پېرى واقعيت دى، که افسانه
ژباړه: لطيفه لالهاند، کابل
رالیږنه: ظفرخان اهتمام
د هر انسان د ژوند په بهير کې ځينې موقعيتونه شته، چې د هغه د ژوند د لېوالتيا ټکى ګڼل کېږي. څومره ښه خبره ده که دا ټکى انسان د پوهې او کمال پر لوري وهڅوي او لارښوونه يې وکړي.
د ناپېژندويه شيانو پر لوري ګام ايښوول او د پوهې لاسته راوړل زما د ژوند تر ټولو ستره لېوالتيا وه. ما به هم له ډېرو کسانو څخه دا اورېدل چې پېرى يوازې په خبرو کې خلاصه کېږي او تر ډېره حده کيسو ته نژدې روايت دى. خو اوس تر څو مياشتنيو څېړنو او پلټنو وروسته دې باور ته رسېدلى يم، چې پېرى کومه افسانه نه ده: ”پېرى يو غوڅ رښتينى روايت دى“.
د طبيعت تر شا پټ موجودات:
ښايي په ډېره زړورتيا سره، د طبيعت تر شا د پټو موجوداتو په باب خبرې- اترې د بشري تاريخ لرغونى دود وګڼو. د عوامو، روڼ اندو، پوهانو، څېړونکو او په هر عصر کې د خلکو ترمنځ دغه بحث په هماغه تازګۍ سره تعقيبېږي، چې پېړۍ- پېړۍ وخت يې نيولى دى. کله چې د پېريو په باب کوم فلم يا داستان ليکل کېږي، خلک يې ډېر ستايي او ډېر يې خوښېږي، ځکه چې بشر تل تنده لرلې چې د ځان په اړه له رازونو پرده پورته او د دغو پټو موجوداتو په اړه هم د خپلې پلټنې تنده ماته کړي. ښايي د روڼاندو او عوامو يوه ګډه وجه دا وي، چې دواړه د پېريانو په باب په شک کې دي. په اروپا او امريکا کې هم پوهنيزه بشپړتيا نه ده توانېدلې چې خلک د دغو پټو موجوداتو په راز وپوهوي، تر اوسه پورې د هغوى په اړه شک موجود دى، خو د اسلامي نړۍ ليد له مخې ټول څيزونه ښکلي او پرځاى پيدا شوي، ان د طبيعت ترشا پټ موجود (پېرى) هم. ځينو ديني پوهانو يا د شک په سترګه ورته کتلي، يا هم په دې برخه کې چوپه خوله پاتې شوي او څه يې نه دي ويلي.
پېرى واقعيت دى، که افسانه؟
د نړۍ او ژونديو موجوداتو د پيدايښت په اړه د انسانانو ترمنځ دوه نظرونه شته، ځينې کسان ټول څيزونه د خداى ج د خلقتونو سرچينه ګڼي، بله ډله بيا د نړۍ د خلقت سرچينه په طبيعت کې لټوي. که څه هم د دوى ترمنځ د نظر اختلافونه ډېر دي، خو يوه ډله هم نه ده توانېدلې، چې د دې پټ موجود له شتون څخه انکار وکړي.
هغه کسان چې پر خداى ج ايمان لري او اروا مني (له مسلمانانو پرته) دغه موجودات خبيثه يا هم د شيطان شريره اروا ګڼي. ”ماديون“ چې پر خداى ج عقيده نه لري، دغه موجودات لومړني انسانان ګڼي، چې د دوى په اند د بيزو او انسان ترمنځ په بشپړتيايي پړاو کې حيران پاتې دي او بڼه يې بدله شوې ده. خو ځينې نور بيا عقيده لري، چې پېرى وحشي انسان دى، چې د ځنګلونو په ژورو کې ژوند کوي. کله- کله ځان څرګندوي او د متمدنو انسانانو د ځور او کړاو لامل ګرځي. خو مسلمانان د قراني ايتونو په رڼا کې د نړۍ موجودات په درېيو ډلو- سره وېشي:
جمادات، نباتات، حيوانات.
د مسلمانانو په اند، حيوانات هم د انسانانو، پرښتو او پېريو غوندې عقل لري، يا هم له عقل او شعور څخه بې برخې دي، خو د قران کريم د نوراني ايتونو په رڼا کې بايد وپوهېږو چې له شک پرته په نړۍ کې د ”پېري“ په نامه يو ژوندى موجود شته، چې د ځور او کړونې له مخې- د پاک خداى ج له لوري ورباندې په همدې نامه غږ شوى دى. دغه موجود د انسان په څېر دى، ځکه:
۱. په قران کريم کې څلوردېرش ځله د پېري (جن) يادونه شوې ده.
۲. د قران کريم دوه اويايمه سوره، د پېري په نوم ځانګړې شوې ده.
۳.په دې باب د حضرت پيغمبر ص، حضرت علي(ک) او نورو ديني پوهانو له خوا- زيات روايتونه راغلي دي.
د ډېرو انسانانو له خوا هم همدا خبرې کېږي. موږ به په دې اړه د قران کريم ايتونو ته اشاره وکړو.
*د سليمانَ ع پوځيان له پېريو، انسانانو او الوتونکو څخه جوړ و، چې کتارېدل به سره. (د نمل سوره: ۱۷مه ايه).
*خداى ج ته يې له پېري څخه شريکان جوړ کړل، حال دا چې پېرى په خپله د خداى ج له خوا پيدا شوى دى. (انعام سوره: ۱۷مه ايه).
*که ټول پېريان او انسانان سره راټول شي، د قران په څېر به بل کتاب رانه وړي، نه يې شي کولاى، که هرڅومره د يو بل مرسته هم وکړي. (اسرا سوره: ۸۸مه ايه).
*ستا خداى ج درته وويل چې دوزخ مو له پېريو او انسانانو څخه ډک کړى دى.(هود سوره: ۱۱۹مه ايه).
*اى د پېريو او انسانانو ډلې! که کولاى شئ د ځمکې او اسمان له جوړښت څخه ووځئ. دباندې لاړ شئ، تاسې به بهر نه شئ وتلاى، پرته له دې چې کوم ځواک درسره مل نه وي. (الرحمن سوره: ۳۳مه ايه).
* ارواښاد شيخ مفيد په خپل (ارشاد) نومي کتاب کې وايي: له ابن عباس څخه روايت دى، هغه مهال چې د اسلام پيغمبر ص د بني معطلق له قبيلې سره د جګړې په موخه له مدينې څخه ووت، نو د شپې له پلوه يوې لويې درې ته ورسېدل. د شپې په پاى کې ورته حضرت جبرئيل راغى او خبر يې ورکړ، چې د درې په منځ کې پېريان سره راټول شوي او غواړي چې د دوى مزاحمت وکړي. (ارشاد: ۳۹۱مخ).
له حضرت امام صادق څخه روايت دى: يوه ورځ حضرت محمد ص ناست و، يو سړى ورته راغى چې د خرما د ونې په کچه قد يې درلود. سلام يې وکړ، حضرت ځواب ورکړ او بيا يې وويل: ”هغه خپله او خبرې يې پېري ته ورته وې“. بيا يې ورته وويل: څوک يې؟ ويې ويل: زه هام، د هيم زوى، د لانيس لمسى او د ابليس کړوسى يم. (بحارالانوار: ۸۳مخ).
پېرى څنګه موجود دى؟:
ايا پېرى هم کوم ژوندى موجود دى او موږ يې د پرمختللو پوهنو په مرسته په زبات رسولاى شو؟.
پېرى (جن) په لغت کې د پټ او مستور په مانا دى، لکه څنګه چې يو ماشوم د مور په ګېډه کې پټ دى او دغه ماشوم ته ”جنين“ وايي او جنت هغه بڼ ته اشاره ده، چې ونو يې ځمکه پوښلې وي. د پېريانو په اړه هم همدغسې شکونه کېږي، چې د بشر له سترګو څخه پټ پاتې شوي، همدغه علت د هغوى په خپل خلقت کې پټ دى. قران کريم د پېري خلقت داسې بيانوي:
*او جان (په ځينو اسلامي متونو کې راغلي، چې د پېري پلار دى، لکه ادم ع چې د انسان پلار دى) مو تر نورو زيات له زهرجن اور څخه پيدا کړ. (حجر سوره: ۲۷مه ايه).
*خداى ج انسان له وچې خټې څخه پيدا کړ او پېرى يې له بې لوګيو لمبې څخه. (الرحمن سوره: ۱۴مه او ۱۵مې ايې).
له دغو ايتونو څخه مومو، چې پېرى اور دى او انسان له خاورې څخه پيدا شوى موجود. نو څرګندېږي چې پېريان تر انسان وړاندې پيدا شوي دي. دواړه له مادې څخه پيدا شوي، نو ځکه دواړه مادي دي. خو دوه بنسټيز لاملونه چې دوى له نورو موجوداتو بېلوي، په لاندې ډول دي:
۱. پېرى کولاى شي، ځان ته هره بڼه خپله کړي.
۲. د نورو موجوداتو له سترګو څخه پټ دي (بدن يې نرم دى، چې سره راټولېدى او يا خپرېدى شي. لکه د هوا ذرې چې سره راغونډې شي، هوا غليظه او خړېږي او د ورېځو بڼه خپلوي، نو کله چې دا ذرې سره بېلېږي، هوا صافه او ښکلې کېږي).
همدغه وجودي جوړښت- له پېريو سره مرسته کوي، چې هره بڼه خپله کړي. کله د ستن د څوکې په اندازه، کله هم د يوې لويې کوټې په څېر شي.
په يوه شېبه کې ډېر کارونه کوي، چې د انسان له وسې وتلي دي. پر دغو موجوداتو تر ټولو عمده شک د هغوى پټوالى دى، چې انسانان يې نه شي ليداى، دا په پوهنيز لحاظ هم د منلو وړ خبره ده، ځکه په نړۍ کې زيات شيان شته چې موږ يې په سترګو نه شو ليداى، خو هغوى د انسان په پرتله زيات جسمي ځواک هم لري، لکه: برېښنا، برېښنايي څپې، بنفش رنګه رڼا، د ايکس وړانګه، وايروسونه، امېبونه او دغه راز نور شيان... چې په سترګو ليدل کېږي نه، خو کوم سليم عقل به ترې انکار وکړي؟ دا چې موږ يې په خپلوحواسو نه شو درک کولاى، دا د دوى د نشتوالي دليل نه دى.
ايا پېرى تر انسان لوړتيا لري؟
موږټولو(ترموږغوره) تورى زيات اورېدلى دى. دغه تورى په عام فرهنګ کې پېري ته کارول کېږي، خو ايا رښتيا هم دغسې ده؟ ايا پېرى تر انسان لوړتيا لري؟
پاک خداى ج په قران کريم کې فرمايي: ”موږ د ادم اولادې ته تر ډېرو مخلوقاتو فضيلت او لوړوالى ورپه برخه کړى دى“. (اسرا سوره: ۷۰مه ايه).
دغه راز انسان ته د پرښتې او پېري سجده هم خداى ج ته د انسان د لوړتيا مانا لري. يو بشپړ انسان پر ټولو موجوداتو لوړتيا لري، ان ځينې انسانان چې له پېريو سره په اړيکو ټينګولو پوهېږي، کولاى شي پر هغوى تسلط ولري.
بيا به په قران استناد وکړو: ”له ښاپېريو څخه وې. د خداى په فرمان به يې ورته کار کاوه، که چا به سرغړونه کوله، هغوى ته به مو د دوزخ عذاب ټاکه، خو که هغوى به هرڅه غوښتل: لوړې ماڼۍ، د حوض په شان ماڼۍ او که دېګونه، جوړول به يې“. (سبا سوره: ۱۲مه او ۱۳مې ايې).
که څه هم قران کريم پر پېريو باندې د تسلط په برخه کې يوازې د حضرت سليمان يادونه کوي، خو په زياتو هېوادونو، ان زموږ هېواد کې هم ډېرې بېلګې شته، چې ځينې کسان د پېريو د نيوونکو او يا هم د اروا د حاضرولو په مټ توانېدلي، له پېريو ګټه پورته کړي. په هر حال- بايد پوه شو چې د خداى ج په وړاندې انسان اشرف المخلوقات دى، نو يو بشپړ او مومن انسان پر ټولو خلايقو برتري لري.
پر ځمکې د پېريانو ژوند څنګه دى؟:
د قران کريم د ايتونو پر بنسټ:
* دا هېښوونکى موجود، د انسان تر پيدايښت وړاندې پيدا شوى دى. (حجر سوره: ۲۷مه ايه).
* پېرى له اور څخه پيدا شوى دى. (الرحمن سوره: ۱۴مه ايه).
* پېريان د انسانانو غوندې ډلې- ډلې پيدا شوي، چې تر مرګه ژوند وکړي او اخرت ته به روانېږي. (فصلت سوره: ۲۵مه ايه).
* هغوى نر او ښځې لري. (جن سوره: ۶مه ايه).
* هغوى نفساني غوښتنې هم لري. (الرحمن سوره: ۵۶مه ايه).
* پېريان تر انسانانو ډېر دي. (انعام سوره: ۱۲۸مه ايه).
لکه څنګه چې وړاندې وويل شول، پېرى هغه موجود دى، چې له اور څخه پيدا شوى، دا يو مادي موجود دى، نو ځکه ژوند لري. څرنګه چې د ژوند خاوند دى، نو ځکه زېږون هم کوي. نر او ښځه لري، خوب او خوراک لري او ژوند يې په مړينې سره پاى مومي. د سپېڅلو ايتونو پر بنسټ، تر مړينې وروسته به بيا ژوندي کېږي.
د پېريو تغذيه:
لکه څنګه چې هر موجود د خپل ژوند د دوام پاره خوړو او تغذيې ته اړتيا لري، دوى په غوڅ ډول له هغو شيانو تغذيه کېږي، چې ”ابن بابوبه“ يې يادونه کوي:
”د پېريو ځينو ډلو د حضرت رسول ص د خدمت وياړ هم ترلاسه کړى دى او دوى ويلي:
اى د خداى رسوله! زموږ د تغذيې لپاره ځينې شيان راکړه. حضرت ص هم هډوکي او د خوړو -پاتې شوني- ورکړل“.
د پېريانو خبرې- اترې:
د انسان فطرت داسې دى، چې له خپلو هم ډولو سره خبرو- اترو ته اړ دى. دغه راز په حيواناتو کې غږونه هم تجربه او زبات شوي دي. په قراني ايتونو کې راغلي چې ځينې پيغمبران (حضرت نوح ع او حضرت سليمان ع) به د حيواناتو په ژبو پوهېدل او له هغوى سره به يې خبرې کولاى شوې.
پېريان هم همداسې دي، څرنګه چې دوى مادي ژوند لري، نو ټولنيز ژوند يې دا ايجابوي، چې له يو بل سره وغږېږي. دوى د مفاهيمو لېږدونې لپاره ځينو غږونو ته اړتيا لري، چې موږ نه ورباندې پوهېږو. خوځينې کسان کولاى شي چې په يو نه- يو ډول د هغوى په خبرو وپوهېږي. لکه څنګه چې به حضرت رسول ص او ځينو امامانو ورسره خبرې کولې او ځينې کسان د ځينو ځانګړو ځواکونو په مرسته ورسره اړيکي ټينګولاى شي.
د پېريانو ځاى:
د پېريانو د پيدايښت بڼه د انسانانو او حيواناتو له بڼې سره توپير لري. څرګنده خبره ده چې د ژوند سيمه به يې هم د پيدايښت له ډول سره سم وي، خو دا سيمې چېرې دي؟
په عوامو کې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې: تر ځمکې لاندې د حمامونو او ژورو څاګانو غوندې تياره ځايونه شته، چې پېريان په کې اوسي. خو څېړنې ښيي چې دوى په داسې ځاى کې ژوند کوي، چې له انسانانو څخه ليرې وي.
د پېريانو زوکړه:
پېرى هم د انسان غوندې جنسي غريزه لري، چې د خپل نسل د پايښت لپاره ښځينه او نارينه جنس لري، خو دا چې ايا دوى هم د نورو حيواناتو غوندې د نطفې جوړونې له لارې زېږي- که نه؟ هغه پوښتنه ده چې د پاک خداى ج له کلام څخه يې استنباط کولاى شو.
خو ابن عربي په ”فتوحات“ کې ويلي دي: ”د بشر تناسل په رحم کې د نطفې اوبه دي، خود پېريانو تناسل (د ښځينه پېرۍ) په رحم کې د هوا القا ده“.
په يوه روايت کې راغلي دي: حضرت رسول اکرم ص- اميرالمومنين رض ته وفرمايل: ”اى علي رض! د مياشتې په لومړنۍ، منځنۍ او وروستۍ شپه کې له خپلې ماينې سره مه يوځاى کېږه... ځکه په دې درېيو شپو کې پېريان له خپلو مېرمنو سره نږدېوالى نيسي“.
د پېريانو مړينه:
پېريان هم د نورو ژونديو موجوداتو په څېر ژوند لري، چې مړينه يې په ژوند کې راځي. لکه څنګه چې په قران کريم کې راغلي: او پر هغوى (خطاکارانو) هم د هغوى د ملاتړو په څېر- د پېري او انسان له خوا عذاب وټاکل شو. (فضيلت سوره: ۲۵مه ايه).
”هغه اٌمتيان چې تر تاسو وړاندې وو، له پېري او انسان سره يوځاى اور ته ورننوځي“ (اعراف سوره: ۳۸مه ايه).
له دغو ايتونو څخه ښکاري چې پېريان نه يوازې د انسانانو غوندې ژوند لري، بلکې د انسانانو په څېر- د خداى ج له عذاب څخه هم خوندي نه دي.
د پېريانو خوب:
الله ج هغه خداى دى، چې بل همسارى او شريک نه لري. دى ژوندى او تلپاتى دى. نه دروند خوب وځي، نه هم سپک. (بقره سوره: ۲۵۵مه ايه).
له حضرت صادق څخه روايت دى، چې وايي: ”له پاک خداى ج پرته ټول موجودات خوب لري. ان پرښتې هم...“ (ميزان المحکمه: ۲۵مه ايه).
له پاک رسول ص څخه يو حديث هم دى، چې وايي: ”خوب څلور ډوله دى: پيغمبران ستونى ستغ پرېوځي، مومنين پر ښي لاس، کافران او منافقين پر کيڼ لاس او شيطانان پړمخي“. (شيخ حرعاملي: ۱۰۶۷مخ).
له دې مطلب څخه جوتېږي، چې له الهي سپېڅلي ذات ج پرته ټول ژوندي ساري خوب لري.
د پاک خداى ج په وړاندې د پېريانو ستونزې:
لکه وړاندې چې وويل شول- انسان، پرښته او پېرى درې ژوندي موجودات دي، چې د خداى ج د مصلحت له مخې پيدا شوي او له پيدايښت څخه يې موخه د پاک خداى عبادت نه دى. لکه څنګه چې په قران کريم کې راغلي: ”پېرى او انسان مې يوازې د ځان د عبادت لپاره نه دي پيدا کړي“. (ذاريات سوره: ۵۶مه ايه).
په پېريانو کې د عبادت څرنګوالى معلوم نه دى، خو هغه څه چې څرګند دى، هغه پيغمبران چې د مخلوق د لارښوونې لپاره غوره شي، د پېريانو لارښوونه هم کوي.
له زياتو ايتونو او حديثونو څخه ښکاري چې ځينې پېريان کافران او ځينې نور مسلمانان دي. ان چې تر اسلام وړاندې يې ځينې يهودي هم وو، چې د اسلام تر راتګ وروسته د حضرت محمد ص حضور ته راغلي او مسلمانان شوي دي. هغوى ته هم د انسانانو په څېر عذاب په پام کې نيول شوى دى.
په قران کريم کې راغلي دي: ”زموږ ځينې مسلمانان او ځينې نور بيا له حق څخه ليرې دي. هغه برخه چې مسلمانه شوې ده، د سيده لارې لټون کوي، خو هغه برخه چې له حق څخه ليرې ده، هغوى به د دوزخ د سون مواد وي، که چېرې په سمه توګه ټينګ پاتې شي، په زياتو اوبو به يې خړوب کړو“. (جن سوره: ۱۴،۱۵او ۱۶مې ايې).
له دې ايت څخه داسې څرګندېږي، چې پېريان هم د انسانانو غوندې بېلابېلې بڼې لري، ځينې يې کافران، ځينې فاسقين، ځينې ظالمان او ځينې نور يې نېک کاره دي. دغه راز بېلابېلې عقيدې او دينونه هم لري.
په ”احقاق“ نومې سوره کې راغلي دي: حضرت رسول ص وروسته تر دې چې له مکې څخه طايف ته لاړ، خلک يې اسلام ته راوبلل، هېچا يې هم بلنې ته مثبت ځواب ورنه کړ. په راستنېدو کې يوې داسې سيمې ته ورسېد، چې ”د پېريانو کلى“ يې باله. شپه هورې پاتې شول او د الهي ايتونو په تلاوت يې پيل وکړ. په دې وخت کې يوه ډله پېريانو د هغه غږ واورېد، کله چې هغه حضرت ص وزګار شو، پېريان د خپل قوم پر لوري شا ته شول او خپلې کتنې يې داسې بيان کړې:
”اى قومه! داسې يو کتاپ مو واورېد، چې تر موسى وروسته نازل شوى او منل شوى دى. دا کتاب د خلکو لارښوونه کوي“. (احقاق سوره: ۲۹او ۳۰مې ايې)
ايا پرښتې او شيطانان له پېريانو سره تړاو لري؟:
لکه څنګه چې وويل شول، د قران کريم پر بنسټ درې ژوندي موجودات: انسان، پرښته او پېرى عقل او شعور لري او د خداى ج د غوښتنې له مخې د نړۍ په صحنه کې راڅرګند شوي دي. خو په مستقل ډول د شيطان نوم نه دى ياد شوى، نو ځکه بايد شيطان يا د پرښتو له جنس څخه وي، يا هم د پېريو.
غوره به دا وي چې له قران کريم څخه مرسته وغواړو: ”کله چې مو پرښتو ته وويل چې د انسان سجده وکړي، له ابليس پرته- ټولو د سجدې سر ټيټ کړ“. (کهف سوره: ۵۰مه ايه).
دغه راز پاک خداى ص په قران کريم کې پرښتې سپېڅلې او له ګناهونو څخه پاکې ګڼي: ”پرښتو هېڅکله هم د خداى ج نافرماني نه ده کړې، دوى هغه کارونه کوي، چې ورسپارل شوي دي“. (تحريم سوره: ۶مه ايه).
د خداى له رسول ص څخه د يوه روايت له مخې: ”پرښتې له رڼا څخه پيدا شوي دي“، نو ابليس چې د خداى ج په درګاه کې يې لويه تېروتنه کړې، هېڅکله هم نه شي کولاى له پرښتو څخه وي. (که څه هم پر ټولو اسنادو سربېره، د ديني پوهانو ترمنځ د شيطان د خلقت په ډول کې د نظر اختلاف شته).
شريره اروا څه ده او له پېري سره څه توپير لري؟:
پر بشري اثارو شوې څېړنې- دا ښيي چې انسانانو د خپل پيدايښت له پيله د خپل چاپېريال ټول توکي حس کړي دي. ان هغه موجودات يې هم وپېژندل، چې په دوى کې به يې وېره او وحشت رامنځته کاوه.
د ژبې او ليک په اختراع سره پر هرې قبيلې نوم کښېښوول شو، نو د خطرونو د له منځه وړلو لپاره يې اداب او تدابير زده کړل. دغه اداب له يوه نسل څخه بل ته ولېږدېدل. لکه څنګه چې تر دې مهاله په افريقا کې له دغو موجوداتو سره د اړيکو يا هم د هغوى د دفعې لپاره ځينې دودونه ژوندي دي.
د ساري په توګه په مسيحيت کې پېرى نيول- يوه اوږده سابقه لري، چې زياتو کشيشانو به ورته اقدام کاوه. هغوى په دې عقيده وو، چې شيطان د انسان په وجود کې د شيطان په بڼه ننوځي.
له مسلمانانو پرته- څه له پاسه ټول وګړي دا موجودات شريره اروا ګڼي او د له منځه وړلو لپاره يې پرځان ځانګړې عقيده لري. د ساري په ډول- اوسني اروپايان د يوه مذهبي سوچ له مخې کله چې پر واټ (سړک) روان وي، خپل لاسونه ښوروي، د دوى په اند په دې توګه د شريرې اروا له شر څخه په امان کې وي، يا هم د کال پر يوه ټاکلې ورځ ځينې ځانګړي مراسم ترسره کوي. په دې مراسمو کې زيات کسان له خپل عمل سره سم جامې اغوندي. خو د مسلمانانو په عقيده د طبيعت پټ موجودات يوازې پرښتې او پېريان دي. کله چې د انسان له بدن څخه اروا په بشپړه توګه ووځي، نو نه يوازې دغه اروا کوم ځواک نه لري، بلکې نه شي کولاى يوځل بيا پر هغه انسان واکمني وکړي. يوازې پاک خداى ج کولاى شي چې اروا ته ځواک ورکړي. ”د اروا ارتباط“ نومي کتاب کې راغلي دي: ”پر انسانانو د اروا واکمنۍ ته پېرى نيول وايي، چې په حقيقت کې هماغه تسخير او تسلط دى“.
خو د دغې اصطلاح کارونه- په دوو علتونو غوره نه ګڼو. لومړى دا چې: پېرى داسې تورى دى، چې هوښيارو موجوداتو ته کارول کېږي، د يوه روايت له مخې دغه موجودات د شر پيدا کولو لپاره پيدا شوي. تل بدۍ کوي، حال دا چې د بدۍ لپاره هېڅ موجود هم نه پيدا کېږي.
د پاک خداى ج خوښه دا ده چې ټولو هوښيارو موجوداتو ته يې د ودې او بشپړتيا لار پرانيستې ده. ”د پېري نيولو اصطلاح په دې مانا کارول کېږي، چې د پېري له خوا د نيول شوي کس جسم د بلې اروا يا بل پېري له خوا ونيول شي، يانې په يوه بدن کې دوه ډوله سکونت، چې دا يوه استثناء ده. نه ځور او د دښمنۍ پېژندوى. ځکه د پېري نيولو اصطلاح په عام ډول موږ ته د منلو وړ نه ده“.
هغه څه چې له اوسنيو او نورو متونو څخه ښکاري دا دي، چې په نورو فرهنګونو کې د ”پېري“ تورى شته، خو په ټولنيز ډول يې شيطان، يا هم شريره اروا ګڼي. حال دا چې موږ مسلمانان په دې عقيده يو، چې په پېريو کې صالح او نېک عمله هم شته.
اسمعيل حسينزاده په خپل (سيماى جن) نومي کتاب کې داسې ليکي:
”کلونه وړاندې د اروا د حاضرولو مسئله زياته توده شوې وه. تر دې چې په دغسې مجلسونو کې دوو تنو ديني پوهانو هم برخه واخيستله. دوى دغه بهير له نژدې څخه وکوت. په بله غونډه کې يوه تن غوښتنه وکړه چې مېز دې واړوي. (هغه مېز چې اروا به ورباندې حاضرېدله، پر مېز زيات توري ليکل شوي وو، پېريانو به په يوې اشارې سره مېز ښوراوه او پر يوه ټاکل شوي توري به درېدل) څرنګه چې دغه يوه پوه معنويت- او زياته پوهه لرله او له ناپېژندويه موجوداتو سره يې د غږېدو لارې چارې زده وې، مېز ته يې په هغو نومونو قسم ورکړ، چې يوازې حضرت سليمان ع ته معلوم وو او په هغو نومونو يې پر پېريو مسخره کړې وه. پېريان يې وپوښتل: تاسې د انسانانو اروا ياست، که د نورو موجوداتو؟ بيا يې د الفبې په لوستلو پيل وکړ، په پاى کې يې دا جمله واورېدله: زه پېرى يم“.
خلک دغه ډول په بېلابېلو بڼو له پېريو سره اړيکي نيسي... البته پېرى ورته ځان د يوه شخص اروا معرفي کوي او ځينې خلک په دې باور دي، چې د انسان له اروا سره يې اړيکي نيولي، په داسې حال کې چې زيات اړيکي يې له پېريانو او شيطان سره وي.
ايا پېريان ”علم غيب“ لري؟:
په پېري کې پټ شوي قابليتونه چې د هغه د خلقت ډول دى (لکه: له سترګو څخه پټوالى، په لنډ وخت کې ډېره فاصله لنډول او...) د انسانانو په ذهن کې دا تصور ژوندى کوي، چې دغه موجودات د غيب له نړۍ څخه خبر دي. البته له دې څخه هغه کسان هم خبر دي، چې له پېريانو سره اړيکي نيسي، خو هغوى د ناوړې استفادې او د خلکو د تېرايستلو په موخه، پر دې باورونو پرده اچولې ده. حقيقت دا دى چې يوازې پاک خداى له غيب څخه خبر دى. لکه څنګه چې فرمايي: ”خداى ج پر غيب پوه دى، خپل غيب هېچا ته هم نه څرګندوي، يوازې يې هغو پيغمبرانو ته ښيي چې دى ج ترې خوشحاله وي“.
زيات ليدل شوي چې د اروا د حاضرولو په وخت کې، چې موږ يې د پېري حاضرول ګڼو، پېريان توانېدلي چې سم او وړ ځوابونه راکړي. دغه کار بايد د غيب د پوهې څرک ونه ګڼل شي. لکه څنګه چې پېريان په اسانۍ سره کولاى شي اوږدې فاصلې لنډې کړي، دوى کولاى شي له خپلو همډولو څخه د پېښو او بهيرونو په اړه پوښتنې- ګروېږنې وکړي او بيا يې اړوند کس ته ځواب وايي.
دوى له نورو امکاناتو څخه هم ګټه اوچتولاى شي، چې موږ ترې ناخبره يو. په هر حال، د غيب علم انسان او پېري ته نه شته، يوازې ځانګړو کسانو ته ورکول کېږي، هغه هم د پاک خداى ج له لوري.
له پېريانو څخه وېره:
ايا موږ بايد له پېريانو ووېرېږو؟.
له هغوى څخه د خونديتوب لپاره بايد څه وکړو؟.
د ناپېژندويه موجوداتو په وړاندې د انسانانو غبرګون بېلابېل او د اټکل وړ نه دى. هغه عقيدې چې سينه په سينه او له يوه نسل څخه بل ته لېږدېدلې دي، تل پېريان ځوروونکي او د شر و فساد لاملين انځوروي. که کومه نه رغېدونکې ناروغي پېښه شوې، يا هم ناوړه پېښه شوې، نو شيطان او پېري ته نسبت ورکړل شوى دى. زيات رواني ناروغان، خپله ناروغي د ځينو موجوداتو د ليدلو له کبله ګڼي او د خپلو نورو ملګرو له خوا يې د پېري نيوونکي په نوم شهرت هم پيدا کړى دى. څرګنده خبره ده چې وېره، خواشيني او تر حد زيات خپګان د اروايي ګډوډيو او رواني ستونزو لامل ګرځي.
هو رښتيا! ايا داسې انسان شته چې له دغسې موجوداتو سره د مخامخېدو پر وخت يې زړه ته وېره لار ونه مومي؟ ايا موږ دا ټولې ستونزې پر پېريانو ورتپلاى شو؟ تاسو به هم له سپين ږيرو يا سپين سرو څخه اورېدلي وي، چې وايي: پېريان پلانکى کس نيسي.
کله چې په ليريو پرتو سيمو کې چا ته دغسې ستونزه پېښه شي، نو وايي چې پېريو نيولى دى. (کله- کله خو په داسې حالاتو کې يو پياز سپينوي، بيا يې د اخته کس پر زنګانه ږدي، هغوى وايي چې پېريان او شيطانان د پيازو د بوى له کبله تښتي او ناروغ کس ته نه شي نژدې کېدى).
حال دا چې نن د پوهې په مرسته په زبات رسېدلې چې د ډېرو ناروغيو لامل ميکروب او ميکروسکوپي موجودات دي، دغه موجودات په يوه کمزوري بدن کې د زياتو ناروغيو د پيدايښت لامل ګرځي او پياز په روغتيايي لحاظ توانېدلى چې کله- کله له دغسې کسانو سره مرسته وکړي- بوى يې د شيطانانو او پېريانو مخه نه نيسي. اوس هم چې زيات کسان په ځينو ناروغيو اخته شي، کليوال يې د پېريو او شيطان شتون ګڼي.
ښايي د پېريانو له ځور څخه د خونديتوب تر ټولو غوره لار، د هغوى په باب د پوهې زياتوالى وي. ځکه پېرى هم د انسان په څېر ښه او بد لري، څرنګه چې د انسانانو ترمنځ ژوند کوي او شمېره يې هم تر انسانانو زياته ده، هرچا ته يې هم ليدل ناشوني نه دي، خو زيات اروايي تشويشونه او رواني ستونزې چې بدن ته هم سخت زيان لري، د دغو موجوداتو له کبله کېدى شي. خو له نېکو او صالحو پېريو سره د مخامخېدو له کبله انسان ته ګټه هم رسېدى شي
.
دپيرِیانوّپه هکله ځيني خاطرې:
دايوه رښتينې کيسه ده : د ظاهرشاه باباپه وخت کې دلغمان ولايت دالینګار ولسوالۍ دشاهي په کلي کې د محمدعلم ماما په نوم يو دهقان چې دلغمان زیات کسان یې پېژني او دا کيسه یې ترې اوریدلې ده ما هم خپله ترې اوریدلې وه، ویل یې زه چې دچا بزګر وم دلوی اختردقرباني له پاره یې له یوغرنۍ سیمې د ټګ په نوم د سېرلی د راوړلو له پاره پيسې را کړې وې زه له چرګ بانګ نه مخکې وخوځيدم يوځای چې غر اوګورځنګل اوډېرې زری لري تېریدم ګورم چې يو غټ پشيرلی وز دلته ګرځي ځان سره مې وويل راځه همدلته نږدې یې ونيسه د کو چيانو له رمې به پاتې شوی وي پيسې به هم تاته پاتې شي په خوارۍ مې ونيوپه کښولو راپسې نه راتلو په دواږو اوږو مې راسپور کړاو مخ په کور روان شوم د یو څه منزله پس مې زړه کې را وګرځيدل چې دا به نر وي اوکّـنه؟ آهسته مې خپل لاس ورتېرکړ، په بخښنې او مافۍ سره! چې په خو ټويې زما منګول ډکـه شوه سمدلاسه یې وويل خوښې د شوې؟!؟...
ژرمې وارتوه ځکه چې حيوان خوخبرې نه شي کولی! پښې زما تر غاړې راتاوې کړې وې اوپسې اوږدېدلې، اوږدېدلې ،او اوږدېدلې،،ژر مې کليمه ووېلې او خوشې یې کړم سړه لرې راباندې راغله او کورته مې ځان ورسوه بايد وويل شي چې دي يو قوي او زړه ور سړی ؤ
داسې کيسې ما له ده، خپل پلا ر او نورومشرانو ډېرې اورېدلي دي خو ډېرې دلته نه لیکم که تاسو ګرانو لوستونکو ته هم داسې او يا دغو ته ورته دپېریان نورې کيسې معلومې وي دمهربانۍ له مخې يې ماته راؤلېږي چې ستاسو په خپل نوم یې خپرې کړم او راتلونکي کې يو کتاب ترې جوړ کړو ادرس په ويب بلاګ کې شته دی
