پښتو نړي وال کانفرس او دولس هيلي
ليکوال: عبدالجبار خان کاکړ
سوله او کراري نن د هر پښتون په خوله ده ځکه موږ داويلى شو چى سوله نه يواځى دپښتانه غوښتنه ده بلکى دا د پښنون غوښتنه په کلکه غوښتنه اود پښتانه مرام هم دي څوک چى په داټوله نړى کښې دبشر اود بشر دحقوقو او ددي د درناوي خبره کوي په کاردي دټول بشر دخوا دهغه غوښتنه کيږي دوي هم داخپل شعار جوړ کړي وي ولي چى په يوه ملت اود هغه خاوره د۳۵کلو څخه جگړه روانه وي چى هغه ته که دريمه نړى واله جگړه وويل شې هم به بيځايه خبره نه وي ځکه چى دهغه ۳۵ کلو کښى دافغان پښتون په خاوره دنړى ټوله لوئي او دړوکونه يواځي خپلى ډول ډول لوئي او ويجاړ ونکى وسلى گارکړي بلکى هر يو نړى والو قدرتوخپل اود خپلو انډوالانو ځواکونه ي په خپل خپل وار دافغانستان ته راوستل اود خپلو ځواکو اود دخپلو وسلو ازمو يني ې دپښتون افغان په خاوره او په دي ولس وکړي چى په لکاؤ لکاؤ افغان وگړي ووژل تر دي زياته ې ژوبل او محذوره کړل دهغه نړي واله جگړه ې په بيلو بيلو پړاونو او ډولونو وکړه او کوې ې اوس يوه نوي بڼه خپله کړي ده چى هغه پخوا هم ډير ناوړه زړه بزنونکي او خطرنا که ده چى دافغان خاوره او پښتون افغان ې ورسرمخامخ کړي دي دا نوي بڼه جگړه چى نړي والوته ورپيژندل شوه هغه ځان وژنه او نوروژنه ده چى دتيرولس کلو څخه څومره ورانى وشو اود پښتون څومره سپين ږيري مخور پوهان رڼ انده او مشران ددهغه ځان وژونکو لخوا شهيدان شول څومره پښتني او افغانى اود څنگه ې اسلامى وياړونه وران شول لکه جمات جرگه حجهره جنازه دپښنو افغانانو پلارني دودو باندي بريدونه وکړو دايوه بږ نونکي داستان دي چى کتابونه غواړي خوڅرگنده خبره ده حي دلته ې ذکرنه شې کيدي خودا غوښتني هر پښتون افغان لري ولي نړي وال په زياته بيادبشر دحقوقو دعويداران د۳۵کلو څخه پټه خوله دي ولي دوي ږغ نه پورته کوي بله داخبره چى ولي دهغه ځان وژونکى دپښتنو افغانانو په هراړخيزه شخصياتو باندي اود دوي دوياړونو دمنځ څخه دوړلو دنده په غاړه اخستي ده چى تراوسه ددوي دوينوتږي دي؟او غواړي چى نور مشران او کشران ووژنى او او هر څه وروران کړي. ددي ۳۵کلو اوږ دي جگړي او ورته وراني دپښتون افغان سوچ راپاروي چى چيري خودادپښتون افغان په ضددنسل کشى دسيسه ا توتيه خونه ده؟ چى هريو خپل خپل کردار پکښى لري؟ چى خپل هم او پريدي هم پکښىدي؟
ددي ليک مطب دا وو چى زه په پيښور کښى کيدونکى نړى والى پښتو کانفرنس باندي څه وليکم خو زموږ په ولس او خاوره باندي په دي ۳۵کلو جگړي دومره اغيزي کړي دي چى يو ليکوال او شاعر تر دهغه پيښو گام نه شي خورولي ددي سره سره چى څومره څه چى ودهغه ته اړتياوه هومره نه وليدل شول خو تاريخ به داپريکړه کوي چى چاڅومره زيارو استي خودا يوه په زړه پوري خبره ده چى نن او سباد(۲۹م ۳۰اپريل) باندي پښتنو ليکوالا نو شاعر انو رڼ اندويوه نړى واله غونډه پرانسل کيږى چى نه يواځي دلر او بر څخه بلکي هغه پښتانه افغانان چى په نړى کښى خواره واره دي هغه ودي نړى والى او درندي دپښتو و غونډي ته رارسيدلي دي او غواړي چى دليک شحر اود نور رولارو سره گډي کړي اود دي د اوارولو اود دهغه ناورين څخه خپل ملت وباسي دهغه غونډي ته هر هغه پښتون افغان چى دخپل ولس او خاوري سره مينه لري سترگي په لاري دي چى دسولي په دهغه غونډه کښى چى رڼ انده ليکوالان او شاعر انو راغوښتى دي څه پريکړى به پکښى کيږي رښتياخبره دا ده چى کله ملتونه په داسي ناورين کښى راگير شوي دي زموږ دلراو برمخورو سپين ږيرواو مشرانو خپل ولس دداسي ناورينو څخه استل اود پښتون افغان په تاريخ کښي داسي بى شميره بيلگى شته خودبده مرغه چى کله دپښتانه او افغان دسپين ږير دمخورو او مشرانو دهغه دنده دنن ورځى سياست مدارانو ترلاسه کړي ده موږ دخوار يو سره مخامخ شوي يو په زياته بياکه دتيرولس کلو ناورين ته ځيرشو نو دابه راته څرگنده شې چى دهغه سياسي مشرانو دسولي امنيت او خپل ولس ددهغه ناورين څخه د استلو دپاره هيڅ نه دي کړي که دهغه سياسي مشرانو په خپل ولس ږغ کړي وي دوي به بى هيلى نه وى ايله کړي نوځکه چى رڼ انده ليکوالان او شاعران چى دلراو براستاځى پکښى دي هم دهغه دوې ورځي غونډه راوغوښته او ددي غونډي يومسؤل وويل چى غونډه غير سياسي ده ښاغلى جان زيب نياز وويل چى دا غونډه ديوي سياسي ډلي او گوند سره اړيکىنه لري خو زما په آن سياسي مشران به وينا پکښى کوي.
دفرانس يوه رڼ انده او پوه ويلى دي چى کله سياست مداران دولس ناخوالي داوارولو په کار کښىپاته راشي بيا دولس رڼ انده او ليکوالان پوهان او شاعران راپورته شې دوي د درامخ شوي ناورين بيل بيل اړخونه وچيړي اود خپل ولس دځخورلو لاري چاري (لاځمه عمل) وټاکي او خپل ولس اوو سياست مدارانوته وړاندي کړي چى په هغه عمل وکول شې خو دا اوسنې غونډه به يواځي وړانديځونه وړاندي کوي که به دهغه باندي دعمل کولو دنده به هم په غاړه اخلي ځکه چى پښتون افغان ولس دخپلو سياست مدارانو څخه بى هيلى شوي دي ځکه چى دکله څخه چى دهغه ناورين په ځانگړي ډول دتيرولسو کلو څخه چى لراو برکوم ناورين دځخمي هغه زموږ په تاريخ کښى ډير لږ ښکاره کيږي خو دبره مرغه زموږ د هغه کهول پټه خوله پاته شو او که څه ويلى هم دي او څه کړي هم دي خوددي ناورين په اړه ې نه څه ويلى نه ې څه کړي دي ددي څخه علاوه ددوي ومخ ته يو شمير تاريخى پوښتنى دي چى دوي پټه خوله دي؟
دتير وڅو لسيځو څخه دولس سره سياست مدارانو سياست کړي دي دولس دپاره سياست نه دي کړى چى پايلي دا شوي چى نن زموږ ټول ملت په وړوکووړوکو ډلو ويشل شوي دي چى دهغه وړوکي وړوکى ډلي چى په بيلو بيلو نوموجوړيدي دمخالف لوري ومنگولوته لويدلي دي چى په بيلو بيلو چارو يود بل ومخ ته درول شوي دي چى دوي وکولي شي چى خپله لوبه ومخ ته يوشي دانه چى دهغه څوک دهغه لوبه کوي بلکى دسياسي گوندو اود هغه دمشرانوريښې هم ورسره وهى؟
درڼ اندوليکوالانو او شاعران غونډه چى مخه او شحارې په لراوبر کښى سوله راوستل دي که څه هم زموږ دهغه کهول نه سياسي گونددي نه په دوي کښى سياسي مشرشته خودايوه خبره زما په اند داده چى زموږ شاعر ليکوال او رڼ ا نده دڅوکلو په دهغه ناورين کښى په هر ځائى باندي ږغ پورته کړي دي زموږ دهغه کهول په ټول لربرکښى او په نورو ملکو کښى په شاعرو او ودي ته ورته غونډو کښى خپل ږغ پورته کړى دي چى دهغه لويه بليگه ددي غونډه ده چى دملت ناخوالى دولس ترغوږ ورسولي دي ددي څخه علاوه رڼ انده ليکوالان هم تردوي پاته نه دي چى په لويه کچه په انټرنيټ باندي کتل کيدى شى چى په ورځپانو او مجلو او کتابو کښى هر څوک لوستلي شي خو دبده مرغه انټرنيټ باندي کتل کيدى شى دي چى زموږ دعام وگړي وارو ددي ناورين څخه بيگانه شوي دي ياد دوي نوري مجبوري دي چى زموږ په ټولنه کښى ليدل کيږي چى دوي دومره ناخبره دي چى په داڅو کلو کښى ددوي سره څه وشو؟
رښتياخبره دا ده چى وټولي نړى ټولي سيمى ته دسولي او امنيت ضرورت دي خو و پښتون افغان ته چى دسولي او کراري اشدضرورت دي وبل قام وبل ملت او خاوري ته دومره ضرورت نه دي ولي چى د درولسيځو څخه دهغه پښتون افغان دکوم ناورين سره مخامخ کړل شوي په دي باندي پورته لنډي خبري شوي دي خو اوس زموږ سترگي د۲۹م اپريل او ۳۰م اپريل دپيښور وغونډي ته او ښتي دي چى دوي په يوه داسي وخت داغونډه کوي چى ولس ې د اور په لمبو کښى سوځل کيږي دويمه داجبردي چى دوي وهغه څه ته اړشوي دي چى هغه ترسره کړي چى دا ددوي مسؤليت نه دي بلکى دنورودي خو د دوي دهغه ږغ او شحار چى دوي سوله او يواځى سوله غواړي که دوي د دا دپاره د عمل و ډگرته را ووځي نو دي ډاډه ولس به دوي نه بى هيلى کوي.
