خپله پريکړه پخپله کول د ژوندي قامو نخښه ده
ليکونکى: عبدالجبار کاکړ
زموږ يو ملګرى غلام جان چې د ډېر وخت څخه په کوئټه کښې ميشته دي خو په غزني کښې هم پلارنى مځکه او جائيداد شته خو د کله څخه چې په پاکستان کښې ګډوډى جوړه شوه نو د دوي په مځکه باندى هم چاقبضه وکړه نو بيا غلام جان خان د طالبانو په واکمنى کښې و کابل ته ولاړشې چې غلام جان فرياد و طالبانو ته ورسوي خير خو دوى به خپله خبره تر طالبانو د عدالتي څانګي رسولي وي خو دوى وويل چي په دهغه ورځو کښې په کابل کښې څو ورځي پاته شوم چې يوه ورځ په ښار کښې روان وم چې د خلګو ګڼه ګوڼه مي وليده چى پوښتنه وکړه نو راته وويل شوي چى د افغان طالبانو جګړه د عربى طالبانو او پنجابى طالبانو تر مينځ وشوه چي افغان طالبان ې کلک وټکول او په وينوې ولړل دي وائي چې زه ورته حريان پاته شوم چې د پښتو هغه متل راياد شو چي باندنيان راغلو او کور وال ې وشړل هم دهغه څه په افغانستان کښې د افغان طالبانو سره وشول چي پورته د غلام جان بيان شوي د سترګو حال ې يوه لويه بيلګه ده دا بيله خبره ده چې زموږ سپيڅلي طالبانو په يوه نوم او بل نوم تير استل شوي وو ددي څخه علاوه نوري دومره رښتني پيښى د طالبانو په وخت کښې شوي دي چي د هغو دلته بيانولو ته اړتيا نشته خو يوه پوښتنه به پښتون افغان ولس د نورو ډېرو پوښتنو په سر کښې کوي چي ستاسو په واکمني کښې چې د افغانستان سلاو ديني علماو د يوي جرګى لاندي دا پريکړه او غوښتنه د ملامحمدعمر اخوند څخه وکړه چې اسامه بن لادن چي اوس مرحوم شوي دي هغه امريکا ته په لاس مه ورکوي خو البته د افغانستان څخه ې رخصت کړي خو تاسي دا کارونه کړي د خدائى(ج) په نامه وو اياست چي تاسي په خپل وجدان دا پريکړه وکړه که بل چا تاسو ودي ته اړکړل نن چي د اسامه بن لادن سره څه وشو هغه ستاسو او د ټولى نړۍ و مخ ته دى زه په دي نورې خبرى کول نه غواړم خو يواځي دومره وايم چي لوئى څښتن ويلي دي که ماپيژني علم اوزده کړي وکړه چې دا د لوئى باري(ج) د پيژندنى او د لوئى والي تر ټولو لوئى ثبوت دي ما پخپله هم ددي لاري لوئى بادارپيژندلي دي چي تاسي د افغانستان د سلاو علماو غوښتنه ونه منله نو څه وشول د دهغه پريکړي د کبله افغانستان و يوه بل ناورين ته ورپوري وهل شو چي لومړى وارې ې هم په ناترسي په تاسي په دشت ليلي کښى تاسي شهيدان کړل شول چي مورکيانى ادي ګياني خوندي پلرونه او وروڼه ې تراوسه په انتظار کښې ناست دي ددي جواب به ورکول کيږي لوئى څښتن(ج)نه دده ستر پيغمبر(ص) دا لارښودنه کړي ده د اسامه بن لادن د افغانستان څخه و بل ځائى ته د استولو څخه د ډه ډه کولو څخه کوم ناورين په ټول افغان پښتون ولس راغي او اوس هم دوام کوي هغه هم موږ او تاسو وينو يوه خواته باندني ملکو وراني دي بلې خواته ستاسي په نامه وژني وراني او ويره ده کله چي تاسو شمالى ائتلاف په يوه وړوکي سيمه کښې راګير کړي وو په نورو ملکو کښې په نخښو نښانونه کيدل چي اوس نو افغانستان بشپړه زموږ وغوځي ته رالويدلي دي خو دلته يوه خبره ده هغه و ګټو ته لاس رسول دي نو ځکه چې هر زورور دا هڅه کوي چي دده څخه دکمزوري د خولي ګوله واخلي د ګټو و مخ ته بشر بشر نه پاته کيږى بلکي ځناور جوړيږى و لکه هغه د هر مذهب دين يا سيمى څخه وي د بشر تاريخ د داسي پيښو څخه ډک دي که ستاسي دا خيال دي چي افغانستان به موږ په ځان وژونکو بريدونو په چاودنو او د نورو په مرسته تر لاسو کړو او په کراري به حکومت باندي کوو دانه شي کيدي ځکه چي تر هغه وخته چي چا ځان نه وي پيژندلي په خپلو پښو نه وي دريدلي تر هغه وخته به هم دهغه حال وي چي يوه ورځ به سورانګريز ښکاره کيږى بله ورځ روسي وي بيا امر يکني وي يا بل څوک که چيري دهغه اوسني راغلي باندنيانو ولاړهم شې نو به په ګاونډ کښې پراته شا ماران سرونه راپورته کړي چي د دوى جواب ورکول به نور ګران وي نو ځکه چي په کراره موږ او تاسي سوچ نه وي کړى او دا څه چي مى روان کړى دى په دى مي د دين د سپيڅلي اسلام په چوکاټ کښې د بشر د غوښتنو په رڼا کښې او د خپل افغانيت په رڼا و نورو افغاني علماء په لارښودنه د نوي سره څخه لاره نه وي ټاکلي برياليتوب نه شې ترلاسه کيدى ځکه چي موږ هغه څوک يو چي په سپيڅلي اسلام کښې په فرقونه يو ويشل شوي او د هغه هر څه چې نن روان دي چي موږ په فرقو وويشي.
داسې نه چي يواځي هغه طالبان چي د دوى په خوله په جهاد کښې بوخت دي هغه د بشپړه افغانانو او پښتنو استاځيوب کوي دا وخت هم په ډېر لوئى شمير ديني علماء طالبان په دين پوه لارښودان موجود دي چي دوي يوه خواته پخپل هيواد کښې ميشته دي بلکي په هيواد کښې د هر هغه چا مخالفت کوي چي هغه د اسلام او افغانيت په ضد وي د حزب اسلامي او نور د طالبانو پخواني چارواکي ځيني په حکومت کښې دى خو خپل نظر او خپله لاره ې نه د ايله کړي او کلکي نيوکي هم کوي د ګران هيواد د بياوداني او بيارغوني کښې هم بشپړه برخه هم لري په خلګو کښې ولاړه ناسته کوي او په وياړ ورته کتل کيږى دوى د افغانستان د نن او سبا د ښه او د بدو په اړه نه يواځي خبر دي بلکي دوى په هره پريکړه کښې برخه لري د بده مرغه طالبانو په ځان څه جوړ کړي دي لومړى هر افغان و دوي ته ګوري چي وشاته مو څوک ولاړدي؟ کوم وراني چي په افغانستان کښې کيږى يا وژني کيږى چي هغه نه يواځي په تاسو پوري تړل کيږى بلکي طالبان دي چي خپل هيواد ورانوي خلګه وژني ځکه چي دا خواښنونکي غوښتنه دځينو نورو لخوا رابرسيره شوي ده چي د طالبانو سره دي د روغي جوړي خبري نه کيږى داخبره زه نه کوم هر څوک په دي خبردى.
دانه چي اسامه بن لادن ارواښاد شو لکه څنګه چي اسلام فرمائي چي د يوه بشر په ناحقه وژنه د ټول بشر وژنه ده موږ هم د هر هغه ناحقه وژني غندنه کوو او د اسامه بن لادن وژنه هم سمه نه ګڼو خو موږ چي څوني اټاله يو او يواځي افغانيت او د پښتنو خبره کوو د هغه په علت هر څوک خبر دي ۳۵ کلو څخه زموږ خاوره او ملت د وژنو او مرګونو او ورانيو سره مخامخ دي چي دومره اوږد جنګ د بشر په تاريخ کښې نه دي شوي په لکاو وګړي وژل شوي دي معذوره شوي دي و نورو ملکو ته کډه شوي دي چي په چوپړ کښې ژوند تيروي د سپي په سترګه ورته کتل کيږى ښځى او ماشومان و نورو ته لاسونه نيولي دي نور قامونه لوړي زده کړي کوي موږ خپل ښوونځي ورانو و خلګه د مشکل سره مخامخ کوو نور زورواکي ودي را غواړي چي راشي زموږ په خاوره سره ګوندي شې خو يو نه راپه کښې اوچت کيږى چي دا موږ څه روان کړي دي نور ملتونه مخ په وړاندي روان دي خو موږ تر پخوا هم وشاته تللي يو.
وخت راغلې دي چي دا خوار ولس د دهغه ناخوالو څخه د را استلو غم پخپله و خورو د نورو د ګټو دپاره نه خپل ولس نه خپله خاوره ورانه کړو پخپل ګريوان کښې سردننه کړو چي زه څه کوم زما دلاسه وراني کيږى که زه و چاته ګټه رسوم يا دا چي زه کوم عمل کوم هغه زما د دين زما د ولس زما د خاوري په ګټه دي د قرآن او د حديث شريف په رڼا کښې دي هري خبرى جواب پروت دي خو که هغه په رښتني څوک په مخه واخلي دانه چي زه څه کوم هغه ټوله سم دي او نور چي دا کار کوي هغه کافران دي د خپلې خواڅخه فتوا ورکول د لوئى څښتن(ج) په فضل نن هم په افغان پښتون وطن کښې ډېر لوئى لوئى ديني علماء ناست دي چي ساري نه لري د هغه څخه پوښتنه کيدي شي عقل کل بايد څوک نه شې يا داسې نه چي څوک د حق خبره وکړي هغه دي ووژل شې لکه د چارسدي خدائى بخښلي مولانا حسن جان يا لکه د مردان لوئى ديني عالم پوهاند ډاکټر فاروق او داسې نور چې د حق خبره ې کوله هغه ووژل شول که په رښتيا هم موږ سپيڅلي مسلمانان يو او د اسلام ښيګڼي غواړونو ضرورى ده چي د خپلو علماو په لارښودنه او د اسلام په چوکاټ کښې لاره په مخه کړو هم داخبره ده چي د پاکستان د سينټ غړۍ او لوئى عالم مولانا محمد خان شيراني پرون داخبره کړي ده چي د فتوو ورکولو څخه به ډه ډه کوو ولي چي ددي څخه په امت کښې ګډوډي او انتشار رابرسيره کيږى
