سياسي مشران ديني علماد دى ورته ګوري..؟
ليکونکى عبدالجبار کاکړ
دوروسته پاته ملکو دولسونو ژوند عجبه بڼه خپله کړه چى دوي په دي هم قدرت نه لري چى خپل غم او ښادي ولمانځي يا خيل ځان ته يوه لاره وټاکي په دهغه وروسته پاته ولسونو کښى بياپښتانه افغانان ترټولو زياته دڅه وخته څخه د داسي بدمرغيو سره مخامخ شوي دي چى په ريښتيا هم دوي نه شې کولي خپل غم او ښادي ولمانځي يا جرګي وکړي يا دپخوا وارو دښادي اوواده خوشحالى وکړي يا دي په جمات کښى دپخوا وارو يه آرامه او کراره لمونځ وکړي يا دي په جنازه کښى په ډاډه ز ړه ګډون وکړي ځکه چى په وار ووارو موږ وليدواو واو ريدو چى دوران کارولخوا په جماتو په جنازو جرګو په ښاد يواو نو روځايو کښى چاودنى وشوي ځان وژونکى بريدو نه وشول چى دبى شميرو وژنور دڅنګه ې ددهغه وياړ لوځايوي دومره سپکازي وکړي چى ددي دمخه چادا اټکل نه شو کولي چى زموږ ددهغه وياړ لودودونو او دعبادت ځاپوسره به داسي ناوړه چل کيږي ولي چىپه جمات کښى په جنازه کښې دهغه عمل زموږ دکلتور او دودڅخه دومره ليري دي لکه شمال چى دسويل څخه ليري دي.
دتيروپنځه ديش کلو څخه زموږ ټوله سيمه دخونړيو پيښو سره مخامخ ده څوني بدمرغه ورځ ده چى داسي خو نړي پيښى په موږ کښې کيږي چې دنړي په تاريخ کښى ساري نه لري ټوله پښتون افغان سيمه ددهغه ولس په وينو سره کيږي خو داخبره په چانه دڅرګنده چى دا څوک کوي؟ ولي کوي؟ او ولي دافغان پښتون نسل کشي کوي؟ په زياته بياد هغه ړندي وژنى خوددي ملت په ضد په دومره هو ښاري او چالاکى سره کوي چى يوه نخښه او نشان شاته نه ايله کوي هره خونړي پيښه په وران کارو او تهرو ګرو باندي تړل کيږي خو و هيچاته دانه د څرگنديږي چى دهغه وران کار څوک دي؟ دا دبشرسره اړه نه لري دا مسلمانان دي؟ داپښتانه دي؟ که دابله قومه ده؟ دهغه اور چى په لر اوبر پښتون افغان خاوره بل دي که نور نه وي هم په دي ولس کښې به يوداسي عالم داسي مخور داسي سياست مدار داسي پوه دخدائى بنده خو به پيداشوي وي چى دهغه وژنى دهغه ورانى او زړه بږنونکي ورانى چى څوک کوي دافلانکيان دي دا دفلانکى ملک سره اړه د دوي مخه او هدف دهغه دي او ددوي وشاته دهغه څوک ولاړ دي زموږ سترګي څنګه راتړبى دي چى په خاوره مو په يوه ځائى باندي سل کسان وژل کيږي او تردي دوه چنده ژوبل کيږي (دشبقدر د۱۳م مئى ځان وژويکى پيښه) خوموږې داسي واخلو چى دايو تهروروو وشو اوبس خود يوه انسان د يوه مسلمان او ديوه پښتانه په حيث آيا داسي پيښه دايرو لووړ ده؟ او داسي پيښى بى شميره په دهغه خاوره دتير ولسو کلو څخه رارواني دي خو يوه وران کاروياد وران کارو او تهر ورکونکو چى داعمل وکړي دوي څومره کورونه وران کړو دوي څومره ميندي بوري کړي دوي څومره پلرونه وځوکلول دوي څومره خوندي بى وروڼوکړي دوي څومره ارمانونه ووژل داخو يوه پيښه نه ده دا خو په دي خاوره دتيرو کلو کلو څخه رار وانه ده نن په پيښور کښى چاودنه وشه دومره مړه شوه دو مره ژوبل کړل نن په چارسده کښې چاودنه وشوه دومره ووژل شول دومره ژوبل شو نن په کندهار کښى چاودنه وشوه نن په غزنى کښى وشوه نن په کوټه کښى وشوه نن په نوښار کښى وشوه نن په قبائيلوکښى چاودنه وشوه ډ راؤن بريد وشوه نن په هلمندکښى په بمبار کښى دومره و وژل شول لنډه داچى کومه هغه پښتون افغان سيمه ده چى هر ورځ موږ دازړه بږنونکي خبرونه نه اورو؟
شوروى سرولښکرو دراتلو څخه بياد جهادي مشرانو دکابل ناورينونه به موږ دڅه وخت دپاره دلته ايله کړو چى دلکاؤ لکاؤ پښتون افغان ولس سرونه ې وريبل ددهغه يو ولس کلو څخه چى کوم ناورين راروان دي چى نه قاتل څرګنددي نه ې وخت ښکاره دي نه ې ځائي وچاته څرګنددي هر وخت هم دي په موقعه کښى ناست دي چى وار درباندي جوړ شود مرغيو وارودي ښکار کوي او زمااو ستا په خوله کښې دا رااچولي دي چى داوران کار او تهرورکونکي دي دهغه تهرورکونکى يواځي زما ولس او زما خاوره په نخښه کړي ده چى څوک داخبره کوي چى دا وران کار او تهرو ګردي هغه ته به ارومرو داهم څرګنده وي چى داڅوک دي څونى لويه بدمرغي ده چى دتيرو پنځه ديش کلو څخه دا ناورين را روان دي خوهيڅ نړى وال هيڅ مسلمان هيڅ ګاونډي کله هم زماپه ټخرد ماسره څه خو اخوږي ونه کړه نه يوه ديني عالم په دهغه لسو کلو کښى داچخه پورته کړه چى دابشپړه دپښتون افغان نسل کشي ده نه ې د اوويل داهر څه چى دي دابشپړه دبشر په ضد دي داې هم نه وويل چى داعين اسلام دي راځي چى ټول راياڅه شو.
اوس پوښتنه داده چى دهغه ده چى دهغه وران کاري تهرور او ناورين به هم داسي روان وي لکه دتير ولس کلو څخه روان دي په موږ به مرګ او ژوبله ګډه کړي وي زموږ سياسي مشران ديني علماء مخورا وسپن ږيري رڼ انده ليکوالان او سياسي کارنکونکي به هم د هغه ډول پټه خوله ناست وي؟ او عام ولس به داسي وژل کيږي ؟ ژوبل کيږي ؟به او ورانى به روان وي ؟او خپل تاريخ به هم داسي وشاته اچوي؟ يابه دهغه چاوارو به چى يواځى شتمني او ماڼى يه جوړ وي يابه دنورو دګټو دپاره به ضددپښتون افغان ناوړه عمل کوي ؟او ايجنټي به کوي؟ او موږ به ورته ګورو هغه څوک چى پښتانه افغانان باتوره اوننګياليان ستائي خو پخپله ددوي په ضدکار کوي دا دپښتنو سره دوستى نه بلکى دښمني ده خود هغه ډول چى پخپله يه کرار ناست دي او خپلى ګټي څاري دهغه ډول څوک بايد وپيژندل شې که چيري پښتون افغان هراړ خيزه مشرتابه اوس هم خپله ډنډه ترسره نه کړه نوبه هم تروروستي سړي پوري وژل کيږي ددي ليک مطلب دانه دي چى پښتون افغان ولس دي وسله راو اخلى او نور دي وځپل شي بلکى ځان دي سره راټول کړي او ږغ دي پورته کړي چى دکلو کلوڅخه ددوي سره ولى داسىکيږي ؟پړه ې څه ده؟
.................................................................
دافغان جغرافيائى موقعت نه دمشرانو موقعت ې سم نه دي.
ليکونکى عبدالجبار کاکړ
په تيره اونى کښى موږ دهغه پريکړو په اړه خبره کړي وه چىد پښتو ليک دود اوپرمختياد دپاره دلراوبر افغانانو پوهاند په خيبر پښتو نخوا او په کابل کښى په واروو اروناستي او غونډي کړي وي اوځيني پريکړي ې کړي وي که په رښتيا هم په شووپريکړ وعمل وشې او پښتو ليک دود هم ددي لاري وشي نو به پښتونه يواځى نړى واله ليک دود لري بلکى ديوي سيمي ليکوال به هم دستونځو سره نه مخ کيږي خودبده مرغه زموږ ځيني ليکوالان ودي پريکړوته پاملرنه نه کوي چى په زړه ي ورغلو هغه په ليک کښې راوړي چى زما په اند دا وپښتوژبى ته ګټورکار نه دي ځکه چى يو ليکوال دشووپريکړو څخه سرغړونه وکړي نو بياونورته هم ورايله شې ددي سره سره چى ځيني باندنيان هم داهڅه کوي چى پښتانه په يوه ليک دود باندي پښتوونه ليکى خو موږ خپله پښتو پخپله پالو او ځخورو به ې دبده مرغه نن دپښتو شميرني په بشپړه موږ دلاسه ورکړي دي چى دايوه لويه ناخواله ده په کاردي چى ټوله پښتانه په زياته بياد پښتو چوپړوهونکي ليکوالان او شاعران ودي ته ځانګړي پاملرنه وکړي دوي نه يواځى په عام خبرواترو کښى دپښتو شميرنى (ګنتى) ګار کړي بلکى په ليکلو کښى د اکړو په ځائي په تورو کښى راولي(د۲۵په ځائى دي ښځويشت وليکى) چى ددي لاري به تريوځايه موږ څه ترلاسه کړو کله چى دمردان پاڅون مجله ګورم نو دوي دپښتو شميرني داکړو په ځائي په تورو ليکى چى ډيرخوند کوي او که دپاڅون په تګ لاره موږ هم ولاړ شونو به ډير څه دلاسه کړود پښتو شميرنى دپښتو په ځائي په اردو دښوولوناروغي دډيورنډ کرښى ودي خوا ته او سيدونکو اخستي ده که ودي خواته موږ پاملرنه ونه کړه نو به نوري ناروغي هم په موږ پوري شې.
پښتو چى زموږ مورني ژبه ده څوک ښه ډير ليک لوست پکښې وکړي نو هغه تيروتني چى موږې کوو هغه موږ خپله درک کولي شو په دي اړه زه خپل ځان دبيلګى په حيث تاسوته وړاندي کوم زه چى دتيرو ديارلس کلو څخه د ځلاند ورځپاڼي سره تړلي يم دومره ليک به هيچاپه پښتو کښى نه وي کړي لکه ما چى کړي دي چى هره ورځ څوک يوه ورځياڼه ليکى نوتا سو خپله اټکل وکړي چى څومره ليک به زماترلاس تير شوي وي نو ځکه چى موږ په خپله مورنى ژبه کښى څومره ليک لوست کوو نو دپښتو عکس اوارزښت نور راته روښانه کيږي ځکه چى ماپه وارو وارو په دي باندي ليک کړي دي او بياچى زه دخپلو تيرومشرانو پريکړي وګورم نوټکى په ټکى هم هغه ته ورته وي خودمشرا نو او پوهاندو په پريکړو په کار دي چى عمل وکړوځکه چى ديوه سړى خبره دومره ارزښت نه لري او موږ هم ارزښت ورنه کړو.
سياست او ادب يودبل سره تړلي دي نو ځکه چى سياسي خبري هم ايله دي دتاريخ په اوږدو کښى پښتون افغان ولس نه يوبشپړه ملت جوړ شونه پښتو ديوه خپلواکه ملت ژبه وګرځول شوه کله انګريزانو دهغه ملت او د ده خاوره ويشي او کله بيا شوروي دافغانانو دځخور لو دپاره خپلى لښکري ويوه خپلو اکه خاوري ته داخل کوي خو چى بياددهغه لښکرو داستلو دپاره مبارزه کيږي هغه هم افغانان په ځان پوري تړي خودټولى نړي څخه هر همااو شمارا غواړي چى افغانستان څخه باندنيان وباسي چى کله دنړى والو ګټو دخوندي ساتلو دپاره او ددوي په مرسته باندنى شو روي لښکرو وتلوو ته اړ کيږي او افغانستان خالى کوي هم دهغه مبارزه کونکي باندنيان دومره په خپل هيواد کښې خپلواکه کوي چى دافغانستان مشرهم دباندنيانو په خوښه ټاکل کيږي مشر څه چى يوبل ناتار په دهغه ولس باندي راځي چى ترشورو يانو هم زياته مرګ ژوبله په څو ورځو کښې کوي خو بيا هم دوي نه په کراره کيږي دنوروناخوالو وروسته دامريکا په مشري کښى دنړي نزدي نپځوس ملکونه وافغانستان ته راغواړي ددي دپاره چى افغانان و ځخوري داهم هغه څوک دي چى دشوروي دمداخلى په ضدې ټوله نړي په افغانستان ورسمه کړي وه څوني مسخره ده پخپله ځان ته افغانان ويونکي کوم جواز ځان ته وړاندي کوي چى زموږ جغرافيائى موقعت داسي دي خودانه وائى چى زما موقعت سم نه دي
ايران هم يووړوکي هيواد دي په دي ملک کښى هم ډيري پيښي شوي دي په ايران کښى هم لږکي په لوئى شميرپراته دي کله دوي باندنيانو ته بلنه ورکړي ده چى راشي موږ و ځخوري دوي نه يواځى خپله خاوره ځخورلي ده بلکى نن دخپلو ګټو دساتلو دپاره دنړى دلويو ملکو سره ټانټى وهي نن ې نه يواځى خپل هيواد مخ په وړاندي روان کړي دي بلکى دافغانستان وارو ملکو کښى مخامخ لاس وهنه کوي او نخدي لوتهى د ډالرو و افغان مشرتابه ته دده په کورکښى ورکوي ددي دڅنګه ې خپله فارسي ژبه دومره مخ په وړاندي وړي ده چى په افغانستان ې کلتوري چپاؤ وروړي دي ځکه چى په ۷م جون۲۰۱۱ء کښى دکتابو يو دومره نندارتون په مزار شريف کښى پرانستلى چى په لکاؤ دفارسي ژبى کتابونه ورته را رسول او دا ډول دفارسي ژبى دکتابو نندارتونونه په کابل هرات او نور ښارو کښى هر کال کوي خو زموږ پښتو چى دافغانستان ډيرکي ې وائى هم په هغه افغانستان کښى څه ورسره روان دي داسي نه چى داخبري دچاپه ضدباندي څوک کوي بلکى دارښتيا او حقيقت دي نو رښتيا بايد هر څوک وا ورى که څوک دخپل حق په غوښتنه تورن کيږي سل واره دي تورن شې ولي که څوک رښتيا وائي يو سړي به تورن شې سل به تورن شې خوبلى خواته چى څوک رښتيانه وائى رښتيانه اوري هغه ټول ملت خپله ژبه خپل دود او خپله خاوره وکندي ته ورپو روي چى دا وچاته دمنلووړنه شى کيدى؟
ځان پيژندنه ملت پيژندنه ده محمد نعيم کاکړ
((((((دريمه برخه))))))
لکه څونى چي يو قام پخوانى وي هومره ې ژبه پخواني وي او هره ژبه د هر قام تاريخ او دده د ژوند هنداره وي ژبه نه يواځى دا چي موږ يو بل په خبره سره پوه کوو بلکي ژبه نور ډېر ارزښتونه ليرى لکه ويل کيږى چې تاريخ د يوه قام هنداره وي او هر قام خپل تيروختونه اوسني حالات او سباون پکښې ګوري او د تاريخ په رڼا کښې خپل سباون ټاکى نو ژبه ددي هر څه ارزښتونو لاري او سمتونه ورته څرګندوي د قومونو دود اورواجونه ورته په ګوته کوي د ژبى په زور موږ خپل ذوق او شوق خپل چاپيريال او خپلو نيکونو کلتورونه و مخ ته وړو او و نورو قامونو ته ور په ګوته کوو او داسي د نورو ښه ښه دودونه او رواجو باندى هم ددي لاري موږ ځان خبروي او د بهير د زراو زراو کلو څخه را روان دي او تر هغه وخته به روان وي چي دا نړۍ پاته وي.
پوهان وائي که يو بشپړه قوم د مينځ وړل وي نو د هغه تاريخ ځيني واخله او ددي د څنګه ې ژبه هم ځيني واخله او داسي اواره او څربداله کړه چې نه يواځي د خپلي خاوري څخه ې اړيکي وښکيږى بلکى خپله ژبه او خپل تاريخ سره ې هم اړيکي وښکيږى ځکه چې يو بشپړه قوم په داسې جنجالو کښې په نړۍ واله کچه راګير شې نو ډېر ګران وي چې هغه خپل ځان ژوندي وساتي د تيري يوه نيمي او دوو پړيو څخه چي څه د پښتون افغان خاوري ژبى او تاريخ سره روان دي په ځانګړي ډول د تيرو پنځه ديش کلو څخه چې څه ورسره وشو که د ټولي نړۍ د يوه بل قام سره داسي شوي وي نو ډېره ګرانه وه چي هغه به ځان ورته ټينګ کړي وي خو پښتون افغان چي د غرو او درو اوسيدونکي قام دي هم د غره واروي ځان ورته ټينګ کړي دي څنګه ې ځان ورته ټينګ کړي دي په دي به مخ ته خبري کوو خو دا يوه خبره په يا د ساتل ضروري ده چي دتاريخ په اوږدو کښې پښتون افغان ودي ته نه دي پريښودل شوي چي دي په کراره ژوند وکړي که يوه خواته په دي خاوره يرغلنو کړي دي و بلې خواته هم په موږ پښتون افغان کښې داسې کرميان او لاس پوځي ژيژولي دي چي زموږ په جامو کښې وراني کړي دي او اوس ې هم کوي چي په يوه نه يوه ډول ودي سپيڅلي ولس ته زيان ورسوي او زموږ پياوړي ولس په بيلو بيلو نومو باندي تکي تکي کړى د سر سړى ې ورو وژنى دود او دستورې ورختم کړي ژبه او تاريخ ې ځيني واخلي او داسې ورګډوډ کړي چي پخپله ې پيژندګلوي نه شې کولي د زده کړو او تعليم څخه ې ليري وساتي د زده کړو لار ور باندى وتړي اقتصادي ور وران کړي په خپله خاوره ې بې واکه کړي او د خپل هر څه څخه ې بيګانه کړي د خپل وطن څخه ې بې وطنه او اواره کړي او هم په خپله خاوره او هم د خاوري څخه د باندي د نورو په مخ کښې د کرکي وړوګرځوي مشران ې د تمي او ښه ژوند په بدل کښې د قام په مشکلاتو پټه خوله کړي په خاوره او وطن مين وګړي ې تر داسې عتاب لاندي راولي چي و خبرى ته څوک غوږونه نيسي او قام دومره بې حسه کړي که د ورځي سل وګړي پکښې وژل کيږى خو دي باک نه پکښې وه وهي تر ټولو لوئى ناورين چې ولس دړي وړي کوي اقتصادي پخپل لاس کښې ځيني واخلي چي په ډېره لويه بيه وګړي ودي ته اړکړي چي دواړه لاسونه ورته په سر کړى.
داسې نه چې دا هر څه پخپله روان دي بلکي د دهغه لوئى لوبى يوه برخه ده چې يو نيم دوه سوه کاله انګريزانو زموږ په ضد پيل کړي وه چي په يوه نه يوه ډول يا په يوه او بل تر سره کيږى او د عقل خاوند په دي پوهيږي کنې نو ولي به انګريزانو چي په هند کښې حکمرانان وو نور ټول په ځان راټول کړو او يواځي پښتون افغان ې په نخښه کړي کوم کوم چم ې ددي قام سره ونه کړي چي په دي پوه شو چي ددي لاري د را روان وخت ګټي نه شوي ترلاسه کولي نو ې زموږ خاوره وويشله چې د دهغه قام زور مات شې خو په تلو تلو کښې داسې چاري ونيولي چي زړه ې بې غمه شو او د پښتون افغان سره داسې وکړو لکه هغه د کفن کش او د هغه د ځوي کيسه چي ده دا څنګه کيدي شې چې انګريز دي هم په نا کښې خيږى شوروري دي هم په ما کښې خيږي او امريکا او ناټو دي هم په نا غومبروهي خو داخبره هم په ياد ساتل په کاردي چي لکه څوني پړه چي موږ په بل اچوو تر دوي زيات موږ خپله پړه يو باندني که د کور د کوسى په مرسته زموږ خاوري ته راځي خو هغه زما خاوره زما ماشوم او زما هر څه ورانوي او د تيرو ۳۵ کلو څخه دا هر څه روان دي په کاردي چي لومړى د خپل کوتهي وروکړم بيا د بل وغاړي ته لاس واچوم.
و کونډوته ورته ګيلي په رسېنو په زياته بيا په انټرنيټ باندى د پښتنو افغانانو لخوا ډېرى ليدل کيږى خو ستونځي او ناورينونه په خبرو او تش په ليکولو نه اواريږي ودي ته د عمل اړتياده دا سرشندنه غواړي و ميدان ته دانګيدل غواړي خو دلته که دا پوښتنه وشې چي هغه کوم ننګيالي دي چي و ميدان ته راودانګي او ولس په ځان راوغونډ کړي زموږ ولس که هر څو دښمن ځپلي دى خو د خپلې خاوري څخه مينه دلاسه نه د ورکړي اوس هم چي موږ ګورو ولس په وارو وارو سر راپورته کړي او پاڅون ې کړي دي خو د مشر د نشتوالي د کبله هغه بيرته شاته تللي دي ددي سره سره چي پښتون افغان د هيچا په ضد نه دي خو يواځي يوه غوښتنه لري چي زه سوله او کراري غواړم زه په خپله خاوره د باندنيانو انډو خرنه غواړم چي زما هر څه پکښې وران شوي او نورو رانيږى که يو قام يا د هغه مشر دهغه د سولي کراري چغه نه شې پورته کوله نو نه و داسې قام ته نه ې مشر ته دا وياړ ورکول کيدي شې چي دي دخپلې خاوري او خپل ملت داوه وکړى.
خو د لالا په نوم څه باندى ونه نازيږو بلکي پخپله ځان وپيژنو خپلې چارې په کاردي چي خپله وسنجوو دخپل قام او د خپلي خاوري خلاصون د بل څخه ونه
