه بسلمانان دی؟!

ټولو په یوه اواز ویل : د خدای ارمان دي نه کوي !!!

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←